مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ژور فکر کول محصلان او ځوانان بریا ته رسوي

محمد عارف رسولي

سریزه
 په دې لیکنه کې د تفکر، تعقل، تدبر چې په دری واړو په قرآن عظیم الشان کې تاکید شوی او نن سبا په نړیوالو پوهنتونو کې د ژور فکر (Critical Thinking) په نامه پیژندل کیږي او درس ورکول کیږي، بحث کیږي. په خواشینۍ سره ژور فکر کول تر ډېره زموږ له سیاسی، ټولنیز او ان دینی فرهنګ څخه کوچ کړی او په اصلي ماهیت او ګټو یې زیات خلک خبر نه دي.
د ژور فکر کولو مفهوم او ګټې
 د ښوونې او روزنې یو نړیوال کارپوه وایي: له هغه شاګرده چې هیڅکله داسې څه نه وي غوښتل شوي چې دی یې نه شي کولای، هیڅکله هغه څه چې ورته ممکن دي نه شي ترسره کولائ. د دې معنی داده چې شاګردان باید چلنج شي، تفکر او تعمق ته و هڅول شي، د تیروتنو او فکر کولو له لارې زده کړه کوي، تجربه ترلاسه کوي او پوهیږی چې ننګونو ته څنګه ځواب ووایي او ستونزې څنګه حل کړي او په دې توګه یې ذهن رشد او وده کوي، په ځان باور او په ستونزو بریا مومي.
نن په پرمختللو نړیوالو پوهنتونونو کې د کوریکولم او درسي پروګرامونو د تګلارو منځپانګه په ژور فکر کولو تکیه کوي. زده کوونکي او محصلان داسې روزل کیږي چې د مجرد متن یاد ته سپارلو په ځای په درسي مسئلو باندې ژور فکر او غور وکړي. ژور فکر کول زده کوونکو او محصلانو ته د ذهني رشد، شخصیت جوړونې، ښه استدلال او رغنده بحث کولو لاره اواروي او که څوک دا مهارتونه ولري بریا مومي. په دې میتود کې د لکچر تر څنګ، شاګردان او ښوونکی، یا استاد او محصلین په درسي موضوع باندې بحث کوي، هڅه کوي چې د شاګرد ذهن راوسپړل شي، چلنچ او وننګول شي تر څو په مسئلو او حل لارو فکر وکړي، ډول ډول اړخونه یې وپلټي او بیا هم موخه داوي چې فکري ودې ته ورسیږي.
په دې میتود کې استاد هڅه کوي چې د زده کړې لپاره داسې فضا رامنځته کړي چې شاګردان د استاد تر څنګ له یو بل څخه هم زده کړه وکړي. دا زده کړه چې د سوال کولو، ځواب ورکولو، له یو بل او استاد سره د چال چلند، په ځان باور، له ستونزو سره مقابله او د نور ډولونه وي او د شاګردانو د شخصیت په جوړولو کې خورا مهم رول لري. په دې میتود کې شاګردان له یو بل سره هم سیالي زده کوي، خپلو ستونزو ته ځیر کیږي او هم ټولنیزې زده کړې ته چې د زده کړې خورا مهم ډول دی لاره اواریږي. په ټولنیزه زده کړه کې په یوه وخت زیات خلک په اسانۍ سره یو له بله او له شرایطو زده کړه کوي او تجربه تر لاسه کوي.
په دې میتود کې شاګردانو ته وظیفه ورکول کیږي چې د درسي کتابونو وراخوا له نورو ریفرنسونو څخه ګټه واخلي او په هغو کې څیړنه وکړي. شاګردان په راز راز مسئلو لیکنې کوي، پریزنتشن ورکوي او ورباندې بحث کوي.
آیا زموږ ښوونیز نظام ورسره آشنا دی او که څنګه؟ باور دی چې ځینې استادان او تعلیمي ماهران مو په ژور فکر کولو باندې پوهیږي، خو چې څومره زموږ په تعلیمي نظام کې داخل شوی په دې هکله کومه سمه څیړنه نه ده شوې خو نښې نښانې ښيي چې موږ تر اوسه په ژور فکر ولاړ ښوونیز نظام ته زیات واټن لرو. باید ووایو چې دا میتود ښه کریکولم، زیاتو څیړنو، غوره تعلیمی کلتور، زیاتو زیرمو او وخت ته اړتیا لري.
په افغانستان کې هم د نادولتي موسسو لخوا د شاګرد محورۍ موضوع کلونه مخکې رامنځته شوه، د ښوونکو د ټریننګ لپاره ورڅخه کار واخیستل شو، لږ لږ یې ښوونځیو ته لاره وموندله او زموږ د لمړنۍ او منځنۍ کچې ښوونیز سیستم یې تر یوې کچې اصلاح کړ. خو په خواشینۍ سره د لوړو زده کړو په نظام کې لا تر اوسه د داسې څه کم څرک لګیږي. د لوړو زده کړو په سیستم کې مو تر اوسه زاړه نوټونه د لکچر په توګه درس ورکول کیږي، په زیاتو مضمونونو کې د بحث او ګروپي کار موکه شاګردانو ته نه برابریږي.
لکه پورته چې یادونه وشوه، په شاګرد محوره سیستم کې هڅه دا وي چې زده کوونکي او زده کړیالان (محصلان) د زده کړې په پروسه کې مسؤلیت ومني، فعاله برخه پکې واخلي، یوازې په میخانیکي توګه د حفظ او یادولو په ځای د درس مفهوم زده کړي، د یوازې عبارت په ځای د درس په منځپانګه او عمده مطلب او ورڅخه د ګټې اخیستو په هکله ځان پوه کړي.
ژور فکر کول څه شی دي؟
 پوهان ژور فکر کول داسې تعریفوي: ژور فکر کول یوه هدفمنده او منظمه فکري پروسه ده چې موږ یې په نړۍ د پوهیدو او باخبره پریکړو کولو لپاره کاروو.
ژور فکر کول د مختلفو ستونزو لپاره د ممکنه حل لارو موندلو لپاره سوال کول په ځان کې رانغاړي. که تاسو د ژور فکر خاوند یاستی نو حتمي به د قضاوت کولو او پریکړو په وخت په خپلو او د نورو په مواقفو سوال کوونکی فکر لری.
ژور فکر باید ښې پایلې ولري. دا هغه فکر کول دي چې له بسیطې مشاهدې او د واقعیتونو له یادولو ور اخوا خپل آس ځغلوي او حرکت کوي. دلته ژور فکر د سوال کولو او معلوماتو را ټولولو په معنی دی. د ژور فکر بله معنی د مسئلو تول، ارزونه او ورته د حل لارو موندل دي. کله چې تاسو ژور فکر کوئ تاسو په حقیقت کې بیلګې او شواهد ارزوئ، ستونزې حل کوئ او پریکړې کوئ.
د نویو نظریو او فرضیو تخلیق او کارول د ژور فکر کولو بله ځانګړنه ده. کله چې تاسو ژور فکر کوئ په حقیقت کې نوې نظرېې رامنځته کوئ، معلومات په وسیلو داسې بدلوئ چې په پخوانیو حالاتو کې مو څه زده کړي دي، د راتلونکي او نویو حالاتو لپاره ورڅخه ګټه واخلئ.
اوس هر څه پریږدئ او فکر وکړئ... تاسو د داسې وخت په هکله فکر وکړئ چې که مو یوې مسئلې ته د ژور فکر په مرسته ځواب ورکړئ وي. که ځواب مو هو وي څه مو وکړل؟
 مثال
 تاسو ته اړتیا وه چې په پوهنتون کې په یوه لیکنه کې تر 75 سلنه پورې نمرې واخلی تر څو بریالي شئ، خو ۴۵ سلنه نمره مو واخیستله. سرسري فکر به داوي چې تاسو کمه نمره واخیستله او ووایئ چې په کورس کې بریالي نه شوئ. خو د ژور فکر ځواب به غوښتنه کوي چې د حل ممکنه لارې وپلټئ، لکه له استاد څخه پوښتنه کول چې، که تاسو په دې لیکنه له سره کار وکړئ او تسلیم یې کړئ، بله کورنۍ وظیفه واخلئ تر څو ستاسو له نمرو سره یو ځای شي او یا بیا ځلې دا کورس واخلئ.
د ژوند په بله ساحه کې یو مثال: تاسو په خپلو ټولنیزو اړیکو کې نورو خلکو ته کوم اهمیت ورنکړ، چاته مو درناوی ونکړ او په ټولنه او سازمان کې هغه پایله مو چې غوښته تر لاسه مو نه کړه. اوس یوه لاره داده چې نور خلک ملامت کړئ، ځانته پوله جوړه او برائت ورکړئ. خو دا دریځ له تاسو سره کومه مرسته نه کوي او نه څه ورڅخه زده کولای شئ. خو که مو خپلو تیروتنو ته پام وکړ، په هغو لارو چارو مو فکر وکړ چې که تاسو تر لاس لاندې نیولي وای اړیکې به مو له خلکو سره لاښې شوې وای. که تاسو له دې تفکر څخه د راتلونکي لپاره یو درس واخیسته او په کلکه مو ورباندې عمل وکړ بریا به مو په برخه شي.
د پورته مثالونو په هکله فکر وکړئ. یوه لاره داده چې، نور دا خبرې و تړل شي او ناکامي قبوله کړئ. بله لاره بیا داده چې، ډول ډول انتخابونه و څیړئ، امکانات راوسپړل شي او تاسو داسې عمل وکړئ چې وضع اصلاح کړئ.
آیا تاسو ته داسې کوم وخت یاد دی چې د کومې ننګونې لپاره مو د ژور فکر په ځای د سرسري فکر له مخې ځواب ورکړی وي؟ که تاسو ښه ځیر شئ څه مو بل ډول کولای شوای چې سمه پایله یې لرلای. هغه کسان او ټولنې چې په دې توګه فکر او پریکړې کوي خپله راتلونکې بریا تضمینوي او له ورانوونکو پیښو ځان ساتي.
دا په حقیقت کې د شخص، کورنۍ، ټولنې او ټول ملت لپاره اړتیا ده او ورسره مرسته کوي چې په غور سره په خپل تیر وخت کې نظر واچوي، ځیر شي چې په کومو مسئلو کې یې پخوا د سرسري فکر او بیله ژور فکر او تعمق ننګونو ته ځواب ورکړئ، فکر یې نه و کړئ چې، څنګه یې باید ننګونو ته ځواب ورکړی وای او اوس د راتلونکي لپاره څه ورڅخه زده کولای شي.
ژور فکر کول او پوهنتون
 نور کار بس کړئ او په غور فکر وکړئ. تاسو د یوه محصل په توګه څنګه کولائ شئ چې د ژور فکر کولو اصول په خپل اکادیمیکي ژوند کې شامل کړئ؟ دا بحث به د محصل په توګه در سره مرسته وکړي چې هم په پوهنتون کې درسونه سم زده کړئ، شخصیت مو وده وکړي، د ستونزو په حل کې مهارت تر لاسه کړئ او په عملي ژوند کې د نورو ننګونو لپاره تیار شئ.
که تاسو وتوانیګئ چې په پوهنتون کې په ژوره توګه او مسؤلانه فکر وکړئ، تاسو به په هغه څه سم او په هراړخیزه توګه پوه شئ چې لوستي مو دي. تاسو مختلف نظرونه و ارزوئ. وګورئ چې د نورو خلکو نظریات له تاسو سره په څه کې ورته او په کومو ځایونو کې په ټکر کې دي؟ تړلي نه بلکه تشریح غوښتونکې پوښتنې له ځانه وکړئ، لکه: ولې، څنګه، څه به پیښ شي که؟ دابه له تاسو سره د نورو معلوماتو په ټولولو کې مرسته وکړي او و به کولای شئ چې کله له یوې مهمې ستونزې سره مخ کیږئ خپله پاملرنه ورباندې زیاته متمرکزه کړئ.
که مو نظریات خپل وي، پوره مالکیت یې لرئ او د هغو د خلق په اړه مسؤل یاستئ، تاسو به زیات توان لرئ چې په هغه څه چې فکر کوئ تشریح کړئ او پوښتنو ته ځواب سم ورکړئ.
درس او ژور فکر کول
 که غواړئ د ژور فکر کولو به مرسته بریالي شئ زده کړئ چې د خپل تعلیم په ټولو اړخونو کې ژور فکر وکړئ. دلته به موږ په فعالانه زده کړه، لوستلو، او په ژوره توګه لیکلو باندې بحث وکړو.
د دې معنی څه ده چې په فعاله توګه زده کړه کوونکی شی؟ که تاسو غواړئ په فعالانه توګه زده کړه وکړئ په ټولګي کې په درس او بحث کې برخه واخلئ او ګوښه مه پاته کیږئ. تپوسونه کول، نوټ اخیستل، د غوږ نیولو تر څنګ فکر کول، له نورو شاګردانو او استاد سره د نظریو په هکله محاوره او د اندونو تبادله له تاسو سره مرسته کوي چې په فعالانه توګه زده کړه وکړئ.
تاسو په درسي مسئلو کې د خپلو پریکړو کولو په هکله پخپله نوښت وکړئ د دې په ځای چې منتظر و اوسئ ترڅو نور درته ووایي چې څه وکړئ. د کورنۍ وظیفې او درسي لیکنو تکمیل ته ژمن و اوسئ، تنبلي مه کوئ او ځان پاته راتلوته مه تسلیموئ. د خپلو فکرونو او پریکړو په وړاندې مسؤلیت و منئ او د هغوی په ځای نور خلک مه ملامتوئ او یا مه وایئ چې مسئلې زموږ په کنترول کې نه دي.
که ممکنه وي هغه استاد غوره کړئ چې تاسو په ټولګي کې په درس کې شامل ساتي «دا په هغه صورت کې ممکنه ده چې محصلین د څو مضمونونو او استادانو په منځ کې انتخاب ولري او نن سبا په نړیوالو پوهنتونو کې دا شونی کار دی». د درسي کتاب په لوستلو او د مخکینیو درسونو په تکرار سره ځان د درس لپاره تیار کړئ. سوالونه وکړئ او څه مو چې زده کړي دي په خپلو عباراتو یې بیان کړئ. خپل نوټونه او لوستل شوي څیزونه خلاصه او لنډیز کړئ.
له نورو شاګردانو سره یو ځای مطالعه وکړئ. له نورو محصلانو سره د کورني کار په هکله بحث او د هغوی نظر اخیستل به د موادو په چټکه او هر اړخیزه زده کړه کې درسره مرسته وکړي. د نورو خلکو د نظریو په هکله عمیق فکر کول به له تاسو سره مرسته وکړي چې خپلې نظرېې او افکار چڼ او اصلاح کړئ.
خپلې زیرمې په کار واچوئ
 استادان، نور شاګردان، کتابتون، مرسته کوونکي کسان، اکادیمیکي مشاور، کتابونه او نور په ځای او سم وکاروئ. له هرڅومره سرچینو او خلکو سره چې تاسو اړیکې ټینګوئ، مرستې یې تر لاسه کوئ په همغه کچه د بریا لپاره خپل چانسونه زیاتوئ.
فعال اوسیدل
 فکر وکړئ څه خاص کارونه کول درته په کار دي چې فعال زده کړه کوونکي شئ؟ څه کولائ شئ چې د لوستلو په وخت له درسي موادو خپل فهم زیات کړئ؟ د دې لپاره چې د لوستلو په وخت سم پوه شئ تاسو باید وکولای شئ چې، د لیکوال مهمه مفکوره تشخیص کړئ. د لیکوال استدلال يو پاراګراف په بل پسې ځانته روښانه کړئ. په لنډه توګه مهم ټکئ او د استدلال لوری و هغه کس ته تشریح کړئ چې هغه لیکنه یې نه وی لوستې.
تر هر پاراګراف وروسته یوه لنډه دمه وکړئ، پخپل مغز کې هغه څه لنډیز کړئ چې ومولوستل. له ځانه وپوښتئ: مهمه او مرکزي مفکوره یې څه ده؟ عمده تاییدونکي واقعیتونه څه دي؟ بحث به له دې ځایه کومې خواته لاړ شي؟
 تمرکز وکړئ په:
• د عمده مفکورې په پوهیدو
• د مرسته کوونکو بیلګو په تشخیص
• د مهمو ټکو او وړو جزئییاتو په منځ کې په توپیر کولو
 همدارنګه، په لاندې کې به د هغو مهمو کلمو لیست وړاندې شي د کومو په مرسته چې لیکوال غواړي بحث منظم کړي. کله چې تاسو له دې څیزونو خبر شئ درسره مرسته به وکړي چې د لیکنې په مهمه مفکوره او مرسته کوونکو جزئییاتو ځان پوه کړئ.
اشار کوونکي کلمې او عبارات
• دا کلمې اشاره کوي چې لیکوال توپیرونه مقایسه کوي ( د دوو مفاهیمو په منځ کې توپیرونه تشخیصوي):

o په متبادله توګه، تر هغو زیات، په مقابل لوري کې، څرنګه چې، که څه هم، تر اوسه هم، له بلې خوا،

• دا کلمې راښيي چې لیکوال د دوو مفاهیمو په منځ کې ورته والی ارزوي:

o په ورته توګه، کټ مټ لکه، په عین توګه، ترڅو، همدارنګه، موازي، لکه او نور

• دا کلمې بیا بیلګې وړاندې کوي (د واقعیتونو په اړه معلومات) او د لیکوال د استدلال مرسته کوي:

o له دې کبله، ځکه، د دې په رڼا کې...

• دا کلمې بیا د مخکیني متن په مرسته منطقي پایله په ګوته کوي

o په پایله کې، له دې کبله، پردې بنا، په نتیجه کې، نو ځکه
 فعالانه لیکل
 آیا تاسو په فعالانه توګه د لیکلو لپاره کومه پروسه لرئ؟ څومره ګټوره ده؟ څنګه به خپله لیکنه اصلاح کوئ؟ د ژور فکر لرونکې لیکنې لپاره دری قدمونه په کار دي.
• مخکې لیکل
• لیکل (مسوده جوړول)
• په لیکنه بیا کتنه
 مخکې لیکل په ځان کې لاندې څیزونه رانغاړي.
• د ټاکل شوي وظیفې او لیکنې په هکله لوستل او ځان پوه کول، خپله څیړنه پوره کول، نوټ اخیستل او د چوکاټونو جوړول
• د پوښتنو په مرسته د موضوع په هکله څیړنه کول چې تاسو به هغه بیا په مقاله او لیکنه کې ځواب کړئ.
• خپلې سرسري نظریې ولیکئ کومو ته چې تاسو به بیا راشئ او ورته پراختیا به ورکړئ
 مخکې لیکل باید ستاسو د لیکلو د پروسې زیات وخت ونیسي.
لیکل
 که تاسو په سمه توګه مخکې لیکل، فکر کول، څیړنه، نوټ اخیستل، چوکاټ جوړول تر سره کړي وي ستاسو فکر به تیاره وده کړې وي او مغز به مو د لیکلو لپاره تیار شوی وي. نو ځکه د لمړۍ مسودې لیکلو پروسه به ستاسو یو محدود وخت ونیسي.
په لیکنه بیا کتنه
 وروسته چې تاسو لمړۍ مسوده تکمیل کړه، تاسو اړ یاستئ چې بیا ورباندې کتنه وکړئ، ایدیټ یې کړئ او بیا یې ولیکئ. تاسو له کوم چا مرسته وغواړئ، که په پوهنتون کې کوم مرکز وي او یا د بل کوم لیکوال نظر په خپله لیکنه تر لاسه کړئ تر څو د خپلې لیکنې د اصلاح لپاره موکه تر لاسه کړئ. بیا ځلې لیکل او ورباندې بیاځلې کتنه به د لمړۍ مسودې برابرولو نه زیات وخت واخلي.
د ژوري لیکني لپاره سپارښتنې
 تیار اوسئ چې ووایئ، « نه پوهیږو». پایلې ته زر ټوپ مه وهئ او یا په بل عبارت زر قضاوت مه کوئ: ښې پوښتنې وخت او پوره صبر غواړي چې ځواب شي. قوي باور د حقیقي پوهې یا حقیقت په ځای مه غوره کوئ. خپل نظریات د لږ تر لږه دریو بیلګو او شواهدو په رڼا کې و ارزوئ او تیار اوسئ چې خپل نظر بدل کړئ. خپل نظر د بیلګو په مرسته روښانه کړئ. په کوم استدلال د هغو د ارزښت په بنسټ قضاوت وکړئ نه د دې په اساس چې چا ویلي. باوري علمي سرچینې وکاروئ.
د ژور فکر لنډیز
 د نویو شرایطو لپاره د خپلې اوسنۍ پوهې د کارولو له لارې ژور فکر وکړئ. تاسو د ژور فکر مهارتونه پخپل اکادیمیکي ژوند کې کارولائ شئ، داسې چې سوالونه وکړئ او خپل ځوابونه تشریح کړئ او مختلف نظریات و ارزوئ.
د سوال کولو، ګډون کولو او مسؤلیت اخیستلو په مرسته فعال زده کړه کوونکي و اوسئ. په خپلو عباراتو د لنډېز کولو او په اشاره یي کلمو پسې د ګرزیدو له لارې فعال لوستونکي واوسئ تر څو درسره مرسته وکړي چې په مهمو مفکورو او جزئییاتو پوه شئ.
خپل لیکل د مخکې لیکلو، مسودې جوړولو او بیا ځلې کتنې له لارې اصلاح کړئ.
په دې هیله چې ژور فکر زموږ د ژوند په ښوونیز نظام او ټولي ملي ژوندانه کې وکارول شي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery