مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-08-17   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په سويډړن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې پېغام

دخپلواکۍ دبيا ترلاسه کولوياد دي ابدی وي درنواوپرخپلواکۍ مينو غرتی هيوادوالو! په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنی مشرتابه دافغانستان غيرتی اوپرخپلواکۍ مين ولس ته دخپلواکي دبياترلاسه کولو ۹۸ کليزي له امله دزړه له کومی مبرکی اونېکې هيلې وړاندي کوي . دادی سږ کال يوځل بيا افغان کړېدلۍ اوزوريدلۍ ولس دخپلواکۍ دتر لاسه کولونه هيريدونکې تاريخی خاطره د۹۸ ځل لپاره لمانځي . زموږ دهيواد تاريخ ددې شاهد دۍ چي دادخپلواکۍ په احساس مالامال مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يوه زبرځواک ته هم دغلامۍ سر نه دۍ ټيټ کړی . که څه هم افغانستان پداسي يو ه سياسي څولور لاري کي پروت دۍ چي کله دنړۍ هر غاصب اوجابر غوښتي دنړۍ په دغه سيمه کي پر ولسونو تيرۍ وکړي نوزموږ پاکي خاوري ته يې هرومرو يوځل خپل کرغيړن مخ را ښکاره کړی . دا چي بيا يې دغه پر آزادۍ مين ملت څومره پزه په مځکه ورمښلې، تاريخ دافغان ولس دداسي قهرمانيو زياتي افسانې پخپله غېږ کي له ځان سره لري . زموږ دهيوادپه تاريخ کي دنوروتجاوز گرو تريرغلونو وروسته په شلمه سليزه کي زموږ پر مقدسه خاوره درې ځلي انگريزي استعمارگرو په افغانستان اوسيمه کښ دخپل سياسي حاکميت دټنگولو لپاره وسله وال تېرئ کړی،خو يو ځل هم پر دې ندي بريالي شوی چي خپل بشپړ سياسي واک زموږ پرخاوره دډيري مودې لپاره ټينگ او دايم کړي . د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړې چي دافغان ولس په بې ساري سرښنده بريالی پاي ته ورسېده ،دابد لپاره پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان دميړني ولس دستر او غښتلي بچي اعلحضرت امان الله خان تر مشری لاندي دپاي ټکۍ کښيښود. دخپلواکی گټونکی غازي امان الله خان اوداآزادی دلاري دټولو شهيدانو ياد دي ژوندی اوروح دې ښادوي . دافغان وياړلې بچی امان الله خان د۱۹۱۹ زکال دفبروری پر ۲۴ مه پخپله لمړنۍ تاريخی ويناکې چې دکابل ښار دمراد خاني په ميدان کي یې دکابل اوسېدونکوته وکړه په خپلوخبروکي دبهرنيانونه خپلواکي اوځاني استقلال اعلان کړ . امیر امان‌الله د۱۹۱۹م ز کال د فبروری ۲۸ مه (۹ حوت ۱۲۹۷ ش) سمون لري ديوې چاپي مفصلې اعلاميې په مټ افغان ولس ته په خطاب کي وويل :… ما هوډ کړی چې افغانستان لکه دنړی بل هرهيوادپه کورنيواوبهرنيوچاروکي خپلواک وي . هغه دکابل دښاريانو يوې لويي غونډي ته په خپله يوه وينا کي چي اوس دهر افغان پر ژبه ده وويل : زه ځان اوخپل هيواد په کوردننه اوبهرکښي آزاد اوخپلواک اعلا نوم . پسله دينه موږ دنړۍ دنورو هيوادونوپشان يو آزاد اوخپلواک هيواد يو؛ هيچاته به په هيڅ ډول دا حق اواجازه ورنکړو چي زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکي لاس ووهني او مداخلې ته زړه ښه کړي ؛او که څوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې پدغه توره ورپرې کړم ،اوخپله توره يې له تېکي راويستل ،مخ يې د انگليسانو سفيرته چي پدغه غونډه کي ناست وو ور واړاوه او ځني ويې پوښتل : پوه شوې چي ما څه وويل ؟ هغه په وارخطايي سره وويل : بلي! پوه شوم صاحب! داوه هغه وينا چي دافغان ولس دغيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستل دهيواد لوي او واړه ، ښځي او نارينه په ميړانه او صداقت دپر وطن اوخپلواکۍ مين افغان پاچاشاه امان الله خان شاته ودريدل . متاسفانه زموږ دولس سياسي اوټولنيز ژوند داسي حالت ته راغلی چي دخپلواکی دترلاسه کولو په مناسبت خوښۍ یې ترسيوري لاندي راوستلي اوله ډيروکورنيو څخه خویې لاهيري کړی دي . په افغانستان کي دټولوملي اوټولنيزوناخوالوسره بياهم ځانته داحق ورکوو چي دپاکستان ،ايران اونوروافغان دښمنو لخوا دکورنۍ جگړې شهيدانو پر لمڅی ناستوافغان کورنيو ته دملي اوافغاني غرورهسک ساتلو، دخپلواکی دلاري دشهيدانو اوگټونکودرناوی په موخه ، دهغوي دچيغو،غلبلو،کرږ و اوساندونه په ډکه اوغمجنه فظاکښي دې سرکښ اونه ماتېدونکی ولس ته دخپلواکی ترلاسه کولود تاريخی اونه هېرېدونکی خاطرې ژوندی اوتل پاتې ساتلو له امله دزړه له کومی مبارکي ووايو . هيوادوالودخپلواکۍ ۹۸ کليزه مو مبارک ! پرموږ ده چې دافغانستان دغيرتی اوپرخپلواکی مين بچی غازي امان الله خان ددې شهامت درناوی اونوم ژوندی ساتلوپه موخه چې خپل ولس یې دانگرايزانوپروړاندي دخپلواکی ترلاسه کولو لپاره راپورته اوهغوي په يوه خوله غاصباستعمارگر ته دخپلواکۍ دترلاسه کولوپه خاطر،عبرت داسي تاريخي درس ورکړ چې تراوسه لمسوته هم وايي ((فکردي وی،چې دا افغان دی .)) موږ دخپلو دغوملی مبارزينواوخپلواکی دترلاسه کونکو ددې ملي مبارزې اوتاريخی شهامت يادبايد ابدي اوتل پاتی وساتو . سره له دې چې دوخت له استعمارگر زبرځواک نه دافغانستان خپلواکی ترلاسه کول ددې لامل سول چې تر استعمارلاندي نور ولسونولپاره دخپلواکی ترلاسه کولو مبارزې ته یې لار پرانستل،مگرمتاسفانه زموږ دبيگانه پرورو دولتي چاروا کو دبېغورئ له امله هغه هيوادونه چې دخپلواکۍ ترلاسه کولو لارموږ ورته پرانستل اوياترموږ ډير وروسته خپلواک سول اوس نه يوازي داچي دخپلو سياسی او اقتصادي موخولپاره خپل اصول موږ ته ديکتې کوی،بلکی موږته دلارښودنې حق ځانته ورکوي اويوشمېر يې ان موږ ته سياسي چارواکي اوياسياسي نظام ټاکي . داچي په اقتصادي برخه کي ترموږ څومره پرمخ تللي زموږ دهيوادهراوسېدونکی ددوي دپرمختگ شاهد دی . متاسفانه د پاکستان له زېږېدونه بياترنن پوري او ايرانی اخوندانودوامداره ورځنۍ مداخلې اوبربنډي لاسوهنې زموږ دهيواد خپلواکی تر سيوري لاندي راوستلو لامل گرځېدلي ،چې له دغه سيوري نه کله ،کله زموږ همدا دسيوري زېږېدونکۍ دښمنان داسي تبليغاتي استفاده کوي چې گويا افغانستان خپلواک هيواد نه دی . خو موږ وايوچي افغانستان له هغې ورځی چې دانگريزی استعمارکړۍ يې دلمړۍ ځل لپاره په ټوله نړۍ اوپه ځانگړې توگه اسياکي وشلول آزاد،خپلواک هيواد دی . داچي کله ،کله زموږ هيواد ته دهمدې ناخلفه گاونډيانودمداخلو پرخلاف دمبارزې په موخه دافغانستان دملی گټو اوځمکنۍ بشپړتيادساتلوپه خاطر بهرنيان راځی داددې معنا نلري چې موږ خپلواکي له لاسه ورکړې .دغه هيوادونه چي په افغانستان کي دامريکا پوځی شتون ددې لامل بولی چې موږ خپلواک نه يو .خودایې هيره کړې اوياسترگی پر پټوی چې ددوي په هيوادونوکي له ۱۹۵۲ راپدې خوا دامريکا پوځی هډې جوړي سوي اوتراوسه داهغوي تر تاثيرلاندي پرمخ درومی . دبېلگې په توگه دپاکستان دزېږېدونه بيا ترننه هلته سياسی اوپوځی لوری بهرنيانی زبرځواک ټاکي،همدا پاکستان او ايران يو وخت دامريکا اواروپا سره دشرقي بلاک هيوادونوسره دمبارزې په موخه په نظامي تړونوکي شامل وه . مگر ايرانی اخوندان له فرانسې نه چاپر رضاشاه پهلوی نازل کړه ؟؟؟ دوي چا واک ته ورسول ؟؟؟ اوس یې دپردې شاته څوک حمايه کوي ؟؟؟ دوي داپروپاگند پداسي حال کي کوي چې پدي ټوله موده کي افغانستان په هيڅ نړيوال پوځي تړون کي نه دی شامل سوي،نو سوال کيږي موږ ازاد نه يو اوکه تاسو ښاغلی ازاد نه ياست؟ ؟؟ دافغانستان دخپلواکۍ تر لاسه کولو خاطره دې تل ژوندی اودخپلواکی دلاري دشهيدانو اوقهرمانانوياددې تل پاتی اوابدي وي . وياړپه افغان غيرتی بچی غازي امان الله خان وياړپه هغوټولوشهيدانوچي دامان الله خان وشاته ودرېدل اوانگريزان ئې له افغانستان څخه په تورمخ وشړل . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery