مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان سوله د روسي اوامریکائي تقابل په محراق کې

محمد انور ولید

 
 : ۱۳۹۶ لمریزکال ـ د وري ۶ مه
 
په تېروڅلورولسیزوکې افغانستان دوه ځلې د شرقي اوغربي زبرځواکونو، اویوځل د نوزاد پاکستان ترپوځي یرغل لاندې راغۍ چې پخوانی شوروي اتحاد په کې د خپل وجود اعضاء له لاسه ورکړل اوپه پینځلسو ټوټوسره ووېشل شو . د چرنوبل اتومي بټۍ یې د چلېنجرپه ټس کې له لاسه ورکړه ، د مارکسېزم (۸۰) کلنه پوچه مفکوروي سفسطه په ټوله نړۍ کې هسې خوشې په نړۍ کې افسانه اودهوا پوقاڼه شوه . له لېنېنېستي خیالي کارګري جنت څخه د تل له پاره د پخواني شوروي اتحاد وروستي واکمن ( ګورباچوف ) داسې پرده پورته کړه چې دغم په میراث یې د فد رالي روسیې اوسنی واکمن پوتین ورناست دئ . خو روس اوس هم غواړي چې یوځل بیا په افغانستان کې د ناټو په وړاندې د طالب په کارولو سره ودرېږي اوناټو ته په افغانستان کې د خپل سیمه ئیزنوي ائتلاف پرمټ نا ممکنه ماتې ورکړي او خپل غچ واخلي .  
 
 پنجاب شاهي واکمنوخود جګړوځپلوافغانانود واک له تشې ناوړه ګټه پورته کړه ، افغانان یې په سیاسي ، مذهبي ، سمتي ، ژبني او توکمي اونوروډلوټپلوسره ووېشل . افغان جهاد یې ځانته پلمه ، مجاهدین یې د خپل لاس آله جوړکړل . د افغانستان په برخلیک باندې یې له نړیوالوسره د افغانانو په غیاب کې ناروا اونا مقدسې معاملې اوسودا بازۍ وکړې اویوازې خپل ځان یې د افغانستان په هراړخیزه ورانیواوجهاد بد نامولوکې تمویل ، تجهیزاود اتوم څښتن کړ.
 
له افغان سولې څخه یې خپله پنجابي ( مېد ان انګلېنډ ) داسې کرکټ لوبه جوړه کړې چې د درواغو ویکټې اوشپږیزې یې څوڅوځلې آن ترلندن ، نیویارک ، واشنګټن ، جرمني ، پاریس ، بروکسل ، ملګروملتونو، چین ، روسیې ، ایران ، ترکیې ، قطر ، پاکستان ، هند اوسعودي عربستان پورې ورسېد لې ، خودغه پردۍ لوبه لاهم کما فی السابق همداسې لړلې په افغانستان کې روانه ده . اوس یې پرځان پورې د متنازع فیه عائقو سیمود الحاق اوافغان اوبوخپلولواود ډ ېورند د منحوسې اونه منل شوې کرښې د په رسمیت پېژند لو ناکامې هڅې پیل کړې ترڅو په دې سره په پرد یو خاوروکې د جبراو زورپاکستانۍ  جغرافیه ( چټلستان ) پرهند اوافغانستان باندې ومني .
 
خواوس امریکې په ډېره بې پروائۍ سره دې کارته اوږه ورکړې اود القاعده ، ترورېزم اوترهګروپرضد جګړې اوافغانستان ته د ښې حکومتولۍ په پلمه یې دا اوولس کاله د افغانستان پرنظام ، ؤلس ، اقتصاد اوامنیت باندې ملنډې ووهلې . د افغانانو پرمختللې وسلې اومهمات ټول د خپلمنځي جګړواوبې وسلې کېدوقرباني شول . د غنمواونوروحبوباتوځای د مخدروتوکوکرکیلې ونیو چې د کلني عائد (۸۰) میلیارده ډالرو په ارزښت ګټه یې د سیمه ئیزې اونړیوالې مافیا جیبونوته لوېږي ، خو په کې بد نام ، خواراوزارافغانان او افغان دولت شول ، ځکه خو اوس د دری نیم مېلیونه معتادانودروند پېټی د افغان کورنیواوافغان دولت پراوږوپروت دئ .
 
که چېرته د افغانانودغه دری نیم مېلیونه برخه اوس نارمله اوفعاله وای ، چې د ورځې یې یوه یوه شګه یه یویو مربع متر ځای د خپلې شاړې ځمکې آ بادولی ، په ورځ کې به د دری نیم مېلیونه شګو یا دری نیم مېلیونه مربع مترو په کچه افغانستان آباد ېد لی ، نواوس به په کال کې د (۱۲۷۷۵۰۰۰۰۰) شګو یا مربع مترو ، او په (۱۷) کالو کې به د (۲۱۷۱۷۵۰۰۰۰۰) شګو یا مربع مترو په کچه شاړې ځمکې آبادې شوې وای . اوس چې د افغانستان د مرد مي ځواک ( دری نیم ) مېلیونه برخه له کاره لوېدلې ، دا سوغات له کومې خوا افغانستان ته ورډالۍ اوراوړل شو؟ د پروسېس ماشینونه یې چا ورته راوړل ؟ موږ خو چې ګوروافغانان خوک د نشوقرباني شول اوڅه د بې سوادۍ اوځانمرګې بریدونود سر صدقه شول ، چې له یوې خوا ورته روزل کېږي اوله بله اړخه وژل کېږي .
 
 د خلکواوحکومت ترمینځ یې د ښې حکومتولۍ په تمه د بې باوریوواټنونه را مینځته کړل . بډې ، رشوتونه ، اختلاسونه ، مافیایي تورکارونه ، سړي تښتونې ، د بد ن د غړو پلورل ، وارداتي تجارت ، احتکار، د جنسي تېریو ډول ډول اجاره ډوله پروژې ، اونورې د افغانانود فرهنګ ضد اود ځوانانود اصلي هویت اوشخصیت د تروراو ښکارکولوانحرافي ډ رامې ټول هغه څه دي چې هېڅ نارمل او د روغو ماغزو لرونکی انسان هغه نه زغملی او نه هم منلی شي .
 
القاعده ، ترورېزم ، اوداعش خوهسې هم پردۍ اوپرافغانانو باندې ورتپل شوې پروژې دي ، دغه ډلې ټپلې د طالبانو له ظهورسره سمې پرله پسې را وزیږېد لې چې د افغان طالب اصلي هویت اوماهیت یې هم ترسوال لاندې پرې راوستی .
 
بل لورته په دغه تېرو (۴۰ ) کالوکې د وړوکې افغانستان د ملت په منځ کې د قومي ، ژبني ، سمتي ، ګوندي اومذهبي ډول تانګونه په لوی لاس دومره سره کش شول او اختلافونو ته دومره پراخه لمن وهل کېږي چې پخوایې په تاریخ کې چېرې بېلګه نه موندل کېږي .
 
خواوس یې د افغانستان له ملي یووالي اوملي پخلاینې څخه د کلي پک جوړکړی اوهره ورځ د افغانستان ملي یووالي اوملي پخلاینې ته په سیمه اونړۍ کې د څڼیورخطاب کېږي چې هرکس اونا کس ملندې ورباندې وهي .
 
د بن ټیم هم له تېرو(۱۷) کالو را هیسې له ځانه خود کوزه ګل ، خود کوزه فروش جوړکړی چې پرته له خپل ځان څخه نورهېڅوک د لا لا پرمټ د افغانستان د چارو وړاو سیال نه ګڼي . په دې معنا چې د افغانستان د ملي یووالي اوملي پخلاینې رد او یا تائید د همدغو ټېکدارانو په لاس کې دئ چې هروخت جمهور رئیس ته د ملي یووالي اوملي پخلاینې په برخه کې خنډونه را ولاړوي ، ځکه چې که ریښتینې ملي پخلاینه اوملي یووالی مینځته راشي ، نو د واک له دې ظرف ( لوښي ) څخه خامخا دوی خپل ځانونه د لوېدو په خطرکې ویني . ځکه خو یې د خپل اختلاف ماشیني پرزې له ملګرو ملتوڅخه آن ترسیمې او ګاونډیانو پورې همداسې ژوندۍ او فعالې ساتلې دي .
 
همدغه کړۍ د ملي یووالي اوملي پخلاینې یو ترټولو سترعامل دئ ، چې د دوی او نړیوالودواړوغوا د افغانستان په اختلاف کې لنګه  د ه . پۍ یې دوی اوهغوی په ګډه سره خوري او قرباني یې د افغانستان خلک اوریښتینی ملي نظام دئ .
 
په لسګونو ځلې په افغانستان ، سیمه اونړۍ کې د افغانستان د سولې په تړاوغونډې جوړې شوې ، کنفرانسونه دائرشول ، خونتیجې یې په انتحاري بریدونواود ګاونډ یانو په پوځي اوسیاسي لاسوهنوسره را ووتلې . د افغانستان د حکومت هرمثبت ملي تصمیم او پرېکړې ته یې د پوځي او سیاسي مداخلو چیلک وراچولي او پرافغان سوله او ثبات باندې پرد یو تل خپمنځي بېزنېس اومعاملې سره کړې دي .
 
همدا اوس د افغان سولې او ثبات په اړه د افغانستان د چارواکو رسمي دریځ یو خېل او د نړیوالو زبرځواکو بل ډول دئ .
 
د افغانستان د ملي امنیت سترسلاکارمحمد حنیف اتمر ویلي چې : د مسکو ناسته یوازې د(۱۲) دولتونو په کچه جوړېږي . د افغانستان د بهرنیو چارو سر پرست وزیر صلاح الدین رباني وایي چې ؛ د ملګرو ملتو له سرمنشي ( ګوترش ) سره یې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې . خوامریکا وایي چې : روسیه د طالبانو ملاتړکوي او پټې وسلې یې ورکړې دي ، اوهم موږ په مسکو کې د روسانوددې جوړېدونکې غونډې له اهدافو نه یوخبر. بل لورته روسیه بیا وایي چې : امریکا په دې خاطرتورپورې کوي چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې ده .
 
اوس خبره داده چې : که امریکا او روسیه او د سیمې نورذي د خله هېواد ونه په ریښتیا په افغانستنان کې د افغانانو دې وضعیت ته د پای ټکي اېښودو نیت لري ، ټول باید په ګډه او پاک نیت سره د پلمو پرځای د افغان چارواکو د دې د ریځ ملاتړاو ننګه وکړي ، ځکه افغان چارواکو خو په سیاسي اوامنیتي دواړو ژبو سره د افغانستان د کشالې منځغوټه ملګرو ملتوته په رسمي توګه وړاندې کړه . اودا خود افغان چارواکوخپل ملي حق اوملي ذ مه واري ده چې له هرې ممکنه لارې څخه هرڅومره ژرچې کېدای شي خپل هېواد اوخپلوخلکو ته آرامي ټیکاواوسوکالي راولي .
 
اوس باید دغه منځغوټه د زبرځواکونود منفي اتلولیواوسیالیولاسونوته په لوی لاس ونه غورځول شي ، خدای مکړه چېرې نه چې زموږ ځینې ګید ړخصلته ګاونډ یان بیا د تېرپه څېرناوړه ګټه ترې پورته کړي .
 
د افغانستان د سولې په تړاو دامریکې اوروسیې د تقابل دغه ډول غبرګونونه افغانستان ، سیمې اونړۍ ته له بربادۍ پرته سوله ا و ټیکاونه راولي . ځکه د لته د زبرځواکونوترمینځ ساړه جنګ ته ورته له ناندریوډ کې ګوت څنډ نې افغانستان ، افغان نظام او افغانانو ته له مالي ، ځاني ، نظامي او سیاسي زیانونواړولو پرته بل هېڅ ګټه نه لري .
 
که چېرته امریکا او روسیه په افغانستان کې خپل سیاسي ، پوځي اواقتصادي ښکرې یود بل په وړاندې سره اړم کړي ، نو قرباني به یې یوازي افغانستان ، افغان نظام اوافغانان وي . په داسې حال کې چې د افغانستان پارلمان لا له وړاندې له امریکې سره پرامنیتي تړون له سره د غورکولوغبرګون ښودلی دئ .
 
که چېرته د امریکې اوافغانستان ترمینځ په دغه شوی امنیتي تړون باندې له سره کتنه وشي اویا دا تړون فسخ شي ، نود امریکې حضورپه افغانستان کې خپله قانوني بڼه له لاسه ورکوي اود امریکایانو پوځي شتون به بیا په افغانستان کې د افغانستان د اشغال په معنا وي . اشغال بیا د کمک اوهمکارۍ په معنا نه ، بلکې د د ښمنۍ په معنا دئ ، چې له هېچا سره یې د زغم او صبر وس نه شته او بیا یې سیمه ، نړۍ او خپله افغانان لکه د پخواني برتانوي هند او یا د پخواني شوروي اتحاد په څېر پرضد را پاڅېږي او دغه ډول پردي اشغال ته به د تل له پاره د خپل سرپه بد له د پای ټکی کېږدي .
 
ځکه کمک او همکاري د ېته نه وایي چې په (۱۷) کالوکې له ترورېزم اوډولونوزیږولواوپیاوړي کولوپرته یې افغانستان ته کوم داسې مشهود کارنه دئ کړی چې افغان حکومت ، افغانانواود افغانستان جغرافیې ته په کې خیررسېدلی وي . بلکې ددې پرضد افغانستان ټول لوټ اوددې هېواد د ښمنان ورسره تمویل اوتجهیزشول . د سیمې اونړۍ د مقابلې محراق افغانستان جوړشو.
 
که امریکه د فدرالي روسیې پرغونډو شکمنه اوترکاسه لاندې نیم کاسه ویني ، نوخپل استخباراتي معلومات ولې له خپلو سترا تیژیکو ملګرو (افغان چارواکو) سره نه شریکوي او پرپاکستان باندې ولې بعینه سیاسي ، اقتصادي اونظامي فشارونه نه راوړي ترڅوافغان دولت هم په خپله جغرافیه کې د خپل ؤلس ترڅنګ د آرام سا واخلي .
 
اوکه روسان په خپلودې خبرواوغونډوکې ریښتیني اود ترورېزم اوداعش مخه نیول یې هدف وي ، نوله تاجستان سره په ګډه د تاجکستان په (لاهور، سمبله ، مومیرک ، هرب میدان ، حلقه یار اوفخرآباد ) پوځي هډوکې د پوځي تمریناتوڅه اړتیا وه چې د مارچ له (۲۷) تر( ۳۰ ) پورې به هلته روان وي ، اوهم دې له پاکستان څخه د خپلې قبلې مخ افغانستان ته را واړوي او د افغان نظام ملاتړ دې خپل کړي . ځکه ترورېزم اوداعش دواړه د پاکستان تولید دئ . تمویل ، تجهیزاوتصد یریې ټول له هغې غاړې کېږي . نو روسان کوم مجبوریت پسې اخیستي چې د ترورېزم مور یې په څنګ کې ورسره ونیوله ؟
 
امریکا اوروسیه دې افغانستان د سوریې په څېرد جنګ ډ ګرنه جوړوي . دا هېواد له تېرو (۴۰ ) کالورا په ایسته په لوی لاس د پردیو نیابتي جګړو ډګرجوړشوی . ځمکه یې ټوله د کېمیاوي ، بیولوژیکي ، اواتومي وسلود استعمال له امله سوځېدلې . هوا اواوبه یې ټولې د یادووسلود استعمال له امله ککړې دي ، چې موږ یې نښې نښانې په سؤی شکل انسانانواونباتاتوکې په خپلوسترګوباندې وینو. په افغانستان کې پخوا سرطان ناروغي چا نه پېژند له ، خو نن د اتومي ، ذروي او بیولوژیکي وسلو د استعمال له امله د افغانستان د نفوس ( یوپرڅلور) برخه په سرطاني ناروغیو باندې اخته دي .
 
اېډزپه افغانستان کې له سره موجود نه ؤ، خو نن په وارداتي اېډزباندې د اخته کسانو شمېرترسلوزروهم وراوړي . په افغانستان کې نصوارپک ، چلم کښ اوچرسیان له پخوا زمانو را هیسې موجود وو، خو پوډرچا په خوب کې هم نه پېژندل ، ولې له بده مرغه چې دغه وارداتي بوټي اود پروسېس وارداتي کارخانې یې نن د افغانستان په ګوټ ګوټ کې موجودې دي.د پوډریانوشمېریې تر(دری نیم) میلیونو پورې رسېدلی دئ او په داسې تدریجي مرګ یې وژني چې وینه یې هم ځمکې ته نه ترې توئېږي . 
 
دېته وایي استعماري وارداتي تحفې ! چېرته ده هغه د هاګ نړیواله محکمه چې د جنګې جرمونو ترڅنګ دغه ډول نړیوال مافیایي حرفوي مجرمین هم په کې محاکمه کړي ؟ آیا په ټوله نړۍ کې داسې کوم انسان شته چې دغه ډول خپلسریواود انساني فطرت  ضد کارونو ته د پای ټکی کېږدي ، د زر، زوراو تزویرکړۍ سره وشلوي ، زورګویي اوبشري ضد تقابل او دښمنۍ ختم او پرځای یې انسان د انسان په مصدري خدمت اوچوپړکې ولوېږي ؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery