مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بهرنيانو راتګ ته طالب او پاکستان په شريکه پلمه پر لاس ورکړې

سيد حسين پاچا

طالبانو د نړۍ له ديني عالمانو وغوښتل چې په خپل کنفرانس کې د دوی جهاد ناروا ونه بولي
مشرف: موږ اړ شوو چې په افغانستان کې د خپلو اتلانو په مقابل کې د امریکا ملاتړ وکړو

طالبان دې د نړۍ له عالمانو نه د غوښتنې پرځای يوځل خپل کړه وړه، جهاد او نور اسلامي ارزښتونه د قرآن وسُنتو په رڼا کې وګوري. د پاکستان غلطه پالېسي او د ملکي (سياسي)، نظامي او استخباراتي لوړ پوړو چارواکيو خبرې دې هم د منطق (عقل)، سياست او د الهي ونبوي ارشاداتو په رڼا کې وڅيړي
يو څوک چې د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم ارزښتونو ته درناوی نه کوي، نه پر منطق پوهيږي او نه پر سياست، نو د نړۍ د عالمانو فتوی به دوی ته څه ګټه وکړي؟ زموږ پر وړاندې د پنجاب نااعلان شوې جګړې او د دوی پر لاس افغانوژنې او د هېواد ورانولو ته جهاد نه ويل کيږي


نوټ : د پاکستان د سياسي، پوځي او استخباراتي لوړپوړو چارواکو د څرګندونو په رڼا کې له تاريخي پلوه طالبان دوی ته لکه د روم امپراتور کسری Caesar ته د هسپانوي ګلاډياټر gladiator حيثيت لري چې د خپل نااهله زوی له امله د خپلې لور لپاره د واک و امپراتورۍ د ساتنې لپاره ساتلی او روزلی وو، د کسری نااهله زوی يې ټوله کورنۍ وروژله، خو هغه تر پايه د کسری لور (د هغه خور) ته وفادار پاتې شو.
پاکستان دوی هم خرڅ کړل، هم يې وډبول، هم يې پخپلو تاڼو کې واچول، هم يې ووژل او هم يې بنديان نه ورکوي. حکومت خو شربت ګله راخلاصه او هېواد ته راوستله، دوی خو د خپل دفاع وزير او د خپل مرستيال مشر پوښتنه قدرې هم نه شي کولی چې ولې له ربړونو مړ شو او ولې دا بل لا بندي دی؟
زما هيله له افغان حکومت څخه دا ده چې دوی خو راخلاص نه شو کړای، خو د يو افغان په حيث له ملا برادر عبدالغني سره د شربت ګلې په شان له هغه سره هم مرسته وشي چې د پاکستان له زندانه راخلاص او هېواد ته راستون شي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي.
Gladiator | The Battle with A Retired Gladiator (ft Russell Crowe and Joaquin Phoenix)
https://www.youtube.com/watch?v=lTmlYKiLBHI


طالبان خو د اسلامي نړۍ پر عالمانو نيوکه کوي او ترې به غواړي چې د دوی په مټ افغانوژنې، افغانوژنې او د هېواد ورانونې ته جهاد ووايی، خو زما نيوکه د دوی پر ميندو، خويندو او مېرمنو او کورنيو باندې دا ده ده چې الله تعالی د حضرت موسی عليه الصلاة والسلام مور ته وايی ((که له فرعون نه پر مړينې ډارېږې، نو د سيند په اوبو کې يې واچوه. هېڅ ډار وتشويش مه کوه او موږ به يې بيرته تا ته راولو او رسالت (نبوت) به ورکړو. الله تعالی د ده رسالت لا په ماشومتوب کې تضمين کړی وو.

له دې سره سره چې ساحرانو فرعون ته د ده سلطنت د زوال لپاره د همدغه ماشوم وړاندېينه لا له مخکې نه ورکړې وه او د ده په لټون کې يې ۷۰۰۰۰ نور ماشومان ووژل، خو دی الله تعالی وساته او د ده کورته يې راوستاوه. کله چې فرعون ته يې راوړ، فرعون وېره لرله داسې نه چې دا هماغه ماشوم نه وي چې زما سلطنت به ترې يايان مومي، خو مېرمن يې ورته وويل چې مه يې وژنه او زما وستا لپاره د سترګو يخولو يعنې خوشالۍسبب وي. ښايي چې ژر يې موږ ته ګټه ورسيږي او يا يې پر زوی ونيسو او دوی نه پوهېدل.

زما ګيله د طالبانو له ميندو، خويندو او مېرمنو نه دا ده چې فرعون چې فرعون وو، بيا يې هم د مېرمن خبرې ته غوږ ونيولو او موسي عليه السلام يې ونه وژلو. اګر چې په نورو کيسو کې يې دا هم راځې چې د خپلې لور خدمتګاره او څلور واړه بچيان ژوندي سرو او تودو تېلو ته واچول. که دوی پر خپلو زامنو، وروڼو او خاوندانو باندې غږ وکړي چې نور د نورو په لمسون د خپلو خلکو له وژنې لاس واخلي، ښايي چې دوی د پنجاب له ناروا، نااعلان شوي او تپل شوې جګړې نه لاس واخلي.

دا چې طالبان د اسلامي همکارۍ سازمان غونډه د سعودي په کوربه توب غوندي، نو ولې هغه د پاکستان له لورې د دوی آمرانه راغوښتل ولې نه غندي چې اوس تازه د دوی درې کسيز هېئت اسلام اباد ته راغلی او هلته يې ګواښلی وو چې :
• ((ولي يې د افغانستان له حکومت سره پټې خبرې کړي))،
• يا دا چې ((يا مو په خبرو کې شريک کړئ او يا له پاکستانه کډې بار کړئ))،
• يا دا چې ((پاکستان چې پکې نه وي هغه سوله ناشونې ده))،
• يا دا چې ((د افغانستان مساله تر هغې نه حل کيږي تر څو د کشمير مساله حل شوي نه وي))،
• يا دا چې ((د کشمير د مسلې له هوارولو پرته افغانستان کې سوله نشي ټينګېدلی))،
• او يا دا چې ((کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري)).

دا چې اوس دوی دا غونډه غندي، نو دا د چا غوښتنه ده چې د دوی پر ژبه راوځي؟ داچې يو څوک يې له هېواده منکر وي او د افغانستان هويت نه شي زغملی او دوی بيا د هغوی تر څارنې او لارښوونې لاندې جهاد کوي، نو دېته خو جهاد نه، بلکې شروفساد ويل کيږي، نو د يو شرير ومفسد تر حکم ولارښوونې لاندې جهاد کله مشروعيت لري؟

 اسلامي ارزښتونه 
 Islamic guidance (values) 
     
     
قرآن Quran ((د څښتن تعالی لارښوونې))  سُنة Sunnah ((د پېغمبر [ص] لارښوونې))
        
        
عبادات
(worships) حقوقيات
(People rights)  سُنن الهدی
Guidance سُنن العادة/ات
Culture(s)
  

دوی دومره ناپوه واحمقان دي چې دوی لا تر اوسه پورې ((عبادات، حقوقيات، سُنن الهدی وسُنن العادة/ات)) نه شي توپيرولی. د سُنن العادة/ات لپاره يې عبادات، حقوقيات او سُنن الهدی ټول تر پښو لاندې کړل. ان تر دې چې ږيره، لباس، پټګۍ، رانجه (سترګې تورول) او داسې دا ټول په سُنن العادة/ات يا په کلتور (رسم و رواج) کې راځي (حسابيږي).

د الله تعالی پېغمبر پينځه وخته کلکه پټګۍ نه ده تړلې، لکه دوی چې تړلې وي، نه يې خولۍ (ټوپۍ) په سر کړې. داسې ثبوت نشته چې د الله تعالی پېغمبر خولۍ کارولې (اغوستې) وي. د عمامة ثبوت شته، خو د قلنسوة ثبوت نشته. حال دا چې قلنسوة فقهي کارونه ده نه حديثي، نو دوی دا پينځه وخت شپه و ورځ کلکه پټګۍ پر کوم دک ودليل يا ثبوت په سروي؟ د خلکو وهل ټکول، سپکول او بېعزته کول د مستحباتو (سُننو) لپاره کله جايز دي؟

طالبان دې په دغو خبرو کې سوچ وکړي چې دا ډول خبرې د دوی حيثيت (وقار) او منزلت ته په سيمه ييزه او نړيواله کچه څومره تاوان اړوي ؟

مولوي عبدالسلام ضعيف :
پاکستان څنګه په دغه دوه مخې لوبه کې رسوا شو ؟
پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکايانو ته به يې بل څه ويل
http://www.bbc.co.uk/pashto/in_depth/2012/01/120104_ia_secret_pakistan_pro2.shtml

شېراد کوپر کول د برتانيا پخوانی سفير :
څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې : ((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

بروسيډل :
ما ولسمشر اوباما ته وويل چې پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي

د حقاني ډلې هغه ساتونکی آی ايس آی ته سپارلی وو او آی ايس آی دغه ساتونکی شکنجه کړی وو. د دې پرځای چې ورنه وپوښتي چې ولې مو يو امريکايي ژورنالېست چې د مرکې لپاره مو غوښتی وو يرغمل کړ. له هغې نه يې وپوښتل چې ايا دغه امريکايي ستا کورنۍ ته پيسې ورکړې وې؟ او تا د حقاني ډله له دغو پيسو نه بې برخې کړه.

بروسيډل  :
د سي آی ای يو پخواني مامور بروسيدل وايی چې پاکستان د بوش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله.
Pakistan a particularly general Musharaf played the Bush administration like a fiddle.
پاکستان يوازې د القاعدې هومره کسان مونږ ته راکول چې زموږ اداره خوشاله وساتي.
بالاخره دغه طالبان دي چې زموږ پر پولو به پاتې وي او دا موږ يو چې بيا بايد ورسره ګډ ژوند کول زده کړو. او دغه دوه مخې تګلاره څنګه بربنډه شوه ؟ [حميدګل]

پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.

مشرف پوهېده چې له هرې غونډې نه وړاندې خپلې ذخيرې ته نور توکي ورواچوي. د مشرف او د بوش د کتنې په درشل کې به يې د القاعدې يو فعال راوويست چې دا دی څلورم کس، دا دی په القاعده کې درېيم کس مو ونيوه او په دې توګه به يې د انتقاد مخه ډب کړه.

په همدې مهال کې له اسلام اباد نه برېتانيا ته رسېدلو ريپوټونو هم د امريکا ادعا پياوړې کوله. ډګروال ريچارډ کيم Richard Kim د برتانيا د کابيني د استخباراتو پخوانی مشر وو چې د ايم آی شپږ (MI 6) او ايم آی پنځو (MI 5) له ادارو ريپوټونه ورته سپارل کېدل.

I think it was quite clear to us that the Pakistanis were playing very much a double game and a lot of …

زما په اند دا موږ ته تر ډېره څرګنده وه چې پاکستان دوه مخې لوبه کوي. ډېر هغسې چې يې ويل او يا يې کول د لويديزوالو د پام له امله يې کول او اصلي نيت يې دا نه وو.

د ښاغلي زلمی خليلزاد د مرکې يوه برخه :
افغان سباوون : سيد سليمان اشنا
پوښتنه :
بښنه غواړم، بيرته دې پوښتنې ته ورشم چې دا بُعد يې راته تشريح کړئ چې تاسو يې سوله اصلي علت ګڼئ، [هو]. ولې سوله د دې هېوادونو په کومک نه شي تامين کېدلی؟ يو؛ دويم دا چې د افغانستان له نظره پاکستان د دغې ناامنۍ اصلي عامل دی چې کولی شي سوله کې کومک وکړي. ولې پاکستان بالاخره څه غواړي؟ ولې نه شي کولی يا نه غواړي چې دلته سوله راشي؟
ځواب :
دا يې هغه حياتي سوال همدا دی چې د پاکستان هدف څه دی؟ څه غواړي؟ ما پخپله له مشرف سره بحث درلوده په هغه وخت کې چې زه په کابل کې سفير وم [او هغه هلته ولسمشر وو]، هو. دوی رښتيا نه وايی. ممکن دوی کوم شی وغواړي چې نه شي کولی واضح ورباندې خبرې وکړي، ځکه د شرم خبرې به وي چې دوی وغواړي :
• لومړی دا چې د افغانستان ځينې مناطق (سيمې) بايد زموږ د ګروپونو چې موږ د هغوی طرفدار يو، لکه د حقاني ګروپ بايد د هغه تر تصرف (ولکې) لاندې راشي.
• دويم يا دا چې افغانستان بايد خپل خارجي (بهرنی) سياست بايد د اسلام اباد تر کنترول لاندې راوړي.
• درېيم يا دا چې افغانان دا ډيورڼد ورسره رسمي کړي. دوی نه شي کولی چې رښتيا ووايی غواړي.
تر هغه پورې چې د دوی اهداف څوک ومني غيرمستقيم هغه خپل جاسوسان چې په افغانستان کې دي ختماً چې د دوی لپاره هلته کار کوي په قدرت راوړي چې د هغوې له لارې نه هغه خپل اهداف مستقيم ووايی. امريکا هم اوس دېته ته متوجه شوې ده او دوی غواړي چې د پاکستان له خوا نه دا واوري چې دوی په افغانستان کې څه غواړي؟ تراوسه پورې امريکا هم نه پوهيږي چې دوی څه غواړي؟

د متحده ايالاتو د کانګرس غړی ډانه رورا باکر :
پاکستان له ترهګرو سره متحد هېواد دی، نه د امريکاله متحده ايالاتو سره

ضياء الحق :
The water in Afghanistan must boil at the right temperature.

د سرګودهې کلانکار :
General Hanid Gul ex-chief of ISI
General Hamid Gul said in a TV interview on January 26, 2015 that” America never trusted us and we never trusted America. We supported America in Afghan Jihad for our own benefits. We built nuclear bomb, got F-16 Fighters , submarine, helicopters and a lot of other defense equipment.” Pakistan used America and the international community for its own benefits in Afghanistan.

اختر عبدالرحمن او حميدګل :
کابل بايد وسوځول شي. کابل بايد په وينو ولمبول شي. کابل بايد وران شي.

Eventually, it is they who are going to be on our borders. We have to co-exist with them; we have to learn to live with them. Can we afford to have a hostile Afghanistan on our back? No, we cannot.
The collective wisdom of nation says we must continue to have good linkages with the Taliban. It is in Pakistan’s national interest, and I think everybody knows that is in Pakistan national interest.

نصيرالله بابر د پخوانيو درېواړو فراريانو mercenaries په باره کې څه وايی؟

The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

مکار ديکتاتور مشرف :
د برتانيا له ګارډين ورځپاڼې سره ويلي چې :
Pervez Musharraf, the former Pakistani military ruler accused of sheltering and supporting the Taliban after 2001, has called for an end to the backing of militant “proxies” in Afghanistan.
In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistan in the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.
“In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

سرتاج عزيز د حقاني شبکې پر ضد اقدام په پوله کې پاکستان ته له امتياز ورکولو سره مشروطه کړه

سرتاج عزيز: پاکستان چې په کې نه وي هغه سوله ناشونې ده

شيري رحمن :
کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

Pakistan says that there must be a Pakistan friendly government in Afghanistan for which Pakistan has been destroying Afghanistan since its birth in 1947. But then India also has the same right to destroy Pakistan because all the times in Pakistan, the governments in Pakistan are not friendly to India. But if the international community will not support India in this situation, then IT IS DOUBLE STANDARD.
مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل (فکري شورا) مشر، د مولانا فضل الرحمان د گونديواستازي او د ملي اسمبلې غړي مولانا محمد خان شيراني د نوموړي شورا تر درې ورځنۍ غونډې وروسته رسنيوته ويلي دي، چې د پاکستان په ښوونيز(تعليمي) نصاب کې د قران کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونيزم پرخلاف خلک چمتو کړای شي.

مولانا سميع الحق :
((موږ په خلکو کې د امريکا پر ضد د جهاد جذبه راپورته کوو)).

The Rise of Taliban
In Pakistan, a controversy cropped up between the politico-religious parties, which, however, ebbed down with the changing situation. Addressing a meeting of the workers of the Jamaat Islami at the Jamia Ahya-ul-Uloom, Prank, Charsadda on Feb. 19, 1995, Professor Muhammad Ibrahim, provincial Amir of Jamaat Islami, said “Taliban were organised by the European countries and backed by the communist forces who were paying 300 dollars to each member per month”. Similar statements were attributed in the press to Hikmatyar also. On the other hand Maulana Sami-ul-Haq, leader of Jamiat-ul-Ulama-e-Islam (S), considered this phenomenal achievement an honour for his madrassas which had produced the Taliban. Maulana Fazal Rahman also approved it, although silently.

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appreaed in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force”.

بېنظير بوټو :
طالبان د برتانيا طرحه ((پلان)) وو چې مالي ونظامي تمويل يې امريکا وسعودي کولو او روزنه يې زموږ وه او زموږ د اهدافو ((موخو)) لپاره کار کوي.

متقاعد جنرال مسعود طلعت حسين :
زموږ دا خبره هم پر ياد ده چې متقاعد جنرال مسعود طلعت حسين په خپله يوه مرکه کې داسې ويلي وو :
د افغانستان مساله تر هغې نه حل کيږي تر څو د کشمير مساله حل شوي نه وي.

مشاهد حسين سيد :
د کشمير د مسلې له هوارولو پرته افغانستان کې سوله نشي ټينګېدلی.

حکمتيار :
د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.

طالب مشران روسيه ته ځي
په سيمه کي د نويو بلاکونو د جوړېدا خطره او افغانستان يې د نيابتي جګړې قرباني!
د طالبانو مخکنۍ مشر ملا اخترمحمد منصور هم هغه وخت ووژل شو چې غوښتل يې په تدريجي ډول د کويټې شورا ايران ته انتقال کړي چې همدا اوس هم په مشهد او زاهدان کې طالبان روزنيز کمپونه لري او زما د معلوماتو له مخې د هلمند په جګړه کې ايران، اويا ميله ليرې ويشتونکی (سنيپر) توپکونه ملامنصور ته په يوه ډالۍ کې ورکړي وو، چې په هلمند کې يې د طالبانو په ګټه ښه پايله هم ودرلودل.

د امريکا په مشرۍ بلاک به د داعش ملاتړ کوي او د روسيې په مشرۍ بلاک به طالب حمايه کوي، دا خبره ځکه هم سر سره خوري چې د طالبانو مخکېني مشر منصور په قزاقستان او يا قرغزستان کې د روسيې ولسمشر پوتين سره ليدلي ول او د طالبانو اوسني مشر مولوي هيبت الله اخند، د رسنيو د معلوماتو له مخې په مسکو کې د پوتين او لوړو پوځي چارواکو سره ليدنه کړې وه.

*** *** ***

نو دې ټولو مسايلو ته په کتو کله چې زموږ د شمال ټلوالې پورې اړوند درې تنه جهاديان ورغلل، هغه تېرې ناخوالې يې ټولې د شوروي اتحاد پورې اړوند وبللې او روسيه يې له ټولو کړووړو بري الذمه کړه. نو طالب چې اوس له روسيې سره نوې يارانه جوړوي، نو دوی به ورته څه وايی؟ او څه تعهد به ترې اخلې؟ پر کوم بنسټ به دوی ته وسله او د جنګ لګښتونه ورکوي؟ که داسې شي، نو زموږ دا تېر يونيم ميليون شهيدان او په لکونو معيوبين څه وبولو؟

دا چې امريکا موږ ته په تېر جنګ کې وسلې او پيسې راکولې او هم نورو اسلامي وغيراسلامي نړۍ له موږ سره مرستې کولې او حميدګل په زغرده وايی چې ((موږ وامريکا پر يو بل باور نه درلود. موږ د خپلو ګټو لپاره په افغان جهاد کې د امريکا ملاتړ وکړ [نه د الله تعالی د رضا لپاره]. موږ اتوم بم جوړ کړ، ايف شپاړس الوتکې، سبمارين، هيلېکوپترې او نور زيات تجهيزات مو ترلاسه کړل. پاکستان امريکا ونړيواله ټولنه په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره وکاروله چې دا د هغه وخت د استخباراتي لوړپوړي چارواکي خبرې دي چې د افغانستان په جګړه او په ټولو ورانيو کې ښکېل پاتې شوی او زياتره جهادي مشران يې روزلي دي. دا يې هم ويلي وو چې ((درست ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه))، نو څنګه موږ جهاديان او ننني طالبان وداعشيان په افغانستان کې د پاکستان له لورې نااعلان شوې او د دوی پر لاس راتپل شوې جګړې ته جهاد ووايو؟ ولې دوی د نړۍ له عالمانو د دغسې يو ناروا عمل د تصديق غوښتنه کوي؟

پايله :
د پنجاب له لورې نااعلان شوې او راتپل شوې جګړې ته جهاد نه ويل کيږي. دا بايد په زغرده ووايم چې طالبان د الله تعالی، قانون او د ټولو اخلاقي واسلامي ارزښتونو پر وړاندې مجرم دي. مجرم بايد خپلو ناروا کړنو او د پردۍ جګړې ته د جهاد تر نامه لاندې مشروعيت ورنه کړي.
دوی بايد نور له افغانوژنې او د هېواد له ورانولو لاس واخلي. خوښه يې خپله که يې نه اخلي، نو دنيوي واخروي، قانوني واخلاقي مسووليت يې غاړې ته متوجه دی. د جهاد په پلمه ځان نه شي خلاصولی.
که دوی ډېر د جهاد شوقيان وي، نو له حکومت سره دې يوځای شي او ريفورم (اصلاح) ته دې ملا وتړي. له حکومت ونړيوالې ټولنې او هم له ولس سره دې د فساد او بېعدالتيو په مخنيوۍ کې مرسته وکړي، نه دا چې د جهاد په نوم ټوپک يې اخېستی او د نورو د ګټو لپاره کارول کيږي. د پنجاب له استعمار او برمته کولو ورته د ځان او د خپلو کورنيو راخلاصول تر ټولو غوره جهاد وي.

په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery