مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-06   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

افغانستان دټولو گډ کور دي

حبيب الله غمخور
په هيوادکي دشعيه اوسونی تبليغ دملی يووالي په زيان اوملي خيانت دی . زموږ هيواددبيلابيلوقومونو،ژبو،مذهبونو گډ کوردي اوددې گډکورساتل پرټولوفرض اوددې هيواد داوسيدونکو ملي مسوليت دي . پدې شپواو ورځو کې زموږ دهيواد په ډله ايزو رسنيوکي يوشمېرکسان،دډلو اوتنظيمواستازي ددولتي او پارلماني مصوينت اوبيان له ازادی نه په نامعقوله بڼه استفادې سره په يوشمېر ډله ايزورسنيودهغه جملې دملي وفاق خلاف رسنی طلوع ،طلوغ نيوز،لمر،خورشيد اوداسي نورو له لاري دملت دملی گټو پرخلاف دملي نفاق او ولس ترمنځ اختلاف زېږېدو لپاره دژبی،مذهب اوسيمی وېشلوترنامه لاندي تبليغات د ملی خيانت په توگه پر مخ وړی . زموږ افغانانو له نظره دا ډول نامعقوله پارلمانی اودولتي مصونيت بايد ژر تر ژره په ملي مسوليت بدل سي . موږ نه په پالمان اونه هم په دولتي اداروکي ملت ،دموکراسي اوملي مسؤنيت کليمې رښتياني مفهوم ته ژمن اوپه هغې بايد پوه اوباورمند کسان لرو. زموږ دهيواد بهرنيو دښمنانو په ځانگړې توگه ايرانی اخوندانو اوپاکستانی جنرالانو دهمدې ټکي په پوهېدو سره چې خپل اجنټان اولاسپوڅۍ بايد دډاډمن استخباراتی چوپړ لپاره دپارلمانی اودولتي مصؤنيت نه برخمن کړي،خپل ډير نوکرصفته پلويان یې دخپلو مالی لگښتونواو نورو امکاناتو په مټ تر پارلمان اودولتي مقامونو پوري ورسول ،ترڅودپارلمانی اودولتي مقام نه دمصونيت ترنامه لاندي ددوي اهداف سرته ورسوی اوددوي داهدافولپاره دپراخ تبليغ اوفعاليت امکانات ولري . په همدې دليل ددوي نوکرانو اوس تربل هرچا دواړي پښې په يوه موزه کي اچولي دمذهب ،قوم ،ژبې پرسر له سوداگری نه په استفادې سره ورسپارل سوی دندي پلي کوي . دا ماهر اجنټان له يوې خواپه خپلو دروغجنو خبروځان دغوبېچاره گانوته چې دوي یې په تړاوسوداگري کوي ددوي خواخوږ ی معرفی کوی اودبلې خوا دوي دايرانی اوپاکستاني استخباراتی چارواکولخوا ورکړه سوي دنديدافغان ولس دملی گټو اوملي يووالی پرخلاف دتبلېغاتواو سياسي فعاليت په بڼه سرته رسوی . که دولتی اړونده چارواکی اوترټولووړاندی جمهوررئيس چې ځان دافغان ولس دکورنيو اوبهرنيو دښمنانوسره همږغی نه بولي دې اساسی اوحياتی ټکی ته جدی پام راوا نه ړوی اودوي دغه ډول حرکتونه اوتبليغات عادي وبولي،بيابه نوکه غواړو اويانه افغانستان دسوريې غوندي دانسان وژونکو اوتمدن ورانونکو پېښوهنداره وي . وړانديزمې دادی :په هربڼه چې کيږي ددې مرموزو مزدورانو او ددوي دبهرنيو بادارونودهڅو پرخلاف دافغان ولس دملي گټو دساتنې په موخه ددوي لاس تريوه بريده بايدلنډسي اودهربهرنی سره په راکړه ورکړه کي زموږ ملی گټي مطر ح او وساتل سي، تروڅوموږ وکولاي سو دملت گټي وساتو . دپارلمانی اودولتی مصؤنيت اودبيان دازادۍ داصل نه داډول نامعقوله او افغان دښمنه استفاده نه يوازي دافغانانو، بلکی دسيمی داوسېدونکو په منځ کي اختلاف ته لمن وهل اودا ډول لمن وهل بشری جرم دی . پدې هکله دبشردنړيوالو حقوقو اعلامې ته مراجعه وکړئ . په اوسنيو باريکو شرايطوکي چې زموږ هيواددهري خوا دبهرنيو دسياسي،پوځی اوکلتوری تېريو اويرغل سره مخامخ دی دهر افغان اوبيا دپارلمان د يووکيل اويا دولتی چارواکي داډول بې مسوليته خبرې چې دقومونو،مذهبونو اوژبو ترمنځ اختلاف رازېږوی دملی خيانت په توگه بايد تعبير اودسرغړونکی نه ئې هرڅوک اوپه هرمقام کي چې وي بې درېغه پوښتنه وسي . ددولتی امکاناتونه په استفادي سره دملت دښمنانوته مورال ورکول اويادهغوي دموخولپاره زمينه برابرول دملی گټو، افغانيت ،انسانيت او دبشرد حقوقو دنړيوالي اعلاميې خلاف حرکت دی ،چې بايد محکوم اومخه یي ونيول سي .ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery