مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له دُنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو اسباب (۲) برخه

مولوي عصمت الله عزام

 

 نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :

۳ : توبه او استغفار :
د الله پاک له عذاب څخه د مخنيوي لپاره يو مؤثر سبب توبه او استغفار دی .
الله تعالی فرمايي : وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ (الانفال : ۳۳)
ژباړه : او الله پاک دوی ته په داسي حال کي عذاب ور کوونکی نه دی چي دوی بخښنه غواړي !!

مشرکانو سره د دې چي د خلگو په  وړاندي خو يې د ځان لپاره د عذاب  غوښتنه وکړه، خو په زړه کي د دې خبري په ناسمتيا پوهېدل، نو د عذاب له راتلو وېرېدل او له الله  پاک څخه به يې استغفار او بخښنه  غوښتله، نو ځکه الله تعالی وفرمايل چي الله  تعالی دوی ته د بخښني د غوښتلو په حال کي عذاب نه ور کوي .

معلومه شوه چي استغفار د عذاب له راتلو تر هغه وروسته هم مانع او مخنيوی دی چي د عذاب لاملونه  موجود شي .
حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي : إن الله جعل في هذه الأمة أمانين لا يزالون معصومين مجارين من قوارع العذاب ما داما بين أظهرهم: فأمان قبضه الله إليه، وأمان بقي فيكم، قوله: { وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ } ( تفسير ابن کثير ص : ۴۹ ج : ۴ )
ژباړه : الله جل جلاله په دي امت کي دوه امانه مقرر کړي، چي تل به له عذاب څخه خوندي وي تر څو چي هغه دواړه په دوی کي موجود وي .
يو امان الله پاک خپل لوري ته اخيستی دی ( يعني نبي عليه السلام ) او بل په تاسو کي پاته دی( يعني استغفار )، ( د دغه خبري يادونه) د الله پاک ( په دې ) وينا( کي شوې ) ده چي : وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ الآية !!

معلومه شوه چي له عذاب څخه د خلاصون لپاره توبه او استغفار مُهم سبب دی .
نو اوس په دې زمانه کي له عذاب څخه د مخنيوي لومړنی سبب ( د نبي عليه السلام ) وجود نشته، نو بايد دوهم سبب ( استغفار ) ته يې خاصه  پاملرنه  وکړو او له الله - جل جلاله – څخه د خپلو گناهونو بخښنه وغواړو او توبې ور ته وباسو . 

۴ : له عذاب څخه د خلاصون بل سبب ايمان دی .

۵ : بل سبب يې شکر دی  .
الله تعالی فرمايي : مَا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِنْ شَكَرْتُمْ وَآَمَنْتُمْ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا (النساء : ۱۴۷)
ژباړه : الله ستاسو په عذاب څه کوي، که مو شکر و ايست او ايمان مو راووړ او الله شکر قبلوونکی پوه دی !!
په دې آيت کي الله تعالی دې خبري ته اشاره کړې چي الله پاک د هيچا په عذابولو ته اړتيا نه لري او نه دا کار الله تعالی ته  کومه گټه رسوي .

خو ليکن د الله تعالی رحمت داسي ځای غواړي چي د رحمت قابل وي او هغه دا چي مؤمن او شکر کوونکی وي .
کله چي کوم ځای له دغي وړتيا خالي وي، نو پر هغه د رحمت پر ځای الله پاک عذاب نازلوي .
نو څوک چي د ځان لپاره نجات او خونديتوب غواړي، بايد ځان په ايمان او الله تعالی ته په شکر کولو ښائسته کړي .

   ( نور بيا ...)

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery