مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خلکو توبې وېستې

خوشال مزاروال



لنډه کیسه
نوم یې ګل لښته و. خو چا دومره په خپل نوم نه یادوله. د چم مشرانو به ورته د کونډې غږ کاوه. خو بیا ځوانانو او پېغلو به د کونډې سره د ترور کلیمه غبرګوله. ګل لښتې ته د کونډې نوم هغه وخت خپل برخلیک ور په برخه کړ، چې کله یې خاوند ګل خان په ځوانه ځوانۍ کې ومړ. ګل خان چې لنډه ونه، غوښن ارت ولي، ډک صورت، توره لنډه بونډۍ ږیره، نرۍ برېتې، له خندا ډکه خوله درلوده، تل به یې تیله داره ټوپۍ په سر وه.....
د ګرګو او ګوردمو د لاریو د بارولو او خالي کولوکاروبار یې کاوه. یوه ورځ بدرنګه هوا چلېده. د جکړ د غټو څاڅکو سره باد هم ملګرتیا کوله چې ښایسته پنډې ګرګې ته یې اوږې اړم کړې. پوره یې راغلې وه. د ګرګې لاندې شو. ګل لښته له دریوو وړو ماشومانو سره په میدان پاتې شوه، او د کونډې نوم یې له نامه سره پیوند وخوړ. پخپله ګل لښته هم د میړه تر مړینې د مخه له خپل میړه سره جوخته لګېده: ورین تندی، غټې زرکینې سترګې، غنم رنګه،  غونډه مونډه، اولښته ونه..... خو د میړه له مړینې وروسته یې هغه کړه وړه پاتې نشول. سړې تودې وې چې یې ګاللې، او د اوسپنو مټکوري وو چې یې چیچل. .....
له هر څه ترمخه یې لیورونو، هر یوه په سترګو کې وهله، چې د خپل ځان یې کړي. خو هغې چاته سر ټیټ نه کړ. خپلو وړو بچو او د ګل خان نوم ته یې خپلې تورې کوڅۍ سپینې کړې. خپله ملا یې تړلې وه. د بچو د رزق او نفقې پیداکولو لپاره یې د چم په کورونو کې خپلې خولې تویولې. ځینې وخت به دې ته اړ کېده چې خپل ماشومان هم په کورونو وګرځوي. د چم خلکو به ورسره لاس اړاوه. ځینو به له خپلو خولو نیوله. د کونډې بچو ته به یې جوړه نیمه جامه برابروله. خوراکي توکي به یې ورته رانیول. ځینو بیا دومره کول چې د خپلو خولو پاتې شوني او زړې ختې ونه غورځوي، او همدوی ته یې ورکړي....
دا لا څه کوې چې له ورځو یوه ورځ عجیبه پېښه رامنځ ته شوه. هغه داسې چې د چم یوې ښځې د خپلو اولادونو زړې او سولېدلې جامې کونډې ته ورکړې وې. هغې خوارکۍ هم یو ورځ خپلو بچو ته اغوستې وې ، چې د ښځې او د کونډې د بچو تر منځ شیرات پورته شو. نږدې و چې مړه سپي سره وخندوي، او د کونډې له بچو جامې وباسي. له ښه مرغه چې د ماشومانو مور په وخت راورسېده، او په یو ډول یې دکونډې د بچو ګریوانونه له منګولو وژغورل. خو په ټوله کې د چم خلکو د کونډې بچو ته د خپل اولاد په سترګه کتل.  د پاڼدونو له غورځېدو یې ژغورل، او خپلې لورونې یې پرې لورولې....
په همدې اکر بکر کې ماشومان د غواوو له پښو راووتل، او رالوي شول. اوس نو د کلي لویانو د کونډې په بچوپوره پوره حساب کاوه. د مرستې او تنګسې په وخت کې به یې دوی ته سترګې اړولې، او د خپلو زامنو په پر تله به یې د کونډې پر زامنو زړونو اوبه څښلې.....
کونډه هم خوشاله وه. له کلیوالو سره د بچو په دا شان سلوک یې من من غوښې اخیستې. د دې خبرو تر څنګ یې اولادونو لاس او پښې وهلې. خولې یې تویولې. مزدوري به یې کوله، او د مور لاسنیوی به یې کاوه .....
خو بدمرغي دا وه چې د کونډې د زامنو ځانګړی کسب و کمال نه و زده. یوازې په شاقه کارونو پسې به ورک وو. هغه وخت به یې خولۍ په غوړو کې وه چې کله به کار په لاس وراغلو، که نه نو ډېر وخت داسې کېدل چې په شپو شپو به بیکاره ناست وو. په کارونو پسې به یې سترګۍ وشوې. ..... بل لورې د کونډې په زړه کې خوبونو او ارمانونو څپې وهلې. داسې ارمانونه چې لپې لپې روپۍ یې غوښتې....
بلاخره د کونډې مشر او منځومي زوی هر یوه زیړګل او ایازګل وپتیله چې ځان په پوځي ځواکونو کې شامل کړي. هغه داسې چې یو خو یې تنخوا ډېره ده، بله داچې په نس خو به ماړه وي. تر ټولو زیات د اهمیت وړ دا چې پوځي جامې د غرور او وقار نښه ده. د هیواد ساتنې وقار. هغه و چې د میاشتې په دننه کې دواړو پوځي جامې په تن کړې.
زیړګل او ایازګل دواړو پینځه میاشتې په مرکز کې تېرې کړې. پوځي زده کړې یې ترلاسه کړې. هوډونه یې لاپسې غښتلي شو. د مور په اننګو یې هم موسکاوې نڅېدلې. د بچو تنخوا ته خوشاله وه. په خیالونو کې به ورکېدله. او ډېر ژر به یې خپلو خیال پلوونو ته د حقیقت جامې اغوستې لیدې.....
پینځه میاشتې وروسته د اوړي شپې ورځې وې چې د زیړګل پچه د هلمند، او ایاز ګل د کندوز ولایت ته وخته. او بیا برخلیک ته ګوره چې هلته په رسېدو سره په توده جګړه واوختل. هره ورځ د حشر ورځ وه. د آسمان د سترګوکاسې او لمنې سرې وي، او دا رنګ یې د ځمکې په سر د وینو له بهېدو اخیسته.دواړه خواوې یو د بل په وینو کله مړېدل. جګړه وه چې تودې تودې وینې یې بهولې، او د اوړي د موسم تږي او ترکېدلې دښتې، بوټي او نیالګي یې خړوبول. دوه میاشتې ایله بیله تېرې شوې وې، او د در ېیمې میاشتې اولنۍ اونۍ وه چې د زیړګل په وینو لیته پیته ځنازه د کونډې په انګړ کې کیښودل شوه. نارې سورې شوې. هر وګړی هیښنی او زېړ زبیښلی وتښتېد. ټول چم د ویر په ټغر کیناست.
کونډه سوزېده. ستي ستي کېده. خاورې یې په سر بادولې. ټول کلي ویر کاوه، او له زړونو یې وینې څڅېدلې....... اونۍ لا پوره شوې نه وه چې د ایاز ګل ځنازه هم راورسېده. د قیامت ورځ جوړه شوه. ټولو توبې وېستې. زړونه وو چې نینې کېدل. د چم د هر نغري په چرګۍ نارې سورې وې. د ټولو په روان د وېرې خپسه ننوتې وه. ټولو د غم اوښکې تویولې. د کونډې په زړه د غمونو ګرګو اور اخیستی و. هغه یې سوځوله. د چم له ټولو کورونو د ژړا څپې راپورته کېدلې. ټول چم ژړل. د چم کوڅو چنو ژړل. د زیړګل او ایازګل د ناستې پاستې ځایونو ژړل. له کلیوالو سره د هغوی د موسېدلو شونډو یادونو ژړل. په ټول چم د ویر تور څادر غوړېدلی و.  د چم  په سر د راسواره آسمان سرو سترګو ورته په سرو سرو کتل، او د کونډې د ځوانیمرګو زامنو په سوریو سوریو ټټرو یې ویر کاوه.....
تر ډېره په چم کې د ځوانیمرګو کیسې روانې وې. د خلکو اوښکې په اننګو راماتې وې. ولې اور خو په کونډې او د هغې پر زوی چینارګل بل و. داسې اور چې د هغویو بوټۍ یې وریتولې. داسې اور چې د کونډې  خوبونه او ارمانونه یې را وپرځول، او هر څه تالا ترغۍ شول......
په لنډه موده کې دهغې اقربې غوښې توی شوې. سترګې یې د مخ په کاسه کې چوپنې پاتې شوې. رواني شوک ورته پیدا شو. په پرتواو ګډو وډو یې پیل وکړ.  د پرتو په نړۍ کې به بې سده او پرکاله شوه. چینارګل اړ شو چې ډاکټر ته یې بوزي.
د ډاکټر په درملو به تر ډېره بې هوښه او ګنګسه پرته وه. ډاکټر ټینګار کاوه چې روان ته یې زیاتي نور زیان ونه رسیږي. که نه نو خدای مکړه ستونزې به زیاتې شي.....
له دوو میاشتو وروسته د کونډې رواني حالات لږشانې ښه شول. خو بیا به یې هم کله ناکله ناغیړي کوله. کله چې به یې خپل زو ی چینارګل په خواکې ولید، نو په لاسنیوو به سر شوه:
- خدایه! صبر راکړې. ته ورکوونکی او اخیستونکی یې! ستا رضا مې کبوله ده! ته ناراضه نه شې! خو بیا به یې ورسره د زړه تناره غرغړې وکړې، د اور سپرغۍ به یې د زړه پر غولي راپرېوتې. د اوښکو سیلاب به یې په اننګو راخلاص شو، او د زړه په ورانو ویجاړو ګړنګونو کې به په غولیو شو. خو چې کله به یې په زوی چینارګل نظر پرېوته، یو ډول کرکې به یې په زړه کې د تالندې په شان کږې وږې لیکې ووېستې، بیا به یې زیاته کړه:
- خدایه! د هغوی برکت په چینارګل واچوه! دی راته ستر کړه! خدایه! داسې ورځ مه راولې چې هغوی مې له یاده وځي. او په یو ډول به یې د زړه پر خوټېدلې کټوې برغولی کیښوده......
په ریښتیا چې سړي ته خدای صبراو حوصیله ورکوي. د وخت په تېرېدو سره د کونډې تڼاکې لږې شان ورغېدې. اوښکې یې لږ کوټې وچې شوې. ورځني ژوند ته یې پام راواوخته. خو کله کله به د اور غورځوونکي غره په څېر راخوټکېده، او د زړه غرونه به یې ورله لړزول...... د چم مشرانو ته دې خدای خیر ورکړي. وخت ناوخته به ورسره کیناستل. نصیحتونه به یې ورته کول. یوې نیمې به بیخي ډاروله ویل به یې:
- خورې! زه چې ستا وازې خولې ته ګورم، ترهه راسره پیدا شي. له خدایه ووېرېږه! د چینار ګل سر ته خېر غواړه! له بدو بدترې شته...... بیا به یې بې واره شیطان ته بد رد وویل، او چینارګل ته به په لاسنیوه او دوعاګانو شوه.....
په کراره کراره د کونډې د امید سترګې د چینارګل په لورې راواوړېدې،د هغه له سا سره یې خپله سا اخیسته، او د هغه په وجود کې یې د پاتې ژو ند سترګې غړولې. تر هر څه ړومبی ورسره دا غم او اندېښنه پیدا شوه چې که چېرې یې د زوی لاس خدای وچلوي، د ښې نوکرۍ خاوند شي، او لاس ته یې څه ورشي، پرته له ځڼډه به د واره  ورته کور ودانوي، او د غمونو په لوي او درانه بوج به د زړه په چاودو چاودو دښتو کې خاورې اړوي...... بیا به یې روان تېرمهال ته منډه کړه. د زېړګل او ایازګل نامراده هیلې به یې په زړه د لړمو په څېر راښکاره شوې. هغه به یې تغمې تغمې کړه. له ځانه سره به یې وویل:
- دا څه وشول؟ څنګه یې بې وخته هیلې ورژېدې. څومره مې په خواریو او د نورو په ټوک رالوي کړل، او په څومره آسانه پرې خاورې واوړېدې. له زړه به یې لوګي راپورته شول. ستغې سپورې به یې له خولې ووتې. غلې به شوه. بیا به یې د چینارګل په وجود کې د خپلو هیلو نیلې وغځولې. په یو ډول به یې ځان راټول کړ. د سترګو په وړاندې به یې درجن لمسي په منډو رامنډو کړل. خواږه خواږه به یې ورته وکتل. ترې زار او لوګی به شوه. خو بېرته چې به یې ځان ته پام شو، او له خیاله به راووته، سوړ اسویلی به یې د زړه له زخمي کوڅو راپورته شو، او د سېږمو له لارې به یې بیرون ته وشړو. له بلې لورې چینارګل هم د خپلو غبرګو ورونو ځوانیمرګۍ لاندې کړی و. په زړه یې ټوپ ټوپ غمونه پراته وو. د ورونو تشه یې احساسوله. ځان ته یې ځان نه ویل. وخت نا وخته به کارونو پسې ځغلېده. هر کار پسې یې لاس اچاوه. په دې لټه کې و چې داسې کار پیدا کړي، چې (هم ثواب شي هم خرما). هم په کې پیسې وي، او هم دومره ستونزمن نه وي، چې دی له اده باده وباسي. ډېرې غورځې پرزې یې وکړې. سقاو شو. د اوبو جی(ژی) او مشک یې شاته واچاوه، د دهمزنګ د غرونو جګو لمنو ته یې اوبه پورته کړې. ګهیځ وختي پاڅېد، کلنګ او بیلچه پر اوږه، او رسۍ یې تر ملا وتړله، د پل خیشتي په واټ کې مزدورۍ ته کیناست. جوالیګري، خټګري، کباړ راټولونه، او نور ډېر څه یې وکړل،  سړې تودې یې وګاللې، خو یوه یې دوه نشوه، خولو یې ځای ونه نیوه او نه یې تلی تندی په کراره شو. داسې وخت به هم راغی چی تش تور به راستون شو. دا شان ربړو تر پوزې راوست. ستړی شو...... خو بل لورې یې مور په زړه کې ګوړې ماتولې، د لمسو او کړوسو خوبونه یې لیدل.....
یو ه ورځ د چم یوه افسر چې د پلازمینې په یوه مرکزي قطعه کې یې دنده تر سره کوله، او د چینارګل له بې وزله ژوند ژواکه ځورېده، چینارګل ته په خپله قطعه کې د سرتېرۍ دندې ټټر وواهه، او هم یې ډاډ ورکړ چې له ځانه سره به یې ساتي. چینار ګل خبره له خپلې مور سره شریکه کړه. مورېې د لټکې په شان تاوه راتاوه شوه. بې درنګه یې د خیال نیلې تېر مهال ته ستنې شوې. د زیړګل او ایازګل د ځکندن او وروستیو سلګیو په وخت کې د هر یو په سر ودرېده. د هر یو د سوریو ګوګلو سرې وینې یې د سترګو په کاسو کې راوخوټکېدې.د سترګو کاسې یې راډکې او په څڅېدو شوې. د سترګو سیلابونه یې د اننګو په لوړو ژورو او سوزېدلو دښتو راروان وو ، چې په دې کې یې بې اختیاره وویل:
- نه! هیڅکله نه! همدا نیستي مې قبوله ده. نه غواړم چې ته هم، او بیا یې پاتې خبره په خوله ټینګه ونیوه. د غم ځپلي ټټرګړنګونو ته یې وغورځوله، لاس یې تر ځنې لاندې کېښود، او په سوچونو کې چوپه پاتې شوه. بیا یې د چینارګل غورځې پرزې، ابلې لاسونه، بدې ورځې، سپېرې شونډې، کار نه موندنه، ځینې وخت تش لاس کور ته راستنېدنه یې سترګو ته لک څک ودرېدل. ترخه شانې موسکا یې شونډې ښکل کړې، او خبرې یې بېرته سره پیوند کړې:
عجیبه ژوند شو. په داسې ازمایښت باندې اوړم چې یو لور ته پاڼ، بل لور ته پړانګ دی. خو زړه یې د نه، هیڅکله نه په خبرې ټینګ ولاړ و. څه به یې کړي وای ، اخېر مور وه.....
چینار ګل مور ته د ډېرو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ناخوالې په خوله راوړلې، او دا یې د هیواد د بچو بدمرغي بلله. داسې بدمرغي چې د چا مخ او څټ نه ګوري. ټول له یوې مخې سترۍ کوي. خو مور یې بیا هم په خپله خبره ولاړه وه.......
د چینارګل ژوند له ستونزو او کړاوونو سره روان و. کله ناکله به  نفقې پیدا کولو ته اریان و. ژوند و چې په کړاونو کې تېرېده. د دې ټولو خبرو تر څنګ یې د چینارګل د کور ودانولوهېلې له یاده نه وتلې. څه یې کړي وی، د بلې هرې مور په څېر اخیر مور وه. هغه په دوو جالو کې بنده پاتې وه. اخر یې زوی خپلې خوښې ته پرېښود، او چینارګل له هماغه افسر سره د سرتېرۍ په دندې پیل وکړ.
چینارګل به په اونۍ کې دوه درې ځلې کورته راته. خو کله چې به یې زوی په دنده کې و، او د شپې له خوا به یوازې وه، تر ډېره به یې د خونې لاړو ته سترګې برندې کړې وې. روح و روان به یې د تېرمهال، اوس، او اوسترمهال په پوړیو کې ښکته پورته ځغلېده. د ژوند د هر موړ په کږلیچونو کې به سرګردانه وه. تر هغو چې توره شپه به یې د ورځې په رڼایي نه وه سپارلې، او زوی به یې نه و رارسېدلی، سترګې یې نه سره ورتلې......
هر ګوره ژوند روان و. میاشتې وې چې تېرېدلې. کونډه د دا شان ژوند سره روږدې کېدله. ژوند یې د سمون په لور روان و. د نیستۍ تبه یې ورو ورو شلېده. اوس یې ډېر څه په زړه کې ګرځېدل راګرځېدل. تر هر څه ړومبی یې د چینارګل د کوژدې خوبونه لېدل. د کلي په کوڅو کې به یې سترګې غړولې. په خیال او تصور کې به کور په کور ننوته. ښایسته او بدرنګې به یې لټولې......
یوه ورځ څلور- څلورنیمې بجې کېدونکې وې چې د مراد خانۍ اړخ ته غځېدلی سړک وتړل شو. دولتي مامورین رخصتېدل. پوځیانود سړک ټرافیک ځنډولی و. هره ورځ به یې په همدې مهال دا کار کولو.خو دا ځل  حیرانونکی غږ پورته شو. چوړچوکه شوه. ځانمرګي ځان وچولو. مرګ ژوبله رامنځ ته شوه. نږدې قطعې د حالاتو کابو کولو او امنیت لپاره راورسېدې. د چینارګل دې قطعه هم راورسېده. پوځیانو لارې ګودرې تړلې وې. د مړو او ټپیانوپه لیږدولو وو، چې په دې کې یوه بل ځانمرګي چې پوځي جامې یې په تن وې، ځان وچولو. وینې بهېدلې. سرونه په سړک تولېدل.تنو پړکتې وهلې. د انسانانو غوښو سړک نیولی و. د برېښنا په تارونو غوښې ځړېدلې. د سړک اړخ ته د کابل په سیند کې د مړو ټوټې ټوټې هډونه تر سترګو کېدل. د سیند ډڼډوکو او ولاړو اوبو سرې سترګې نیولې وې. له ټولو حیرانونکې داچې په سړکونو پرتو سرونو رڼې رڼې سترګې غړولې. خپلې تنې یې لټولې، او د خپلو تنو تر څنګ یې د خپلو ملګرو او هیوادوالو په ویر او غم د خواشینۍ اوښکې توییولې...... په پېښه کې چینارګل هم په وینو لړلی پروت و. هغه هم سترګې پټې کړې وې. د نړۍ له ناخوالو یې اوږه خالي کړې وه.....
مازیګر قضا مهال و. کونډې تنور لمبه کړی و. د ماښام ډوډۍ لپاره یې تیاری نیوه. چینارګل ته یې تودې ډوډۍ پخولې چې دچینارګل ځنازه د کاله په وره ور ننوته. هغه د خپل زوې په وینو لړلي صورت او هډونو ته په کتو سره بې سده او پرکاله شوه. په ځمکه راوپرځېده، او زړه یې پړک وچاودېده.
د ماښام تروږمۍ لګېده. د چم خلکو  توبې وېستې، او غبرګې ځنازې یې د هدیرې په لورې لېږدولې. 
د دواړو شپه په ګور شوه. خو هلته په چم کې د دوی په کور کې، تپه تیاره وه.  چوپه چوپتیا وه. هډو ښکالو نه تر غوږو کېده.   و لې د شپې په ترڅ کې به غوټه غوټه زګیروي د  چم له خال خال کورونو راپورته کېدل، او بیا به غلې شان د چم په کوڅو چنوکې ورکېدل.

۱ - ۱۱ - ۲۰۱۶
۱۱ - لړم - ۱۳۹۵
     ډنمارک

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery