مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پنجاب پرځای پر پښتون سياستوال رستم شاه مومند بېوخته پيريان راغلل

سيد حسين پاچا

رستم شاه مومند :
ټرمپ به د افغانستان په خاطر پر پاکستان فشار زيات کړي
د پنجاب پرځای پر پښتون سياستوال رستم شاه مومند بېوخته پيريان راغلل
مومند لالا که د رښتيانو پيريان وای، خو ما به درنه جګ کړی وای، خو دا د مکر بيريان دې له ټرمپ پرته بل څوک نه شي پورته کولای

امريکا پاکستان ته اړتيا لري ځکه چې پاکستان اتومي وسله لري
رستم شاه ګرم نه دی څوک چې بېعلمه تبليغي شي، نو داسې انګيري چې د لوح محفوظ واک هم له ده سره دی.
((يو عالم له زرو بېعلمه وبېعمله شيخانو نه غوره دی))


[[رستم شاه مومند نن /پنجشنبه/ ازادی راديو ته وويل، د امريکا د فشار په صورت کې به پاکستان روسيې او چين ته نور هم نژدې شي خو ده په عين حال کې ومنله چې دونالد ترمپ له روسيې سره د امريکا اړيکې نژدې کوي او ولاديمير پوتين هم د دونالد ترمپ د غوره کېدو هرکلی کړی دی.
ده وويل چې امريکا پاکستان ته اړتيا لري ځکه چې پاکستان اتومي وسله لري.
رستم شاه مومند دا هم وويل چې د امريکا د فشار په نتېجه کې به افغان طالبان د پاکستان له کنټروله ووځي او پر دې ډلې به د پاکستان اغېز ختم شي.]]

ښاغلی مومند لالا،
ستا له پورته خبرې يعنې ګواښنې او ګوتڅنډنې څخه دا جوتيږي چې هسې تش بې علم وبې عمله تبليغي يې. امريکا ته خو ستاسې توغندي او اتومي سرګلولې نه رسي، خو البته سيمه ييز ګاونډيانو ته خطر دی چې دا خطر بايد رفع شي. تر پرونه مو د جهاد په نوم له خلکو باج اخېسته، خو له دې روسته به ترې د اتومي وسلو په درلودلو سره اخلئ چې دا به نړۍ ته له دې وروسته ګرانه وي چې د اتومي وسلې په ګواښلو او ګوتڅنډنې سره يې له خلکو واخلئ.

دا چې ښاغلي ټرمپ لا له وړاندې نه داسې ويلي وو چې په افغانستان کې يو پوځيان پاتې شي دا ځکه چې پاکستان اتومي وسلې، نو دا د هغه يوه پرځای وېره او اندېښنه ده چې د افغانستان په تړاو يې له تاسې څځه لري. پاکستان بايد افغانستان د دغو اتومي وسلو د نه کارونې او پوره حفاظت ضمانت ورکړي چې د پاکستان پوځي، استخباراتي او سياسي چارواکي ان تر ميډيا او ملايانو پورې خلکو ته نه يادوي او نه به پرې ګاونډيان او سيمه تهديدوي چې دا زموږ او د سيمه ييزو ګاونډيانو حق دی او امريکا، ناټو او د امنيت شوری بايد موږ ته دا ډاډ راکړي او له تاسو څخه بايد داسې يو سخت تضمين واخېستل شي چې دا اتومي وسله مو خلکو ته هر ځل ياده نه کړئ.

روسيه، چين او هند هم اتومي قوتونه نه دي، خو هغوی يو هم لا تراوسه چا ته د ګواښنې (تهديد) او ګوتڅنډنې په توګه نه دی ياد کړی، نو تاسې هغه هم بيا په خټه يو پښتون سياستوال يې له خولې راوباسي. که داسې وشي، نو پاکستان به چين و روسيه ته ورنژدې شي.

مومند لالا،
ستا به ياد وي او يا نه چې ښاغلي مودي تېره مياشت په هند کې د بريکس په غونډه کې د برازيل، روسيې، چين او جنوبي افريقا له مشرانو سره يوځای تاسې ته په نړيواله کچه او ښه په زغرده دا پيغام درورسولو :
((د روسيې جمهور رئيس ولادمير پوتين او د هند صدراعظم نريندر مودي د دوه اړخبزه لبدنې وروسته په ګدې اعلامبې کې ووبل چې د " تروربستانو او د هغوئ د ملاتړ کوونکو لپاره هبڅ زغم نشته")).

د هند لومړي وزير نريندرا مودي پاکستان ته په اشاره ويلي، د هند يو ګاونډی نه يواځې ترهګر روزي، بلکې د ترهګرۍ سوچ خوروي.

مودي زياته کړه:«ترورېزم زموږ په سيمه کې د سولې، امنيت او پراختيا پر وړاندې يو ستر ګواښ دی. په نړۍ د ترورېزم بېلابېلې بڼې د ترورېزم په دغې مور «پاکستان» پورې مربوطېږي.»
هغه د برېکس سرمشريزې ګډنوالو ته وويل چې ياد ګاونډي نه يوازې ترهګرو ته ځای ورکړی، بلکې يو ذهنيت روزي او په لوړ غږ وايي چې ترهګري د سياسي موخو لپاره روا عمل دی.
موده وويل دا هغه ذهنيت دی چې موږ يې په کلکه غندو او د برېکس بلاک په توګه د هغه پر وړاندې بايد ودرېږو.


د غونډې په پيل کې يې ورته يو پخوانی روسي متل هم ويلی وو چې :
له نوي دوسته پخوانی دوست ښه وي.

مومند لالا،
ښه به دا وي چې دا د اتوم سرګرمي او اتومي نشه دې له خياله وباسئ. ستاسې اتومې ګواښنې او ګوتڅنډنې زموږ امنيت ګواښي. دا زموږ حق دی چې سترو قوتونو او د امنيت شوری ته مخه کړو او ستاسې د دې ګواښنو او ګوتڅنډنو چې ((ترهګري د خپلو سياسي موخو لپاره يو روا عمل بولئ)) ډاډ تر لاسه کړو.

په پای کې زما وړانديز له افغان حکومت په تېره بيا له هېواد مشره دا دی چې له خپلو متحدينو او له نړيوالې ټولنې سره د خپل هېواد د امنيت ګواښنې اندېښنه شريکه کړي.

په درنښت

رستم شاه مومند: ټرمپ به د افغانستان په خاطر پر پاکستان فشار زيات کړي
http://www.taand.com/archives/79951


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery