مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سرتاج عزيز لالا بيا د دروغو بله پوڼۍ ويشته :

سيد حسين پاچا

طالبان افغانستان کې د اوږدې جګړې توان لري
طالبان نه، بلکې پنجاب د خپلو ستراتيژيکو موخو د لاسته راوړلو لپاره د اوږدې نااعلان شوې جګړې نيت لري

طالبان، حقانيان او داعشيان د پنجاب د موخو لپاره جګړه کوي


انسان چې زوړ شي په زړه کې يې له خدايه وېره پيدا شي، خو له بده مرغه زموږ دغه زوړ پښتون سياستوال د الله تعالی وېره په زړه کې ورکه شوې، ځکه خو کله ناکله داسې بېځايه او بېمفهومه د دروغو تشې پوڼۍ وولي چې موږ نژدې درېواړه ګاونډيان [افغانستان، ايران و هندوستان] لا څه ان چې اوس پرې د سعودي عربستان يو لوړ پوړي چارواکي هم نيوکه کړې او هغوی نور تېری د دوی له دروغو تنګ شول او په زغرده يې ورته د انتقاد ((نيوکې)) ګوته ونيوله.

د سرتاج عزيز لالا له خبرې له ورايه جوتيږي تر څو چې د پنجاب ناروا غوښتنې منل شوې نه وي او پنجاب خپلې موخې ترلاسه نه کړي، نو زموږ او د دوی ترمينځ به دغه نااعلان شوې جګړه دوام ولري او د طالب، حقاني شبکې او د داعش تر چتر لاندې به خپلې جګړې ته دوام ورکوي. ځکه خو دوی د بُغاتو حکم رانغاړي چې مرګ يې هم خراب دی.

دا چې ښاغلی ډاکټر محمد اشرف غني وايی چې موږ له پاکستانه سوله نه، بلکې له پاکستان سره سوله غواړو پر ځای خبره ده. دا ځکه چې پاکستان د مرحوم محمد ظاهر شاه او شهيد داود خان له وخته تر دې دمه له موږ سره په پټه وښکاره دښمنۍ کې ښکېل دی چې له دې انکار نه شي کېدای. له بده مرغه په جهادي، طالبي، حقاني و داعشي دور کې يې ښه غوا لنګه شوه. هم يې امريکا ورودله، هم يې چين او نن يې د روسانو رودلو ته خوله خلاصه کړې. کله ناکله ګډوډ شوده ((شېدې)) د انسان خېټه خرابوي او چوړی پرې لګوي، خو دوی پرې خراب نه شول، بلکې نور څربه هم شول او نن د اتوم څښتنان دي او د خپل اتوم له برکته موږ يو خپلواک هېواد نه، بلکې د ځان يوه تابع صوبه ګڼي. دا هغه ارمان دی چې جهنمي ضياء له ځان سره ګور ته وړی دی او دوی يې له د پوره کېدو په هېله دي.

زموږ هيله له سرتاج لالا نه دا ده چې دی بايد پنجاب وپوهوي چې دغه هيله يې نه پوره کېدونکې ده. دا هغه څه دي چې زموږ و د پنجاب ترمينځ يې کرکه زياته کړې ده. افغانان به هېڅکله پنجاب ته غاړه کښېنږدي.

پايله و مشوره :
زما مشوره دغه زوړ پښتون له خدايه ناترسه سياستوال ته دا ده چې پنجاب وپوهوي چې دغه ناشونې هيله هېره کړي. له طالب، حقاني شبکې، داعش او له نورو تندروو مذهبي ډلو ټپلو له روزلو، سنبالولو او افغانستان ته د ورانۍ لپاره له رااستولو دې ډډه وکړي. افغانان هېڅکله د پنجاب لارښوونې او حاکميت ته غاړه نه ږدي. د مدارسو او د اسلام په نوم له مذهبي ډلو ټپلو له رازېږولو، روزلو، سنبالولو او له ورانکاريو دې ډډه وکړي. دوی به هم له موږ سره په هغه اور کې وسوځي چې دوی بل کړی دی.

په درنښت


سرتاج عزيز: طالبان افغانستان کې د اوږدې جګړې توان لري
https://www.pashtovoa.com/a/taliban-afghanistan-pakistan-/3934663.html
د لومړي ځل لپاره يوه سعودي چارواکي په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنو ته د انتقاد ګوته ونيوله
http://www.taand.com/archives/92822


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery