مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

۱۵ـ۰۴ـ۲۰۱۷ امریکا خپله ترهګیري ثابته کړه

محمد امین بسمل

 


 لکه په پرونۍ لیکنه کې مې چې د امریکا نه بخښوونکی جنایت محکوم اوبیا مې د بي بي سي رادیو له لارې په افغان ولس غږ وکړچې دهیواد په هرګوټ کې باید ولسي پاڅون ته تیاری ونیسي.
نن یوځل بیاله ټولوهیوادوالوڅخه هیله کوم چې پښې ونه غځوي که نه نوسبابه د ناګاساکي اوهیروشیما په ډول په اتومي بمونو کې پولۍ پولۍ شئ.
امریکا ترهګره ده امریکا په زور راغلې باید په زور وځغلوله شي.
د ټول بشریت لپاره دشرم ځای دی چې د امریکا د دومره قوي بم په غورځولوپټه خوله دی.
زه دبشري حقونوبیرغ چیان په شدت محکوموم چې دالوی اوله شرمه ډک امریکايي جنایت یې محکوم نه کړ.
زه له ټولوهغو درنوافغانانواولیکوالوملګروڅخه د زړه له تله مننه کوم چې پخپلولیکنواورادیويي څرګندونو کې یې د کیبرجنې امریکا دا له وحشت څخه ډک جنایت اوترهګریزعمل وغانده.
همداراز په ارګ کې ناست په افغان ولس تپل شوي بې ننګان په شدت محکوموم چې د امریکايي جنایت په وړاندې یې مړې سترګې نیولي اود وطن موراوناموس یې ونه ساته.
د داسې نه بخښونکو جنایاتو په ترسره کولوسره به امریکا دجګړې لمبې نورې هم بلې وساتي.
نن خبره بېخي مرداره شوې ده یوازي د طالبانوپه مقاومت سیمه له افت څخه نه ژغورل کیږي باید دسیمې زورور اوحتی ټول شاوخواهیوادونه په بیړه یونوی فاکت رامینځ ته اوخپل مینځي ستونځې یوې خواته پرېږدي که نه نوپه ولله که خویولا د امریکا له لاسه د خیر ورځ وویني.
تر تېرې اونۍ پورې زموږ په کړېدلي هیواد کې د رواني رنځورانو شمېرتر دوومیلیونو څخه لوړ ښودل شوی و چې عمده علت یې پرله پسې جګړې دي.
دا ناروغان خو دترهګرو له لاسه په داسې بدحالت کې ژوند کوي نو دا ترهګرڅوک دي؟
 ترهګر هغه څوک دي چې جګړه یې په موږ تپلې ده ترهګر هغه څوک دي چې دومره ظالمانه بمونه وروي.
اوس نو تاسې فکر وکړئ، چې ددې وېروونکو بمونو په غورځولو سره به زموږ د رواني ناروغانو شمېر څومره نور لوړ شي؟
 زموږ چاپېریال به څومره ککړ او زراعتي محصولات به مو څومره زهرجن شي؟
 امریکا ترهګره ده چې دخپلې ترهګرۍ په مرسته یې زموږ ځوان نسل ۵۰سلنه جګړې ته اړیست ۳۰ سلنه یې له هیواد څخه تېښتې ته چې اکثره یې د سمندرونو د نهنګانو خوراک شول او ۲۰ سلنه یې هک حیران دي چې څه وکړي.
امریکا دسیمې چوراو تالان ته راغلې ده.
داعش دامریکا زېږنده اوپیاده قوه ده چې له پاسه یې هوايي اکمالات پخپله امریکاکوي نو داد بمونوموربیا ولې پرې غورځوی؟
 دا ټول دروغ او رزالت دی رزالت.
دبمونو د مورغورځول په داعش نه و دا د ټولې انساني نړۍ په سر یو شرموونکی ګوزار و.
امریکا نور حق نه لري چې ترهګرپلمه کړي امریکا خپله ترهګیري ثابته کړه یوازې باید پخپله ترهګري اعتراف وکړي اوبس.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery