مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غني د غڼو په ځاله کې!؟

غورځنګ سیال

 غني یوہ تکنوکراته غرب پلوې علمي څېره ده چې د نوي نظام سرہ سم یې افغانستان ته مخه کړ‎ہ، نوموړ‎ي په نړ‎یوال بانک او د حکومت پر بېلابېلو څوکیو کار وکړ‎، هغه په ۲۰۱۰ کال کې د یوې مجلې لخوا په سروی کې د نړ‎ۍ دویم متفکر وپېژندل شو، چې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د سل زرہ په شاوخوا کې رایو په اخیستلو سرہ څلورمه درجه ناکام نوماند وبلل شو۰
 د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ته یوزل بیا د ھغو ۱۱ تنو نوماندانو له ډلې څخه و، چې ځان یې د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند کړ‎۰
 افغانانو یې هم ملا ور وتړ‎له، د نوموړ‎‎ي پخواني شالید او پوهې ته په کتو سره ډېری افغانانو د بد او بدتر په ټاکنه کې د خپل نوي زعیم په توگه، داکټر محمد اشرف غني ته رایه ورکړ‎ہ۰
 هغه د ټاکنو پر وخت د پنځه کلن حکومت لپارہ منظم پلان د یوہهمنشور په توگه افغانانو ته وړ‎اندې کړ‎، منشور یې دومره په زړ‎ہ پورې وو، چې ډېری خلکو انگېرله کېدای شي داکتر غني په راتگ سره افغانستان لږ‎ تر لږ‎ہ د سیمې ھېوادونو سرہ سیال شي، خو ډېری نور افغانان بیا د نوموړ‎ي په رهبرۍ او مدیریت کې د هغه ژر غوصه کېدو، قاطعیت او د فساد څخه پاک کس په توگه وېره لرله۰
 د ټاکنو ورځې ته نږ‎دې کېدو سرہ د حکومت کمزوری نوماند زلمی رسول د عام افغانانو په زھن کې دومره پیاوړ‎ی نه شو، هغه و چې د حاکم حکومت ډېری مشران ھم د داکتر غني ملاتړ‎ي شول۰
 د هېواد ځوان قشر داکتر غني ته د هغه د منشور پر بنسټ ډېر خوشبینه و، نوموړ‎ی د مرکزي حکومت، کار ایجادولو، کورونو جوړ‎ولو، بهرنیو مرستو جلب او جذب او همدارنگه نورې داسې وعدې وکړ‎ې چې ځوانان یې د رایې ورکولو ته هڅول، ترڅو یو  تکنوکرات، پوه او علمي شخصیت ته رایه ورکړ‎ي۰
 خو !
داکتر غني د ټاکنو دویم پړ‎او ته تگ سرہ پر افغانانو د اعتماد پر ځای ډېره تکیه پر امریکایانو وکړ‎ہ، دواړ‎و مخکښو نوماندانو داکتر عبدالله عبدالله او داکتر محمد اشرف غني هر یوہ په خپل وار کوښښ کاوه چې امریکایانو ته ځان نږ‎دې وښایي او د امنیتي تړ‎ون لاسلیک ډاډ یې ورکولو۰
 کله چې دویم پړ‎او ټاکنو کې جنجالونه پیدا شول، جانکري د امریکا د وخت بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په سفر راغی۰
 داکتر غني د خپلو ټاکنیزو منډو ترړ‎و لومړ‎ۍ وعده تر پښو لاندې کړ‎ہ (( زہ سهامي شرکت جوړ‎ول نه غواړ‎م ))۰
 هغه د جانکري په منځگړ‎یتوب اساسي قانون تر پښو لاندې کړ‎ او د جانکري معاهدي په نوم یې د خپلو ټولو ملاتړ‎ کوونکو د طمعې او توقع خلاف له داکتر عبدالله سرہ سھامي شرکت د ۵۰/۵۰ په تقسیم سرہ ومانه؟
 د واک پر لومړ‎ۍ ورځ یې امریکا سرہ امنیتي تړ‎ون د امنیت شورا مشر محمد حنیف اتمر په واسطه لاسلیک کړ‎؟
 ولس چې څو لسیزې په جنگونو کې تېرې کړ‎ې وې د مجبوریته یې د زھرو گوټ وکړ‎ او دا معاھدہ یې په چپه خوله له سرہ تېرہ کړ‎ہ۰
 ولس بیا ھم په تمه وہ، چې گوندې وروسته له دې به د حکومت فلج شوې عربه یوزل بیا په حرکت راشي!
په میاشتو او ھان په کلونو د وزیرانو د پورہ کېدو په تمه تېر شول، خو لا تر اوسه ھم د حکومت وزیرانو شورا پورہ نشوہ، د حکومت له درې نیمو کلونو وروسته لا ھم د کابل ښاروال نشته او د سرپرست لخوا پرمخ وړ‎ل کېږ‎ي؟
 د ۲۵۰ زرہ په شاوخوا کې ځوانانو د نا ھیلۍ، بېکارۍ او بې عدالتۍ څخه بھر ته مخه کړ‎ہ، چې د ۲۵۰۰ سوہ په شاوخوا کې افغانان د ایران، ترکیې او یونان ځنگلونو، د یونان او ایټالیې سمندرونو وخوړ‎ل، د ډېرو ځوانانو مړ‎ی او ژوندی لا ھم ورک دي۰
 ولسمشر د خلکو توقعات ډېر لوړ‎ کړ‎ي و، خو کله چې واک ته راغلو د خپلو وعدو برعکس روان شو۰
 مثلاً :
۱- د نوموړ‎ي یوہ وعدہ دا وہ چې زہ په دوہ میاشتو کې سوله راولم!
خو نه یوازې دا چې سوله را نغله، بلکه د کندوز ولایت دوہ ځلې سقوط وکړ‎۰
 نن بعد له درې نیمو کلونو د ھېواد تر ۵۰ سلنې ډېرہ خاورہ د نظام مخالفې ډلې لاسته ورغله، چې دا سلنه د غني له حکومته وړ‎اندې د ۲۰ او ۲۵ په شاوخوا کې ښودل کېدله!؟
 ۲- وعدہ یې کړ‎ېوہ چې یو میلیون نوي کارونه د ځوانانو لپارہ ایجادوم۰
 نوی کار ایجاد نه شو بلکه د کارہ یې لا نور ھم گوښه کړ‎ل، دا او دېته ورته نورې داسې وعدې۰۰۰
 غني د غڼو ھغه جال کې بند پاتې شو د کومه یې چې وېرہ لرله، د واکمنۍ پر پنځمه ورځ یې د رسنیو ترمخ اعلان وکړ‎، چې ما له چاپلوسانو او غوړ‎ہ مالو خلاص کړ‎ئ، داسې برېښېدہ، چې نوموړ‎ي ته لا سر د اوسه لومې زغلول سوې وې۰
 ولس بیا ھم پر داکتر غني باور وکړ‎، خو غني دیموکراسي، د بیان ازادي او داسې نورو اړ‎وندو ارزښتونو ته زندۍ واچوله، چې نوموړ‎ی یې ژغورلی شو۰
 د جانکري معاھدې سرہ سم بعد له دوہ کالو یې لویه جرگه؛ د دې وېرې را و نه غوښته چې کېدای شي د واک دواړ‎ہ شریکان قومي مشران کورونو ته و نه لېږ‎ي!
د ټاکنو او شکایاتو کمشنران یې د اساسي قانون خلاف له دندو گوښه او د خپلو مشاورینو په توگه یې وگمارل، چې دا کار یې د سیاسي ځان وژنې سرہ برابر دی ( پر ځان یې عرېضه وکړ‎ہ )۰
 د ولسي جرگې غړ‎ي دوہ کاله غیر قانوني خپل کار مخته وړ‎ي او ولسمشر ھمدا د اساسي قانون خلاف جرگه پرانیزي۰
 د ډیورنډ کرښه چې د افغانانو پر سینه لکه تور ښامار را کاږ‎ل شوېدہ، په څو سندونو کې چې د پنجاب سرہ د حکومت لخوا پټ او ښکارہ لاسلیک شویدي د سرحد کلیمه ورته کارول کېږ‎ي، د ھمدغې اسنادو پر سر د وخت ملي امنیت رئیس، مرستیال او دفاع وزارت سرپرست استعفا ته اړ‎ او یا ھم په جرگه کې ورته د اعتماد رایه ور نکړ‎ل شوہ۰
 په ارگ کې د غڼو درې ضلعې جال دومرہ قوي و بڼل شو، چې اوس ترې ولسمشر په اسانۍ سرہ ولس دېخوا نه شي لیدلای!!!
ھر څه د ھمدغو جنابانو له عینکو ویني۰
 ځوانان یې د فس بوک معاش په نوم د قوم، سمت، مذھب او ھان قبیلو په نومونو ووېشل۰
 د ارگ دننه مبارزې ترڅنگ په ډېرې سپین سترگۍ ھر مشروع او نا مشروع، قانوني او غیر قانوني کارونه ورته توجیه کوي۰
 دغه جال چې واړ‎ہ مچان ترې نه شي تېرېدای، اوس لکه شرمښان په خپلو کې سرہ په خوړ‎لو اخته دي، دوی د ملت ستونزو ته ځکه رسېدنه نشي کولای، چې لا تر اوسه خپل منځ کې جوړ‎ نه دي۰
 غني کمزوری نا مدیرہ او بې رھبرۍ د پوھنتون استاد اوس د دغه مثلث په منځ کې لکه د مچ را حصار دی، نوموړ‎ی به ھغه وخت دا خلک وپېژني، کله چې د ارگ څخه را بېرون شي او حقیقت د ولس له خولې واوري، خو دغه وخت به بیا پښېماني ھیڅ مانا نه لري۰
 درنښت
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery