مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اتمر له سياسته تر کوره په ماتې پسې بله ماتې:

سعيد افغان
  په دري کې یو متل دی وايي «ملخک یک دفعه جستي، دو دفعه جستي آخر به دستي» دا متل د ملي امنيت شورا د سلاکار ښاغلي محمد حنيف اتمر تر خاميو او نيمګړتياوو پورې را ياد شو.
حنيف اتمر که څه هم په اوس وخت کې په ډير مهم پوسټ کار کوي، په لومړيو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډير باور پرې کاوو، ولې د شوي باور په اندازه پوخ سړی نه وو او ډيرې نمګړتياوې يي درلودې چې د نوموړي همدې نيمګړتياوو په تيرو ۱۵ کلونو کې له دريمې ماتې سره هم مخ کړی دی او شونې ده ډير ژر خبر شی چې د ملي امنيت شورا سلاکار له دندې لرې او په کور کينول شو.
دا چې په لیکنه کې ځينې مهمې خبرې درسره شریکوم نه غواړم ډيرې خبرې وکړم مخامخ راځم موضوعاتو ته:
۱ـ حنيف اتمر چې کله د امنيت شورا سلاکار شو د ځينو مشخصو کړيو په مشوره يي په رسنیو کې ځان ته د پردې تر شاه ولسمشر رول غوره کړ که څه هم د سیاست په ابجدو پوی کسان يي په دې حرکاتو پوهیدل خو دا چې يو لوري ته په هیواد کې امنيتي وضعيت سم نه وو او بل لوري ته د افغانستان په اړه د نړۍ والې ټولنې دريځ نه وو روښانه نو حکومت اړ وو چې دا د پردې تر شاه د ولسمشر پيښې کونکی سلاکار صیب وزغمي.
۲ـ اتمر که څه هم په افغانستان کې يي د يو لايق کس نوم ځان ته خپل کړی وو او يو ډول يي باور درلود خو له امنيت شورا څخه يي د نوح عليه سلام کيشتی جوړه کړې وه او چیرته چې بې سواده، د زور واکي، جنګ سالار او غاصب زوی وو دې ښاغلي په ډيرې سپين سترګۍ سره په امنيت شورا کې سلاکاران کړل چې دې کار يي نه يوازې د امنيت شورا شته اتوریته ډيره خرابه کړه بلکه کاري ظرفیتونه هم ډير ټيټ شول او دا به ولس شونې ده عملالیدلي وي.
۳ـ د کودتاه هڅه: که څه هم دا خبره يو ډول رد شوه او ولسمشر ورته مډال هم ورکړ خو راځۍ دا ومنو کودتاه او هڅه يي يو تریخ واقعیت وو او دا هڅه اتمر کړې وه خو دا چې ولسمشر بیا هم زغم وکړ او مډال يي ورکړ نو ورکول شوی مډال يي کور ته تګ سل په سلو کې شونی کړ او لرې نه ده چې ډير ژر به په کور کينول شي او بله دا چې ښاغلي اتمر څو وارې په شخصي ناستو کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسیدو په خاطر مستقيمې اشارې هم لرلي دي او ويلي يي وو چې د ولسمشر څوکۍ ته د رسیدو لپاره دده او دې څوکۍ تر منځ واټن ايله شل ميتره دی يانې امنيت شورا او ورته مخامخ ګل خانه ماڼۍ خو دې خوارکي دا نه وه درک کړې چې دې ځای ته رسيدل له پاميره را پیل کيږي او د سپين غر او بابا غرونو لړۍ باید په پښو و وهل شي څو ګلخانې ماڼۍ ته را ورسيږي.
۴ـ د پردې تر شاه دا ولسمشر په دې نه وو خبر چې د ولسمشر ټول پلانونه لس کلن دي او شونې ده ولسمشر د يوې بلې دورې لپاره هم نوماند شي څو د هیواد ماته کيښتۍ تر ساحل پورې ورسوي يو ډول يي ځان ته کمپاين پیل کړی وو او په ډيرې سپین سترګې سره يي ټيم هڅه کوله چې د ولسمشر د کار او تدبر په امتياز کې اتمر هم ورګډ کړي.
۵ـ د پردې تر شاه د ولسمشر پيښې کونکی سلاکار يا هغه د انګريزانو خبره (Shadow President ) له دې هم نه وو خبر چې په امنيتي برخه کې ښاغلی معصوم ستانکزی، په سوله او سياسي برخه کې اکرم خپلواک او په مالي او اقتصادي برخه کې اکلیل حکيمي چې اوس د ماليي وزیر دی ولسمشر ته منل شوي خلک دي او په ډيره ريښتونولی هڅې کوي څو په افغانستان کې د بحران مديریت وکړي.
۶ـ فيسبوکي پروژه: د ولسمشرۍ خوب ليدونکي حنيف اتمر بله ستره سهوه دا وکړه چې د امنيت شورا له کاري استقامت سره بیخي په ټکر کې يي د تواب غورځنګ په نوم يو بې تجربې انسان خپل وياند مقرر کړ او دې وياند يي ورته داسې ګلان وکرل چې شونې ده اتمر يي په خپل ټول سياسي عمر کې په ريبلو ستړی شي.
د امنيت شورا له لوري لومړی وار فیسبوکي پروژه رامنځ ته شوه څو تنه ځوانانو ته چې د باندې وو او د غورځنګ د پټو او ښکاره مجالسو ياران وو منظم معاش ورکول کیده څو د اتمر په پلوۍ لیکنې وکړي او د هغه کارونه وستايي خو فيسبوکي پروژه په دومره لوی سرخوږي بدله شوه چې د پيسو له دریدو سره سم يو لوري ته همدا مبلغین د اتمر پر ضد شول او بل لوري ته يي د مخالفت او موافقت ډیرې نارې سورې هم پورته کړې.
دې پروژې هیواد ته څو زیانونه ورسول:
الف: د مخالفت روحيه پیاوړې شوه او ډيرو دا فکر کاوو چې په مخالفت کې روزي شته.
ب: هیوادپالي ځوانان هم د معاش خورو په نوم تورن شول او د هيوادپالنې او له حکومت څخه د ملاتړ انګيزه کمرنګه شوه.
ج: په یو فيسبوکي حساب کې د اتمر ستاينه او په دریو نورو کې يي مخالفت ددې لامل شو څو دا پروژه دوام وکړي او ځینې خپاره شوي اسناد خو ددې ښودنه کوي چې په تیرو دوو کلونو کې يوازې امنيت شورا ۱۷۵ ميليونه ډالره په داسې کارونو مصرف کړي چې هیواد ته ترې هيڅ ډول ګټه نه ده رسيدلې بلکه خلکو پکې جیبونه ډک کړي دي.
د: ډير مخور، روڼ اندي، مبارز، وتلي او ... ځوانان، سیاستوال،مشران او ان د غني او ټيم پټ کمپاينران وښکنځل شول، عقدې وزیږول شوې، مخالفت ډير شو او د حکومت د ننګې روحيه د يوې ورځې له تيريدو بلې ته کمزورې شوه.
اوس نو ولس ته يوه بله مهمه خبره هم باید وکړم هغه دا چې د ولسمشر ټول پلانونه لس کلن دي، ډيری پروژې به تر لسو کلونو پورې بشپړيږي او په دې برخه کې ولسمشر د نړۍ قناعت هم حاصل کړی دی او ولسمشر د خپلواک، معصوم ستانکزي او ښاغلي اکيل حکيمي په شتون کې راتلونکو ټاکنو ته په يو قوي ټيم کار کوي څو پيل شوې پروژې بشپړې شي او نړۍ هم له افغانستان سره د هیواد ژغورنې په برخه کې خپلې مرستې جاري وساتي.
ملت ته د حقايقو ويل يوازې ددې لپاره نه وي چې خبر يي کړو بلکه سر له اوسه د ملت ذهنيت جوړونه ډيره مهمه وي او په دې لیکنه کې هغه څه چې ما بره ياد کړي دي د تیرو دوو کلونو د ځينو نيمګړتیاوو هغه بیلګې وې چې په دې حساس پړاو کې يو لوري ته پرې ملت خبر کړو او بل لوري ته د راتلونکې لپاره ملت يو وار بیا دې ته اماده کړو چې د تير په څير په حماسې سره مخکې ولاړ شي او د شر خوښو او ځانپالو د احساساتي افکارو او پروژو ښکار نه شي او نور ته ځای ناستی ولسمشر شته او نه هم شډو پريزيډينټ.
پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery