مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-08-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خپلسرو ټلواله؟

سرلوڅ مرادزی

 د بي بي سي د یو خبر له مخې په دې وروستیو کې عطا محمد نور مزارشریف کې د یو نوي جومات پرانیستغونډې ته وینا کې ویلي «د حکومت د خپلسریو په وړاندې دریږم»!
خو پوښتنه دا ده عطانور د کوم حکومت د خپلسریو په وړاندې دریږي؟ هغه حکومت چې له نیمايي زیات د اسلامي جمعیت او نظارشورا ناکاره او بېکاره غړو يي د حکومت د هر ډول پرمختګ مخه ډب کړې ده؟ ایا نوموړی د همدغه حکومت یو برحال لوړپوړی چارواکی نه دي؟ بله دا چې تر نورو مخکې په موجود حکومت کې جګړه مار، ټوپکمار او ډېرخپلسري څوک کوي؟
 خو ارګ د عطا نور د خپلسرۍ دا تورونه بابيزه ګنلي او هغه يي رد کړي دي. ارګ ویلي «افغان حکومت ټولې پریکړې په مشورتي توګه په بیلابیلو شوراګانو کې چې د حکومت مشران او لوړپوړې چارواکي په کې ګډون لري، کوي»
د مرکزي حکومت د خپلسریو په وړاندې درېدل، تر نورو مخکې هغه کسان کولای شي چې لومړی خپله خپلسري نه وي او بله دا چې د هغه حکومت چې عطا نور يي خپلسری ګڼي، لوړپوړی برحاله چارواکی نه وي. په داسې مهال ښه دا ده چې نیوکګر په حکومت کې د ګډون پرځای د هغه په وړاندې قانوني اپوزیسیون وچلوي.
په حکومت کې دننه اپوزیسیون چې اسلامي جمعیت او نظار شورا يي چلوي، ناقانونه او د حکومت او نظام پر ضد دی!
حکومتي برحال لوړپوړي چارواکي لکه عطا نور کولای شي په حکومت کې د نیمګړتیاوو او کمښت د سمون لپاره خپل وړاندیزونه او طرحې مخکې له دې چې هغه رسنیز او ډنډوره کړي او د حکومت د لا کمزورۍ په موخه يي وکاروي، په قانوني لار يي اړونده دولتي مقامونو ته وسپاري. هغه حکومتي چارواکي چې د حکومت په وړاندې په رسنیو او عامه ولسي غونډو کې د سمون په پلمه تظاهر کوي او چیغې وهي، په حقیقت کې هغه چا ته پاتیږي چې د ونې پر خاښ ناست وي او سټه يي وهي او نړوي!
خو بلخواعطا نور هېروی، بهر ته پخپلسر سر سفرونه اوپه ترکیه کې د دوستم او محقق سره چې درېواړه د حکومت برحاله لوړپوړي چارواکی دي د افغان دولت په وړاندې ټلواله جوړول، د دولت او نظام په وړاندې خپله لویه خپلسري ده!
په بهرني ملک کې ډلې ټپلې رامنځته کول، په حکومت کې د شته ستونزو چې غټه برخه يي د همدې ټلوالې په لاس رامنځته شوې د سمون او رغاوي په موخه نه دي، بلکې د نویو ستونزو او تازه خپلسریو لپاره په پام کې نېول شوې دي.
عطا نور چې د دوستم په تازه یارانې پورته پورته غورځي او د میږي پشان بېوخته وزرې يي کړي، ښای هېره کړي وي چې د هغه نوی انډېوال (دوستم) په هېواد کې تر ټولو خپلسری چارواکی دی. دوستم په داسې حال کې چې د ولسمشر لومړی مرستیال دی، له دې مقامه په ناوړه ګټه، خپلو ساتونکو ته امر کوي چې خپل قومي او پخواني مرستیال ښاغلی احمد ایشچي بې پته کړی، هغه وښکنځي، وروسته يي بربنډ کړي او جنسي تیری پرې وکړي.
دوستم د تل پشان، د ټولو مدني قوانینو او انساني چلندونو خلاف، د څو ورځو لپاره ښاغلی ایشچي په خپل شخصي زندان کې بندي ساتي!
وروسته دوستم د خپل دغه ناوړه عمل له پایلې او د هېواد د څارنوالۍ او قضا له ډاره هېواد پریږدي او ترکيي ته تښتي. خو د دوستم له دې شرموونکي عمل سره سره، عطا نور د هغه سره خپل ټول پخواني اختلافونه په یوه شېبه کې د خپلسرې معاملې په موخه شا ته پریږدي، د دوستم په پل، پل ږدي او ترکيي ته ورځي او د نظام او حکومت په وړاندې د خپلسرو ټلواله جوړوي.
په داسې خوځښتونو سره عطانور، دوستم او محقق ټولو ته څرګندوي چې نظام کې دننه تر ټولو مخکې همدوی د لومړۍ کچې خپلسري دي!
عطا نور لږ مهال وړاندې د مرکزي حکومت د خبرتیا او سلا پرته پخپلسر رسنیو کې اعلانوي، که اړینه وویني له هر هېواده وسله اخیستلای شي. خو بیا هم پوښتنه دا ده،عطا نور وسله له کوم هېواده په کومو پيسو اخلي او دا وسله د چا په وړاندې کاروي؟ که دا وسله د مرکزي حکومت د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره په پام کې وي، داسې دنده د مرکزي حکومت ده، نه د یوه والي.
ښکاره ده چې داسې مټ ښودنه او پټکې، عطا نور مرکزي حکومت ته کوي!
خو جمعیتیان، نظارشورا او د عطا نور خواخوږي روشنفکران دا د عطانور خپلسري نه بولي. دوی د داسې خپلسریو په وړاندې د تایید سرښوروي، هغه تبلیغوي او په ښه حالت کې یوازې چوپ پاتیږي!
همدارنګه عطا نور د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي په ۴ مه، د کوشني اختر په مناست یوې غونډې ته په وینا کې هم ویلي ول چې د مرکزي حکوت په وړاندې به په سلګونه زره کسانو ته وسله وویشي.
د ارګ په وړاندې د عطانور څرګندونې د پښتو دې متل ته ورته پاتیږي«چاڼي کوزې ته وویل چې تا کې دوه سوري دي!»
د ۲۰۱۷ کال د اګست دوهمه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery