مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ژبپوهني يوه موضوع ده. ( څخهَ او نیخه/ نیخم)

نذیر احمد رښتینی


لیکوال: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګي د اولي دورې د څلرم کال زده کړیال:

څخه د ځني په معنا عام دئ. چي د پښتو ژبي ختیځه لهجه ئې پر ځای /نه/ کاروي؛ لکه:
لویدیځه لهجه/ کندهارۍ لهجه: له هلمند څخه کندهار ته ځم.
ختیځه لهجه/ ننګرهارۍ لهجه: له هلمند نه کندهار ته ځم.
په دغه (څخه) کي فشار/ خج پر اول توري /څ/ دئ، خو دلته بیا د (څخه او ځني) مانا یوه نه ده؛ بلکي تفاوت پکښي سته. منګر په دې لاندي بُلګه کي ئې بیا مانا یوه ده؛ لکه:
قلم مي ځني واخیستئ/  قلم مي ورڅخه واخستئ.
(څخهَ او نیخه/ نیخم): د (څخهَ) په کلمه کي فشار/ خج پر وروستي ږغ /ه/ دئ، چي له (څخه/ ځني) سره خورا ښکاره توپیر لري؛ لکه:
- سوله ښوونځي ته ولاړه؟
- څخهَ
یا هم:
- اتل پوهنتون ته تللی وو؟
- نیخم/ نیخه
دا دواړه مفاهیم د یوې اوږدې جملې لنډ سوی شکل دئ. د (څخهَ) کلمه (د څه خبر یم.) د جملې او د (نیخم/ نیخه) دوو کلمو (چي ځیني خلګ ئې په نیخه او ځیني ئې په نیخم سره وائې، چي دواړه د یو ګډ مفهوم افاده کوي.) هم د (نه یم خبر) د جملې لنډه جوله ده.
دغه دواړې کلمې اولسي رنګ لري. اولس په دې نه پوهېږي چي د دوی دا کار به د یوه فن سره تړاو لري او هورې به د توضیح و تشریح اصول لري او په دې خو بیخي خبر نه دي چي دا ډول کارونه به د خاصو اصولو په بینا کیږي.
د ژبپوهني په فن کي دا کار (اکرنیم/ Acronym) بلل کیږي. د (اکرنیم) په اړه استاذ غضنفر کښلي دي: ((اکرنیمونه مستقل لغتونه وي او د ژبي صرفي او نحوي قواعد ورباندي تطبیق کیږي.)) (غضنفر، اسدالله، (د نثر لیکلو هنر، دوهم چاپ، [۳۸۱مخ])
 که فکر وکوو، د (څخهَ او نیخه/ نیخم) په کلمو کي ځیني توري اضافه دي هغه چي په هر خاطر زیات سوي دي، ممکن علت ولري، چي زه دلته نه پر ږغېږم، بلکي ښکاره مانا ئې دا ده چي دا تېر و بېر کار اولسي خوند و رنګ لري.
د پښتو ستر خواخوږی او معاصر خوشحال خان، وزیر محمد ګل مهمند و پښتو ته زیات خدمت کړی دئ. د پښتو ګرامر، قاموس او لغت جوړوني ته ئې تر خپل وس زیات کار کړی دئ.
مرحوم مهمند د اکرنیم د اصولو سره سم د (هڅوب) کلمه د (کلتور) له پاره جوړه کړه. دا چي موږ د کلتور ډېره عامه فهمه او مروجه کلمه درلوده نو (هڅوب) نه د اولس و خولو ته ولوېدئ او نه هم چا و پېژندئ، بلکي ناکاره پاته سوو.
هڅوب: (هغه څه چي ولسونه سره بېلوي.) په جمله کي د کلمو د سر توري سره یو ځای کړي او (هڅوب) ځني جوړ سوی دئ.
دې کار نن سبا د اقتصادي ژبي په مفهوم هم عام ذهن ته د ټولنیزو رسنیو (فیس بوک، ټویټر، ټلګرام او نورو ...) څخه لار پیدا کړې ده.
دا مفهوم د نړۍ په پرمختللو ژبو کي د کار وړ دئ او تر ډېره حده بریالی هم دئ، خو پښتو لا ددې کار توانايي نه لري؛ موږ لا نه سو کولای چي ( نه لري په نلري؛ نه کوو په نکوو؛ له پاره په لپاره او نور...) وکاږو او نه هم د ژبي معیار؟ داسي کوچني موضوعات ټاکي.
انګلیسي د نړۍ د کاریګر او خواریکښ اولس ژبه ده. هغوی که [بي. بي. سي (برټیش بروډکاستنګ کارپورېشن) او یا یونیسف، ایساف،] لیکي او وايې یوه وسیع ژبه او تعلمیافته اولس لري.
 موږ هم په پښتو کي د کار د اسانۍ له پاره ځیني نومونه را لنډ کړي دي؛ لکه: ا. ا. ج. ( د افغانستان اسلامي جمهوري دولت؛ م. م. س. (د ملګرو ملتونو سازمان) او نور ... . چي دا کار په اداراتو او خبریالان ئې په خپلو یاداښتو کي ساتي.
دا ډول اکرنیمونه کله یوه کلمه تشکلیوي او کله بیا یوازي توري پاتېږي؛ لکه پورته چي ئې ډېري بُلګې ذکر سوې.
اکرنیم چي ځان ته د اصولو په اساس جوړیږي، موږ ئې باید اصول په پام کي ونیسو؛ نه داسي چي  (نلرم، نکوم، نسته، لپاره) د نفي تاړی (نه) له کومکي فعل سره و مښلوو او یا (لپاره) چي اوستر/ روستربل دئ، وکاږو.
 دا ډول لیکل ئې ناسم دي ځکه د دې ناخپلواکو کلمو یو- یو حرف (ه) په ښکاره ډول له مینځه پکښي تللي دي؛ حالانکي دا کار د ژبپوهني له بابته ناګرد دئ.
(نه لرم، نه کوم، نه سته) او (له پاره) به همداسي لیکوو. تر څو د ژبي اصالتونه راڅخه زیانمن نه سي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery