مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان له طبیعت سره هم د ښمني اعلان شوه

محمد انورولید

 

پاکستان د افغانستان پرسرحدي سیموباندې تل غیرقانوني توغندیزبریدونه کړي ، د سرحدي سیموطبیعي ځنګلونه یې سوځولي ، خلک یې وژلي ، کورونه اوکلي یې وران کړي ، د سرحدي سیمو خلک یې خپل ټاټوبي اوکورکلي پرېښودو ته اړکړي ، اوس یې دادي د افغانستان له طبیعت سره هم خپله نا مقدسه اونا اعلان شوې دښمني اعلان کړه ، چې پرمټ یې د کونړپه سیند کې د زهرجنوکېمیاوي موادواچولوله امله د کبانوټول نسلونه له منځه وړي دي . افغان حکومت د خپل وطیفوی مکلفیت اونړیواله ټولنه د خپلې ذمه وارۍ او شتون له امله مجبوره ده چې د پاکستان د خپلسرو غیر مسؤولانه کړنو مخه ونیسي .    

افغانستان تل د خپلواو پرد یود ښمنانود سترګوخارګرځېدلی.موږهره ګړۍاوهره لحظه په خپل ټاټوبي کې د دغو د ښمنیوعملي کېدوفلمې صحنې په خپلو سترګو وینو، د دغې پردۍ سناریو د آسیب شناسۍ په اړه لاهم مرموزحالت پرځای باتې دئ ، خود افغانستان ددولت ، بېګناه خاموش اکثریت ، خاورې ، ځاني اومالي قربانۍ همداسې پرله پسې په داسې حالت کې دوام لري چې ددولت هرتدارکاتي اقدام ته په کورد ننه اوله کوره د باندې له هرې خوا سیاسي، اقتصادي اونظامي چیلک وراچول کېږي .

په افغانستان کې دغه پردی تپل شوې جګړې (۳۹) کلنې شوې ، د افغانستان ملي تأسیسات په دې پردۍ سیاسي ، نظامي اواقتصادي وزلوبه کې ونړېدل ، (۵۰۰۰) کلن سیاسي اوملي ثبات اواقتصادي محورد تزلزل اوتذبذب پرپوله ولاړدئ . خوبیا هم زموږ په قانوني هېواد کې کیسه ، اود بهرنۍ سترا تیژي سریال اوموخه ګونګه ده . هېڅوک نه پوهېږي چې د جګړې دغه پرازیت ډوله امیبي کرېکټرکومې خواته د خپلې تغذیې له پاره کاذبې پښې پیدا کوي ؟ اوس مهال خود افغانستان په وجودي جغرافیه کې د ګاونډیواوسیمه ئیزوپرازیتوپه ملاتړدافغان کالبوت د پښوغورځولوله پاره پرخپله ناروا تغذیه باندې لګیا دئ اود خپل جنګي ماشین فعالیت له همدې لاروڅخه اکمالوي .

تاسووګورۍ چې نړیوال په کوم شعارافغانستان ته راغلل اوګاونډیانواود سیمې هېوادوڅه ډول له دې پردۍ تپل شوې جګړې څخه د خپل درآمد ( N.G.O.) جوړه کړې د ه ؟ څه ډول مافیایي کړۍ په افغانستان کې لګیا دي خپل ناروا کاروبارکوي ؟ په افغانستان کې د ترورېزم ، تریاکو، ځمکنیوزېرمولوټولواواوبوجګړه څه ډول پرمخ وړل کېږي ؟ د افغانستان ددولت مخالفین په سیاسي ، مالي اونظامي لحاظ څه ډول اوچېرته تمویلېږي ، ټرېنېنګېږي اوبیا افغانستان ته د تخریب له پاره را لېږل کېږي ؟

په حکومت کې د ننه داپوزیسیون په نامه د افغان نظام مخالفین څه ډول اوپه کوموسفارتونوکې دېکتې کېږي ؟ ولې د افغانستان ملې یووالی له ګواښ سره مخ شوی ؟ ولې د تېرو(۱۷) کالوپه اوږدوکې په افغانستان کې سوله اوټیکاونه دئ راغلی ؟ ولې د بنسټيزې سولې راوستو په وړاندې مخالفتونه کېږي ؟ ولې په افغانستان کې مرګ ژوبلوته د پای ټکی نه اېښودل کېږي ؟ ولې د مخالفینود تمویل ، تجهیزاوملاتړلارې نه تړل کېږي ؟ ولې د افغانستان پرځای دترورېستانوپه ملاتړوهېوادوکې عملیات نه ترسره کېږي؟ ولې په پاکستان اونوروترورېست پروره هېوادوکې د ترورېستانوپټن ځایونه له منځه نه وړل کېږي؟ولې د پاکستان پرځای په افغانستان کې عملیات ترسره کېږي ؟ ولې پرافغان ځواکونو باندې مرګونې بمبارۍ کېږي ؟ ولې دپاکستان په لاس تروریستان اکمالېږي ؟ ولې پاکستان پرهغوطالبانوباندې عملیات نه ترسره کوي چې دوی یې کشمیراوافغانستان ته د تخریب له پاره لېږي اوهغه کسان وژني چې د پنجاب د ادارې پرېکړې اوفیصلې نه مني ؟  

ترورېستان خوهسې هم له معمول سره سم په افغانستان کې جنګول کېږي ، ځکه هغوی ددې جګړې د سون توکي دي . نودافغانستان ګاونډیانوپه تېره پاکستان دکومووجوهاتواوپټولاسونواوملاتړپراساس خپل ځانته داحق ورکړی چې زموږپرخاوره باندې د توغندیزوبریدونوبربنډ پرله پسې تېري پیل کړي چې زموږ سرتېري اود سیموبېګناه هېوادوال په ناحقه په کې ووژل شول ، کورونه یې ورونړول ، دافغانستان په خاوره کې د ننه اغزن تارونه یې وغځول اونوې تاڼې یې جوړې کړې ؟ 

خوزماپوښتنه له نړیوالوڅخه داده چې آیا په پردۍ خاوره کې د پاکستان په نامه د پنجاب جغرافیه پراخول د نړیوالود کومونورمونواوقوانینوله مخې جوازلري اونړیواله ټولنه د کومې معاملې له مخې معامله ګرپاکستان ته په افغانستان کې لاس ترزنې ناسته ده ؟

پاکستان افغانستان ته د روسي ښکېلاک له را تلواونیواک سره سم د صفري سیمې (۲۴۵۰) کیلومتره فرضي کرښه له چتراله تربولان پورې ټوله د مجاهدینوپرمخ پرانستله ، ایران هم ورته اقدام وکړ. خود پاکستان ددغه اقدام ترشا د انګرېزانوپخوانۍ دښمنۍ مجبوروافغانانوته د مکراوتمساح سنګرونیولی ؤ، خوپاکستاني چارواکي وخت ته په دووپښوتیارسۍ ولاړوو.

څه وخت چې روسانوپه افغانستان کې ماتې وخوړله اوله افغانستان څخه یې خپلې پښې سپکې کړې، نوپاکستان له همغې ورځې را په ایسته په افغانانوکې د خپلمنځي اختلافاتواونفاق اچولوله لارې له صفري سیموڅخه خپلې تاڼې را وړاندې کړې . په لوی لاس یې افغان حکومت داسې چاته وسپاره چې له وړاندې یې په دې پلان عملي کولوکې ورسره کارکړی ؤ، پنجشېرته دالقاعده د مشرعبدالله عزام اوقاضی حسین احمد ورلېږل کېدل د همدې پلان عملې کېدویوه برخه وه چې د توطئې د پټ ستلوپه خاطرعبدالله عزام خپل سرپه کې وخوړاود القاعده هغه مهره یې په اسامه بن لادن باندې بدله کړه . بن لادن په د ستوري توګه په توره بوړه کې داسې ښمڅې جوړې کړې چې طالبان اوپاکستاني استخبارات ان د ښاغلي ټرامپ د مادربمب ها تراستعمال پورې په کې اوسېد ل .

کله چې د ښاغلي استاد برهان الدین رباني واکمني وه . د افغانستان ټول پوځي مهمات اوسپکې اودرنې وسلې د خپلمنځي جګړوخوراک اوکباړشوې . د افغانستان بوئېنګ سترې الوتکې پرایران باندې وپلورل شوې . کباړ شوې وسلي اومهمات پاکستان سېرپه پینځه کلدارې له افغاني مافیا څخه واخیستلې . جوړټانکونه اوجوړې جنګي الوتکې یې د نوازشریف د حکومت پرمهال له منځه پرې یووړې .څه چې پاتې شوي هغه یې د طالب په لاس ټولې کړې . افغان ملي اردویې ړنګه اووسلې یې د وسلود سوداګرواو پاکستاني استخباراتوپه لاس کې ولوېدلې . افغانستان په تېره پښتون مېشتې سیمې په همدې ډول بې وسلې اوبې واکه شوې .

د طالب د واکمنۍ پرمهال کوموطالبانوچې ملې روحیه یې لرله اود پاکستان تاڼې یې پرشا کړې وې ، هغوی یې ټول مړه کړل اوواک یې یوازې مزدوروطالبانوته وروسپاره .

خوکله چې د کرزي صیب د حکومت نوبت را ورسېد ، له مؤقت حکومت اوانتقالي ادارې څخه را نیولې بیا آن د نوموړي ددوهمې دورې ترپایه پورې دده د واکمنۍ په ټولودوروکې په کورد ننه اوله کوره د باندې په ملي اوبین المللي کچه خپل جیبونه ډکول اومعاملې روانې وې . دوست یې یوه سترګه ؤاود ښمن یې بله سترګه ، ځکه هرڅه یې دخپلوشخصي ګټوقرباني کړي وو.کله چې امریکې پاکستان ته اخطارونه ورکړل،نوموړي خپل ملاتړکټ مټ دظاهرشاه په څېرله پاکستان څخه اعلان کړ، ظاهرشاه هم کله چې هند له پاکستان سره په جګړه اخته ؤ، نود افغانستان له ټولواک څخه یې وغوښتل چې له هغې خواڅخه ته ، اوله دې خوا به زه شم ، همدا یې وخت دۍ را ځه چې په ګډه پاکستان له منځه یوسو، ته به خپله اوزه به خپله مقبوضه خاوره را ونیسم ، نوظاهرشاه ورسره ونه منله اود پاکستان ملاتړیې وکړ، ځکه خوپه پردۍ باغچه کې د انګرېزد استعماري مرغه دغه ځاله ترنن پورې همداسې ژوندۍ اوبشپړه پاتې شوه چې اوس یې د سراومال درنه بیه هم له نږدې نیمې پېړۍ څخه را په دې خوا افغان نسلونه پرې کوي .

ښاغلي کرزي هم کټ مټ هماغسې خپله موقع اوفرصت پاکستان ته په لاس ورکړل اوله ملي ګټویې خپلې شخصي ګټې ارزښتناکې وبللې ، خو اوس غواړي چې یوځل بیا خپل ځان د خپلو تېرو معاملو پرمټ دکورنیو،ګاونډیانو، سیمه ئیزواونړیوالوپه ملاتړواک ته ورسوي ، ترڅود پردیواوخپل ځان له پاره پاتې نیمګړې پروژې په کې بشپړې کړي . ځکه یې په مختلفونومونومختلفې ډلې اومختلف ګوندونه اوشرکتونه جوړکړي اوداوسني حکومت پښوته تیږې ورغورځوي ، پرمختګ ته یې نه پرېږدي اوڅوبعدي خنډونه ورته جوړوي .

پاکستان له همدې فرصت څخه په ګټې پورته کولوسره د افغانستان سرحدي سیمې ترتوغندیزوبریدونولاندې نیولې،غواړې پردې سره دافغانستان حاکمې نقطې اود افغانستان اوبه پرې د ځان کړي . ځکه آخوا د افغانستان پراوبود پاکستان ځمکې خړوبې دي ، اوس چې د اوبومدیریت په عملي اوپلانیزه توګه پیل شوی چې پرمټ به یې د افغانستان ( ۱۸) میلیارده مترمکعب اوبه مهارشي، نوپاکستان اوایران دواړه واخطا دي چې ګني دغه مفتې خوږې اوبه به پرې ودرېږي ، ځمکې به یې شاړې ، بې حاصله اوخلک به یې له تندې مړه شي .

ځکه خوایراني سرچارواکي د هلمند د کجکي ، د هرات د سلما اود فراه د کمال خان بندونو رغولو، اوپاکستان د کونړونو، علیشنګ اوالینګار، پنجضېراوکابل پرسیندونود بندونوجوړولومخالفت کوي .

پاکستان په تېروکالوکې له افغانستانه دغلاکړیوخامویورانیموهغه کنجاړې زموږ په خاوره کې په غیرمسؤولانه توګه واچولې چې تر(۲۵۰۰) کالوپورې به دهغې منفي اغېزې په هغه سیمه کې پرانسان ، نبات اوحیوان باندې وي اوهغوی به ناقص الاعضأ اوسؤشکل پیدا کېږي ، خواوس یې دادي یوبل سترجنایت ته هم لاس اچولی اوهغه دا چې د کونړپه سیند کې یې داسې زهري کېمیاوي مواد اوبوته په سرچینوکې اچولي چې له کبله یې ټول لوی اوواړه کبان وژل شوي اودهغوی جسدونه اوغوښې سره شړېدلې اوټپي دي.هلته پرته له پاکستانیانوبل څوک نه شته مخکې یې ځنګلونه سوځولي . که څه هم دافغانستان رسمي سرچینوپه دې اړه څه نه دي ویلي ، خودعیني شاهدانوله خولې دا د سیمې د خلکوخپل د سترګولیدلی حال دئ چې انکارترې نه شي کېدلی . د سرحد په دواړوغاړوکې یې بې ګناه خلک وژلي اودادي اوس یې د افغانستان له طبیعت سره هم خپله ناروا جګړه اعلان کړه .

آزاد ژورنالېست سېلاب مسید له جنوبي وزیرستان څخه په واروارله آزادۍ رادیو، بی بی سی رادیواوآشنا راډیوسره په ژوندۍ بڼه په خپلومرکوکې ویلي چې : پنجابي یونیم لک پوځ په دواړو وزیرستانونواو قبائیلي سیموکې په مرموزډول خواوشا (۵۰۰۰) قومي هغه مشران وژلي اوپرکورنیوباندې یې جنسي تیري کړي چې د پنجاب دغه ډول امرونوته یې غاړه نه اېښودله، ترڅوهغوی بې سرپرسته اوبې غیرته کړي .اوس یې چې د کوموعملیاتوغږ جګ کړي هم یې موخه همدغه ده چې پاتې مشران په قبائلي سیمو کې په نښه کړي .     

دافغانستان د سیندونواوبه اوپه اوبوکې دغه طبیعي مخلوق ( کبان ) دافغانستان د خلکوخپله ملي پانګه اوخاوره یې خپل ناموس ده ، اودملي پانګې اوخاورې ساتنه د حکومت وظیفوي مکلفیت اوقانوني دنده ده اوحکومت په دې برخه کې د خپلوعسکرونذرانې اوشهادتونه هم ورکړي دي چې موږ یې د ننګرهارپه ګوشته کې شهید قاسم خان اوپه پکتیکا کې د سرحدی پولیسود مدیرشهادتونه یادولی شو . ولې پاکستان باید په یاد ولري چې په دغه ډول خپلسرو عملونو سره خپلوشومو موخوته نه شي رسېدلی .

موخه :

پاکستان اوایران په خپلودغه ډول تخریبي عملیاتوسره دافغانستان داوبومدیریت تخریبول ، محتاجول اوکاواکه ساتل اودافغانستان داوبومفت ترلاسه کول غواړي، ترڅوافغانستان د خپلې خدای ورکړې انرژۍ څخه ګټه پورته نه کړي . خوافغان دولت بیا دخپلواوبومهارکول ، له بندونوڅخه یې په سمه توګه د خپلوځمکوپه خړوبولواود انرژۍ په ترلاسه کولوکې د پلانیزه رغنده مدیریت له مخې کاراخیستل غواړي ، ترڅوپه کوردننه د خوراکې توکواوکورنۍ تولیدي انرژۍ له برکته خود کفا اوله پردیووارداتي توکواوانرژیوڅخه پرې خلاص شي .

پایله :

که چېرته پاکستان اوایران په افغانستان کې خپلودغه ډول شومواعمالوته دوام ورکړي ، نه یوازې دا چې د افغانستان حق آبه به له لاسه ورکړي ، ځکه د بې ګناه کبانواوخلکووژنه ، د ځنګلونوسوځول او په پردۍ خاوره باندې توغندیزبریدونه د یاغیانواومفروریانوکاراو نمونې وي چې هېڅ قانوني اړخ اوتوجیه نه لري . بلکی خپل نورډېرڅه به هم له لاسه ورسره ورکړي . د افغانستان دغودواړوګاونډيوهېوادوته په کارده چې د افغانستان په وړاندې د ښه ګاونډي توب ، انساني اواسلامي ارزښتونواونورومشترکاتولاره خپله کړي اوله مخې یې ددې هېواد امنیت راوستو، هوساینې ، سوکالۍ ، بډاینې اوپرخپلوپښودرېدوته د یوه غښتلي افغانستان په هیله مټې را ونغاړي ، نه د افغانستان د تخریبولواوله پښولوېدوله پاره .ځکه که افغانستان پرخپلوپښوودرېږي ، د پاکستان اوایران لارې به هم د وچې له لارې له منځنۍ آسیا اونوروهېواد سره وتړل شي ، تجارت به یې د بشپړامنیت په چوکاټ کې له نورې نړۍ سره په ډاډ منه توګه دوام ولري اوله افغانستان څخه به دوی د خپلو  اړیکواواقتصادي ودې له پاره د یوه پُل په توګه کارواخلي ، دغه کاربه هم د افغانستان اوهم د ګاونډیانو، سیمې اونړۍ په ګټه وي .همدغه یې بدیل دئ ، بل بدیل نه لري .او که خپلو دښمنیوته دوام ورکړي ، نوټولې هیلې به یې پراوبولاهوشي . ځکه افغانستان داسې مړۍ نه ده چې د سیمې ښاماران یې له ستوني تېره کړي ، بلکې په افغانستان کې د نړیوالواژدهاووخولې هم څېرې شوې دي .

په افغانستان ، سیمه اوټوله نړۍ کې د سرتاسري اوتلپاتې ریښتینې سولې ،امنیت ، ټیکاو، همدردۍ اوهمکارۍ په هیله . 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery