مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د غرب فکري او فرهنګي يرغل

اسدالله غيرت


څه ورځې وړاندې مو له کلي نه يو ملګری راغلی و ، د خپلو همزولو او د سيمې د ښوونيز بهير په اړه مې ترې پوښتنې وکړې ، ملګري مې راته په ځواب کې وويل چې د سيمې اکثر ځوانان د بې روزګارۍ له امله پرديو هېوادونو ته په سفر لاړل او په ښوونځيو کې مو اوسمهال د تدريسي نصاب پر ځای تر ډيره بريده د زده کوونکو لخوا په موبيلونو کې بېلا بيل سريالونه غږول کيږي . خدای ج شته چې د هېواد د راتلونکې په اړه دې بدو خبرو سخت خفه او خواشينی کړم .

يو وخت مې استاد راته ويلي و ، چې عربيان اوسمهال په اسلامي هېوادونو کې يوازې او يوازې پر دې ډير کار کوي ، چې زمونږ راتلونکي نسلونه بې لارې او بدو کړنو ته وهڅوي ، اوس چې ګورم ، عربيان رښتيا هم د اسلامي نړۍ د ماشومانو ، ځوانانو او خويندو د بې لارۍ په موخه په ملينونو ډالر مصرفوي او تر ډيره بريده په دې کار کې بريالي هم دي .

په تېرو څو کالونو کې غربيانو او د هغو پلويانو په هېواد کې د خپل فکري او فرهنګي يرغل د ودې په موخه ، په سلګونو ، بېلا بېلې وسيلې په کار واچولې ، چې له ډلې يې يو شمير تلويزيونونه ، راډيوګانې او په ټولنيزو رسنيو کې تر بېلا بېلو نومونو لاندې اکاونټونه او پاڼې جوړې شوې . چې وخت پر وخت د مسلمانو ځوانانو د ذهنونو د مخشوشولو په موخه خپرونې کوي .

په هېواد کې د داسې تلويزيونونو او راډيوګانو بيلګې ډيرې دي چې ، د غرب لخوا همايه کيږي او د غرب د فکري او فرهنګي يرغل د چټکتيا او ودې لپاره کار کوي او په لوی لاس مو د هېواد راتلونکې نسلونه د بې لارې په لور رهبري کوي ، چې ښې بيلګې يې د يو شمير تلويزيونونو او راډيوګانو څخه د اسلام د مبارک دين ، اساسي قانون ، ملي او کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې خپرونې او سريالونه دي ، چې ماشومان ، تنکي ځوانان او خويندې مو د عياشۍ ، بې عزتۍ ، بې حجابۍ ژوند او د نامشروعو اړيکو پاللو ته هڅوي ، د جګړې چل ورزده کوي او د راتلونکې نسلونو د تګ مسير مو بدلوي ، چې دادی اغيزې يې تر ښوونيزو مرکزونو ورسيدې .

غربيان اوسمهال خپلو موخو ته د رسيدو په خاطر په اسلامي هېوادونو کې ، د فکري او فرهنګي يرغل له تګلارې څخه ګټه پورته کوي او د همدې پروسې په بريا کې خپلو ارمانونو ته د رسيدو خوبونه وينې .

که د اسلامي نړۍ مسلمانان او په ځانګړي ډول د افغانستان مسلمان ملت د غربيانو ددې شومو پلانونو مخه ډب نه کړي ، نو هغه ورځ لرې نه ده چې ، د هېواد راتلونکي نسلونه به مو ، په لوی لاس د بې لارۍ کندې ته ورټيل وهلي وي .

پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery