مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چې تېر شي هغه هېر شي

سيد حسين پاچا

اينجنير محمد امين کريم ته د تېرو خاطرو يادښت :

بهير د ناصرباغ کمپ د حضرت بي بي مريم لېسه کې د ميډيلين البرايت مخکې د ((مرګ بر امريکا)) نارې وهلې چې بيا هغې پوه کړی وو
د ISI په وسيله مو د CIA له مامورينو سره کتل او د مرستو غوښتنه مو ترې کوله. د خپلې سياسي ناپوهۍ او هم د نورو په لمسون بيا مو د لوړ پوړو چارواکيو مخکې مو ښکنځل ورته کول او پر ټول ملت مو د ((مرګ شعارونه)) ورکول. حضرت يوسف عليه السلام معصيت ته د زليخا د رابلنې په وخت کې هم د ((احسن مثوای)) خبره ورته کړې وه. د الله تعالی او د بنده دواړو احسان هېرول په کار نه دي، ځکه خو ((د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره زموږ د جهاد مفاد او منفعت پخپله ګټه وڅرخول او هم يې زموږ د لروبر ټولو پښتنو د يو قوي زغامت مينځته راتلو او هم يې زموږ د مجاهدينو د ښه او قوي حکومت مخه ونيوله)) او Blackmail يا منزوي او هم يې د نړۍ له پامه يې وغورځولو.

https://youtu.be/_hVz3WcZFiA?t=100
https://youtu.be/_hVz3WcZFiA?t=109


د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د بروکسل په غونډه کې د خپلې وينا پر مهال د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ روغه جوړه د سولې لپاره يو ماډل ياد کړ، خو ګلبدين حکمتيار يې په افغانستان کې يوه 'بدنامه څېره' وبلله.

محمدامين کريم :
که څه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزير د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې له موافقې څخه غوڅ ملاتړ ښودلی، خو د هغه پر وينا ښاغلي کري په خپلو خبرو کې ډيپلوماټيکي اداب تر پښو لاندې کړل.


نوټ :
آغلې ميډيلين البرايت د ۱۹۹۷ ز کال د نومبر پر ۱۸ مه، د دوشنبې پر ورځ د پېښور د ناصرباغ کمپ د حضرت بي بي مريم لېسې ته راغلې وه. له ماشومانو سره يې خپله روغبړ وکړ.


ښاغلی اينجنير کريم ،
دا چې تاسې د حزب اسلامي و حکومت ترمينځ دې مو يو د مرکچي پلاوي رول ولوباوه درته درناوی لرم. ځکه چې يو قدم په سوله کې اخېستل دنيوي واخروي دواړه ګټې لري. دا چې جهاد يې يو حکم او الله تعالی ورته  د ((فضل الله المجاهدين بأموالهم وأنفسهم علی القاعدين درجة)) ويلي، خو سوله يې بل حکم او د ((والصلح خير)) يې ويلي. له دې وجهې موږ بايد وخت او شرايطو ته په کتو او هم خپلو لوړو ملي - اسلامي ګټو او ښېګڼو ته په کتو او هم د نورو له لورې راباندې راتپل شوي جنګ ته د پای ټکي ايښوولو په پار ډېر څه پر ځان وزغمو. دا چې هلته هغه وخت له سروماله تېر او د سرومال زياته درنه قرباني مو ورکړه، نو فلهذا د ((بأموالهم وأنفسهم)) د حکم په رڼا کې موږ بايد ډېر څه او د خلکو يوه نيمه سپينه خبره او نيوکه وزغمو. خبره زغمل پخپله يوه ستره سرښندنه ده چې څوک يې وزغملی شي. انبياء عليهم الصلاة والسلام ډېر څه زغملي دي. ځکه خو قرآن پاک تل اولوالعزمه انبياو ته په دوو شيانو ((صبر ولمونځ)) سپارښتنه کړې.او دا يې د مرستې ((استعانت)) د ترلاسه کولو لپاره ورته د حل لاره بللې ده.

ښاغليه،
دا چې تاسو د بروکسل په غونډه کې د ښاغلي کيري په خبره خپه شوي ياست او دا مو ((ديپلوماتيک اداب تر پښو لاندې کول)) ګڼلي دي چې موږ يې هم درسره ملاتړ کوو چې بايد نه يې وای ويلی، ځکه چې په هېواد کې له جهادي پيره تر دې دمه نورې ډېرې بدنامې څېرې هم لرو چې البته ځينې به يې له ښاغلي حکمتياره زياتې بدنامې وي او کمې به نه وي، خو دا يې هسې نړيوالو ته وريادول وو چې په سوله کې بايد ډېر څه وزغمل شي. تاسې ته پته ده چې کمبوديا خپلې پنځوس کلنې جګړې هم د پای ټکی کېښووه. سره له دې چې ملت يې د رايو په اکثريت سره د ولسمشر پر ضد رايه ورکړه، خو هغه دا کار وکړ.

تېر ته په کتو مې ستاسې ګيلې ته د شلو کلو مخکې خاطره را تر زړه شوه چې که ښاغلي کيري ديپلوتايک اداب تر پښو لاندې کړل، خو داسې يو وخت وو چې موږ له خپلې سياسي ناپوهۍ او څه د نورو په لمسون د دې لپاره چې د لروبر ټولو پښتنو د يو قوي زغامت د مينځته راتلو او هم زموږ د مجاهدينو د يو ښه قوي حکومت د مينځته راتګ مخه يې د خپلې ديپلماسۍ دستګاه د مهارت له مخې چې څارګره اداره (ISI) يوه مسلکي اداره ده په ډېر مهارت سره زموږ د جهاد مفاد او مفعت د تل لپاره پخپله ګټه وڅرخول. تاسې خپله ورته وګورئ چې مشاهد حسين سره له خپل همکاره امريکا ته تللي او هلته يې له رسنيو سره په زغرده ويلي او زموږ مساله يې د کشمير پورې اړوند بللې ده او ويلي يې دي چې ((د کشمير د مسلې له هوارولو پرته افغانستان کې سوله نشي ټينګېدلی)).

دېته بدمعاشي وايی چې اوس دوی امريکا ته په سترګو کې ورننوځي او لا پېغورونه هم ورکوي چې امريکا نور زبرځواک نه دی او بيا ترې د کشمير په مساله کې منځګړيتوب هم غواړي. دوی خو له جهادي وهجرتي پيره د مشرف تر وخته او هم تر دې دمه په پېرمانه مرستو او پيسو عادت او روږدي شوي وو، نو دا چې اوس ښاغلی اوباما او اداره يې په حساب ورکوي او ترې حسابي غواړي او هم ترې ځينې غوښتنې لري. ښکاره خبره ده چې اوس پينټاګون هم ترې حسابي غواړي، نو داسې نه شي کېدای چې هم يې مالي ونظامي مرستې اخلي او هم يې عسکر او تبعه وژني، نو زموږ غوندې ناپوه او لېونيان هېڅوک نه دي چې ډېره بېځايه محاسبه مو د خپلې زياتې خوشباورۍ له امله کړې وه چې په پايله کې يې هغه دی چې د حزب اسلامي مشرتابه د جنګ لاره غوره کړه او له سياسي انزوا سره مخ شو او د روسانو د وړانديز له وخته بيا د بُن تر پرېکړې پورې پرې حساب ونه شو او سياسي سيالانو يې له وخت نه په ګټې سره ګټه پورته کړه او حالات يې ټول په خپله ګټه وڅرخول. ان تر دې چې ښاغلی کرزی وړمه ورځ هم چا پخپل تلين کې ونه شو زغملی او ښاغلی غني هم د خلکو د سترګو اغزی دی.

دا چې مو د غني په شتون کې سوله وکړه دا مو يوه پر ځای پرېکړه وه. خير دی که مو د څارګرې ادارې په لمسون له خدای بښلي ډاکټر نجيب الله سره ونه کړه. که مو کړی وای، نو له دومره انزوا سره به هډو مخ نه وای او نه به هغه شته چې مو درلودل له لاسه نه وای ورکړی. د سلو کلو اردو مو له خپله لاسه کباړ کړه. پخپلمنځي جګړو کې يې ښکېل او د ښاغلي فرهاد علي خاور د هغې مرکې پر بنسټ ((The Five Evils who destroyed Afghanistan)) چې له برابر سره يې کړه چې بوټو خپله وېره او ترهه چې په ۱۹۷۹ ز کې يې له بابر سره شريکه کړې وه چې :
• بېثاتي
• نړونه او سوځونه
• کمزوري کول

Thus we started to destabilize (1) and burn (2) Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power (3) to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

دا د کمونيست بوټو هغه ميراث وو چې له دوزخي بابر سره يې پرې اندېښنه ښوولې وه او بيا د هغه له په دار ځړولو (اعدام) وروسته ورته له ديکتاتور ضياء راواخله تر دې دمه ټولو ملکي، استخباراتي ونظامي چارواکيو ادامه ورکړې چې دېته هډو جهاد نه، بلکې د ټولو اسلامي ونړيوالو ارزښتونو او قوانينو سره په ټکر کې ده. دا چې چا ورته پرون او څوک يې نن جهاد بولي په اسلامي ارزښتونو کې ورته کوم لاسوند نه تر سترګو کيږي. موږ بايد له دې وروسته پخپلو ملي - اسلامي ارښتونو باندې له سره کتنه وکړو.

ښاغليه،
ستاسو د دې ګيلې پورې مې د خپلې خوږې پښتو ژبې دغه متل و لنډۍ را تر زړه شوې چې :

((په يارانه کې هم ګيلې وي هم جنګونه)).

زړه مې په زړه کې در نه بد دی
زما اشنا ته دې کنځلې کړي دينه

د عاشقانو دا مزاج وي
چې په خوله خاندي پټ په زړه لري داغونه

د عاشقانو زړه نازک وي
معشوقو مه کوئ رټلي ځوابونه

زړه مې دا ستا خبرې غواړي
لکه للمي غنم چې غواړي بارانونه

پايله ومشوره :
اوس هم لا وختي دی. موږ ډېر څه کولی شو. که هلته مو د خپل ګران هېواد ورانۍ ته ملا تړلې وه، نو که نن له ښاغلي غني سره يو او په خوا کې ودرېږو او پوره ملاتړ يې وکړو، نو تېر ته په کتو که د خپل ګران هېواد په ورانۍ کې شنه زمريان وو، نو ان شآء الله هغه ورځ لېرې نه ده چې ډېر ژر به بيرته خپل هېواد پر خپلو پښو ودروو او د نورو له احتياجه به خلاص شو. پر ځان بسيا کېدنه او بيرته ځان پر خپلو ودرول دا په حقيقت کې ستر جهاد يا ستره سرښندنه ده.

ډاکټر محمد اشرف غني د دې وړتيا لري چې نړيوالو ته د دې قناعت ورکړي او دا قناعت يې ورکړی دی چې موږ د ترهګرۍ بلهاريان يو او د پردی جنګ د پرديو د ناوليو موخو د ترلاسه کولو په موخه د اسلام د سبېڅلي دين تر نامه لاندې پر موږ پر داسې ماهرانه بڼه راتپل شوی چې له هر اړخيز پلوه يې بلهاريان موږ او هم پرې له نړۍ نه باج اخلي. دا لا څه ان چې نن د خپل اتوميتوب له امله نړۍ او خپل نژدې دوستان چلينجوي او ورته وايی چې يا زموږ خبره واورئ او کنه نو په افغانستان کې هم سوله نه شي راتلای او لا له دې زياتي تانې ورکوي چې نور امريکا نړيوال ځواک نه دی. خوري او څښي هم د دوی او لا احسان يې هم نه مني.

زموږ د جهاد د وخت هغه پخواني شعارونه چې ((جهاد افغانستان دفاع پاکستان)) ټول له هند سره د دوستۍ په پار له يوې مخې پر اوبو لاهو شول او لا د مجاهدينو او افغان ننګياليو پرځای راته نن ((هندوان)) وايی. زرداري تهران وګيلاني بېجنګ ته منډه کړه او هلته يې خپله لنډپاري وښووله او نن هغه دی چې له روسانو يې سره نوې يارانه شروع کړه او زموږ له کمونيستانو يې هم لږه پښه  واړوله چې دوی خو روسان خپل ((دوستان)) خو دوی نن خپل ((وروڼه)) وبلل، نو هغه اسلامپال او د مدرسو څښتنان نن څه شول چې نن زموږ او د دوی توپير سره وکړي؟ ځکه خو د نړۍ ستر عالمان هم په دې اند دي چې ((دين وسياست)) بايد سره جلا شي. د خپلو سياسي موخو لپاره له دين نه ناوړه ګټه پورته کول له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري. په اسلام وسيکولرېزم کې بدي نشته، خو بدي و نه پوهاوی په موږ کې دی، نو ځکه يې له همدې امله په تعريف کې خطا شوي يا تېر وتلي يو. زموږه سرزوري، ناپوهي، نه زغم، نه درناوی، فساد، پخپلو کارونو او لګښتونو کې نه روڼتيا او نورې ناخوالې نه په اسلام او نه په سيکولرېزم کې راتلی شي.

بيا هم د حزب وحکومت سوله يو ښه کار او پرځای پرېکړه ده چې دا زموږ د ټول ملت شريکه غوښتنه ده چې نور تېری بايد له جنګه لاس واخلو او پر خپل نوي نسل او د هېواد پر بيا ابادونه تمرکز وکړو. د خپل نوي نسل پر پوهونه او زده کړو او پر بيا ابادونه او پرځان بسيا کېدنه کې زموږ د ټولو درنښت او عزت دی. الله تعالی دې مو بيرته پخپلو کې سره يو موټی او يو قوت کړي. خپلې اړيکې بايد سيده له نړۍ سره ټينګې کړو نه د نورو په وسيله.

په درنښت

 

د اسلامي حزب یو پلاوی امریکا ته ځي
http://www.pashtovoa.com/a/hezbi-islami-hekmatyar-is-sending-a-delegation-to-usa/3542823.html

Albright visits refugee school in Peshawar
http://reliefweb.int/report/afghanistan/albright-visits-refugee-school-peshawar

PAKISTAN: NASIR BAGH: MADELEINE ALBRIGHT VISITS REFUGEE CAMP
http://www.aparchive.com/metadata/youtube/c01d9f3d740ef6f0f96c9eb766b0008e

PAKISTAN: NASIR BAGH: MADELEINE ALBRIGHT VISITS REFUGEE CAMP
https://www.youtube.com/watch?v=_hVz3WcZFiA

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery