مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-11   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

افغانستان کې د پنجاب موخې، غوښتنې، ويرې، لمسونکي پوځي خوځښتونه او له پښتنو سره ناوړه توپیري چلند په اړه یوه څېړنه

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ افغانستان کې د پنجاب موخې، غوښتنې، ويرې، لمسونکي پوځي خوځښتونه او له پښتنو سره ناوړه توپیري چلند په اړه یوه څېړنه په افغانستان کې د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو ورستۍ لوبه : د افغانستان په جګړه کې د پنجاب سیاسي ستراتیجکي امنیتي اسټبلشمنټ مشران لوی لاس لري. که څه هم د پاکستان حکومت سیاستوال د خپلو غوښتنو په اړه څو ځلې پوښتلي شوي دي، خو تراوسه دوی خپلې غوښتنې په رسمې ډول نه دي روښانه کړي .د دې څېړنې موخه دا ده، چې د پاکستان پنجابي نخبګان، سیاستوال حاکم قشر او روڼ آندې طبقه په افغانستان کې کومې موخې د خپلي ستراتیجکي ژورتیا طرحې او پوځې پلانونو لپاره تعقیبوي او د پنجاب اسټبلشمنټ ستراتیجپوهان د خپلي ستراتیجکي ژورتیا طرحې نظریه څرنګه تعریفوي . له طالبانو څخه د پنجا ب سیاسي، پوځې او استخباراتي اسټبلشمنټ کلک ملاتړ کوم توکمې یا ایډیالوجیکي بنسټ نلري. بیا ولې دوی په سخت دریځو طالبانو باندې ټینګ ولاړ دي او په پاکستان کې طالبانو ته لاهم هر ډول شونتیا او اسانتیا برابرلو کې مرسته کوي، د پاکستان له لوري طالبانو سره مرستې کره شواهد شتون لري. آیا دوی ځانونه په ریښتیا د دې تکتیکي تګلارې تر سیوري لاندې له نړیوال او سیمه ییز ځواک هندوستان څخه د خوندې ساتلو په لټه کې دي؟ آیا د پنجاب اسټبلمشنټ اصلي موخې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د اشغال په وړاندې د خپلواکۍ په جهاد کې لومړې له مجاهدینو او ورسته له طالبانو څخه کلک سیاسي او پوځې ملاتړ په ځانګړي ډول د خپلو جیوستراتیجکي او جیوپولتیکي لاملونو له امله نه دی؟ آیا د پنجاب پوځې څارګره اداره او سیاسي امنیتي اسټبلشمنټ په دې هڅه کې نه دي، څو د بنسټ پالو مذهبي ډلو د تمویلولو له لارې پر افغانستان د سیاسي فشار اچولو څخه ګټه پورته کړي او په دې هڅه کې دي،څو افغانستان کې ساده بنسټپال اسلامپال پښتانه له مسلمان ملي قومي مشرانو او خپلواکو ملي افغانانو سره د کفر او اسلام په نامه په جګړه کې بوخت وساتي؟ آیا پنجابي استعمار ګره اداره په دې لټه کې نه ده، څو د خپلو ستراتیجکي موخو تر لاسه کولو له لارې د لر او بر یو افغان د یووالي مخه ونیسې؟. د پاکستان اسټبلمشنټ ستراتجپوهان اوس پوهیږي، چې د اسلامي ماسک لاندې د پنجاب دوه مخۍ سیاست ته د افغان ځوان نسل سترګې ورغړیدلي دي. اوس ځوان پښتون خپل افغاني غیرت او ملي شهامت له درانه خوبه راویښ کړي.د پنجاب واکمنان پوهیږي، چې افغانستان د تل لپاره د جنګ جګړو په اور کې نشي سوځویدلي او افغانستان تل بې ثباته، کمزورۍ او ورانولي نشي. د پنجاب اسټبلشمنټ نخبګان د لوي افغانستان د مفکوري د بیا را ژوندي کیدلو له ویرې سخت په ویره کې دي. دوی پوهیږي، په افغانستان کې د جګړو ورسته د پښتنو پوښتنه او د لر او بر پښتنو د بیرته یووالي ورځ را روانه ده. دا پوښتنه اوس رامنځته کیږي، چې پاکستان د خپل ستراتیجګي امنیتي اسټبلشمنټ او د ناسمو متضادو سنجشونه او اټکلونه سره سره بیا هم په افغانستان کې د خپلي زړې ناکامي ستراتیجکي ژورتیا د طرحې له لارې اصلاً څه غواړي او په ریښتني توګه څه ترلاسه کولالي شي ؟ . په دغه لیکنه کې هڅه کیږي، چې دا تشه د یوې پوهنیزې څېړنې له لوري ډکه شي. دا موضوع په اسلام اباد کې د پاکستان حکومت پلوه جناح انسټیټیوت (Jinnah Institute ) او په واشنګټن کې د امریکا متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوت (United States Institute of Peace ) له لورې په ګډه همکاري د یوې پوهنیزه څېړنې په ترڅ کې مطرح شوي ده او دغه څېړنه څو کاله مخکې په اسلام اباد کې د یوه علمې سیمېنار په چوکاټ کې هم وړاندې شوي ده . دا څېړنیزه څېړنه تر دې سرلیک لاندې خپره شوي ده. « پاکستان، د امریکا متحده ایالات او په افغانستان کې ورستۍ لوبه: د پاکستان نخبګان د خپل بهرني سیاست په اړه څه ډول درک او تصور لري« ) Pakistan, the United States an the End Game in Afghanistan:Perceptions of Pakistans Foreign Policy Elite) دا پوهنیزه څېړنه د هر افغان پښتون، د سیمې د چارو هر سیاسي کارپوه او هر هغه چا ته چې د سیمې له سیاست او سیاسي معادلاتو سره سرو کار لري، لوستل اړین دي او ځښت ډیر د لوستلو اړین توکې لري. دا څېړنه په انګریزي ژبه کې لیکلي شوي ده. په بښنې سره زه لیکوال د انګریزي ژبې څخه پښتو ته له ژباړلو عاجز یم. انټرنیټي پته په دې ډول لیکلي شوي ده.www.jinnah-institute.org د افغانستان راتلونکې په اړه د پاکستان نیت، اهمیت او دوه مخۍ سیاست ټول ښه روښانه پیژنې، څه چې لږ روښانه دي، هغه دا دي، چې پاکستان له افغانستانه اصلاً څه غواړي. دغه علمي تشه د دوو حکومت پلوو علمي فکري مرکزنو له لوري د یوې پوهنیزه څېړنې په ترڅ کې ډګه شوي ده. د دغې څېړنې په لوستلو سره سړی دې پایلې رسیږي، چې پاکستان خپلو لیونې خوبونو، ناسمو سنجشونو او اټکلونو نهیلي کړي دی. په افغانستان کې د پاکستان موخې همدارنګه نا روښانه، نا څرګندې او په منطقي ډول متضاد دي، لکه د امریکا متحده ایالاتو ستراتیجکي، سیاسي، پوځې مبهمي موخې او دوه مخېز پالیسي. په ځانګړي ټوګه پاکستان لا هم پر دې ستونزمنه موخه باندې ټینګ ولاړ دی او غواړي په کابل کې د حکومت جوړولو په چارو کې پریکړه وکړي، څو د خپلې خوښې حکومت په کابل کې نصب کړي او د افغان په حکومت کې خپل روزل شوي لاسپوڅې استازي وګماري. دا مفکره یا نظریه د څه باندې درې پنځوسو څخه ډیرو پخوانیو، اوسنیو پاکستاني ډیپلوماټانو، اکاډېمیک شخصیتونو، سیاستوالو، پوځې مشاورینو، سیاسي کارپوهانو، امنیتي شننوکو، خبریالانو او رسنوالو سره د بېلا بېلو انفرادي مرکو، د ګردي میزونو او خبرو اترو په ترڅ کې په ډاګه شوي ده. په دغه څېړنه کې د ډیرو نومونه هم لیکلي شوي دي او د دوی سیاسي موقعیت، مقام، منصب او صلاحیتونو ته به کتو سره دوی په پاکستاني سیاست، په پاکستاني فکر کې د چارو په سمبالښت کې مهم ماهیر اداره چیان دي. دوی د پاکستانې فکر او د پنجاب ستراتجیک اسټبلشمنټ Establishment کې خپل مهم استازیتوب او د مشورې ورکولو ستر صلاحیتونه لري. اسټبلشمنټ ( په یوه ټولنه کې یوې ټولنیزې طبقه ته ویل کیږي، دوی په دې موخه ځانونه مطرح کوي، چې د وسمهال لپاره د سیاسي چارو واکمنان دي) د پاکستان په امنیتي اسټبلشمنټ کې نه یوازې د پوځ او څارګره اداره آی اېس آی مهم رول لوبوي، بلکې د دې پوښتل شویو کسانو مشورې او رضایتونه هم ډیر اړین بریښي. که څه هم په دغه څيړنه کې ډیر پوښتل شوي کسانو د پاکستاني واکمني امنیتي دوکټرین په اړه ګوتنیونکې نظريي هم لري، خو دوی داسي نه ښکاري په دې باور وکړي، چې په دغه ستراتیجي کې یو څه بدلون راتللي شي د پاکستان د بهرني سیاست پالیسي او د امنیتي سیاست اساسي کرښې لا تر اوسه د پاکستان حکومت له خوا نه، بلکې د پنجاب پوځي څارګرې ادارې له لوري ټاکل کیږي، دا زړه امنیتي ستراتیجکه پروژه په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې د جنرال ضیاالحق او د جنرال میزا اسلم بیګ له لوري جوړه شوي ده. له همدې امله پنجابۍ پوځ د پاکستان په دولت کې یو بېل دولت ګڼل کیږي. او ورسره پنجاب پاکستان بلل کیږي له ډیر مودې راهیسې د اسلام اباد واکداران له افغان طالبانو سره په دې تمه مرسته او ملاتړکوي، چې دوی له طالبانو سره په کابل کې ګډ حکومت وکړي او ورسره د کابل حکومت کې د پښتنو ملتپالو، هیوادپالو، د ملي احساس لرونکو، د خپلواکو افغانانو د اسلامیت او افغانیت ګډو ارزښتونو مخه ونیسې اوهمدارنګه هند له افغانستان څخه لري وساتي او پاکستان ځان د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا هیوادو مارکیټونو ته ورسوي د پنجاب اسټبلشمنټ موخې، ګټې او غوښتنې دغه څيړنه په افغانستان کې د پاکستان دوه مهمې ستراتیجکي موخې په نښه کوي. لومړۍ: د افغانستان د جګړي په پای کې سوله ییز حللار باید د پاکستان بې ثباتۍ لامل ونه ګرځي او هممهاله پنجاب په پاکستان کې د پښتنو د خپلواکۍ مبارزې، د یووالي مقاومت او پاڅون سره مخامخ نشي. دویم : د کابل حکومت بایدپه دې ونه توانیږي،څو د پاکستان پر وړاندې فعالیتونه وکړي او اجازه هم ور نه کړي، د افغان خاوره د پاکستان د لیواتیاوو په وړاندې وکارول شي. د ډیرو سیاسي کارپوهانو په آند، د پاکستان ستراتیجکي موخې، غوښتنې او لیوالتیاوې په لاندې ډول دي: * په کابل کې د یو نسبتاً باثباته ملګرۍ حکومت غوښتنه * د کابل حکومت باید د پښتنو په شمول او ګډون وي، دا حکومت باید له سیاسي او توکمي پلوه د نورو لږه کیو له لوري ومنل شي. * همداراز په افغانستان کې باید د هند فعالیتونه یوازي په پراختیايي مرستو کې محدود کړل شي . د دې ژمنو په تر سره کولو سره به پاکستان په کابل کې نسبتاٌ یو باثباته حکومت ته زړه ښه کړي. په دغه لنډ لېست کې د پاکستان د بهرني سیاست ټولې ستونزې نومول شوي دي. که څه هم اوس په اسلام اباد کې هیڅ څوک د نویمو لسیزې په څير کابل کې د طالبانو مطلق حکومت د راتللوپه نتظار کې نه دي. د پنجاب اسټبلشمنټ غوښتنه، د افغان حکومت کې باید٬٬پښتانه په مناسب ډول ګډون ٬٬ولري د پاموړ ده. پاکستان په دې اند دی، په کابل کې هغمهال یو ملګری حکومت را منځته کیداې شي، چې په هغه کې پښتانه په مناسب ډول ګډون ولري. دې حقیقت ته په پاملرنې سره که څه هم پخوانۍ ولسمشر کرزی او اوسنۍ ولسمشر اشراف غني احمدزی دواړه پښتانه دي او د دوی حکومتونو کابینو کې پښتانه شتون لري. ډواړو ولسمشران پاکستان ته د پنځه ویشتو ځلې زیات په منډه د ښو اړیکو جوړولو لپاره په سفرونو تللي دي، که د دغو دواړو ولسمشرانو خپلواکۍ، میراڼه، هیوادپالنه او افغانیت د ستر شهید سردار محمدداوود خان د هیوادپالنې، افغاني غیرت او میړانې سره پرتله کړل شي، په دواړو ولسمشرانو که به لس سلنه د شهید داوود خان په څیر د افغان ملت د ملي یووالي روحیه، د پښتنو د یووالي اراده او ملیتوب شتون ونه لري. بیا هم دغه ښاغلي ولسمشران د پنجاب اسټبلشمنټ لپاره د منلو وړ شخصیتونه نه دي. او د دوی د نژدې کیدو ټولې هڅې ناکامه کړي دي. دا پوښتنه راپورته کیږي، چې د اسلام اباد واکداران کوم ډول پښتانه په حکومت کې لیدل غواړي. د دې پوښتنې ځواب په هم دغه څېړنه کې موندل کیږي: د پنجاب اسټبلشمنټ د غوښتنو په اساس د کابل په راتلونکې حکومت د کوټې شورا او د حقاني شبکې مشرانو ګډون اړین دی، دغه دواړه ډلې په پاکستان کې مېشت دي، هلته فعال حضور او پټنځې لري، هلته تمویل کیږي او پاکستان پلوه سیاسي ډلې شمېرل کیږي . له دې نه داسي ښکاري، چې پاکستان د خپل بهرني سیاست شومو موخو، ناسجول شویو اټکلونو او پلانونو باندې تینګ ولاړ دی. دوی فکر کوي چې طالبان د ټولو پښتنو استازيتوب کوي. دا خبره په پاکستان کې نه منل کیږي، افغانستان خولا پریږده . د ناروې هیواد د اوسلو په پوهنتون کې پښتنه سیاستپوهه میرمن فرحت تاج د جناح انسټیټیوټ څېړنې او پایلې ردوي او پنجابي سیاستوال تورنوي، هغه وايي: دغه اصطلاح « د کابل په حکومت کې د پښتنو مناسب ګډون» د دې لپاره کارول کیږي، چې پر حقیقت باندې یو ماسک کیښودل شي. دا د دې مانا لري، چې پاکستان لاتر اوسه په افغانستان کې پر خپل پوځي دوکټرین او ستراتیجکي ژورتیا باندي ټینګ ولاړ دی. که څه هم دوی په خپله د کوټې شورا او د حقاني شبکې مشران د پښتني ټولنې حاشیوي عنصرونه بولي. په حقیقت کې د پاکستان له زیږیدو راهیسې پنجابۍ سیاست لاتراوسه د وېرو او اندیښنو سره مل ټاکل کیږي. ځکه د پنجاب اسټبلشمنټ له دې ویره او اندیښنه لري، چې لر او بر پښتانه افغانان د کرښې په دواړه خواو کې د یو لوی افغانستان پښتونستان لپاره بیرته سره یو موټي کیږي. په ورستیو څلور لیسزو کې د لرو او برو پښتنو د پیوستون ګډ احساس دومره نه دی زیانمن شوي، لکه څومره چې ورته کار شوي دی. د پښتنو تاریخي یووالي به د پاکستان پر تجزیه باندې مهر او ټاپه ولګوي او د پاکستان سقوط به ورسره مل شي. افغانان پښتانه به ډیر ژر د پنجاب په ګاوڼد کې یو لوی پياوري ملي اسلامي دولت رامنځته کړي. د پنجاب اسټبلشمنټ په دې ورستیو څو لسیزو کې په دې برخه کې ډیر کار کړي دي، څو پښتانه په سیاسي او فکري لحاظ په څو ډلو او ګروپونو سره وویشي. وسمهال داسي نښې نښانې را څرګندي شوي دي، چې ملي ګټو ته ژمنتوب، سیاسي ملي شعور، هیوادنۍمینې او هیواد پالنې ملي احساس په افغانانو کې ډیره وده کړي، منځلاري بنسټ پال پښتانه او د ملي روحي خاوندان د افغانستان یووالي ته سره نږدې کیږي . څنګه چې په څېړنه کې ښوول کیږي، په داسي یوحالت کې، که د اسلام اباد واکمنان د خپلو سیمو او خاورې په اړه مشروع غوښتني لري، دوی کولاي خپلې ادعاوې یو خپلواک هیواد او یو قانوني ملي دولت ته وړاندې کړي. وسمهال د پاکستان دغه غوښتنه د نړیوال قوانینو پر بنسټ نه ده د منلو وړ او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ردیږي، ځکه پښتونخوا د افغانستان نه بیلیدونکي خاوره ده، پښتانه په تاریخي لحاظ د افغانستان دولتي ولس ګڼل کیږي او د افغانستان په تاریخ کې پښتانه افغانان حکومت جوړونکی ولس پیژندل کیږي. د پنجاب په ستراتیجکي ژورتیا طرحه کې یو بل مهم ټکی دا هم دی، کله پاکستان د هند سره په جګړې کې ونښلیږي او یا د هند له برید سره مخامخ شي، دوی غواړي د خپلو پوځونو سره افغانستان ته د یو ډاډمن او خوندې هیواد په څېرستراتیجکي شاتګ وکړي. کله چې خبره د افغانستان پوځې اشغال او مرییتوب یا لاسپوڅېتوب باندې تمامه کیږي. د دوی دا کړنه هم د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د منلو وړ نه ده او د ډیرو پوځې کارپوهانو په اند، د پنجاب د ستراتیجکي پروژې غوښتنه د افغانستان د نیولو او پوځې اشغالو لپاره جوړه شوي ده. پاکستان دا هڅه هم کوې، د افغانستان د بهرني سیاست چارې په ځانګړي ډول د هند په وړاندې تر خپل کنټرول لاندې راولي. پاکستان ته دا تګلاره له انګریزانو په میراث پاتي شوي ده. د پاکستان ستراتیجکي ژورتیا تګلاره د هند او پاکستان تر منځ د نیابتي جګړي اور ته لمبې ور پورته کړي دي . پاکستان کې د کمونیسټي چینايي دولت فعالیتونه او اوږده پوځي ملګرتیا مخ پر وده روان ده. افغان دولت د سیمي پر کچ تیری اندیښنه نلري. پاکستان بیا د هند او افغانستان له تاریخي ملګرتیا سره دښمني ښيي. که څوک د اسلام اباد څخه دا تمه لري، د پنجاب واکداران به طالبان د خبر او اتر میز ته راولي. دی باید همدغه پاس یاده شوي څېړنه په بشپړ توګه ولولي، هلته لیکي شوي دي، چې ډیر ابهامات او شکونه شتون لري، څو افغان طالبان د پاکستان په خوله د سولې او پخولاینې په سیاسي بهیر کې برخه واخلي، کیدای شي د ځینو موضوعات په اړه له امریکایانو سره خبرو اترو ته چمتو شي. اوس ډیرې داسي نښې نښانې شته، چې د افغان طالبانو ځوان نسل د پنجاب دوه مخي سیاستونو او تګلارو ته نه یوازې د شک په سترګه ګوري، بلکې تیرنه کرکه هم لري. ځکه د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو ورسته د پنجاب د آی ایس آی مامورینو طالب مشران د څارویو په څیر په پیغورنو، سپکولو او ښکنځولو سره پر امریکایانو وپلورل، د وژلو، بندیانولو ډیرې بیلګې شته. پاکستان کې له طالب مشرانو سره د اې ایس اې څارګرې ادارې له لوري ډیر ناوړه چلند شوي دی، داسي چلند نه انګریزي ښکېلاګرو له شاه شجاع سره، نه روسي یرغلګرو د ببرک کارمل سره او نه امریکایي بدماشانو له کرزی سره کړي دی، له دې امله دا پوښتنه را وړاندې کیږي، چې آیا پاکستان د افغان د سولې خبرو اترو پر بهیر باندې څه اغېز درلودلۍ شي ؟ . افغان ولس د ډیورنډ توري کرښې په اړه تل د خپل ملي دولتونو تر شا دریدلي دی او د پښتونستان له داعیه څخه ملاتړ کړي دی. د پاکستان ستراتیجکي ژورتیا منځ زړۍ د ډیورنډ کرښه، له هند وستان سره د افغانانو تاریخي ښې اړیکې او پاکستان دولت د دواړوګاوندیو هیوادونوسره د دښمني پر بنسټ ولاړه ده. ځکه پاکستان د هند او افغانستان په خاوره کې زیږیدلي هیواد دی. له همدې امله پاکستان د هند او افغانستان له ملګرتیا سخته وېره لري او ځان په محاصره اوسخته تبه کې احساسوي. پاکستان د خپل جغرافیايي موقعیت او د پوځې جیوستراتیجکې لیدلوري له امله نشي کولالي، له هند سره اوږده جګړه پيل کړي. پاکستاني جنرالان په دې هڅه کې دي، څو په افغانستان کې خپل پوځونه خوندې کړي او د هند په وړاندې له افغانانو سره په جګړ کې ودریږي. لکه د کشمیر په جګړه کې قبایلي پښتانه له هندسره وجنګول. د پنجاب اسټبلشمنټ یوه موخه دا هم ده، کابل د هغو سختدریځو لنډ فکرو پښتنو پر مټ کنټرول کړي، چې د دوی سیاسي پوهه د کلي جومات په محوطه کې محدوده وي او سیاسي شعور او نړیوال لیدلوري يې له خپل کلیوال ماحوله بهر نه وي وتلي. که پښتون د دیني لوړو زده کړو هیله لري، دی باید پیښور ته د آی اېس آی مدرسوته ولاړ شي او هلته ورته د آی اېس آ ی ځانګړو مامورین د ملا په جامعه کې ناست دي. دوی لومړي د پښتون په ماغزوکې د افغانیت، د هیوادپالنې، د خپلواکي ملي احساس او ملي غورو ورمینځي، د پنجاب استبلشمنټ په لارښوونه بیرته دارالحرب افغانستان ته د جهاد لپاره لیږل کیږي، پښتون ته یوازي د امت مسلمه د یووالي او د مسلمانانو دفاع هوايي خبرې ورزده کیږي او پام یي کشمیر ته اړول کیږي. په همدې چلونواو دوکو سره د ځوان پښتون څخه د خپل مظلوم ویشلي ولس د یووالۍمفکوره، د سړییتوب احساس او د پښتونتوب فکر اخیستل کیږي. د ساده کلیوال پښتون په ماغزو کې د پښتنو یووالي او د انګریزي استعمار ډیورنډ کرښې مسئله ختمه ګیږي. د پنجاب پوځونو لمسونکی خوځښتونه د لسګونو کالونو راهیسې پاکستان کې افغان کډوالو د پاکستاني پولیسو له لوري په پرله پسې توګه بې موجبه زورول کیږي او ورسره توپیري چلند کیږي. افغانان جیلونو او ټانو ته د پیسو اخیستلو لپاره وړل کیږي. پر کورنو باندې چاپه وهل کیږي.په دې ورستیو کې افغان کډوال جبرآ په ډله ییزه ټوګه له خپلي محکومي افغاني خاوري څخه ویستل کیږي. د خیبر پښتونخوا او د ازادو قبایلو له پښتنو سره د پنجاب پوځیانو ناوړه چلند خپلي ورستي کچې ته رسیدلي دی. ازادو قبایلو ته د پنجاب په سیاسي ادبیاتو کې لاتر اوسه یاغي او باغي خلک ویل کیږي. له پښتنو سره د پاکستاني پوځ ناوړه توپیري چلند د ترهګري ضد جګړه کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په ډیره ښه توګه لیدل کیږي، د پنجاب پوځ د وزیرستان پښتنو ته د سر او مال ستره تباهۍ او بربادې ور اړولي ده. د دوی کورونه او کلې په توپونو وروران کړي، درې میلیونه قبایلي وګړې بې ځایه کړي دي، زرګونه ولسي ملکیان په ړاندو هوایي بمباريو کې وژل شوي دي. په زرګونو ولسي ځايي وګړې له وزیرستانه کډې په سر شوي دي. د ډيرو پښتنو پيژندپاڼې یا شناختي کارټونه بند کړل شوي دي، د پاکستان پوځې آی ایس آی امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته د موخې ویشتلو په اړه ټول استخباراتي اړین مالومات په اختیار کې ورکوي. د پاکستاني اسټبلشمنټ په آند پاکستاني طالبان بد طالبان او افغان طالبان ښه طالبان دي. د پنجاب پوځ یوازې پاکستاني خپلواک طالبان وژنې او په جګړه کې ورسره بوخت دي. پاکستاني خپلواک طالبان يې کمزوره کړي او افغان طالبان بیا ځواکمن کړي دي. د همدې ټوپیري چلند له امله د قبایلي سیمو برخلیک په اړه د وزیرو قبایلي جرګې تیره اوونۍ پریکړ کړي، پښتانه په خپله خاوره خپل واک او خپل اختیار غواړي او د ډيورنډ کرښه هیڅکله په رسمیت نه پيژنې، د پنجاب یرغلګر پوځ باید له قبایلي سیمو ووځئ . ازاد قبایل نور د پنجاب پوځ تر ولکې لاندې د حصارت او حقارت سپکاوي ټيټ ژوند نه غواړي . د ډيورنډ فرضي کرښې ته ورڅیرمه د پاکستاني پوځیانو پارونکې تحرکات او خوځښتونه افغان ولس د ډیورڼد فرضي کرښه پر خپله خاوره نه مني. د پنجاب اسټبلشمنټ بیا هم قصداً دا کرښه د فشار د آلې په توګه کاروي. دوی غواړې د افغان وسله وال پوځ پام کرښې ته وګرځوي، څو له افغان طالبانو سره د جګړې په دګر کې مرسته کړي وي. د پنجاب پوځ د کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې ته ورڅیرمه له کونړ، ننګرهار، نورستان، خوست، پکتیا، پکتکا همدارنګه تر لوی کندهاره د توغندیو پارونکي بریدونه ترسره کوي، له دې امله لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وراوښتي ده. پنجاب کله په تورخم کې کله په سپین بولدک چمن پرلار یو اړخیزه، نامناسبه، نارسمي پارونکې پوځې مراسم تر سره کوي. د ډیورنډ کرښې ته ورڅیرمه د اغزن سیم د غځولو پلانونه، په صفري نقاطو کې پوځې تاسیساتو جوړولو هڅې، د عسکري مراسم پر ځای کول، څو دې کرغړنې کرښې ته رسمیت ورکړي. پنجاب د پښتنو تر منځ د ډیورنډ کرښه د رسمي کولو بې شمیر، بې شرمه، ناکامه پوځي خوځښتونه پيل کړي دي، د پنجاب پوځي تحرکاتو په وړاندې په صفري سیمو کې د افغانانو سره نښتي هم کړي دي، چې له امله یي سیمې او نړیوال امنیت ته ګواښې پیښ شوي دی. د لومړي ځل لپاره د پا کستان له جوړیدو راهیسې د پنجاب اسټبلشمنټ واکدارانو په یو بل بې شمرمه عمل لاس پوري کړی. افغانانو ته له تورخم دروازې څخه د ویزې پرته د اوښتلو اجازت نه ورکول کیږي د وزیرستان ازادو قبایلو ته خبرداری ورکړي، چې له ویزې پرته افغانستان ته نه شي تللي. پر ازادو قبایلو د تګ راتګ بنډیز لګولي، له پاسپورټ او ویزې پرته خپل پلارني هیواد افغانستان تګ راتګ نشي کولالي. پنجاب هڅه کوي له دې لارې د پښتنو ترمنځ د خپلوي اړیکې زیانمني کړي. پاکستان له څو لسیزو راهیسې خپلي پوځې پوسټي د افغانستان خاورې ته وردننه کړي او د نړیوالو قوانینو خلاف په دوامداره توګه د ډیورنډ په صفري نقاطو کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونې کوي. د ډیورند پر کرښه د تورخم دروازه او نورو تاسیساتو جوړول د پنجاب لمسونکی هڅې دي. پنجاب پوهیږي د فرضي کرښې په دواړو خواو کې اوسیدنکي وګړې یو له بله سره نه شلیدونکي تاریخي، توکمي، کولتوري او د پښتونولي د ارزښتنو په بڼسټ اړیکې لري، لر او بر پښتنو ته دا ډول مضر تحرکات او فشاورنه د منلو وړ نه دي. د پنجاب اسټبلشمنټ مشران ډیر ښه پوهیږي، چې ترهګر د ډیورنډ پر فرضي کرښه، د تورخم، چمن، او غلام خان په لارو او دروازو نه راننوځې او په دې لمسونکي اقداماتو او تاسیساتو جوړولو سره په سیمه کې امنیت نه ټینګیږي. د پنجاب واکداران په ډګر له پښتنو سره دښمني کوي او پښتانه د پوځې اقتصادي او روانې فشارونو له لارې ځانته تسلیمول غواړي. په ټولیزه ټوګه پنجاب پښتانه تر بریدونو لاندې نیولي دي. د ډیورنډ پر کرښه د پنجاب ورستي غیر قانوني تحرکاتو په وړاندې د افغان دولت او د ناټو غړو هیوادونو محتاطانه او محافظه کاره کړنې د غندلو وړ دي. پایله : پاکستان په افغانستان کې د هند له ملګرتیا او اغېزه ډیره سخته وېره لري. د هندوستان او افغانستان له پراخیدونکي اړیکو ته د شک په سترګه ګوري او ځان په محاصره کې احساسوي. که پاکستان په دې تمه وي، چې هندوستان په افغانستان کې خپل فعالیتونه یوازي په پراختیایي مرستو کې محدود کړ ي او هممهاله خپله بیا دا غوښتنه لري، په کابل کې خپله حکومت وټاکي. د پنجاب اسټبلشمنټ واکمنان او ستراتیجپوهان باید د دا ډول غیر واقعي تصوراتو، لیواني فکرونه او متضادې غوښتنو څخه لاس واخلي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې اصلي لامل او د افغان کړکیچ د حل کیلی د ډیورنډ کرښې مسئله ده او پاکستان په دې اړه خپله ستراتیجکه زړه لوبه بایللي ده. د پنجاب امنیتي اسټبلشمنټ او ستراتیجکي ژورتیا طرحې د تطبیقولو لپاره ورستي هڅه د طالبانو له ځوځښته حمایت وه، دوی ډیره هڅه وکړه، څو پر افغان طالبانو د ډیورنډ کرښې په رسمیت ومني، طالب مشرانو د ډیورنډ په اړه پنجابي جنرالانو ته هم د رد ځواب ورکړي دی. د پنجاب واکمن د پښتنو بي وسي، کمزوري، بي اتفاقي او د خپلواکي سیاسي شعور ډیره ښه پیژني. د پنجاب واکمن باید په دې هم وپوهیږي،کوم پښتانه چې دوی د خپلو ګټو لپاره روزلي وو، هغوي ټول زاړه شوي، ژوندي مړه شوي یا په پښتنه ټولنه کې څنډې ته کړل شوي دي. هغه ځینې پښتانه چې لا د پنجاب په غیږ کې ناست دي، دوی خپل ورور وژنې او خپل کور ورانوي، دوی د پښتنو د تور تاریخ اصلي لیکونکی دي. د پاکستان امنیتي ستراتیجک اسټبلشمنټ باید خپله ستراتیجکي ژورتیا تګلاره، خپل ناسنجول شوي زاړه فکر ونه نوره پریږدي. د پنجاب اسټبلشمنټ واکمنان افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راوستلي نشي.د پاکستان پوځې سترایتجکه ژورتیا پروژه یوه زړه او له کاره لویدلي نسخه ده، دې ستراتیجکي تګلارې خپله پاکستان ته هم ناوړه پایلي درلودلي دي، پاکستان اوس له سترو اقتصادي سیاسي ستونزو سره مخامخ دی. د پنجاب ستراتیجکي پالیسۍ په پاکستان کې خپلواک طالبان رامنځته کړي دي. د اسلام اباد واکدارانو ناسمو سنجشونو او اټکلونو له امله پاکستاني طالبان او افغان طالبان د اسلامي ایډیالوجۍ، قبایلې ایډیالوجۍ او لوجیستیکي شبکو له لوري له یو بل سره اوږدې او نږدې اریکې لري. د پنجاب ستراتجپوهان باید وپوهیږي، چې د دې ستراتیجکي ژورتیا طرحي له امله په افغانستان کې ځښټ ډیر پاکستاني ضد منفي فکرونه رامنځته شوي دي. پاکستان خپل ټول محبویت په افغانانو کې له لاسه ورکړي دی. که پاکستاني چارواکې د افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته کیني، دا به د پاکستان په ستراتیجکه ژورتیا او دودیزه سیاست کې یو سلو اتیا درجې بدلون وي . پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery