مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پکتیا نوی والي او د حقاني ښکرې!

برهان پکتین

پکتیا ته نوی والی وټاکل شو، خو په دې ولایت کې او بیا په ټوله لویه پکتیا کې د ټولو اوسیدوونکو لپاره تر ټولو ستره ستونزه حقاني شبکه ده او دا شبکه خپلې چارې له پاکستان څخه د غرنیو لارو د ډیورنډ پورې غاړې ته تنظیموي او په کورمه ایجنسي او وزیرستان کې یې پراخ فعال مرکزونه دي. ددې شبکې د فعالیتونو او زړورتیاوو په اړه مې تیره ورځ د یوې لیکوالې لیکنه ولوسته، چې  لیکوالې په رښتیا سره کټ مټ حالات یې بیان کړي وو، خو مهمه دا ده چې د پکتیا نوی والي او د نظام ستر سالار یې پر وړاندې وړ اقدام وکړي، ځکه چې د لویې پکتیا په ټولو ولسوالیو کې د حقاني شبکې فعال شتون ددې سبب شوی چې د عامو خلکو د ژوند چارې ترخې شي او ډیری یې له ناچارۍ د ولایتونو مرکزونو ته را کډه شوي دي. د روژې مبارکې میاشت کې ددې پر ځای چې خلک د خپلو پانګو کلنی ذکات اړمنو خلکو ته ورکړي؛ د حقاني شبکې غړي یې په زور او د مرګ په ګواښونو یې ترینه اخلي او د جوماتونو ملا امامان یې په زور دې ته اړ کړي دي، چې ددوي په پلوۍ خلکو ته تبلیغ وکړي، څو خلک سرسایې هم دوي ته ورکړي.
او تر ټولو مهمه خو یې لا دا چې په لویه پکتیا کې د سږکال د ځڼغوځو ځنګلونو د حاصلاتو د خرڅلاو وخت هم را نږدې شوی او لوی سوداګر دا حاصلات په نا راشوکول شوي حالت کې اخلي او بیا یې د سنبلې په اتلسمه له ونو راټولوي، نو لکه څنګه چې په تیرو کلونو کې هم رسنیو ګڼ رپوټونه په دې تړاو خپاره کړل سږ کال هم د حقاني شبکه له دې سوداګرو د عشر په نوم په زور په میلیونونو پیسې اخلي او ددې شبکې په خوښه په ډیرو نا امنه سیمو کې خلک د ځنغوځو حاصلات پر هغو پنجابیانو پلوري؛ کوم چې له لاهور ، اسلام آباد او پنجاب څخه د حقاني شبکې په ملاتړ په سړه سینه پرته له کومې ویرې راغلي وي او پر پنجابیانو بیا د ځڼغوځو د حاصلاتو پلورل د حقاني شبکې د خوښې په نرخ کیږي او بیا یې دا شبکه په زور پرته له مزدورۍ پر خلکو حاصلات راټولوي او تر کرښې یې ورته رسوي، ځکه دوي په ځنګلونو کې پټنځایونه او پوستې لري او پرته ددوي له خوښې خلک خپلې د څارویو رمې هم څړځایونو او ځنګلونو ته نه شي بیولای.
په یو ظالمانه او شرموونکي کړنه کې د حقاني شبکې تیر کال په آریوب ځاځیو کې غره ته د سون توکو پسې تللې یوې میرمنې سر ور خیلی ؤ او د سیمې اوسیدوونکو ته یې ګواښ کړی ؤ چې ځنګلونو ته دې ددوي له خبراوۍ پرته نه ځي. نو له دې معلومیږي، چې د لویې پکتیا په ځنګلونو کې له اوسیدو دا شبکه نورې شومې موخې هم لري، چې دا کړنې یې د خطر ذنګ دی.
پر ځڼغوځو سربیره په لویه پکتیا کې د غوزانو یا چارمغزو حاصلات هم تر بلې هرې سیمې زیات او غوزان یې د زابل بادامو او د بادغیس پسته په څیر په خپل ډول او کیفیت کې مشهور دي، چې په ګرانه بیه خرڅیږي او د حقاني شبکې په ملاتړ راغلي پنجابیان چې په سیمه کې یې دوي ترجماني هم کوي له خلکو د غوزانو حاصلات هم اخلي تر څو یې له ځڼغوځو سره یو ځای پاکستان ته ولیږدوي او له هغه ځایه نړیوالو مارکیټونو ته د پاکستاني ځڼغوځو او غوزانو په نوم ولاړ او دا ټول امتیازات دوي تر لاسه کړي.
د حقاني شبکې له ویرې په ګڼو ولسوالیو کې د افغان دولت نفوذ تر پوستو او د ولسوالیو تر ودانیو رامحدود شوی دی او پاکستانۍ پوځي چورلکې د سپین غر لمنو ، څمکنیو او ډنډو پټان ولسوالیو کرښې ته نږدې سیمو ته راځي ناستې کوي او د حقاني شبکې پوځي اکمالات بشپړوي.
او دا پوځي اکمالات بیا له غرنیو سیمو څه په موټرو او څه په آسانو باندې د لوګر خاښۍ ، فاتخاب ، مرکز پل علم او بیا تر کابل ښاره رارسیږي. او د سړک غاړې بمونه او د ځانمرګو بریدونو لپاره د اړتیا وړ مواد د پکتیا په غرنیو نا امنه او د لوګر په لرې پرتو سیمو کې د ځانګړو کسانو له لوري په خوندي ځایونو کې په پوره مهارت سره جوړيږي.
دغه راز په پکتیکا کې د حقاني شبکې زیات نفوذ له امله هیڅ افغان پانګوال ددې ولایت په مرکز او د ولسوالیو په ښارونو کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي همدا لامل دی چې په پکتیکا کې د پوهنې ، روغتیا او عامې سوداګرۍ له پیله تر اوسه پورې کوم پرمختګ نه دی کړی او د حقاني شبکې په ملاتړ د طالبانو ګڼ مرکزونه چې په غزني ، میدان وردګو او لوګر په تنګي او خروار سیمه کې دي فعال ساتل کیږي او د غزني منګور کلی یې د طالبانو سویل ختیځ زون مرکز او د غزني لپاره د طالبانو ولایت مقام ګرځولی دی، چې له غزني ، میدان وردګو او پکتیکا څخه طالبانو ته راجع کیدوونکې قضیې همدې د منګور کلي ته وروړل کیږي او هلته پرې دوي فیصله کوي او تر ټولو مهمه یې دا چې د طالبانو همدې مرکز څخه د ښارونو ډاکټرانو ، لویو سوداګرو او د شرکتونو خاوندانو سره اړیکه نیول کیږي تر څو خپل عشر دوي ته ور ورسوي، چې دوي یې بیا د دریم ګړي په مرسته هلته وروړي.
په یو نوي ګام کې د طالبانو امارت د ښوونځیو مدیرانو او د پوهنې ریاستونو ته خبرداری ورکړی چې سږ کال به د ټولو ښوونځیو د ښوونکو معاشونه ددوي په لاس ښوونکو ته ورکول کیږي تر څو دوي ترینه خپله برخه جلا کړي او بیا یې د ولس دې غریبو خدمتګارانو ته ورکړي.
چې د حقاني شبکې له یادو کړنو د لویې پکتیا ، غزني ، میدان وردګو او لوګر ولایتونو اوسیدوونکي تر پوزې راغلي او نوره دا حالت ورته د زغم وړ نه دی، نو ځکه خو د نظام سالار ته په کار ده چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او مخکې له دې چې یاده شبکه خپل ځانونه بډایه او د افغانستان ورانولو لپاره چمتو کړي پر وړاندې یې چټک غبرګون ښودلو امر ورکړي او ددې شبکې له شر څخه سویل ختیځ زون په بشپړ ډول پاک کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery