مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له ګلبدین حکمتیار سره روغه !

سيد حسين پاچا
د پړې ګوته يوازې حکمتيار ته نادرست ((ناسم انصاف)) دی. که سيالان يې د ((ملي اتل))، ((د سولې شهيد))، ((د ملي وحدت شهيد))، ((خالد بن وليد)) او ان تر دې چې تاريخ ته پړ خادم دين رسول الله ((شهيد)) بولو، نو حکمتيار ولې بيا د ((سولې اتل)) ونه بولو؟ هغوی خو د نورو په خوښه راغلي او حکمتيار خو نسبتًا پخپله خوښه سوله وکړه، نو بدي يې په څه کې ده؟

د کورني وملي يووالي يا د ملي روغې جوړې او ملي - اسلامي ګټو لپاره تېره منفي مخينه رايادول قرآني سپارښتنه نه ده

د پړې ګوته يوازې حکمتيار ته نادرست ((ناسم انصاف)) دی. که سيالان يې د ((ملي اتل))، ((د سولې شهيد))، ((د ملي وحدت شهيد))، ((خالد بن وليد)) او ان تر دې چې تاريخ ته پړ خادم دين رسول الله ((شهيد)) بولو، نو حکمتيار ولې بيا د ((سولې اتل)) ونه بولو؟ هغوی خو د نورو په خوښه راغلي او حکمتيار خو نسبتًا پخپله خوښه سوله وکړه، نو بدي يې په څه کې ده؟

اذ قالوا ((ليوسف واخوه)) احب الی ابينا [منا] - ونحن عصبة - ان ابانا لفی ضلل مبين
ناسمه انګېرنه ((ناسم پوهاوی)) او غلط برداشت :
د يعقوب ((ع)) زامن خپل ناسم پوهاوي او د پلار له پاملرنې غلط برداشت او هم خپلې سرزورۍ وځانغوښتنې د قتل، تبعيد، د لوبو وساعتتېرۍ ناسمه پلمه، وهلو ټکولو، څاه اچونې، وړيا پلورنې، مذمت ((سپکاوی يا بدي ويلو)) پلار او ورور ته درواغو او ناسمو پلمو، پلار ته ناوخته راتګ ((قصدي ځنډن)) او ورور مخامخ پر غلا تورنولو ناسمو پرېکړو ته ورسول.

لقد اثرک الله علينا وان کنا لخاطئين؛ لاتثريب عليکم اليوم؛ واتونی باهلکم اجمعين؛ وجاء بکم من البدو؛ ادخلوا مصر ان شاء الله امنين
له سرزورۍ تېرېدل او منښته :
خپلو تېروتنو او ورور منښتې بښنې او يووالي، له بدوي ژونده تلپاتې سوکالۍ او متضمنې روښانې راتلونکې ته ورسول. الله تعالی هم نه غوښتل چې دوی ټول له يوې مخې ووژني، بلکې د وخت په تېرېدو سره يې خپلو تېروتنو متوجه، اصلاح او بيرته خپل عادي ژوند ته راوګرځوي.


وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُ سُجَّدًا ۖ وَقَالَ يَا أَبَتِ هَٰذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا ۖ وَقَدْ أَحْسَنَ بِي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ (۱) وَ جَاءَ بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ (۲) مِن بَعْدِ أَن نَّزَغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي ۚ إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ (يوسف: 100)
د دوی د قتل (۱) او د تبعيد (۲) پلان، وهل و ټکول، د لوبو وساعتتېرۍ ناسمه پلمه (۳)، وهل ټکول (۴)، څاه ته اچونه (۵)، مذمت ((بدي بيانولو)) (۶)، وړيا پلورنه (۶) او مخامخ تورنول (۷) يې ټول شا ته کړل، خو د ژوند خپله بله ترخه خاطره يې وروڼو ته ياده کړه، ځکه چې هغه خپله پر ده د دوی په غياب کې تېره شوې وه او د الله تعالی استحسان يې هېر نه کړ او هم يې وروڼو ته له بدوي ژونده د يو سوکاله و ارام او د ښې راتلونکې زيری او تضمين ورکړ

د افغان حکومت او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ له څو مياشتو پر له پسې خبرو اترو وروسته بالاخره تېره مياشت د دغه ګوند مشر د سولې په اړه ترتيب شوې موافقه له يو نامعلوم ځای څخه د ويډيو کنفرانس په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره لاسليک کړه، دې اقدام ته د عوامو له لوري ګډ غبرګونونه وښودل شول ځيني يې د دغه تړون سخت خلاف و، دوي حکمتيار ته د کابل د ((قصاب)) نوم ورکړ ځکه نوموړی د کورنيو جګړو پر مهال زرګونه افغانان وژلي و خو پر همدې مهال نورو بيا خوښي ښودله حکمتيار ته يې د ((سولي اتل)) ووايه او ولسمشر غني يې په دې وستايه چې هغه څه يې تر لاسه کړل چې مخکينی ولسمشر يې په تر لاسه کولو نه و توانېدلی.

کله چې د يعقوب عليه السلام کورنۍ يعنې وروڼه بيرته  پخپلو کې سره يو يا يوځای ((متحد)) شول، نو يوسف عليه السلام دوی له خپلو ټولو تېروتنو سره سره له منښتې سره وبښل او ټولې تېرې ناخوالې يې له پامه وغورځولې ((هېرې کړې))، بلکې لا ډاډيېنه يې ورکړه چې ((هېڅ خبره نشته)) او دوی يې ټول له پلار سره يوځای مصر ته راوبلل چې راځئ!

قرآن دلته ځېنو ټکو ته اشاره کوي چې :
• له ناسم پوهاوي وغلط برداشت نه ځان ساتنه ((ليوسف واخوه احب الی ابينا منا)).
• له سرزورۍ (سرتنبه ګۍ) نه لاس اخېستل چې ((ونحن عصبة))
• د خپلې تېروتنې منښته چې ((لقد اثرک الله علينا وان کنا لخاطئين))
• د ورور بښنه چې ((لاتثريب عليکم اليوم))
• له بښنې سره سم ځان ته د خپلې ټولې کورنۍ را بلنه چې (واتوني بأهلکم أجمعين))

تجربو هم دا ثابته کړې چې ډېرې ستونزې له ناسم پوهاوي وغلط برداشت نه رامينځته کيږي، خو سمونه او اصلاح يې وخت، زغم، سم پوهاوی او د راتلونکې مسووليت احساسول دي. دا سمه نه ده چې يو څوک وبښې او نورې پر ميدان پرېږدې، بلکې د هغوی ځانته رانژدې کول او په ټولنه کې جذبول integration، کار ګومارنه او نور د ژوند عادي سهولتونه تيارول ورته په کار دي. حضرت يوسف عليه السلام له بښنې سره سم بې له ځنډه ټولنه کورنۍ راوبلله. قرآني سپارښتنه هم همدا ده چې له بښنې سره سم بايد هغوی ته د ژوند د سهولت ټولې لارې چارې برابرې شي او له فقر وغربته د يو سوکاله وارام ژوند پر لور قدم واخېستل شي.

الله تعالی ورته له سر زورۍ (سرتنبه ګۍ) نه د راګرځولو لپاره وخت ورکړ چې د وخت په تېرېدو سره سم (اصلاح) شول او ذهنًا يې مننې ته روادار کړل. او هم الله تعالی خپله وعده پوره کړه چې يوسف ته يې د وروڼو له لاسه څاه ((کوهي)) ته د غورځولو يا وراچولو وخت کې ورته ويلي وو چې ((فلما ذهبوا ان يجعلوه في غيبت الجب - واوحينا اليه لتنبئنهم بامرهم هذا - وهم لايشعرون )) ته مه خفه کېږه، دوی چې اوس دا کوم عمل ((کړه وړه)) له تا سره وکړل، ته به بيا دوی وپوښتې، خو دوی به تا نه پېژني.  دوی نه پوهيږي، که پوهېدلای ورور څوک نه وهي او نه يې کوهي ته نه غورځوي. د وخت په تېرېدو او د شرايطو په برابرېدو سره الله تعالی دوی له سرزورۍ ((ونحن عصبة)) نه راوګرځول. دوی، مصر او ټوله سيمه له فقر وغربت سره مخ وه.

کله چې په روستي ځل ورته راغلل، نو د ((يايها العزيز)) خطاب يې ورته وکړ او په تضرع ((عاجزۍ)) يې ورته وويل چې ((مسنا واهلنا الضر وجئنا ببضعة مزجة)) موږ او کورنۍ ته مو لوږه ((فقر وغربت)) رسېدلی او تا ته له يو ناچيز مال يا لږو پيسو سره راغلي يو او ورته يې وويل چې ((فاوف لنا الکيل وتصدق علينا)) راباندې ولورېږه او پوره اندازه غله راکړه. د دې خبرې له اورېدو سره يوسف عليه السلام خپل ځان قابو يا کنترول نه شو کړای او سملاسي يې ويوښتل ((هل علمتم ما فعلتم بيوسف واخيه اذ انتم جاهلون)) کله يا هغه وخت چې تاسې نه پوهېده تاسې له ما او زما له ورور سره څه وکړل ؟ [څه کړي وو ؟]. کله يې چې ځانته مخاطب وکړل او ويې پوښتل، نو دوی په دغه وخت کې يوسف عليه السلام وپېژنده چې ته يوسف يې ((لأنت يوسف))، نو هغه ورته خپل ځان وروپېژنده چې هو، زه يوسف يم او دا مې ورور دی ((انا يوسف وهذا اخي)). نو په دغه وخت کې يې بيا هم د الله تعالی احسان ياد کړ چې ((قد من الله علينا، انه من يتق ويصبر فان الله لايضيع اجر المحسنين)) څوک چې له څښتن تعالی ويريږي او صبر کوي الله تعالی هېڅکله د نېکانو پاداش نه هدر کوي.

په دغه وخت کې چې وروڼه د خپل ورور په دربار کې له وروڼو سره يوځای شوي وو، منښته وشوه او خپله تېروتنه او خطا يې درک کړه  چې ((لقد اثرک الله وان کنا لخاطئين))، نو ورور وبښل او له بښنې سره سم يې ټول يوځای ټول مصر ته راوبلل او ټوله کورنۍ يې هلته بيرته سره يوځای کړه او يوه سوکاله تلپاتې روښانه راتلونکې يې ورته جوړه کړه. الله تعالی د دوی د سمون او اصلاح او له خپلې هغه سرزورۍ چې موږ ((ونحن عصبة)) پوره يوه ډله يو او دوی دوه وروڼه دي. پلار ولې دوی ته دومره زياته پاملرنه کوي؟

دا خو د دوی ناسم برداشت وو چې دوی د خپل پلار په هکله يې کولو. حال دا چې داسې نه وه. د هغوی مور مړه شوې وه، يتيمان ول، نو پلار پرې توجه وپاملرنه لرله. خدای مه کړه داسې نه وه چې پلار دوی له پامه غورځولي وو، بلکې پلار پر ټولو يو شانته پاملرنه لرله. له پېغمبره کله هم بل څوک زيات منصف کېدای نه شي؟ خو دوی خپل ناسم پوهاوي او د پلار له پاملرنې غلط برداشت اخېستی وو او همدغې ټکي دوی سرزورۍ او سرتنبه ګۍ او ځانغوښتنې ته هڅولي ول. پېغمبر چې پر خپلې کورنۍ او يتيمانو او پر خپل امت پاملرنه ونه کړي او مهربانه ونه اوسي، نو څوک به بل زيات اوسي؟ له الله تعالی پرته خو هېڅوک بل پر مخلوق مهربانه نشته.

کله چې دوی راغلل حضرت يوسف عليه السلام د ښه راغلاست ((استقبال)) لپاره يې ورته مخې ته ور ووت او د درناوي وښه راغلاست لپاره ورته سترګې پر لار او منتظر په درناوۍ ولاړ وو. پلار يې چې راورسېده، راکښته شو، د زوی خوا ته ورغی. اګر چې يعقوب عليه السلام بوډا او هم يې پلار وو، خو د زوی د مقام او منزلت په درنښت د هغه خوا (لور) ته ورغی او له روغبړ وروسته يې تيار شوي ځای ته يې يووړ ((فَلَمَّا دَخَلُوا عَلَىٰ يُوسُفَ آوَىٰ إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُوا مِصْرَ إِن شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ)). د دې په څنګ کې قرآن موږ ته دا آداب او حسن معاشرت etiquettes هم راښيي. ننني ديپلوماتيک اداب وسلوک، ارزښتونه، پرنسيپونه او د متقابل درناوي هم تعاملات له همدې سرچينه اخلي.

د ليکنې د لنډيز په موخه نه غواړم چې د پورته ياد شوي ايات په تفسير کې ژور ننوځم، خو د خپلې ټولنې د پوهاوي او زموږ د استنباط لپاره ترې دومره لازمه ګڼم چې موږ ترې د خپلې څلور لسيزې اوږدې جګړې ته د پاي ټکي اېښوونې، سوکالۍ وارامۍ او د خپلو ملي - اسلامي ګټو لپاره څه ګټه پورته کولی شو؟

کله چې د يوسف عليه السلام وروڼو خپله تېروتنه ومنله او د خپل ورور تفاضل ((غوره والی)) يې ومنلو، نو هغه مبارک وبښل، نو د راتګ بلنه يې ورکړه :

• بلنه [وأتوني بأهلکم أجمعين]
• د راتلو، ښه راغلاست ويلو طريقه او متقابل درناوی ((اداب وتشريفات))
o راتلل [فلما دخلوا علی يوسف ...]
o  ښه راغلاست طريقه ((أدخلوا مصر ...))]
o د مقام ومنزلت درناوی [آوی إليه]

مثبت اړخ يا مثبته پايله :
کورنۍ سره بيرته يو شوه او دوی د درناوي لپاره ورته ټيټ شول ((ورفع أبويه علی العرش، وخروا له سجدًا ...)).
• منفي اړخونه يا منفي ټکي له پامه غورځول (هېرول) چې :
پلان :
وژل يا يې له دې ځايه ورکول ((تبعيد))
o [((أقتلوا يوسف (۱) أو اطرحوه أرضاً (۲) ))
موخه :
((وتکونوا من بعده قومًا صالحين))
خلکو ته ځان ښوونه چې يوسف به ورک شي او پلار به موږ ته يوازې پاتې شي. هغه به موږ ته مختاجه وي او پاملرنه به يې موږ ته زياته شي. موږ به يې خدمت کوو او خلک به موږ ښه وايی. مانا دا چې موږ به خلکو ته د پلار د خدمت له امله نېکان وصالحان او ښه خلک ښکاريږو چې دېته ناسم پوهاوی او غلط برداشت وايی.

په ناسمه لاره ښې موخې ته ځان رسول :
د پلار خدمت موخه خو يې ښه وه، خو له هغې لارې چې دوی ورته ځان رسولو، سمه او نادرسته وه. د پلار خدمت، خو د ورور په ضرر وتاوان او له مخې لېرې کولو سره دا ناسمه او نامناسبه لار وه. پلار ځانته اړ کول او خلکو ته ځان ښوونه يا په دې اند چې خلک به داسې ګومان کوي چې دوی څومره ښه خلک دي چې د پلار خدمت کوي. ځان ښوونه راځي او دا ښه عمل نه دی.
The service of their father was a good action, but the way of their approach to that purpose was not an appropriate way.
له دې وجهې نه داسې خدمت يا ښه کار چې هغه د بل چا پر ضرر وتاوان تماميږي له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري. د بېلګې په توګه يو څوک له چا نه په زور پيسې اخلې او وايی چې زه يې په جهاد کې لګوم، نو دا جايز نه دي. لومړی خو د دې ثابتول سخت دي چې که ثابته هم شي، بيا هم جايز نه دي.

پلان ته عملي بڼه :
د دې پلان د عملي کولو او موخې د لاسته راوړلو لپاره يې لومړی پلار تر پوښتنې لاندې راوست او ځانونه ورته ښه او خواخوږي ښکاره کړل. حال دا چې داسې نه وه، بلکې د دوی په زړونو کې ورته نور څه ول.

پلار تر پوښتنې لاندې راوستل او ځانونه ورته خواخوږي ښکاره کول :
o ما لک لاتأمنا علی يوسف وانا له لنصحون
پلمه او ساتنه :
o أرسله معنا غداً يرتع ويلعب وانا له لحفظون
وړل وهل او ټکول :
o  ((فلما ذهبوا وأجمعوا (۳) ))،
له وژلو صرف نظر کول او څاه کوهي ته د غورځولو پرېکړه :
o  ((أن يجعلوه في غيبت الجب (۴) ))،
وړيا پلورنه او د پلورنې په وخت کې مذمت يا بدي بيانول د دې لپاره چې بې ارزښته شي :
o ((وشروه بثمن بخس دراهم (۴) ))،
بيا په وروستي ځل مخامخ تورنول :
o ((إن يسرق فقد سرق أخ له من قبل (۵) ))]
د الله تعالی نيکي (استحسان) يادول :
o ((وقد أحسن بي)) او هم په أحسن مثوای کې زليخا ته يادونه
د ژوند يوه ترخه خاطره رايادول :
o ((إذ أخرجني من السجن))،
کورني تېر ژوند ته يوه اشاره :
o ((وجاء بکم من البدو))،
د نوي ژوند د پيلېدو ډاډيېنه :
o ((ادخلو مصر إن شآء الله آمنين))
له دې دا راجوتيږي چې مصر په هغه وخت کې هم د يو ښه تمدن او د ښې حکومتولۍ څښتن وو.

او په پای کې د الله تعالی د احسان او د سولې او د نعمت يا د راتلونکې ارام وسوکاله ژوند منندويي کونه :
o (([إن ربي لطيف لما يشاء ...))

دلته که موږ د دې ترخې او له پنده ډکې کيسې يو اړخ ته ته وګورو، دا جوتيږي چې هلته د وروڼو ترمينځ په کورني تاوتريخوالي او زړه بداوي کې ورور له خپل واکه ناوړه ګټه پورته نه کړه، بلکې د کورني يووالي او بيرته عادي ژوند ته د راګرځېدو لپاره او هم يې د پلار او وروڼو د تأثر ((خفګان)) او د زړه بداوي او د ټيټ نه راتلو لپاره ډېر څه له پامه وغورځول او ټولې ورسره شوې ناخوالې يې هېرې او يادې نه کړې، بلکې د هغو ټولو سختو ناخوالو پر ځای يې د ژوند يوه بله ترخه خاطره راياده چې ګوندې ذهن ته يې هغه تېرې خاطرې وريادې نه شي او د خجالت يا کموالي ((ټيټوالي)) احساس ونه کړي.

د خوب يادونه يې وکړه، ځکه چې دا د ټولو په مخکې شوې وه،. پلار او وروڼه ټول خبر ول. د وژنې او له وطنه د ورکولو پلان پټ وو. د وهلو ټکولو، څاه (کوهي) ته د اچولو او خرڅولو او پرې تور پورې کول دا د وروڼو ترمينځ پېښه شوې وه چې پلار پرې خبر نه وو. دوی دا ټول راز پټ وساته، الله تعالی هم پټ وساته او يوسف عليه السلام هم پټ وساته. الله تعالی د وخت په تېرېدو سره دوی اصلاح (سم) کړل او د دوی ذهنيت يې له سرتنبه ګۍ څخه راټيټ او د خپلې تېروتنې منښتې ته تيار کړ او ورور خپل وروڼه وبښل او بيرته کورنۍ سره يوځای (متحده) او خپل عادي ژوند يې شروع کړ. تنګسه ، غربت (فقر) ختم شو او راتلونکې يې تضمين شوه چې بيا به تنګسه نه وي.

دلته يو بل مهم ټکي ته اشاره کيږي او هغه دا چې په اتحاد ((يووالي)) کې برکت، ارام او هوساينه ((سوکالي)) وي. په کوم کور، ټولنه او وطن کې چې بې اتفاقي وي هلته بېثباتي او جنګ وي چې د هغې په پايله کې يې ټول هر څه له مينځه ځي. انارشي وفساد او بې امني رامينځته کيږي چې د دغه ټولو ناخوالو نتېجه او سبب په ټولنه کې مالي فساد دی چې دېته ((أم الفساد)) ويل کيږي. لوږه و غربت، تښتونې، چور وچپاول او هم بېثباتي زياتره له مالي فساده سرچينه اخلي له ناارامۍ سره مخ کيږي چې موږ يې پخپلو سترګو ډېرې ترخې پايلې ولرلې. ځکه خو مو هر څه له لاسه ورکړل او هېڅ راپاتې نه شول.

دا خو د وروڼو ترمينځ يوه کورنۍ مساله وه، نن چې د ټولنو، ملتونو، هېوادونو او د لويو وچو ترمينځ ملي مسالې او هم پخپلو کې د ملي ګټو خبرې دي، نو د ډلو او ډلګيو پرځای بايد پر ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه تمرکز يا پاملرنه وشي نه پر افرادو او ډلګيو او پر هماغه کچه دې ترې ګټه پورته شي. وخت ډېر مسايل پخپله حلوي او خلک، ټولنې او حکومتونه او هېوادونه دېته رواداره کيږي چې يو بل سره وزغمي. ډېره څه شا ته کړي او په ډېرو کې يو بل ته سره تېر شي. اګر چې د مظلوم حق د مظلوم حق  دی او دا حق ورته الله تعالی ورکړی دی. له مظلومه بښنه او تاوان يې ورکړل شي.

ښاغلي حکمتيار ته له اخلاقي پلوه دا په کار دي چې له ملته د خپل استازي ((سعيد)) پر خولې نه، بلکې پر خپله خوله بښنه وغواړي. دوعا ((استغفار))، جُرمي او حقوقي مسايل سره توپير لري. همداسې نورو ډلو ټپلو ته چې له لاسه يې خلک متضرره شوي دي بښنه او تاوان ورکړي. تنظيمې ټلو ټپلو په ډېرو ملي - اسلامي او د هېواد په لوړو ګټو کې د هېچا نه ده منلې او خپله سرزوري او سرتنبه ګي د نورو غمازانو په نغوته کړې ده او د هغو لمسونه او هڅونه د دوی او هم د هېواد په ګټه نه وه. دا هغه څه دي چې دوی يې پخپله مرتکب شوی او بښنه يې هم بايد پخپله له ملته وغواړي. الله تعالی به دوی ملت ته په دې دروند او ښه ښکاره کړي. جمعتيان ((ستميان وماويستان))، جنبشيان، حزب وحدت واتحاد اسلامي او دا نورې ډلې ټپلې هم ځانونه سپينې پرېښتې ونه ګڼي او خپله ملامتيا ومني.

قرآن دلته دوه ټکيو ته له مکاني و زماني يا تاريخي و ژبني يا ترمېنالوژي اړخه يادونه کړې چې يو يې د ((ملک King)) او بل يې د ((فرعون Pharaoh)) ته چې يو ((ملک)) يې د ابراهيم عليه السلام او د کورنۍ د وخت او بل ((فرعون Pharaoh)) د موسی عليه عليه السلام چې يو د نمرود او بل د فرعون وخت او عصر رانغاړي او د حکومت يا د هغه وخت سيستم ته اشاره کوي چې دوی خپلې چارې څنګه سمبالولې. د ابراهيم عليه السلام په وخت کې لوړ پوړی چارواکي ته د ((پادشاه)) ويل کېده او د موسی عليه السلام په وخت کې ورته ((فرعون)) ويل کېده  ځکه خو قرآن دلته په همدې سورت کې د ((صواع الملک)) او د ((في دين الملک)) د ((ملک)) کليمه دوه ځلې کارولې چې هغه وخت ابراهيمي رانغاړي نه فرعوني چې په ابراهيمي زمکه land-e-Ibrahim کې د بلاد شام دغه ټوله سيمه رانغاړي چې نن پکې څو دولتونه دي. په دې وخت کې د مصر لوړ پوړي چارواکيو ته به د ((عزيز)) کليمه کارېدله، لکه نن يې چې موږ کاروو. [جلالتمآب، His/Her Excellency] او داسې نور.

له مخکې نه پلان يا تياری :
((لنډ او اوږده پلانونه)) :
دا چې راروانه وچکالي اوږده او مداومه وه، نو يوسف عليه السلام هم ورته له مخکې نه د ۱۵ کلونو اوږد پلان يې ترکار  لاندې ونيو او پيل يې د يو شفاف او روڼ مالي سيستمه شروع کړ. ځکه چې د خلکو معيشت پر مالياتو او پيسو او راکړه ورکړه باندې ولاړه ده، نو د مصر په خزانه او مالي سيستم کې سمون راوسته. سپما، لګښت او تدارکاتو ته يې طرحه جوړه کړه. پادشاه ته يې د زراعت مشوره ورکړه. خلکو ته يې د غلې او څارويو ته يې د ګياه جمع کولو د ذخيره کولو تابيا ونيوله. خلکو او حکومت هم د هغه مشوره ومنله او سپما او ذخيره کونه شروع شوه. مهمه خېټه ده چې انسان په خېته موړ وي او د لوږې سره مخ نه شي.

ښه پرېمانه ذخيره يې وکړه چې د ټولې وچکالۍ لپاره يې بسنه وکړه چې نه يوازې مصر، بلکې اړوندو سيمو ته يې هم مرسته ورکړه. د خلکو منقول وغيرمنقول شتمني هم پرځای پاتې شوه. ولس هم له فقر وغربت او له لوږې نه بچ شو. پانګه هم بهر ونه وته په هېواد کې دننه پاتې شوه. انسانان او څاروي هم وساتل شول او خلکو ته له وچکالۍ ختمېدو وروسته بيرته خپله منقول وغيرمنقول شتمني، ملکيتونه او جايدادونه ټول بيرته ورکړل او هغوی بيرته د يو عادي ژوند څښتنان شول. د اسلامي وبشري ارزښتونو مدعا هم دا ده چې انسان بايد لږ تر لږه د يو عادي ژوند څښتن اوسي.

له دې دا برېښي چې هغه وخت هم د هېواد او د ټولنې د چارو د ښه سمبالښت لپاره زراعت او د مالي چارو روڼوالی، سپما او پر ځای لګونه او له بېځايه لګښتونو نه ځان ساتنه څومره اهميت او ارزښت لرلو. زراعت، مالداري، د اوبو ښه مديريت او خلکو ته د دوی منقول وغيرمنقول اموال، کورونه ((سرپناه)) جايدادونه او د عادي ژوند لارې چارې برابرول د هغه وخت د حضرت يوسف عليه السلام د يو ښه مديريت ښکارندويي کوي. ځکه په زراعت ومالدارې، ځنګلونو، معادنو او د اوبو په ښه مديريت سره پانګه بهر نه وځي او په داخل کې پاتې کيږي او د پيسې ارزښت ورسره لوړيږي او هم يې په نورو دفاعي چارو کې لګولی شي چې دا ټول شيان زموږ د ژوند او د لا ښې راتلونکې لپاره اړين دي. هسې بېځايه توکل او د خلکو په تشو اسلامي شعارونو ځان تېر ايستل ښه خبره نه ده. بس دی تېر زموږ لپاره ښه تجربه شوه.

پايله و وړانديز :
دا چې له پيله زموږ جنګ نه وو او له پيله تر ننه د نورو په جنګ کې سوځو او تل راباندې د نورو جګړه راتپل شوې، نو د قرآني او سياسي پوهې په رڼا کې دا موږ ته په کار دي چې څنګه له دې راتپل شوې جګړې څخه ځانونه خلاص کړو چې د سون توکي يې موږ او ګټې يې د نورو دي.

نن موږ ته د يو ملت او هېواد پر کچه دا په کار دي چې د جنګ دې پديدې ته د پای اېښوولو په پار زړې خاطرې له پامه وغورځوو او تېر هېر کړو او د زغم او د بښنې له نعمته ګټه واخلو. داسې کور به نه وي چې څوک دې پکې له يو يا بل لوري نه پر يو او بل نوم نه وي داغل شوی، بلکې هر څوک داغل شوی.

دا چې اجتماعي يا انتقالي عدالت د ولس حق دی، خو دا بيا هم انصاف نه دی چې يو څوک دې د جهادي حکومت له بښنې نه د ځان په تړاو ګټه پورته کوي، او بل دې بيا د وخت د مشروع حکومت پرېکړې ننګوي او بل چا ته دې د ((کابل د قصاب)) کليمې کاروي او نورو ته بيا د ((ملي اتل))، ((د سولې شهيد)) د ((ملي وحدت)) شهيد او يا ((خالد بن وليد)) وايی. نور ډېر هم شته چې د بښلو نه دي او له قضايي مصوونيت پرته ازاد او خوندي ګرځي. که د کابل قصاب پړ وي، نو نور هم پړه دي چې څلور بښل او يو نه بښل بيا هم بې انصافي ده.

تېر تاريخي و قرآني لاسوندونو ته په کتو ظلم، جنګ او بې اتفاقي ټولنې ته وچکالي فقر او غربت راولي او انصاف او اتحاد بيا ټولنې ته ارامي وسوکالي راولي او د يو ارام وهوسا او د ښه ژوند زيری (تضمين) ورکوي. د ټولنې د رفاه او سوکالۍ لپاره حکومت او ښه سيستم جوړونه په حقيقت کې د الله تعالی پېرزويېنه ده چې الله تعالی ورته يو زړه سوانده مشر او ښه مربي ورکړي.

موږ ته د يو واحد ملت په توګه دا په کار دي چې ټول په شريکه د ښاغلي غني هر ډول اخلاقي ننګه و کلک ملاتړ وکړو. د الله تعالی په اميد سره چې موږ به وکولی شو چې ډېر ژر بيرته پر خپلو پښو ودريږو او له خپلو سيالانو او نړيوالو سره له هر اړخيز پلوه بيرته سيال شو. نن زموږ سيالان کوم ځای ته ورسېدل او موږ لا په کوم ځای کې روسته بند پاتې يو. ځان بسيا کونه او ځان جوړونه، بيا رغاونه او زده کړه خو کومه بده خبره نه ده، بلکې همدا د اسلامي ارزښتونو غوْښتنه ده.

خو دوه مشورې مې د حزب اسلامي مشرتابه او پيروانو ته دا دي : يو دا چې دوی بايد له ځانه د سوخت ((انحراق)) هغه ماده لېرې کړي چې هغه د دوی تند غبرګون، خشونت او نه زغم دی. د تېر جهادي وهجرتي پير په شان له افغان وژنې او ترورونو لاس واخلي. جوش، خشونت او نه زغم او سملاسي غبرګون دوی په ملي ونړيواله کچه له سياسي صحنې لېرې او منزوي يې کړل. په دې هيله چې پر دغې نيمګړتيا ((تشه)) باندې له سره ښه ژور سوچ وکړي. تر اوسه لا په هوا کې ځوړند دي، داسې نه چې لا زمکې ته رارسېدلي نه وي او بيرته د بالون غوندې پر هوا شي.

او دويمه دا چې بيا د چا په پوچو اسلامي شعارونو تېر نه وځي. د کاکا صاحب سترګور درملپلور به چې هغه وخت خپل سوشياليست سيکولر ورته پرېښته برېښېده او شهيد داود خان يې د خپل روا و مشروع سياسي حق لپاره د پاکستان واسلام دښمن بللو، خو افغانستان هم دا حق لرلو چې هغه يې د افغانستان واسلام دښمن بللی وای، خو افغانستان او مشرانو يې هېڅکله د اسلامي ارزښتونو نه عدول نه دی کړی او د سياسي مسالې لپاره يې پر چا باندې هېڅکله مذهبي تکفيري ټاپه نه ده لګولې. په دې هيله چې د سندهي سوشياليست سيکولر کورنۍ او د مردان او د سرګودهۍ د نظامي چارواکيو او هم د هندي الأصله مهاجرو او هم د پنجاب د مياګانو کورنۍ او د دېره اسماعيل خان، کاکا صاحب وباجوړ او د خقانيه مشر سياست واسلام سره جلا کړي. سياسي ستونزې سياسي هواری غواړي نه مذهبي. سياسي تفکيري فتواوې د اعتبار وړ نه دي، بلکې عندالله او عندالرسول او هم يې قانوني واخلاقي مجازات شته.

قاضي حسين احمد :
درهنگام حکمروايى داوود خان دشمن پاکستان و اسلام، پس از آنکه استاد ربانى از راه مهمنددره به پاکستان رفت، شش ماه او رادر منزل خود، از حکومت آن وقت مخفى نگهداشته بود.

کاشکې چې دا د سولې مخامخ وړانديز مو له روسانو سره منلی وای، نو دومره خرابي او مرګ ژوبله به نه وه راغلې. کاشکې چې بيا مو له ډاکټر نجيب الله سره منلی وای، نو دومره خرابي او مرګ ژوبله به نه وه پېښه شوې. اوس هم لا وختي دي او ناوخته نه دی. که هغه په دې کې رښتينی وو له شک پرته چې الله تعالی به يې پاداش ورکړي. ولو که هغه موږ ته کمونيست ښکاري، خو د زړونو اختيار د څښتن تعالی سره دی.

په دې هيله چې حزب اسلامي، طالبان وحقانيان او ټولې ښکېلې اړوندې خواوې پرې سوچ وکړي او بيا دغسې دوکه او تېر نه وځي. درست ده چې دلته د نړيوالو قدرتونو سيالي وه، خو خلکو ترې زموږ د هېواد په ځپنه، بېثباتونه، کمزوري کولو او له هر اړخيز پلوه زيان رسولو کې هڅه وکړه. ناخوالې يې موږ زغمو او لا نن هم راته سرنوشت نور ټاکي او د خپلو ګټو تضمينول زموږ په ضرر کې د ځان حق ګڼي.

په درنښت
سيد حسين پاچا

ايا له ګلبدين حکمتيار سره روغه به افغانستان کې سوله راولي؟
http://www.taand.com/archives/77954
ملګرو ملتونو ګلبدين حکمتيار د بنديزونو له نوملړ واېست
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38866240
حکمتيار نوم د امنيت شورا د بنديزونو له لست لرې شو
http://www.pashtovoa.com/a/hekmatyar-name-removed-from-un-security-council-sanction-list/3706025.html
د بشري حقونو سازمان د بنديزونو له نوملړه د ګلبدين نوم لرې کول خواشينوونکې بللی
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38870577


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery