مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دافغانستان اوپاکستان ترمینخ د کرښې تړلواوخلاصولولوبه

محمدانور ولید

 

 
محمدانور ولید : ۱۳۹۵ لمریزکان د کب ۱۱ مه
 
له (۱۳۵۷) لمریزکال را په ایسته تر(۱۳۸۲) لمریزکال پورې د افغانستان اوپاکستان ترمینځ د فرضي چټلې اونا پېژندل شوې منحوسې (۲۴۵۰) کیلومتره اوږده کرښه د پاکستان د دولت له خوا له یوې مخې سره وشلېدله اومجبوروافغانانود الحاد اوبېدینۍ د پرد یوتپل شویونظامونوپرضد د نفیرعام په څېرپرله پسې پاڅونونه وکړل او د پاکستان اوایران خواته یې په دې خاطرمخه کړه چې ګني دوی هم مسلمانان دي او مسلمان د بل مسلمان پر وړاندې هېڅکله هم پرداسې بېخپوره خیانت باندې لاس نه پورې کوي . ځکه هغه پو هېږي چې د خپل هرډول عمل حساب کتاب که څه هم د یوې ذرې په کچه وي ، خدای ( ج) ورسره کوي . خو پاکستان د افغانانو له دې مجبوریت څخه د هغه چاړه په لاس قصاب په څېر ناړه ګټه پورته کړه چې په یوه لاس کې یې چاړه ترشا ورته نیولې وه ، او په بل لاس کې یې دانه په لمن کې پټه ورته ښوروله .
 
یا په بله وینا ؛ پاکستان د هغې سوسمارې په څېرافغانانو ته د بشریت ، انسانیت او اسلامت ترشعارلاندې د خپل مکراو فریب ډ که ژبه له خولې د باندې را ایستلې وه چې بِلا تشبِه افغانان یې د حشراتو په څېر پرې را غونډ کړل او بیا یې په یوځل له خپلې  مصنوعي مرۍ څخه تېرکړل چې دا د افغانانوخپله تاریخي تېروتنه وه . ځکه افغانانو له برتانوي استعمارسره خپله تېره ماضي هېره کړې وه . خو ایران هم د غصب شوي پردي کورپه منځني دېوال باندې د ملا نصرالدین په څېر یو مېخ ور ټکوهلی ؤ او تل به یې دا پلمه کوله چې ګنې موږهم دلته پردغه مېخ باندې خپل کالي را ځړول .
 
خو په اصل کې دغو دواړوهېوادونو د افغانستان خاورې ، ابوخپلولو او نورو زېرمو ته بېخپوره سترا تیژۍ جوړې کړې وې . لومړی یې د سره ښکېلاک  ښکر پرهمدغو افغانانو باندې ور مات کړل ، افغانستان یې په شورویانو باندې ړنګ کړ او پخوانی شوروي اتحا د یې پر افغانانو باندې ( ۱۵ ) ټوټې کړ . ورپسې یې بې تفکیکه افغان مشران د خپلو شومو توطئو ښکارکړل او د افغانستا ن د ملت ملي یو والی یې پرڅو مذهبي ، توکمي ، ژبني او سیاسي برخو سره ووېشه ، د هغوی ملي خپلواکه اراده ، ملي ځواک اوملي لرغونی افغاني غروریې ورمات کړ. بیا یې د افغانستان جها د او د مجاهد ینو ټول ګټلي ملي او دیني افتخارات اوځاني او مالي قرباني  د افغاني ملائکو ( طالبي قشر) په غیر سیاسي اوغیرمنطقي ژبه له خاورو سره ورخاورې کړې . 
 
د ډېورنډ کرښې پر صفري او عاېقو سیمو کې یې په خپل زړه له چتراله آن تر بولان پورې نوې تاڼې جوړې او قبائلي سیمې یې پر کوېټه او خیبر پښتونخواه پورې ور وتړلې . جترال او باجوړ ته یې نیمه خود مختاره صوبه د پروېزمشرف په حکومت کې هغه مهال  ورکړه چې کله ناټو قوماندان د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په خاطر پاکستان ته د سوات ، چترال او کشمیر د ځینو برخو په واک کې ورکولو امر وکړاو پاکستان د خپلې تجزیي له وېرې او د تجزیې د مخنیوي په خاطریادې سیمې ته دغه نیمه خود مختاري صوبه په سیاسي او اداري رشوت کې ورکړه .
 
خو بلخوا پاکستان بیا په افغان خاوره کې د ننه له (۱۵ تر ۴۵ او آن تر ۷۰ ) کیلو مترو پورې د افغانستان په خاوره کې د ننه خپلې نوې پخې تاڼې جوړې کړې دي . که له چا سره شک وي ، نو ولاړشۍ د کوژک او ببرک تانې تر مینځ دا سیمې په خپلو سترګو وګورۍ چې پخوا د پاکستان تاڼې چېرې وې او اوس چېرته دي ؟ همداسې د چترال او تورخم تر مینځ سیمې وګورۍ چې د پاکستان پخوانۍ او اوسنۍ تانې خپله خپل ځانونه در وښیي ، هغه ؤلسونه چې ددغو تاڼو ترمینځ مېشت دي هغوی ته یې پاکستاني شناختي کارډ ونه ورکړي ، مکتبونه یې ورته جوړکړي او برښنا یي مزي یې ورته تېرکړي دي . خو افغان چارواکې له تره کي را نیولې بیا آن ترښاغلي حامد کرزي او جهادي مشرانو پورې ټول پټه او چوپه خوله پاتې شوي ، د خپل واک او خپلو ګټوساتلو په خاطر یي ټول عمر افغان خاموش اکثریت ته درواغ ویلي او د پاکستان دغه زرګري دیپلو ماتیکه ژبه او زېګزاګي پوځي او اقتصادي حرکت یې خپل ملت ته نه دي  ترجمه کړي او  هېڅ یې هم په وړاندې نه دي کړي .
 
پاکستان یو ځل د ډېورنډ پرکرښه باندې د اغزن سیم غځولوهڅه وکړه ، خو هغه بیا ناکامه شوه ، بیا يې د افغان پارلمان ځینو کسانو ته په مېلیونونو ډالر رشوت ورکړ، ترڅو هغوی په پارلمان کې د ډېورنډ د کرښې د په رسمیت پېژندلو له پاره د پارلمان غوڅ اکثریت په لاس راوړي او هغه کسان خپل ځانونه ښه پېژني ، چې بیا یې په سوېس او هندوستان کې ځانته شپږ منزله او پینځه منزله هوټلونه پرې را ونیول .
 
ور پسې یې د ځاځیو د ګوي پرتاڼه باندې برید وکړ ، خو د پکتیا والو له سخت غبرګون سره مخ شول . بیا یې له هلمند سره پر پوله د (۹۰۰) کیلو متره خندق کیندلو پلان په لاره واچاوه ، چې (۵۰۰) کیلو متره خندق یې وکینده . له هغې را په دېخوایې بیا د ګوشتې او پکتیکا د دروازو پروژې پیل کړې چې په هغې کې زموږ دوو افسرانو خپل ژوند له لاسه په کې ورکړ . دادي اوس یې د دېوال جوړولو اعلان وکړ.
 
خو خبره داده چې ددې دېوال جوړولو مالي مرسته څوک ور سره کوي ، ځکه خپله پاکستان خو د (۲۴۵۰) کیلو متره نا پېژندل شوې کرښې د جوړولو وس نه لري ، بل دا چې په (۱۹۶۹) زیږدیزکال کې وروسته له اوو تر اتو لسیزو د برلین ددېوال له ړنګېدو سره سم د نړیوال منشور پربنسټ د نړۍ پرټولو مقبوضه او په زور سره نیول شویو سیموباندې خپل سري  دېوالونه هېڅ رسمیت او قانونیت نه لري . کله چې د برلین دیوال ړنګ شو ، د شرقي اوغربي جرمني ؤلسونه بېرته سره یو شول . نو د افغانستان د یوه ټبراو یوې کورنۍ  خلک څنګه ترسلو ډېرو کلونورا وروسته هم د افغان ټبر پر سینه باندې تش د یوې نا منل شوې او منحوسې استعماري کرښې پر کشولو سره بېل او په تفرق کې سره ساتل شوي دي ؟
 
نه ! هېڅکله هم نه ! دا یوه لویه توطئه ده چې افغانستان وروسته له هرو سلو کالو د استعماري ځواکونو تر سینه پرې لاندې کول یې هدف دئ . ځکه خو د افغانستان او پاکستان ترمینځ د پولې تړلو لوبه د خپلو امتیازاتو ترلاسه کولو او ددې پولې د په رسمیت پېژندلو  له پاره روانه ده او افغان حکومت په یو ډل مجبوروي چې دا کرښه په رسمیت ور سره ومني ، ځو د دې کرښې د په رسمیت پېژندلو یا نه پېژند لو واک اختیار د کرښې د دواړو غاړو او د افغانستان د عامه ملت د رېفرېنډ م حق دئ ، نه د پينخو کلنو قراردادي حکومتونو . ځکه د خاورې اصلي وارثین ؤلسونه دي ، نه حکومتونه . او پرته له ؤلسونو څخه پر ډېورنډ کرښه باندې هر ډول معامله د شرعي ، قانوني او نړیوالو ا صولو له مخې مردوده ده .   
 
دا توطئه کټ مټ همغسې ده لکه د عثماني امپراطورۍ له پاره چې په غرب کې جوړه شوې وه او د مصطفی کمال اتا ترک د پر مذهب نه ولاړنظام په لاس یې د هغې ټولو حقوقي او قانوني اړخونو ته د پوځي سوټي په زورد پای ټکی کېښود ، او یا دا چې غربیانو د عربوغله شېخان ترغوږونو را کش کړل او له شګو او رېګونو یې را وایستل ، پاک یې پرېولل ، په جامو یې پټ کړل او کېږدۍ او جونګړې یې په اصطلاح په یوه لکسه استراحه ورته بدلې کړې او بیا یې ددوي پرتېلو باندې بمبې ورته ښخې کړې او دوی یې په یو ناڅاپي عیش او نوش کې خمار پرېښودل . د عربو پرتېلود غرب او شرق ټول استعماري او استثماري ماشینونه فعال دي او د ټولې نړۍ ځمکه او هوا یې پرې تسخیر کړې ده . که له دې اړخه اسلامي نړۍ او ټولې سیمې په تېره افغانستان ته څومره مالي او ځاني تاوانونه ور اړول شوي ، هغه هم د عربي شېخا نوله لاسه . ځکه عربوغرب ته داسې وسله او وسیله په لاس کې ورکړې چې د ټولې اسلامې نړۍ جرړې او زړي یې پرې را وایستل .  
 
یا داچې په (۱۹۴۷) زیږد یزکال کې د وخت د انګلیس د صدراعظم چرچل د پلان سره سم د افغانستان او هندوستان له خاورې یو نوزاد هېواد پاکستان ( دوهم تل ابیب ) جوړشو او امریکا له یوې نیمې  دوو میاشتو وروسته هغه په رسمت و پېژاند . اوس یې هم ځانته دا حق ورکړی چې په افغانستان کې د غصب شوې ټوټې خپلولو( پښتونستان ) په خاطرتل په افغانستان کې وروسته له هرو څو لسیزو او د افغانستان له تاریخي معمولي بهیر سره سم له هرو ( اتیا ترسلو) کلونو وروسته اوبه خړې او خپل کبان په کې ونیسي .
 
ځکه د اوباما مرستیال ؤلسمشرد ښاغلي حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال هم د ښاغلي کرزي د سپینو خبرو په وړاندې په خپلو خبروکې د پاکستان په ګټه او د افغانستان په تاوان غبرګون وښود او ورته ویې ویل چې : پاکستان موږ ته تر افغانستان (۶۷) سلنه غوره والی لري او موږ د پاکستان پر ضد هېڅکله هم کوم منفي کارنه ترسره کوو ، او له دې سره جوخت همداسې تُمطراق د ښاغلي کرزي له دفتره وؤت خو ښاعلي کرزي هغه خبره چې د امریکې د حکومت رسمي او اصلي  نیت د افغانستان په اړه په کې څرګند ؤ، له خپل ملت څخه د خپل ځان د بقاء په خاطر پټ کړ ، چې دا د کرزي لویه تاریخي تېروتنه وه .
 
له (۲۰۰۱) زیږدیزکال وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال بی بی سي خپله اعلان وکړچې موږ دافغانستان له پاره (۶۰۰) ژباړونکي د سپتمبر له (۱۱) مې ( ۶ ) میاشتې مخکې روزلي ، چې (۳۰۰ ) یې د پښتو ، او پاتې (۳۰۰) نوریې ددري ژبې له پاره دي . خوترهغې وړاندې دوېچه ویله اعلان وکړ چې ؛ د لومړي بوش د واکمنۍ پرمهال پرعراق باندې ترحملې وروسته (۳۰۰) بلوڅ ځوانان په سمندر کې د امریکایي سمندري ځواکونو له خوا ټرېنېنګېږي ، ور پسې یې په همدې خبر کې زیاته کړه چې ؛ د امریکایي شرکت ( دالتون ) له خوا د بلو چستان په تفتان دښته کې ( درې) واړه چریکي هوائي ډګرونه جوړشوي ، په خبرکې دا هم وویل شول چې ددغو (۳۰۰) بلوڅ ځوانانو د ټرېنېنګ او د وړو چریکي هوایي ډګرونو امرپاکستاني یا صوبایي چارواکو امریکایانو ته ورکړی او که په خپل زور یې دا کار تر سره کړی دئ ؟ !
 
خو له دغوهوائي چریکي ډګرونو جوړولو څه موده وروسته دغه توغند یزې آزموینې څرګندې شوي ، ځکه په ننګرهار، اوکندهار باندې له همدغو چریکې هوا ئي ډګرونوڅخه داسي ناچاودي توغندي  راپرېوتل چې مرګ ژوبله یې نه لرله ، خودویشتوکچه یې ځانته پرې معلومه او وآزمویله . هغه هم داسې چې د (۲۰۰۱) زیږدیزکال د سپتمبر د (۱۱) پېښې په پلمه پاکستان په ريښتیا له امریکې سره د لندن په سلامشورو دې نتیجې ته رسېدلې ؤ چې پر طالب رژیم باندې له امریکې سره د تعویض کېدو معامله وکړي . ځکه د سپتمبرله (۱۱) پېښې مخکې د پاکستان پوځي او د استخباراتو مشران امریکې ور وغوښتل او په دې اړه یې پټې خبرې سره وکړې .
 
کله چې په شمال کې ائتلافي ځواکونو پرطالب جنګي لیکو باندې هوایي برید ونه پیلول ، تر برید ونو پیلېد و دری ورځې مخکې پاکستان خپل پاکستاني استخباراتي او پوځي چارواکي او قوماندانان په چورلکو کې ترې انتقال کړل .  له همغو ډګرونو څخه یې پر طالبانو باندې په مني کې د بهاري ملخانو د عملیاتو په څېرناتارجوړکړ . څوک یې د افغانستان په شمال کې پرائتلافي ځواکونوباندې مړه کړل ، اوپاتې چې د ډېورنډ ترپولې یې ځانونه رسولي وو ، هغوی یې له همغو ډګرونو څخه په افغانستان او قبائلي سیمو کې وو‌ژل . خویومحدود شمېرافغان طالبان چې له آی اس آی سره یې نږدې اړیکې لرلې او د هغوی په لارښوونه په افغانستان کې د راتلونکې تپل شوې ترورېستي او داعشي جګړې له پاره پټ ساتل شوي وو ، هغوی یې یو ځل بیا سره منسجم ، منظم ، ټرېنېنګ او تمویل کړل چې  دادي پرهغوی باندې یې تردې مهاله دغه پردۍ سریال ډوله جګړه په افغانستان او سیمه کې توده ساتلې ده .
 
د قبائلو (۵۰۰۰) مشران یې په مرموز ډول پر یو نیم لک پنجابي پوځ باندې له منځه یو وړل ، پنجابي ملېشو د قبائلو درنو کورنیو ته مرګ ژوبلې او ناموسي پېښې ور واړولې . قبائل یې د ترهګرو د ملاتړو په پلمه فراراو وځپل . کورونه یې ور ړنګ او د وسلو د آزاد بازار بازارونه یې په کې چوراوختم کړل .
 
اوس یې د طالبانو نکاح له پوتین سره وتړله . پوتین د خپل ځان او خپل نظام د خلاصون په خاطر د ناټو په وړاندې جګړه د آمو سیند غاړې ته راوړه . له امام علي رحمانوف سره یې هوکړه کړې چې فد رالي روسیه به د افغانستان پولې ته نږدې په تاجکستان خاوره کې خپلې پوځي پایګاه وې یوځل بیا جوړوي ، چې دا له یوې خوا د افغانستان د نظام ، افغانانو او امریکې په وړاندې د روسانو یو اخطارآمېزه ګام دئ ، اوله بل پلوه له خپلې خاورې را اوړي ، د تاجستان په خاوره کې د امریکاپه مشرۍ د ناټوائتلافي مقابلې ته درېږي او تاجکان او تاجک خاوره په اتومي لمبو کې سوځوي .
 
 داسې برېښي چې دروسیې په مشرۍ په مسکو کې د پاکستان ، روسیې ، ایران او چین  پټې غونډې او له افغانستان څخه پرته د طالبانو په کې ګډون په افغانستان کې له مخکې طرح شویو پلانونو سره سم د څلورو اړخیزو پسرلنیو بریدونو پیلېدو له پاره وې ، نه دا چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو راولي . 
 
پخواني شوروي اتحاد خو تاجکانو ته د خرماشرین او منیژې له تولید پرته بل کوم داسې علمې اثر نه دئ پرې اېښی ، نو اوس یې له میراث خورې فدرالي روسیې څخه د څه تمه کېږي چې په خپله خاوره کې د اتومي جګړې لومړۍ کرښې ته ځای ورکوي ؟  او دادي وسلې یې هم د طالبانو په لیکو کې و موندل شوې او په کندز کې د طالبانو له پاره روزنیز مرکزونه فعالوي . د افغانستان په مقابل کې د همدغه پاکستا ن ملاتړکوي چې  پرون یې د افغانانو په لاس پخوانی شوروي اتحاد ورته  ړنګ کړ .
 
خو له نېکه مرغه چې په افغانستان او امریکه کې سیاسي مدیریتونه بدل ، د پاکستان لنګه غوا وچه او منځنۍ آسیا ته د ورتېرېدو بې ټکسه پل یې ونړېد . اتومي پروګرام یې د (۷۰۰۰) امریکایانو له خوا یوځل بیا ترڅارلاندې او د افغانستان + هندوستان په شمول د جي 7 هېوادونو له تحریم سره مخ کېدونکی دئ . افغانستان د اسلام آباد غونډه ورتحریم او ګډ ون یې په کې ونه کړ. 
 
اوس به وګورو چې بیا څه کېږي ! چین خو په پاکستان کې د خپلواچول شویوپانګوویراخیستی ، نوځکه يې ملاتړکوي . خو روسان د سیمه ئیزو او نړیوالو توطئو لېږدوونکې پردغه بربنډ برښنائي سیم ( پاکستان ) باندې د څه پاره ګوتې وهي ؟ په داسې حال کې چې روسان خو یو ځل له دې سوړې څخه مارخوړلي شول . له افغانستان ، پاکستان او امریکې دری واړو خپل نا ممکنه انتقام اخلي که څه ؟    
 
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery