مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دطالبانو مشرتابه ته د طیب اغا لیږل سوی لیک پوره متن !

سید محمد طیب اغا

 بسم الله الرحمن الرحیم

شیخ الحدیث جناب محترم آخندزاده صاحب ته! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
الله تعالی دې وکړي چې دخپلو دوستانو او ملګرو سره ښه صحت او پوره عافیت ولرئ.
تاسی ته معلومه ده چی  تیر کال می د سیاسی دفترمسؤولیت  له یو چا سره د شـخصي مخالفت په سر نه، بلکې د یو لړ ناخوالو د رامنځ ته کېدو او اصولو پر اساس پخپله پرېښودلو سره می خپلی غوښتنی شهید منصور صاحب ته وړاندې کړې وې او دا مې هم ورته  ويلي وه چې دا کارونه  د یوې شپې، هفتې یا میاشت نه دی چی تاسی ی وکړی  بلکه مونږ به یو کال انتظار وباسو چی دا کارونه سم سي او بیا درسره ملګری سو؛ خو  تاسی ته معلومه ده چی په تير يوه كال كي په دې اړه د هیڅ اقدام پیل هم و نسو. 
زه تحریک د یو عضو یا فرد  په حیث ځان د تحریک او تحریک د ځان بولم او هر څه چی می په وس کی وی د تحریک د ملګرو سره به د هیواد د ازادۍ، استقلال ابادی او اسلامی نظام د قیام  لپاره  د خپل وس سره سم همکاري کوم ان شاءالله.
محترم! ستاسی د غوښتنی او همدا راز د ډیرو ملګرو د اصرار په اساس غواړم چی د ځان د کار، د سیاسی دفتر او د هغه د کارونو د ښه پرمختګ په اړه ضروری خبری او همدا راز د تحریک یا امارت په اړه عمومی مشوري تاسی ته ورسوم.
محترم !د موجوده حالاتواو شرایطو په نظر کی نیولوسره د تحریک مرستیال د مرستیالی او د سیاسی دفتر دسابقه لازمو او ضروري صلاحیتونو سره د دفتر د مشـرتوب لپاره تر ما مناسب او مؤثر واقع كيدلاي سي.
ستاسې له خوا په پورته ذکر سوي خبري باندې د موافقې په صورت کی به زه ستاسی سره د یوځای والی اعلان کوم او   په دفتر کی به په هغه مسؤولیت او نامه چې راته ټاکل کیږی کار کوم او بیا به پر دا لاندې اتو(۸)  مهمو خبرو په ګډه کار سره کوو؛ او که چېرې تاسی زما دا پورته پیشنهاد و نه منی اوموږ او تاسی یوتوافق ته ونه رسیږو هم دا خواست درته کوم چی تاسی خپله د دا اتو  خبرو په اړه دمخه تر دی چی تحریک کمزوری کیږی او یا سره  پاشل کیږی او یا په ملت کی منفور کیږی او یا هم د شورویانو خلاف د جهاد په شان مصلح مجاهدین او ملګری د صحنی وځی او یا په کورو کښینی او ځای ی داعشیان ،توپکیان او یا نور بد  خلګ نیسی،  او یا هم تحریک بیا د  ۲۰۰۱ م کال د حالت سره مخامخ کیږی  جدی او عاجل اقدامات تر سره کړئ.
۱. تګلاره: د دې لپاره چې د تحریک یا امارت د اوس او یا د آینده د پاره عمومي کړنلاره او سیاسی پالیـسي واضح سي او هم د خپلو پالیسیو د پرمختګ د پاره مناسب تشکیلات رامنځ ته او یو تګلاره ترتیب سی، په تګلاره کې هغه شیان چې څو میاشتې مخکې د محترم ورور ذاکر صاحب له خوا د ملاحظاتو په شکل تاسو ته وړاندې سوي وه، او ستاسو لخوا ورسره باندې موافقه سوې وه د تګلارې په ترتیب کې د اصولي موضوعاتو په حیث هم په نظر کې ونیول سي. د تګلارې د ترتیب  لپاره دې سیاسي دفتر ته دنده وسپارل سي چې هغوی په نسبتاً آرامه او ازاده فضا کی د شورا د غړیو د کمیسیونو مسؤولینو او اعضاو ، په داخل او خارج کې د بی طرفه علمای کرامو او دینی مراجعو د لارښوونې او د سیاست پوهانو، د پوهنتونونو استادانو، متدینو او په هېواد مینو محققینو، مخورو او قومي مشـرانو او د اسلامي نړۍ د بعضی علمای کرامو، جهادي او سیاسي تنظیمونو او د نظامی و عسکری متخصصینو او تجربه کارو شخصیتونو د مشورو سره سم د اسلامي شریعت مطابق یو جامع او قابل عمل نظامی ، ملکی،سیاسی او اقتصادی او نورو لپاره  تګلاره ترتیب او تاسي ته یې د منظورۍ لپاره ولېږي.
۲. د "امارت" په ځای که "تحریک" وکارول سي ښه به وي خو که د "تحریک" په ځای د "امارت" نوم کارول کېږي، نو د امارت څخه به حکومت مطلب نه وي ځکه دا ښه عواقب نسی درلودلای،نو ښه دا ده چی امارت د تحریک په معنی وي. امارت به د حکومت په معنی هغه وخت مناسب، معقول او شرعي وي چې د هېواد مرکز او ورسره اکثریت خاوره د امارت یا تحریک په مکمل کنټرول کې سي او یا دا چی  د هېواد په خاورې مونږ واقعاً لکه څنګه چې اسلامي شریعت حکم کوي یو حکومت سو. یوازې د حکومتي تشکیلاتو په جوړولو او مطبوعاتي تبلیغاتو او اطرافي سیمو کنټرول او د بل په هیواد او خاوره کی د مشراو نورو اکثرو مشرانو  او حکومتی تشکیلاتو وجود  به په خپله خاوره کی د یو حکومت په معنا نه وی.
۳. د امیرالمؤمنین په ځای دې د امیر یا مشر نوم کارول کېږي، د امیر المؤمنین په نامه د بیعت لپاره د جنګ کولو او فشار راوستلو د پاره تر هغه وخته انتظار وسي تر څو په پورته ډول دامارت او د هغه دامیر شرایط پوره سي (یعنی د هیواد مرکز او او ورسره اکثره ولایتونه و خاوره تر خپل کنټرول او اداري لاندی راولو) او بیا هلته د دا لقب او بیعت  په اړه  مشوره وسي.که نه په اوسنیو شرایطو کې د دی کار په خاطر مظالم ترسره سوی او کیږی او هم دښمن د "امیرالمؤمنین" له نوم او بیعتو څخه د یوې بهانې په شکل تحریک د ملت او نړۍ څخه منزوي کوي او مشکلات ورته جوړوي، دا چې په شرعي نګاه د امیرالمؤمنین اطلاق په کومو شرایطو سره د چا لپاره کېدلای سي تاسو ته بهتره معلومه ده. خو د تېر یوه کال په دوران کې چې د بیعت تر عنوان لاندې څه وسول ټولو ته معلوم دي، موږ په دې هېواد کې د نه بیعت په خاطر تر فشار لاندې کړل سوو او داسی حالاتو د جوړیدو کوشش وسو، تر څو یا خو بیعت وکړو او یا د کوربه هیواده ووځو.نو ښه به دا وي چی اعلان وسي چې د بیعت د حاصلولو لپاره به د یو چا مخالفت، او یا  ورسره جنګ نه کېږي، او نه به هم ځورول کېږي. د یادولو وړ ده چی د امیرالمؤمنين د لقب په اړه  د مشـر ملا صاحب مرحوم د وخت او اوسني شرایط ډیر سره متفاوت دی. که موږ نن د دغسې مسایلو په اړه واضح او صریح دریځ ونه نیسو او دا پېچلتیاوې له اوسه واضحې نه کړو، په آینده کې به بیا په فکري لحاظ یوه مبهم او ناجوت حالت سره مخ اوسو. په پاکستان کی ناست قیادت سنګه په بل هیواد یا افغانستان کی د نورو څخه د بیعت غوښتنه کوی ایا دا کار اسلامی کیدلای سی؟ 
۴. د دې دپاره چې د امارت کارونه په ښه او مستقله توګه پرمختګ وکړي او خپلی فیصلی په خپله وکړی ، د تحریک مشر (تاسی) د شورا اکثریت غړي او د کمیسونو مشران باید د پاکستان څخه ووځي. په پاکستان کې د تحریک د کلیدي او فیصله کوونکو افرادو او تشکیلاتو موجودیت په فعلي شرایطو کې چې پاکستان ورسره مخ دی او یا هم آینده به د اوس په شان  په تحریک هغه څه تحمیل او ومني چې د تحریک او افغانستان په تاوان وي اوممکن دا به د پاکستان په ګټه هم وی چې زموږ له محدود موجودیت څخه به له نړیوالو فشارونو څخه خلاص سي. 
۵. د سیاسي او خارجي امورو لپاره دې د پخوا په شان یوازې سیاسي دفتر وي. هغه نظامي او غیر نظامي مسوولین یا افراد چې د پاکستاني، ایراني او نورو خارجي استخباراتو سره مستقیم یا غیر مستقیم اړیکي ساتي د یو یا دوه خبرداریو څخه وروسته د یو څه وخت لپاره او یا د نه اصلاح په صورت کې د ټول وخت لپاره د کاره ګوښه کړل سي. ځکه چې دغو استخباراتو سره ارتباط په یقیني ډول شر او تباهی ته مفضـي دی او هغه داسې چې بېروني استخبارات د پخوا څخه کوشش کولی او آینده به یې هم کوي تر څو د سیاسي دفتر څخه پرته د افرادو او مسوولینو سره د خپل ارتباط له لارې هغه څه چې د رسمي او مسول،چینل د لارې يې نه سي کولی سر ته ورسوي او هم د خبرو یا ناخبرو مسوولینو او افرادو په توسط د تحریک او هېواد مصالحو ته د اسلام او جهاد تر چتر لاندې زیان ورسوي. تېر وخت دا ثابته کړې ده چې د تحریک د استخباراتو کمیسیون او ځینو نورو مسؤلينو لخواد خارجي استخباراتو د درواغجنو او مغرضو معلوماتو پر اساس یو تعداد هېوادوال په داخل او خارج کې له منځه وړل سوي ،بندیان سوی او یا ځورول سوي دي. د تېر جهاد مثالونه هم سته او اوس هم دغسې هڅې روانې دي چی زموږ ملګرو ته بهرني استخبارات ځینې اهداف ورکوي او بیا زموږ ملګري په ناحقه قتلونو، ځورولو، بی عزته کولو او د عام المنفعه ځایونو په له منځه وړولو او نورو شیانو ککړېږي او په ملت او دنیا کی به بدنام او آخرت اوجهاد به ی خرابیږی. که کله امارت یا تحریک دغو خلکو ته وسلې او پیسې نه ورکوی نو دوی بیا مجبور وی چې د خپل ځان د حفاظت لپاره خپلو وسله والوساتلو لپاره به  یا له بهرنیو استخباراتو پیسې واخلي پاټکان به اچوی او یا به هم څوک اغوا کوي او څوک به وژني یا تهدیدوی او له دې لارې به ځانوته پیسی پیدا کوي. په داسی کارو سره به د دوی کړنې لکه څنګه چی په تېر جهاد کی د داسی اعمالو په وجه  جهاد،مجاهد، قومندان او رهبر بدنام سواو هېواد د تباهۍ، بد امنۍ او ګډوډۍ خوا ته ولاړ او اوس هم که داسی خبرو ته توجه ونسی نو الله دي نه کوی موجوده جهاد، عالم او طالب به بدنامیږی او هیواد به بیا د نوی یمو میلادي کلونو څخه د بدتر حالاتو سره مخامخ کیږی. 
۶. مالي کمیسیون چې د مشر ملا صاحب مرحوم له خوا جوړ سوی و او د څو کلونو راهیسي تقریباً فلج سوی او
ځاي يې شخصی او غیرقانوني مالی نظام نیولي، بېرته ښه فعال او کار یې شفاف سي، او ټوله بودیجه او نور ټول مالي او اقتصادي امور دې دغه کمیسیون ته مکمل  وسپارل سي او چی هر کله تاسی مناسب بولی د هغوی سره محاسبه وکړي. او ددې په بدل کې دې اقتصادي کمیسون  وطنوالو ته د مرګ او بل تهدید په ځای داسې یوه طریقه غوره کړي چې که څوک غواړي په خپله خوښه کومک کوي خو ښه دی، که نه باید په مرګ او بل شی تهدید نسی او نه هم  په زور پیسې ور څخه واخیستل سي. د عشر و زکات او نورو نومونو او یا په زور د پیسواخیستلو په اړه دی بیا د تګلاری د جوړیدو په وخت دعلماوواو دینی مراجعو څخه پوښتنه وسی. مال او پیسه به ځي او راځي خو تحریک او ملت به وي. او هم باید دشخصی مالیانو سره د تحریک موجودي پیسی باید په یوه او بله بهانه د نظامی وغیر نظامي ملګرو څخه ونه سپمول سی ځکه دا د هغوی حق اوهم اوس هغوی ډیر مجبور او ضرورتمند دی باید بی له ځنډه ورته وركول سي ځکه حقدار ته د حق رسول شرعی مکلفیت دی.
۷. د یو مسلمان او افغان په صفت یوبل مظلوم مسلمان ته د مهاجراویا میلمه په حیث ځای ورکول دینی او وطنی وجیبه ده خو په افغانستان کی په تیرو وختو کی د ا ثابته سویده چی هغوي هیڅکله د مهاجر او یا میلمه په مرتبه قانع سوی نه دي  بلکه هغوی اوس یا پخوا دلته د مجاهد،جنګیالی ،شراکت دار او بعضی ډلي خو يی لا ده واکدار په حیث د اوسیدلو کوشش کاوه نو آینده هم که هغوي په هر نامه راوستل کیږی یا راځی تر دی کښته درجه او مرتبه به و نه مني او خپل مستقل کار او تصرفات به کوي. البته د تګلاری د جوړیدو په وخت کی که د افغانستان او اسلامی نړی علمای كرام  د اسلامی شریعت مطابق هغوی ته همدا او یا بله درجه ورکوی باید ټول یی په خوښي ومنو خو تر هغه وخت پوری دي سابقه او هم د زابل پیښی ته په کتلو سره په تیرو دووکلو کی راوستل سوي د غیر افغان مجاهدینو فعالیتونه کنټرول او د نورو راتګ  وځنډول سی او بل دا چی د نورو د راتګ سره موافقه او یا راوستل او ځای په ځای کول د هغوی سره هم ظلم  دی؛ ځکه چی  هغوی په داسی یو فکر راځی چی دلته  خو د امارت حکومت دی کارونه به برابر کړو خو تیر کال  په زابل کي د ازبک مجاهدینو سره چلند ته په کتلو سره لازمه ده چی د نورو خارجي مجاهدینو د راتګ په اړه ښه فکر وسی. دوه کاله مخکی هم مونږ شهید منصور صاحب ته دغه پورته مشوره لیږلي وه او د رهبري شورا فیصله هم همدا وه چی باید دا خلګو ته د ځاي ورکولو پرځاي محفوظه لاراو وسائل برابر کړل سی خو متاسفانه چی د بل په اشاره هغه څه وسول چی د تحریک او امارت په تاریخ کی به د یو تور داغ اویوې ځوروونکې حادثې په توګه ثبت وي  ښه خو دا وه چی د سیاسی دفتر د نظرسره سم  د هغوی سره هغه هیوادو ته چی هغوي غوښتلای  په تګ کی همکاری سوي واي.
۸.ترڅو چې یوه جامع تګلاره جوړېږي، ټولو مجاهدینو ته امر وسي  چې په مساجدو کی د مخالیفینو  ترور، وژل او چاودنې بی له واقعی شرعی محاکمی د مخالفینو د بندیانو وژل په قطعي ډول جدي منع دي، ځکه په مساجدو کې د خلکو وژل که د  شرعي اړخه موجه وي او یا غیر موجه وي، خو په عامه توګه د مسلمانانو ترمنځ د مجاهدینو حیثیت ته سخت تاوان کوي، مساجد چې د الله جل جلاله د عبادت او د مسلمانانو مقدس ځایونه دي، د مسلمانانو په زړونو کې ځانګړی حرمت لري، دا ډول پېښې که له یوې خوا د عامو مسلمانانو ذهنیتونه د مجاهدینو په اړه بدلوي، له بلې خوا دښمن ته د تبلیغاتو یوه وسیله جوړه سوې ده، چې د الله په کورونو (مساجدو) کې چاودنې او وژنې کوي. دا څه وخت مخکې دمدني حرم شریف څخه دباندي خو په لږه فاصله چې کومه چاودنه وسوه، په ټوله اسلامي نړۍ کې یې څومره بد اثر وکړ، که څه هم چې نور مساجد د نبوي حرم شریف په څېر نه دي، خو بیا هم هر مسجد د مسلمانانو په زړونو کې ځانګړي حرمت لري، او د نبوي حرم شریف پېښه زمونږ او ستاسو له خوا هم وغندل سوه، نو چې په نورو ځایونو کې په مساجدو یا مساجدو ته نېژدې ځایونو کې چاودنې غندو، په خپله خو یې باید په هېڅ صورت ونه کړو، همدارنګه په عامو لارو کې له موټـرونو څخه د مشتبه خلکو را کښته کول او بیا وژل چی د لسانی، قومی او منطقوی دښمنیو سبب ګرځیدلی بند سی، پلونه او سړکونه او نورعام المنفعه ځایو ته انفجار ورکول او یا د هغه جوړونکی کاریګران اوانجینران او د خیریه او تعمیراتی مؤسيسو کارکوونکی چی د ملت د هوسایۍ اود وطن د جوړیدو لپاره کار کوی له منځه وړل یا تښتول او یا د افغاني  بندیانو وژل پداسی حال کی چی د اشغالګرو هیوادوخارجی بندیان د ډیر وخت لپاره ساتل کیږی نو افغانی بندیان هم باید وساتل سي اوهمدا راز د هغو کسانو خپلوان او قریبان وژل چې د مخالفینو سره کار کوي- یوازی د یوه مخالف کس د له منځه وړلو په خاطر په شفاخانو،تعلیمی او نورو ملکی ادارو  بریدونه کول او بی ګناه خلګ پکښی وژل د داسی ټولو کارو عاملین باید مجازات او هم د تحریک خلګو او ملت ته معرفی سی، محاکمه سي او هم یی پلټنه وسی چی د داسی کارو تر شا کوم لاسونه دي چی غواړی تحریک او ملت سره په دښمنی کی واچوی او بدنام یی کړی  سره د دی چی د اختر په پیغامو او نورو اعلامیو کي په مکرر ډول د پورته  کارو څخه ممانعت سوی خو  ولی عملي سوي ندی – داسی کارونه مجاهدینواو د جهاد حیثیت ته سخت تاوان رسوي. د یو اسلامی تحریک په حیث زمونږ برخورد باید اسلامی  وی نه انتقامي او عملی وي نه قولي و مطبوعاتي
    والسلام   
  ۱۶/۰۷/۲۰۱۶ 

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery