مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سلواغې (۲۶ مه ) د پخواني شوروي اتحاد د تېښتې ورځ

محمد انور ولید


 

 
 : ۱۳۹۵ لمریزکال ، د سلواغې ۲۵مه
 
سبا د سلواغې ۲۶ مه نېټه ده . په دې ورځ د پخواني شوروي اتحاد وروستۍ ماتې خوړلې پلتنې او وروستي عسکرد جنرال ( بورېس ګروموف) په مشرۍ پرحیرتانوپرپُل باندې د خپل ذره ترق شوي لومړي اعلی سرقوماندان ښاغلي برېژنېف د آرمانونواوخوبونوخلاف ارما نجن پورې وتل .
 
د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارووزیر(شوورناتزې ) چې یووخت مجاهدینو ژوندی ونیولی ؤاو پاکستاني معامله ګرو چارواکو  هغه شوروي اتحاد ته ترڅه امتیازترلاسه کولو وروسته بېرته وروسپاره ، په (۱۳۸۹) لمریز کال کې ویلي وو چې ؛ شوروي اتحاد پر افغانستان باندې د یرغل ډېره ستره اشتباه کړې ده .
 
 د شوروي اتحاد نورو چارواکو ویلي وو؛ افغانستان دوی ته یو ناسور زخم دئ چې وینې ترې څاڅي ، خو ټپ یې نه جوړېږي .  
 
په دې ورځ د هغه وخت د نړۍ ترټولو سترنظامي زبرځواک اود وارسا د پکت علمبردار( پخواني شوروي اتحاد ) له خپلو باروتي فیلانو، هوايي ځواک او پرمختللې پوځي تکنالوجۍ سره سره د افغان ، باتور، مسلمان ، بې وسلې او بې دفاع ملت په وړاندې په داسې حال کې وروسته له لسو کالو نا متوازنې جګړې شرمېدلې ماتې وخوړله چې یوازې د خپلو پلرونو او نیکونو دانپوراو چکمکي ټوپک او زړې زنګ وهلې تورې او تبرونه یې په لاسونو کې وو .
 
خومسلمانوافغانانوچې له آره د قربانۍ اوخود ارادیت حس په ارثي توګه په کې ژوندی پاتې دئ خپلې سینې د یرغلګرو شورویانو غول پیکر ټانکونو ، چورلکو او ناپالم بمونو ته سپرکړې ، مرګ ژوبلې او شهادتونه یې پرځان باندې نذرانه ومنل ، خود تاریخ تور داغ یې خپلو راتلونکو نسلونو ته پرخپله سپینه ټنډ ه پرې نه ښود .
 
ځکه خو یې د خپلې دیني او ملي وجیبې له مخې خپلو ټولو، دیني ، ملي ، تاریخي ، اصیلو کلتوري او د خپلواکې ارادې ارزښتونو ته  پرځاني اومالي قربانیو باندې ترجېح ورکړه ، ځانونه یې ور باندې شهیدان او ژوبل کړل ، خو د پېغوراوغلامۍ ټیک او پېځوان یې پر خپله سپېڅلې ټنډه او پزه باندې را ونه ځړول . تر پایه په پوره باور ، هوډ او ریښتینې مېړانه ترشرمېدلې ماتې ورکولو پورې ورسره و جنګېدل او د پخواني شوروي اتحاد وروستی امپراتور (ګورباچوف ) یې دېته اړکړچې نورخپل پوځونه د امریکایي ریګن په مشوره له افغانستان څخه  وباسي .
 
که څه هم د سره پوځ یرغل پرافغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد اود امریکې د متحده ایالاتو تر مینځ په سیمه کې د سترا تېژیکوسیمو خپلولو اولاندې کولو پرسرد دوی د خپلمنځي سیمه ئیزو او نړیوالو سیالیو یوه برخه وه ، خود نړیوالو قوانینو خلاف  د شوري واکمنو دغه پوځي هڅه په اصل کې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ، هوایي حریم ، خپلواکۍ او قانون ته په ښکاره یو نه منونکی سپکاوی ؤ چې په کې ښکېل سره پوځیان یې مرتکب شول .
 
شورویانو بې دفاع افغانان په دغه نا انډوله تپل شوې جګړه کې په خپل کلي ، کور، جومات ، پټي ، مدرسه ، ښوونځۍ ، پوهنتون اودفترکې شهیدان او ټپیان کړل ، کورونه او ملي تأسیسات یې ورته ړنګ کړل ،  د زندانونو تورو سلولونو ته یې ور ټېل وهل ، شکنجې اوعذابونه یې ورکړل ، خو اېل یې ځکه نه کړل چې پخوانی شوروي اتحاد خپله پینځلس ټوتې شو ، تودې اوبه ترې پاتې شوې ، خو د سره استعماراو ښکېلاک غدیو افغاني او اسلامې ستر برم اوعظمت چېرې هم نه ختم نه شو کړی .
 
په افغانستان کې د پخوانې شوروي اتحاد د ماتې سبا (۲۸مه) کلیزه پوره کېږي ، خو میراث خوره فدرالي روسیه یې اوس هم خوبونه ویني ، ځکه خو پو تین د افغانستان د خاورې او نظام  له کورنیو او بهرنیو مخالفینو سره له پخوا را هیسې ، او له طالبانو سره یې له تېرو دوو کالو را هیسې ددې له پاره پټه او ښکاره انډ یوالي اچولې چې ګني ټول به سره ند یم او ند م شي . پوځي ، مالي او سیاسي ملاتړ به د روسي چارواکووي  ،  مرد مي قوه به په خارج او داخل کې د افغان نظام د اوسني اعلی سر قو ما ندان د مخالفینوله خوا وي ، د استعماري پلانونو او سترا تیژیو مدیریتي پروژې به د ایران ، تاجکستان او پاکستان د استخباراتي قرارداد یانو په لاس کې وې ، چې له مخې به یې  د افغانستان په تر لاسه کولو سره  ددوی ټولو د خوبو نو تعبیر یو ځل بیا ریښتیا شي ، د ارزانې بیې مزدوران به ارګ ته ورد ننه کړي ، د افغانستان ځمکه ، هوا او ټول مافیها به له روسي چارواکواو پرهغوی پورې تړلو زړواو نویوائتلافي هېوادونو سره وي .
 
افغانستان یوه جغرافیه ده ، چې یو ارګ لري . دې ارګ ته خو یوځل افغان کمونېستان د روسي ښکېلاک د نظامي ، لادینه عقیدې او اُپراتیفي عملیاتو پر مټ ور د ننه کړی شول ، خو هغوی د ټول مسلمان ملت له منفی خونړي غبرګون سره مخ شول . کمونېستانو د کور، کالي ډوډۍ له کاذب شعارڅخه کارګرانو او بزګرانو ته قبرونه جوړکړل .
 
خو چې روسان ناکام شول ، ڼو ور پسې مجاهدینو په خپلو منځو کې سره پرې وخوړل چې تر مینځ یې ملي اردو او ټول نظامي امکانات له مینځه ولاړل ، خو بیا هم کیسه ختمه نه شوه . له هغوی وروسته تورلنګیو پنجاب شایا نوخپلو استخباراتو ته سپین او تورلنګوتي ترسرونو ور وتړل ، خوبیا هم دغه پردۍ لوبه په افغانستان کې روانه وه .
 
 ترطالبانو وروسته د بن پروژه پیل شوه ، چې ستارسیرت و ګټله ، خو ارګ ته د ښاغلی حامد کرزي په نامه یوه نا پېژندل شوې څېره ورد ننه کړی شوه .
 
دې جناب او ورسره ټیم یې پوره (۱۳) کاله د افغانستان خلکو ته بازي ورکړه . د هېواد د ثبات ستنه یې پر بې ثباتۍ ، د ښې حکومتولۍ ستنه یې په درغلیو ، چور ، غصب ، قاچاق ، سړي تښتونو ، مافیا یي کړیو ، اختلاس ، بډ و رشوتونو ، بانکونواو د (۱۲۰ ) میلیارده ډالرو بهرنیو مرستو غلاکولو،  کلیدي څوکیو پلورلو ، خیالي تشکیلاتو ، خیالي نهادونو ، مخدرو توکو ، دری نیم مېلیونه په نشه روږدې مردمي قوې او اداري فساد باندې ودروله . افغانستان یې په سمتي ، ژبني ، قومي ، مذهبي او ګوندي ټوټو کې په ملوک الطوائفیو سره ووېشه ، د کابل سترا تیژیکې تبې ( شنې ساحې ) یې د خپلو مړو پر ښخولو سره او واټونه ، ځلورلارې ، نړیوال ډ ګرونه ، پو هنتونونه  او نور ملي افتخارات یې د خپلوځانونو په نوم ونومول او د (شاه شجاع او ببرک کارمل ) بېچاره له پاره خويې هېڅ هم پرې نه ښودل ، چې موږ یې د کابل په دشت برچي ، چمتله ، رحمان بابا مینه ، نوي کابل ، خوشحال خان او خیرخانه مېنه کې دا ټولې بېلګې په خپلو سترګو ونیو.
 
د خپلې واکمنۍ په دوو وروستیو کلونو کې یې  د اساسي قانون د تعد یل له پاره د لویې جرګې هڅه ناکامه شوه ، ځکه کرزي صیب  هلته غوښتل چې نظام صدارتي کړي او واک ټول صدر اعظم ته ور انتقال کړي . نوموړی به د پو تین غوندې صدر اعظم وي ، زلمی رسول به د افغانستان مېدودوف وي ، او ددې دورې تر ختمېد ووروسته به کرزی صاحب بیا د امیر دوست محمد خان غوندې ددوو دورو له پاره جمهور رئیس شي اوپه اساسي قانون کې به بیا واک جمهور رئیس ته ور انتقال کړي . وروسته به میرویس جان زلمی شي او پاچاهي به میراثي کړي .
 
هو ! کرزی صیب همدې خپل خوب پرله پسې نا آرامه کړی دئ . له دې وړاندې یې له امریکې وغوښتل چې دده د واک موده دې تر ۲۰۱۸  زیږدیزکال پورې وغځوي ، خو هلته هم افغانانو او امریکې  دده ددې غوښتنې په وړاندې منفی غبرګون وښود .
 
خو طالبان بیا د ( آی اس آی ) تر تلتکه لاندې همغه خپله زړه کنجاړه په خوب کې ویني چې کرزی صاحب هلته بیا له طالبانو سره هېڅ مطرح نه دئ ، نو څنګه به په دې پو ځي او سیاسي شطرنج کې چې لوبه هم د ککرو ده ـ کرزی صیب د خپل بخت آس ترې مخ ته کړي ؟ ! په خرم غوندې کڅوړو او سپنټا غوندې تورم چیانو باندې خو سنګر نه فتحه کېږي ، او نه هم د مائو له ځالې د مارانو په نسل ځان بري ته رسولی شي . په داسې حال کې چې پاکستان ، ایران ، روسیه او چین ټول دا مهال د طالبانو ترشا ملاتړلي ولاړدي او همدا اوس له روسیې څخه طالبانو ته په وړو قائقو کې وړې وسلې او مهمات له آمو سیند څخه دې غاړې کندز ته رسول کېږي ، طالبان تېرباسي چې ګواکي پر دې سره به ادوی  امریکې  ماتې ور کړي ، ځو نه داسې نه ده ، ځکه چې روسان طالبان استعمالوي او ځان یو ځل بیا د افغانستان شمال ته پرې رسوي او له افغانستان څخه ثاني سوریه جوړوي .
 
خو د کرزي صیب اوس زړه دئ چې یو ځل بیا د غرب غوندې له بن څخه ، ارزګان ، او له ارزګان څخه کابل ته ځان پرې شوټ کړي او مخا مخ د ارګ په سوري کې ور ولوېږي . نه هېڅکله هم نه ! ځکه آزموده را آزمودن خطاست . هغه وخت خوپه پاکستان کې د پيتر ټامسن د لومړنیو اړیکو پر بنسټ په لاس ورغلی یو چانس ؤ چې نوموړی یې تر امریکې ، بن او بېرته افغانستان پورې را ورساوه ، خو نن یې هغه چانس د خپل ناسالم او پر فساد ککړ مدیریت چولولو او خپل موریانه ډوله ټیم له امله له لاسه ورکړی دئ .
 
روسان خو د خپلو موخو له پاره د افغان نظام له هرمخالف سره سرښورولی ، چې په هغو کې یو هم پخوانی ؤلسمشرښاغلی حامد کرزی هم دئ ، خومعنا یې دا نه ده چې ګني هغه به دا پېرهم دارګ پرګدۍ ورکښېنول شي .
 
پاکستان او ایران هم افغانانو ، ټولې سیمې او نړۍ ښه پېژندلي ، ددوی او روسانو ترمینځ دغه ګډ سیاسي او پوځي نندارتون دلته نور په افغانستان کې بازاراو مارکېټ  نه لري . دوی بیا دلته سودا نه شي پلورلی . معاملې کېدای شي چې له افغانستان څخه د باندې یې ترسره کړي . خو په افغانستان کې دخپلو نسخوعملي کول یې ناشوني دي .     
 
دا به داسې وخت وي چې د امریکې په مشرۍ ټوله ناټو ټلواله به په افغانستان کې پوځي حضورولري ، ځکه امریکې همدا اوس د افغانستان په نهو سترا تیژیکو سیمو کې خپل پوځیان داسې ځای پرځای کړی چې هېڅکله به هم روسي تقابل ته غاړه کښې نه ږدي .
 
روسانو په مېلیونونو افغانان شهیدان کړي ، ژوبل کي او بې کوره کړي دي . په سوونو بېلیونه او ترېلیونه مالي او ځاني تاوانونه یې افغانستان ته ور اړولي دي . افغانان به هېڅکله هم د روسانو بیا راتلو ته زړه ښه نه کړي او نه به څو ک لبیک ور ته ووایي .
 
افغانان د پاکستان او ایران منځګړتوب ته هم د شک په سترګه ګوري ، ځکه ایران او پاکستان تل پر افغانانو باندې له پردیو سره خپلې ناروا معاملې تر سره کړې دي .
 
که چېرته امریکې له روسانو سره د افغانستان پر سر معامله کړې وي ، نو ددوی تر مینځ دا معامله به د سوریې په څېر وي چې ور سره د افغانستان ځمکنی او هوایي حریم ، خپلواکي ، نظام ، قانون او د افغانستان د ملت ټول حقوق په کې تر پښو لاندې کېدای شي . خو افغانان به هېچاته دا اجازه ور نه کړي چې یو ځل بیا د تېر په څېر د افغانستان پر برخلیک باندې ملنډې ووهل شي .
 
امریکې او روسیې دواړه ته په کار ده چې افغانستان ته د خپلوپوځیانو استلو پرځای دې د افغانستان له اوسني دولت سره مرسته وکړي او ملي اردو( ځمکنی اوهوایي پوځ ) دې ورغوي او د پاکستان او ایران په وړاندې یې دې تقویه او تجهیز کړي ، تر څو هغوی په کې لاسوهنه ونه کړي او د تروریزم د تپل شوې ضد جګړې ګټونکي شي . 
 
افغانان د روسانو ماتې او له هېواده وتل ستایي ، خو بېرته را تلل یې یوځل بیا د خپل سر په بدله غندي . ځکه زاړه ټپونه یې لا نه دي جوړشوي .
 
که امریکا هم د روسا نو په څېرد افغانستان د برخلیک پرسرتېروتنه وکړي ښکاره خبره ده چې دا ځل به هم د (۲۱ مې ) پېړۍ د زبر ځواکونو پوځې ، مردمي ، اقتصادي او سیاسي وزرې په همدې تاریخي افغانستان کې ماتېږي . ځکه داسې رسنیزې ګنګوسې هم روانې دي چې امریکا او فدرالي روسیه د افغانستان پرسرتوافق ته سره رسېدلي ، او مسکوپه خپل کوربه توب  پاکستان ، چین ، ایران ، افغانستان او هندوستان ته بلنه ورکړې چې ګواکي د افغانستان د سولې او ثبات پرسرخبرې سره وکړي . دا په داسې حال کې ده چې مخکې روسیې افغانستان او هند ته بلنه نه وه ورکړې ، نو اوس تر کاسه لاندې کومه نیم کاسه وجود لري چې روسان او پنجابیان ترخپلمنځي پټو پرېکړو وروسته افغانستان ته هم په خبرو کې د سامع په څېر بلنه ورکوي ؟ آیا د روسانو خپله (۲۸) کلنه ماتې له یاده وتلې که څه ؟ او یا داچې پرافغانستان باندې یو ځل بیا خپل سر ورکوي ؟
 
که خبره د سر ورکولو او زورآزمویلو وي ، نو فدرالي روسیه دې په اروپایي سنګرونو کې له امریکې او ناټو سره خپل زور و آزموئي ، ځکه د روسیې په نظام قراول کې خو ناټو ځواکونه د اروپا له اړخه ډېر نږدې  پراته دي ، افغانستان ډېر له فدرالي روسیې څخه لیرې دئ . توره بحیره اود مد یترانې بحیره هم ناټو نیولې ، په خلیج ، عربو بحیره ، هند سمندرګي اوآرام سمندر کې هم ناټو پرته ده . افغانستان هم د ناټو په ؤلکه کې دئ ، نو روسیه کوم لومړیتوب هڅولې چې افغانستان ته ځان خورځه خورځه کوي او په پټه د افغان نظام له کورنیو او بهرنیو مخالفینو سره شنې چیچي ؟
 
له دې نه داسې برېښي چې روسانو یو ځل بیا وزرې کړې او د ورکېد و وخت  یې را غلی دئ . په تېر پېر کې خو له افغانستان څخه و تښتېدل ، خو دا ځل که همداسې بد نیت ولري ،  له نړۍ څخه به هم کډه وکړي .  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery