مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د فهيم کوهدامني ومولوي عبدالصبور د پام وړ :

سيد حسين پاچا

که امان الله خان قاضي عبدالرحمان وقاضي عبدالحی پنجشيری او نور علماء وژلي، نو بل چا هم مجاهدين د روسانو لپاره وژلي
د حزب اسلامي کسان زموږ لپاره په هغه سيمه کې د سرطان د دانې حيثيت درلود


مولوي عبدالصبور او د تنسيق علمای افغانستان دې پرې بيا کتنه وکړي :
... لنډه دا چې احمدشاه مسعود د ۱۳۵۹ کال تر پايه پورې پنځوس تنه مبارز پنجشيريان او زيات شمېر روڼ اندي ووژل او بيا يې د پنجشېر شا او خوا سيمو د [جهادي] جبهو په پاکولو پيل وکړ. مسعود په ۱۳۵۹کال کې د اندراب ملي مجاهدين په دې پلمه چې ګواکې د تګ راتګ لارې ورښيی او هم به وسلې ورکړي پنجشېر ته وبلل او بيا يې ټول لاس تړلي د پنجشېر درياب ته وغورځول، په همدې کال کې د پېشغور په سيمه کې د وکيل نصرالله خان زوی د شپې په يوه بريد کې د مسعود لخوا ووژل شو، چې په پای کې د قوماندان احمدشاه مسعود په نوم مشهور شو. ) ميرعبدالرحيم عزيز:احمد شاه مسعود در استخدام سازمان جاسوسی پاكستان (ISI -  www.tolafghan.com

هغه مهال چې مسعود له شوروي پوځ سره ليده کاته وکړل او د روسانو ملاتړ يې د حکمتيار د اسلامي ګوند پر خلاف تر لاسه کړ، نو مسعود، سمدلاسه د اسلامي ګوند د غړو په له منځه وړلو باندې پيل وکړ، مسعود په دې باب وايي:«... [پنجشېر ته] د شوروي هيئت تر بيا راګرځېدو پورې، موږ لاس په کار شوو، په لومړي ګام کې موږ  [د پنجشېر په د ننه] د پېشغور په سيمه کې، د حزب اسلامي کسان خلع سلاح کړل، د حزب اسلامي کسان زموږ لپاره په هغه سيمه کې د سرطان د دانې حيثيت درلود ... او د اندراب سيمه مو په غافلګر [حالت] کې په يوه سړه او له واورو ډکه ورځ کې، په (۴۸) ساعتونو کې تصفيه کړه، د اسلامي حزب ډېر کسان مو بې وسلې کړل او د اسلامي ګوند قوماندان جمعه خان، سره د نور کسانو وتښتېدل.» (صالح محمد ريگستانی؛ مسعود و آزادی؛http://persianblog.ir)

ښاغلی مولوي عبدالصبور ،
د پښتنو ګيله له د لطيف پدرام او فهيم کوهدامني غوندې بېباکو او متعصبو نه نه کيږي، ولې ګيله يې ستا غوندې له يو ديني عالمه کيږي چې د سياسي نه پوهاوي په صورت کې يې خپله د زړه غوټه يا په بله مانا د خپل تېر تاريخ پاکونه ستاسې له خولې او يا ستاسې په شتون کې د امان الله خان په تکفيرونه جبيره کړي. ښه به دا وه چې تاسې يو ځلې د اسلامي علومو تر څنګ له سياست و تاريخ سره اشنا وای، ځکه خو مو غبرګون او فتوی سياسي انګېزه لرله او عالم دين بايد له فتنې ځان وساتي او د چا د سياسي موخو لپاره ونه لوبول شي.

ښاغلی مولوي عبدالصبور،
دا چې تاسې هلته په لره پښتونخوا کې ديني زده کړې کړي او له رواني پلوه د جماعت اسلامي تر نفوذ لاندي ياست او جماعت اسلامي هغه تندروه سياسي ډله ده چې د نورو اسلامي ډلو ټپلو په پرتله له څارګرو ادارو سره ډېره نژدې ده. د جماعت اسلامي پخوانی مشر قاضي حسين احمد داسې وايی :
قاضي حسين احمد :
درهنگام حکمروايى داوود خان دشمن پاکستان و اسلام، پس از آنکه استاد ربانى از راه مهمنددره به پاکستان رفت، شش ماه او رادر منزل خود، از حکومت آن وقت مخفى نگهداشته بود.

که له تاسې او يا له تنسيق علمای افغانستانه وپوښتل شي چې درست ده شيهد داود خان له پاکستان سره پر ځينو مسايلو او مشروع سياسي حقوقو کې مخالف وو، نو مخالفت ((اختلاف)) خو د دښمنۍ مانا نه ده. دا خو روا سياسي حقوقي ستونزې وې، نه مذهبي. ان تر دې چې په مذهبي مسايلو کې د ائمه وو مجتهده وو ترمينځ اختلاف شته. همداسې د محدثينو ترمينځ اختلاف شته، نو اختلاف خو کفر نه افاده کوي. کفر خو يوه عقيده ده، عُقده ((رخه)) ده، له حقه انکار دی، له مؤمن به انکار دی، نو داود خانه خو هېڅکله له اسلامه انکار نه دی کړی، نو بيا ولې قاضي حسين احمد د مولانا سيد ابوالأعلی مودودی د تفخيم القرآن او د مفتي محمد شفيع د معارف القرآن او ان د تفسير الشعراوي په شتون کې دغه تېروتنه کړې چې سياست واسلام يې سره د پنجاب د نظامي واستخباراتي ادارو د غوښتنې پر اساس ګډ کړی.

Ziaulhaq:
The water in Afghanistan must boil at the right temperature.

The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize and burn Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

ښاغلی مولوي عبدالصبور ،
دا هغه زمکني حقايق دي چې د تاريخ حافظې ته رسېدلي او همداسې د نورو هم رسېدلي دي. دا هغه ترخه حقايق دي چې خپله د همدوی له لاسه تاريخ ته ثبت شوي دي چې له مينځه نه ځي.

دلته د بوټو، بابر او د ضياء موخې او عُقدې ((رخې)) روښانه دي چې دوی څه غوښتل او څه يې وکړل او د چا په مرسته يې وکړل؟ ان تر دې چې هغه درملپلور ريبار يې هم پخپله ځان رسوا کړی چې څه د چا لپاره يې وړل راوړل کول؟

تاسې دلته دا پورته نارواوې او سياسي موخې چې يادې شوي څنګه مذهبي بڼه او اسلامي مشروعيت په بڼه يې توجيه کوئ؟ د دې قضاوت شخصًا تاسې او تنسيق علمای افغانستان ته سپارم چې ستا ملاتړ يې د بيدينۍ او د کوهدامني يې د امان الله خان په دقيق تکفيرونه کې يې کړی دی.

ايا يو پښتون قاضي د نورو په چوپړ کې چې د څارګرۍ دنده يې لرله او کابل ته به هغه وخت همدې درېواړو ته وړل راوړل کول، که شهيد داود خان نيولی وای او له محاکمې وروسته يې په دار کړی وای، نو بيا به هم تاسې او هغه درسره په خوا کې ناست بېباکه بيا هم ويل چې قاضي حسين احمد يې وژلی او علما يې وژلي دي. که داسې وي، نو بيا تاسې دا د اندراب ملي مجاهدين په دې پلمه چې چې ګواکې د تګ راتګ لارې ورښيی او هم به وسلې ورکړي پنجشېر ته وبلل او بيا يې ټول لاس تړلي د پنجشېر درياب ته وغورځول دا څنګه توجيه کوئ؟

فهيم کوهدامنی :
جناب حضرت مولوي صاحب بزرګي کردند که کمتر اشاره کردند. ما ميګويم دقيقاً امان الله خان کافر بود.

ښاغلی کوهدامنی ،
خبريال :
ايا امان الله خان منکر فرائض دينی بود؟
بلی، با حجاب مخالفت علني داشت، روز جمعه رخصتی ايش را لغوه کرد، قرآن کريم را به لغت زد و ورقهايش پاره پاره شد، وده ها ادم را به شهادت رسيدند به جرم مسلمان بودن به شکل مشخصی قاضي عبدالرحمن شهيد ...
دا چې تاسې وايی :
دلته درې ټکي بايد روښانه شي چې :
• حجاب (د حجاب حکم)
• جلباب او خمار
• نقاب
له قرآني اړخه حجاب د کور پورې تړاو لري. جلباب تر بيرون پورې او نقاب کلتور يا فرهنګ يا رسم رواج دی. نقاب شرعي حکم نه دی. له اسلام مخکې هم په عربو کې نقاب وو، خو حجاب وجلباب نه ول چې دا د قرآن په نزول سره رامينځته شول. نقاب لکه زموږ د پښتنو او کوچانو غټ يا لوی ټيکری چې پخوا به ښځې پکې ودونو او ښاديو ته يو بل کره تللې او له سر نه تر پښو پورې به پټې وې. که څوک به ورته مخې ته راغی، نو پلو به يې مخې ته ونيو او سړی به تېر شو.
منحيث يو مسلمان هر څوک بايد د حجاب مراعات وکړي. قرآن درې وخته له تګه منعه کړې. هسې بې ضرورته څوک بايد د چا کور ته ولاړ نه شي.
کله چې ښځه بهر د زده کړې، پوښتنې ګروېږنې يا د خپل خپلوان کره، ډاکټر ته او د ژوند نورو اړتياو او د کار لپاره ځي، نو جلباب به اغوندي.

جلباب لکه يو غټ کوټ يا نن يې چې ښځې د خپل ځان د پټولو لپاره کاروي چې له اوږو نه تر لاندې پښو زنګنونو، نيمايي پنډيو يا تر ښنګرو پورې پټه وي. اړينه نه ده چې د ځان پورې راښکل کيږي. او پر سر به خمار ((څادر)) چې مخامخ غاړه او سينه ورسره پټه شي. خو پوښتنه دا ده چې اوس سړی د چا حجاب مراعات کړي؟ د ايران، سعودي، ترکيه، نورو عربو اسلامي هېوادونو او که ماليزيا واندونيزيا يا د پاکستان د لاهور چې سر يې لوڅ او لوپټه يې له اوږو لاندې مخ و شا ته پرته وي او له ځان پسې يې راکاږي او که د قرآن ومنو؟ د قرآن خبره خو روښانه ده. اوس پوښتنه دا ده چې ايا موږ د نور اسلامي هېوادونو د رسم و رواج يا د کلتور چې د حجاب تعريف يې سخت کړی ومنو؟ ښکاره خبره ده چې موږ منحيث مسلمانان د الله تعالی او د خپل مؤمن به کتاب پر وړاندې مکلفيت لرو، نه د ايراني وپنجابي وعربي فرهنګ په وړاندې او فرهنګ خو هر څوک ځانته په لږو ډېر توپير يو له بل سره لري. د چا د فرهنګ په نه مراعاتولو خو څوک نه کافر کيږي.

د علماو او محدثينو ترمينځ په دې کې هم د نظر توپير شته چې جلباب يا حجاب يعنې سر و ځان پټونه په کور کې هم مراعات شي يا نه؟ ولې مراعات يې اولی دی.

ښاغلی مولوي عبدالصبور او کوهدامنی ،
که دا هم درسره ومنو چې امان الله خان پر خلکو بېحجابي په زور راوستله، نو دې کې څه وايی؟ اوس خو هغه وخت هم نه دی او نه امان الله خان شته او نه چا چا باندې زور کړی. اوس خو ستاسې جهادي واکمني ده. خپله له هېواده بهر بې حجابه او بې ټيکري ګرځئ او تکفيرونې لا هم تاسې کوئ.
د برهان الدين رباني لور فاطمه رباني د فېشن نندارې ته ووتله
http://www.taand.com/archives/81974

پاتې شوه د جمعې د ورځې د رخصۍ په مساله، درست ده چې الله تعالی په خپل ستر اسماني کتاب کې د الجمعة په نوم سورة نومولی چې د جمعې د ورځې فضيلت، درناوی او غوراوی ترې څرګنديږي، خو له کاره منعه پکې نه ده شوې. وخت يې روښانه دی چې کله اذان وشو لمانځه ته راشئ او له لمانځه اداء کولو وروسته بيرته د خپل کار پسې ولاړ شئ. خو که څوک ورته مخکې له مخکې نه تياری نيسي او پر وخت باندې ځان ورسوي دا ښه خبره ده. ځينې خلک چې ژوند يې ښه وي او تر لمانځه پورې انتظار کوي او يا ځينې له لمانځه وروسته کار بس کوي او يا دا چې منحيث اسلامي هېواد افغانستان هم د نورو اسلامي هېوادونو په شان خپله د رخصتۍ ورځ ټاکلې ده، خو ځينې بيا وايی چې خلکو ته اقتصادي ومالي اړخه تاوان رسيږي. که موږ د جمعې ورځ رخصتي کړو په نوره نړۍ کې چې نۍ او يوه نۍ ((شنبه او يکشنبه)) رخصتي دي زموږ درې ورځې رخصتي راځي په بانکي راکړه ورکړه او معاملاتو کې تاوان پيښيږي، نو د نورو خلکو، سوداګرو او بانکې راکړو ورکړو او حکومتي تعاملاتو لپاره د تاوان بچ کولو لپاره که د جمعې ورځې پر ځای د نورې نړۍ سره موږ هم يو شان رخصتي ولرو. اګر چې حکومت د پينځنۍ او جمعې ((پنجشنبه او جمعه)) او که جمعه او نۍ ((شنبه)) يې ټاکلې. دا ځکه چې په نوره نړۍ هم پينځه ورځې رسميات دي او شنبه نيمه رسميات دي هغه هم د بانکونو او ځينې نورو ادارو لپاره، خو نورې زياتره ادارې رخصت وي.

اوس سعودي عربستان خپله کوښښ کوي چې د جمعې د ورځې رخصتي لغوه او په رسمياتو کې يې حساب کړي. دا خو لا څه ان چې اوس غواړي چې اسلامي سنه ((نېټه)) عيسوي سنې ((نېټې)) ته راواړوي. دليل همدغه د خلکو او له نړۍ سره د معاملاتو او راکړې ورکړې نيسي. يوه ګټه يې دا ده چې د نيمايي مياشتې يعنې دوه اوونيو د خلکو معاشونه دولت ته ګټه پاتې کيږي. ځکه يې عيسوي سنې ((نېټې)) ته اړوي او عيسوي نېټه په نوره ټوله نړۍ کې يو شان او ثابته روانه ده.

که امان الله خان هغه وخت دغسې هڅه کړې وي، دا خو د جمعې ورځې له فضيلته انکار نه، بلکې هغه لا هغه وخت دغه ستونزه درک کړې وه چې نن يې سعودي هڅه کوي او پاکستان خو څو ځلې دا کار وکړ. ان تر دې چې د مشرف په وخت کې ساعت يې هم د اروپا له وخت سره برابر کړ او دا ټولې نخرې يې د نړيوالو د تېر ايستنې او غولونې لپاره وکړې، خو هېچا تر ننه پورې پرې د کافر حکم ونه کړ. حال دا چې د ساعت اړونه په ټوله اسيا کې نه ده شوې، خو مشرف دغه کار هم وکړ. تر جماعت اسلامي پورې هېچا پرې نېوکه ونه کړه.

دا نور تورونه او اتهامات بايد وڅېړل شي چې ايا رښتيا هغه قرآن کريم په لغته وهلی او پاڼې پاڼې کړی يې دی او يا قاضي عبدالرحمن يې په مشخصه توګه د مسلمانۍ په جُرم وژلی دی. دا يوې خپلواکې او رښتينې څېړنې او تحقيق ته ضرورت لري. ان تر دې چې هغه به د جلال اباد د حمام جومات کې خلکو ته د جمعې لمونځ او خطبه ورکوله، نو څنګه يې مؤمن به کتاب په لغته وهلو او يا څيرې کولو؟ خلک به ورته له لېرې ځايو راتلل او د هغه خطبه به يې اورېدله. دا يوازېنی پاچا وو چې دغسې مشخصات يې لرل. البته ځينې تېروتنې به يې آګاهانه يا ناآګاهانه کړې وي، خو په ټوله کې به دا لږه له انصافه ليرې وي چې د ((دقيقًا)) کافر حکم پرې وشي چې دا له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ده. د اولوا الامر سپکاوی ښه خبره نه ده. د نيوکې حق شته ان تر دې چې انبياء عليهم الصلاة والسلام له نيوکې خلاص نه دي. د بېلګې په توګه نوح عليه السلام د خپل زوی، ابراهيم عليه السلام د خپل پلار په حق کې دوعا، پېغمبر عليه السلام د خپل تره، د منافق پر جنازه او د عبدالله ابن مکتوم په حق کې او داسې نور.

نيوکه او تکفيرونه سره توپير لري. مولوي صاحب عبدالصبور او فهيم کوهدامني دلته سره په نيوکه او تکفيرونه کې خطا شوي يا تېر وتلي دي. د يو چا تکفيرونه څه عادي خبره نه ده. اختياط پکې په کار دی. نننۍ زياتره تکفيرونې سياسي يا عُقده يې انګيزې لري. بناءً زما مشوره دواړو ته دا ده چې د نه پوهاوي په صورت کې د چا د سياسي موخو ښکار نه شي.

په دې هيله چې مولوي صاحب او کوهدامنی دواړه او هم د شمال ټلواله ((نظار شوری))، ماويستان وستميان او خراسانيان په دې ستونزه باندې سره ځانونه قانع کړي. پدرام بېباکه هم بايد له ښکنځلو لاس واخلي، کنه ښکنځل فسق وفجور کې راځي. له مولوي صاحب عبدالصبوره سره دې وپوښتنې او ځان دې پرې پوه کړي. د زرتشتيانو په لمسونه او نغوته دې نه غوليږي.

په درنښت


په پنجشېر کې د احمدشاه مسعود ترهګريزې(ترورستي) کړنې:
اتلان پېژنی؟/ دولسمه برخه
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=53837

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery