مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-10-04   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

ايرانی اخوندان بايد پرځاي کښېنول سي

حبيب الله غمخور
همدا نن د۲۰۱۷ ز کال داکتوبر ۳دريمه دتاند ويب پاڼه په يوخپورسی خبرکي مي ولوستل : سرخط؛ د غزني په هدفي وژنو کې ۹۹ سلنه پښتانه ځوانان په نښه کېږي . نورخبرتاسوپه تفصيل هلته لوستلاي سي . دادی اوس د اسلاميت او انسانيت دښمنانودخپلو تورواوکرغېڼنومخولپاره په غزنی کي دپښتنوزلمو په شهادت رسولوته ملاتړلې،داچې ولی داکارکوی ليونۍ هم پرې پوهيږي . دټول افغان ولس دغوځ اکثريت له نظره دولتی مشرتابه ملي اواسلامی مسوليت لري چې دايران دلعنتی اخوندانو لاس دافغان ولس له گرېوان نه لنډاوددوي دنوکرانو پوسيله په بهراوافغانستان کيددوي په هدايت دافغان وژنې مخه ونيسي . دوي د افغانستان پرحکومت غږ کوي،تر څوخپل ملي مسووليتونه درک او په عمل کې يې پلي کړي . په ايران کي دافغاني کډوالو دمحروميت اوغربت نه په استفادې سره زموږ کډوال ځوانان دخپلو سياسي اومذهبي کرغېړنومخولپاره عربی هيوادونوته دسوریې په گډون له ايران نه لېږل کېږي . ترلېږلو وروسته بياورباندي په ډيره بې شرمۍ دانوم ايږدی چې دوي په خپله خوښه دې جگړې ته چې دلمرغوندي روښانه معلوماتو له مخې همدا لعنتی اخوندان افغانان مجبوره وی اوياورته وايي چې که په ايران کي ددايمې اوسېدو اجازه نامه اودکورنۍ لپاره دي يوڅه مالی مرسته غواړې نود کورنۍ يويادوه غړي دي بايد دايران( مذهبي شعار نوم ورته اخلي ...) لپاره جهاد وکړي . ځکه خو زموږ کډوال هيوادوال مجبورېږې چې ددې اسلام اوانسانيت دښمنوپه لويه ږېره دروغجنو تبليغاتو تر تاثيرلاندي راسي اوملا ځان وژنې ته وتړي ،که دا کار وونکړي سپاه پاسداران يومنحوسه څېره ورته وايي نو سمدواره دي افگانستان ته لېږم اوته پوهېږې چې هلته به ستاسره څه وسي ؟دومره یې ډاره وي چي دابېچاره هرحه ته چاضر سي .تردې شعار اومجبوريت تروړانديزلاندي دوي په زرگونه کورنۍ مجبوري کړي دي . يوشمېرسرکښ افغان زلمی چې ددي اخوندانو خبره نه مني په نوروبهانو په دارځړول کيږي اوزموږ دولتی مشراتابه یې ننداره کوي .ددې پرځاي چې ورنه پوښتنه وکړي ،هرايرانی افغان دښمنه اخوندچې کابل ته راسی دولتي چارواکي اودايران روزل سوي ورته گډېږي . دبلې خوادهمدې دولتي امنيتي ادارودمعلوماتوله مخې دطالبانوسره نه يوازي داچي ايران مالي او مادي مرسته کوي ،بلکي په کمپونوکي یې روزی اوپه وسلو سمبال یې رالېږي .زما دمعلوماتوله مخې چي له ايران اودي کمپونونه دلته راغلی افغانانو قيصه راته کړې ددې کمپونو شمير يوازي په ايران کي تر ۱۵ زيات دي اودا چي په هيواد دننه په هرات ،فراه، نيمروز،غور ،بادغيس ،باميان ،دايکنډي ،سرپل ،بغلان ،بلخ اونورو ولايتونوکي لري ،هريویې موږ ته معلوم دي . همدا نن د۲۰۱۷ ز کال داکتوبر ۳دريمه هم په ولسي جرگه کي پردې مسله بحث ووچي ايران فغان زلمي سوريې ته دجگړ لپاره لېږي دولت بايد ددې لېږلو دمخنيوي لپازره دايراني چاروکونه پوښتنه وکړي . دتاند ويب پاڼه په يوخپورسی خبرکي مي ولوستل : سرخط؛ د غزني په هدفي وژنو کې ۹۹ سلنه پښتانه ځوانان په نښه کېږي . غزنی يا د اسلامي هېوادونو د تمدن پلازمېنه د افغانستان په کچه لومړۍ درجه ولايت دی چې تر ټولو ډېرې هدفي وژنې پکې کېږي . د غزني ښار هره کوڅه لږ تر لږه درې هدفي وژونکي لري او داسې ورځ به کمه راځي چې په يوه نه، يوه سيمه کې يې اجرتي قاتلانو په بې‌غږه تمانچه د يوه ځوان ژوند نه وي اخيستی . دوی لوستي، په خبره پوه او د سر ځوانان په نښه کوي، لېسټ يې د ښار په اجرتي قاتلانو چې د طالبانو په نوم فعاليت کوي، وېشي او بيا يو يو په نښه کېږي. تر اوسه پورې په دغه ولايت کې په هدفي وژنو کې د په نښه شويو ځوانانو نهه نوي سلنه پښتانه زلمي دي چې نه يې وژونکی نيول شوی، نه يې چا د مرګ پوښتنه کړې، نه ورباندې د چا خوا شنه شوې ده . عجيبه لا دا ده چې د ښار ډېری هدفي وژونکي تر نيول کېدو څو لحظې وروسته خوشې شوي دي. تر دې لا نادوده دا ده چې يو پښتون ځوان چې اجرتي قاتل ورباندې د بې‌غږه تمانچې ډزې کړې وې، ژوبل شوی و او په ژوبل حالت کې يې اجرتي قاتل په سر ويشتی او وژلی دی، نيول کېږي او بيا دسلګونه زره افغانيو په بدل کې خوشې کېږي. د حيرانتيا خبره دا ده چې دغه ځوان د پوليسو په ليکوکې هم دی، بريد ددندې پر مهال په درېشي کې ورباندې شوی او په دې تور شکنجې ورکول کېدې چې ولې يې ورباندې بريد کوونکی سړی وژلی دی. دايراني اخوندانوددې ډول نارواکړنوپه هکله دا ۱۷ کاله افغانان خپل نظر اوغوښتنه څرگندوي .خومتاسفانه ايراني اخوندان دخپلو مودپرمخ بېولو لپاسره سردواره چارواکي رانسي اوهغوي نو بيادږغ او ايراني اخوندانوپروړاندي دافغان ولس دحق نه ددفاع توان نلري . څه موده وړاندي يوه رسنی ليکی : ايران ـ افغانان په قفس کي نندارې ته وړاندي کوي . د ايران د شيراز ښار پوليسو افغان مهاجر په قفسونو کي د خپلو لاس ته راوړونو په توګه په عام محضر کي نندارې ته وړاندي کړي دي. دغه عمل په ايران او افغانستان کي نيوکي پارولي دي . دويچه ويله ويب پاڼه ايادافغان دولت لپاره دشرم خبره نده ؟ دوي دي مهربانی وکړي يو اخوند پلوه دې په قفس کي واحوی بياسبه وگوروچي ايران په کابل اوټولو افغانستان کي دخپلو اجنټانوپه مټ څه کوي ؟؟؟ خو افگان ايران صفته چارواکودټولو نړيوالو منل سوو ديپلوماتيکو مناسباتوپر خلاف ددې ناوړه اوافغان سپکاوي دنندارې نندارچيان وه . د تيروڅو کلونو راهيسي په سلگونو افغان مهاجر په ايران کي د نامعلومو عواملو له امله اعدام سوي دي، دا په داسي حال کي ده، چي د ځينو راپورو پر اساس اوس هم د ايران د مختلفو سيمو په زندانونو کي تر پنځه زره زيات افغانان بنديان دي، چي زياتره يې د ايران د محاکمو لخوا د اعدام په سزا محکوم سوي دي. افغان دولت تر دې دمه ددغو بنديانو او مهاجرينو د ستونزو د حل په موخه کوم عملي اقدام نه دی کړی، د سياسي چارو شنونکي وايي، که په ايران او پاکستان کي د مېشتو افغان مهاجرينو او بنديانو غم ونه خوړل سي، نو دغه مهاجرين به د يوه نامعلوم برخليک سره مخ سي. ټاټوبی اويب پاڼه د ايران د اسلامي جمهوريت څخه په جدې توګه غوښتنه کوي، ترڅو د پاتې بنديانو،چې شمير يې 5630 تنو ته رسي او ددې ډلې څخه د 3000 په شاه او خوا کې د اعدام د حکم عملي کيدو ته د نا اميدې او ياس شپي او ورځي سبا کوي ، په ډيره شفافه او انساني چاپيريال کې، غوٌر وکړي او د خپل هغه تړون درناوی وکړي او دا افغان بنديان دې ژرترژره افغانستان ته وسپاري . درې کاله پخوادمشرانو جرگې په ايران کي د افغانانو د اعدامونو په اړه اندېښنه وښوده .خودااندېښنه یې پردی پرسته وه .ددوي په اندېښنه کي راغلی وه چې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایې چې په ایران کې افغانان نه یوازي دا چې اعدامیږي، بلکي مړو ته یې اجازه نه ورکوي چې خپلوان یې افغانستان ته را انتقال کړي . ددې پرځاي چې دوي بايد دخپلو هيوادوالوداعدام پوښتنه کړې واي دولس دگولولپاره يې ددوي دجسدونودانتقال اندېښنه څرگنده کړه . . DWپښتو زمادپورته خبرودپخلي لپاره د دتخار هيوادپال اوسيدونکی ديولاريون خبر درسره شرېکوم دوي دخپل لاريون په درشل کي ايران په افغانستان کي په ښکاره مداخلو تورن کړ . د تخار ولايت ګڼو اوسيدونکو په افغانستان کي د ايران ښکاره مداخله د نړيوالو قوانينو خلاف وبلل او له ايران نه يي وغوښتل چي له دې کاره لاس واخلي . د ايران ولسمشر په دې وروستيو کي له ايران نه د اوبو د راګرځولو او په افغانستان کي د اوبو د بندونو پر ضد يو شمير څرګندوني کړي چي د افغان دولت او افغانانو غوسه يي پارولې ده .د همدې څرګندونو د غندلو په موخه د تخارخلکو پراخه غونډه وکړه . په غونډه کي د دې ولايت ديني عالمانو د ايراني ولسمشر وروستۍ څرګندوني د هيواد په کورنيو چارو کي مداخله وبلل او دا يي خپله د ايران په خلاف عمل وباله . د ديني عالمانو د ټولني مشر مولوي عبدالصمد محمدي وويل چې د ايران د ولسمشر حسن روحاني وروستۍ څرګندونې د دې ښکارندوۍ دي چي ايران دافغانانو ضدحرکات کوي،هغه وويل،دا چې ولسمشر اشرف غني د پراوبو بندونو کار پیل کړی، ايران او پاکستان يې وارخطا کړي دي، موږ د ولسمشر له دې برنامو ملاتړ کوو. د محمدي په وينا، ايران له ډيره وخته بوخت دى چي د افغانانو په منځ کي نفاق خپور کړي او دلته يي ملي يووالي ته زيان ورسوي . د غونډې په پاى کې د تخار سرپرست والي محمد فريد ذکي وويل چې د دغه ولايت د يو شمېر سيمو اوبه په افغانستان کې له استفادې پرته بهرنيو هېوادونو ته ځي. ده ټينګار وکړ چې د اوبو بايد سم مديريت وسي څو د افغانستان اوبه د نورو هېوادونو پر ځاى په کور دننه ولګول سي. ذکي وايي، دوی ولسمشر ته د تخار د اوبو مديريت په اړه وړانديزونه ورکړي چې په پلي کېدو سره به يې ګڼو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شي.دا په داسې حال کې ده چې تيره اونۍ په کندهار او يو شمير نورو ولايتونو کي هم ورته غونډي وسوې . خپله غوښتنه پدې ټکورانغاړم چې ټول ملت ددولتی مشرتابه نه يوه غوښتنه لري چې متاسفانه دوي دخپلو راتلونکو گټوپه موخه ورباندي غوړونه کاڼه اچوی . چې دا دملت اوهيوادوالو سره جفا دوددوي کورنيوته دشهيوانودپيغامونودلېږلو لامل دي .ځکه خو ملت ددې دولتي حاکميت نه هرڅومره چي یې پلويان ووايي بېگانه دي . .......................... زه ددې مرموزو وژنو دشهيدانونوم لړ دخپل وړانديز دپخلی او ددوي ياد ساتلو په خاطردخپلې ليکنې سره خپروم . سرخط د لنډې تېرې مودې يو لېسټ چمتو کړی، د هغو ځوانانو نومونه پکې راغلي چې د همدې هدفي قاتلانو تر بريدونو لاندې راغلي دي، دغه نوملړ مشت نمونه خروار دی؛ شهيد محمد ظاهر د ده‌یک اوسېدونکی، د ملي امنيت مدير و او د جنايي مخې ته پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد ښایسته خان، د قره باغ اوسېدونکی او معتمد و، په قصابي کې پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد حبیب الرحمن د اندړو و، هوټل يې درلود او په شلګر اډه کې پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد جنت ګل د میدان وردګو و، د قومانداني د تخنيک کارکوونکی و، له مات‌پله سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد عبدالحکیم د اندړو و، پوليس و او له مات‌پله سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد عبدالباقي د میدان وردګو و، ټرافيک و او له کلاه سبز سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد محمد رسول د اندړو و، له فرخي څلور لارې سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد عبدالله او شهيد میر حبیب د اندړو وو، شهيد عبدالحق د قره‌باغ او شهيد محسن د پکتیکا و، دوی پوليس وو او له کابل اډې سره پرې چاودنه وشوه. شهيد اغا محمد د اندړو و، د ملي پاڅونوالو غړی و، د ټرانسپورټ رياست بغل ته پرې چاودنه وشوه. نورالله د اندړو پاڅونوال و، له نصيب هوټل سره پرې چاودنه وشوه او پښه يې پرې شوه. شهيد نورالدین د اب‌بند و، د ګیلان معتمد و، له شاه جهان مارکېټ سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد محمد عمر د اندړو پاڅونوال و، له سکورټ بازار سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد سردار محمد د ګېرو و، په پوليسو کې يې دنده درلوده، له سکورټ بازار سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد اسدالله د اندړو و، په ګيلان کې پوليس و، له بهلول صاحب سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد حبیب الله د اندړو و، له اولې حوزې سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد محمد جاوېد د اندړو و، پوليس و، له سکورټ بازار سره پرې چاودنه وشوه. شهيد محمد عثمان د قره‌باغ و، د درېيمې حوزې له پوستې سره پرې ماين وچاودېده. شهيد محمد نبي او شهيد اختر محمد د ګېرو وو، له شپږم ماموریت سره پرې چاودنه وشوه. شهيد داد محمد د اندړو و، له شپږم ماموریت سره پرې چاودنه وشوه. شهيد محمد بشیر د ګیلان و، د درېیمې حوزې امر و، له کلا جوز سره پرې چاودنه وشوه. شهيد عبدالمحمد د اندړ و، په درېيمه حوزه کې پرې د ماين چاودنه وشوه. بخت محمد د اندړو و، پوليس و، پر پوهنتون سړک پرې چاودنه وشوه او ژوبل يې کړ. عجب خان د اندړو و، په درېيمه حوزه کې پرې چاودنه وشوه او ژوبل شو. شهيد خدای‌داد او شهيد محمد الله د قره‌باغ وو، شهيد ښایسته خان د اندړو و، شهيد یاسین د ګېرو و، پر ټولو له سخي صاحب سره چاودنه وشوه. شهيد محمد یحیا د اندړو د پاڅون قوماندان و، په پښتون‌اباد کې يې پر کور د بمونو بريد وشو. شهيد عمرزی د واغظ معتمد و، په واغظ اډه کې پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد عبدالقیوم، د قره‌باغ، د اووم ماموریت مامور و، له کلاجوز سره ورته کمين نيول شوی و. شهيد حمید ودان د ګيلان و، له پلان سره، خواجه علي مکتب ته څېرمه پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد علاوالدین ځلاند د اندړو و، د ملي اردو په کمیساري کې، له لوی پله سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. قدرت الله عام سړی و، له حيدراباد سره پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. شهيد میرزا احمد د ده یک قومي مشر و، په پښتون‌اباد کې پرې چسپکي ماين والوځول شو. شهيد نور عالم خان د لغمان و، د ابند قوماندان و، په غزني ښار کې د فرقې مخې ته پرې د بې‌غږه تمانچې ډزې وشوې. دا نوملړ له خروار څخه نيم موټ نمونه دي، درې چنده همدومره نور ځوانان چې له ولسواليو ښار ته راغلي وو، په مرموزه توګه د ښار پر سړکونو ويشتل شوي او بريد کوونکی يې په خپله مخه تللی دی. سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې زيات وخت بريد کوونکي نيول شوي وي، خو چې قوماندانۍ ته لا نه وي رسول شوي، له شا د لوړپوړيو چارواکيو زنګونه ورروان وي او بريد کوونکی سرې سترګې بېرته کور ته روان شي. ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery