مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لور په پیدا کیدو ولې خفه یو؟

فاروق اعظم

 

 


     نن په فیس بوک کې چا لیکلي و؛ زموږ په سیمه کې چې جینۍ پیدا سي مور او پلار یې ډیر خفه وي. دا تکلیف زموږ په ټولنه کې عام دی. ما دا لنډه تبصره دلته په همدغه منظور کړیده.

     د لور په پیدا کیدو خفه کیدل موږ ته تر اسلام د مخه د جاهلیت د زمانې رواج پاته دی. په یو ځای کې چې امن نه وي، دولت او د قانون حاکمیت نه وي او ټولنه د ځنګل په قانون چلیږي، هلته د زورور برخه غټه وي. په چور کې د زورور ګټه ده. په ځنګل کې زمری ځکه پاچا دی چی لویې داړې او زورورې مټې لري. په یو بدوي ټولنه کې خلک زوی غواړي دا ځکه چی سړی تر ښځې په بدن قوي دی او د چور په چاپیریال کې کور ته ګټه راوړلای سي. قرآن کریم دغه حالت د جاهلیت د زمانې یو قبیح عمل ګڼي او د غندلو په ترڅ کې یې فرمائي: و اذا بشر أحدهم بالأنثی، ظل وجهه مسودا و هو کظیم. سورة النحل آیه ۵۸ ( او کله چې  د لور زیری پر یو چا وسي نو مخ یې له قهره تور واوړي). او ښځه ملامتوي چې دا عار دې ماته له کومه راوړی. معلومیږي چې موږ تراوسه لا د اسلام تعالیم پوره نه دي خپل کړي، …

     خپله یوه کیسه درته کوم. زه یو وخت د پوهنې وزیر وم. د علماء کرامو ډیر قدر و او تلاښ دا و چې ټولنه بیله تشدده اصلاح کړو او اسلام خلکو ته په صحیح معنی ورسوو. نو دیني مدارسو او عصري ښوونځیو دواړو ته جدي توجه وسوه او په نصاب او منهج کې یې هم ډیر مثبت بدلون راغی. یوه ورځ ملایان راسره ناست و او پر یوه علمي مسئله مو بحث و، چې زما یو پخواني آشنا ملا وویل: زړه مې نه غواړي له مجلسه ولاړ سم خو حیا دې وي ښځه مې هلته د سرک پر غاړه ګوښه کښینولې ده، ډیره انتظار سوه، باید ورسم. که اجازه راکړئ! ما ورته وویل: اول ولې په مجلس کې دومره ډیر کښینستلی؛ تاته تر دغه مجلس د هغې د انتظار ختمول ضرور و. ته باید له هغې معذرت وغواړې، ولو درباندې ثقیل هم وي. زما په خاطر یې وکړه! دوهم داچې د ښځې د نوم سره دې (حیاء دې وي) ولې وویل؟ هغه وویل: ښځه بعضې اوقات چټله وي‌‍. حیض و نفاس ته یې اشاره وه. ھغه وویل: دا (د حیاء دې وي) اصطلاح زموږ خواته عامه ده. وروسته ما ټول مخاطب کړل او ورته ومې ویل: هغه چاته چې الله (ج) او د هغه رسول (ص) اوچت مقام او عزت ورکړیدی، موږ یې په کوم حق توهینوو؟ و لقد کرمنا بني آدم (صدق الله العظیم). نر او ښځې دواړو ته یو ډول خطاب دی او د پوښتنی په ورځ به موږ ته په یوه نظر کتل کیږي‌؛ داځکه قرانکریم نر او ښځه یو ډول خپلو مکلفیتونو ته متوجه کړیدي‌‌ (إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ) سورت الأحزاب، آیه ۳۵.

      زه او ته چې مځکه او اسمان پیژنو لمونځ به کوو؛ په ولاړې به یې کوو. که نه، په ناستې به یی کوو. که نه په پروتې او حتی د سترګو په اشارو به یې کوو. چې ترڅو مو سد په سر کې  وي، له لمانځه نه خلاصیږو. خو د ښځي چې محضې مزاج خراب سي، لمونځ ورته معاف دی، روژه همداسې ده. ته یې نه سې خوړلای چې په سفر کې نه یې او یا شدید ناروغ نه یې. خو د هغې که مزاج خراب وو روژه ورته معطل ده؛ که اولاد یی په نس وو او ور باندې تکلیف و، خوړل ورته روادي؛ که اولاد یې پر تي و او پر خپل یا د کوچني پر صحت ویریده ورته معاف ده او چې هر وخت یې بیا حالت سم وو قضایي دې راوګرځوي. موږ او تاسې ته دغه امتیازات یو هم نسته.  جنت د مور (ښځه) تر پښو لاندې  دی. زما و ستا نه! نو موږ په کوم مبرر د الله عزوجل او د هغه د برحق رسول  (ص) نازولې (ښځې) تحقیروو؟ آیا موږ تر غیور خدای او د هغه تر غیرتمن رسول ډیر غیرتمن یو؟! آیا موږ تر هغوی په دین ښه پوهیږو ؟!او ایا زموږ تر هغو پاکي او طهارت ډیر خوښیږي.؟! موږ باید اول ځان او بیا ټولنه اصلاح کړو. همدا موږ ددې مسلمان ملت مشران یو. علماء ورثه د انبیاء ده او د ټولنې واقعي مشران دي.‌ علماء دي‌ چې په دین ترهرچا پابند او له خدایه تر نورو ډیر ویریږي ( انما یخشی الله من عباده العلماء). موږ باید د جهالت فرهنګ له خپلې ټولنې محو کړو. موږ یوه متمدنه ټولنه یو؛ اسلام متمدن بللي یو. پیغمبر (ص) پر یثرب د مدینة نوم ځکه کښیښود چې مسلمان متمدن دی. د جاهلیت دوره چې په هغې کې قوم او قومبازي او فساد وو، تیره سوه؛ دلته د امت خبره مطرح ده. دلته د یو عالي  تمدن خبره مطرح ده چې هغه باید خپل سي. مخته باید وکتل سي. مسلمانان باید په دواړو جهانو کې سرلوړي او معزز خلک وي. موږ او تاسې  د همدغسې یو تمدن عاملین او حاملین یو.…

      دوستانو! ښځه یوازې د امن او د قانون د حاکمیت په فضاء کې ځلیدای سي چې متاسفانه موږ اکثره نه دي درلودلي. زه خپلو اولادونو ته توصیه کوم چې موږ باید یوه متمدنه ټولنه رامنځته کړو کومه چې اسلام راښوولې ده. موږ د دین په نوم بیدیني باید ونه کړو او نه هم د عصریت او پیشرفت په نوم بدرفت ته مخ کړو. درناوي.

 

 


۱۷ سلواغه ۱۳۹۶ هش / ۶ فبروری ۲۰۱۸م

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery