مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سپین او زرغون بیرغ

نظرمحمد مطمئن


زرغون بیرغ د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي ، اسلامي حزب (مولوي خالص بابا، چې وروسته یې رنګ سپین ته واوښت) ، نجات ملي ( چې وروسته یې بدلون وکړ)  ،  سپین بیرغ د حرکت انقلاب اسلامي اوحرکت اسلامي (منصورصاحب)، تور بیرغ د محاذ ملي ،  د اتحاد اسلامي اړ وند رنګونه او نښانونه وو.

طالبان چې مشران یې پخواني مجاهدین وو، په یو له پورته ګوندونو اړ وند جبهو کې یې د روسانو او د هغوی د ملګرو پر ضد جهاد کړی وو، د ځینو پخوانیو مجاهدینو کورنیو جګړو او له ولس سره ناسمو کړنو د اعمالو په غبرګون کې راپورته او په لومړيو وختونو کې د طالبانو د اسلامي تحریک په نوم یاد شول.

د طالبانو د اسلامي تحریک بیرغ سپین رنګ او په تور رنګ پکې د توحید کلیمه لیکل شوې وه. اوس هم د هغوی پخوانی بیرغ دی.

د بیرغونو او ګوندونو په تړاو زموږ خلکو خپلمنځي جګړې وکړي،  که تره کې (خلقي) تیروتنه نه وای کړي، د خلکو معتقداتو ، کلتوري او مذهبي ارزښتونو ته یې درناوی کړی وای، ممکن د وخت په تیریدو ستونزه حل شوی وای. د پرچمیانو او خلقیانو د ګوندي ستوزو له امله د روسانو مستقیم یرغل ته لاره هواره شوه، ببرک کارمل (پرچمی) د حفیظ الله امین (خلقي) د واک پای ته رسولو په موخه د روسانو په ټانک کې سپور راوستل شو او واک پرچم ډلې ته ولیږدول شو، هغه چې د ډاکټر نجیب الله (پرچمي) په وخت کې بیا زموږ ملي بنسټونه هم ورسره خراب شول، او قومي ملیشي د تاجکو، ازبکو، بلوچو او پښتون قومونو په نوم جوړې شوې،  د هغه وخت د دفاع وزارت له تشکیل څخه دا جوړښتونه بېل او ملي بنسټونه یې ولړزول چې پایله یې دهمدې ناسمو پریکړو په نتیجه کې د ډاکټر نجیب الله په لاس جوړې شوو ملیشو لخوا خپله ډاکټر نجیب له ستونزو سره مخ او بالاخر  د طالبانو لخوا هم په ډیره بیړه وژل کیږي، که دوستم د ډاکټر نجیب الله له هیواده وتلو او هند ته تللو مخه نه وای ډب کړي، ممکن نجیب الله له هغه برخلیک سره نه وای مخ شوی، کوم چې موږ ولیدل.

د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي +شورای نظار جګړې، د حزب اسلامي او حرکت انقلاب اسلامي ترمنځ جګړې، هغه څه وو چې د روسانو  ۹ کلن یرغل او موجودیت ته یې زمینه برابروله، که احمدشاه مسعود د حزب اسلامي څخه ویره نه درلودلای، ممکن له روسانو سره یې پټ تړونونه ، نه وای کړي.

کله چې کابل ونیول شو، که د بیرغونو او ګوندونو خبره نه وای،  د استاد ربانی شخصیت ته په کتلو سره هغه حکمتیار صاحب زغملای شوو، ولي د ناپوهو مشوره ورکوونکو دواړو ډلو ته ، د پرون ورځې مجاهدین یو بل ته د وژلو لپاره اړ کړل، او دواړو یې له پخوانیو کمونسټانو (دوستم او جبار خان) څخه د مرستې په تمه شوو.

کله چې طالبان راپیدا شوو، که هغوی د پخوانیو مجاهدینو وړ درناوی کړی وای، هغوی ته یې له یوې مخې د شر او فساد کلیمې نه وای کارولي، او د ګوندونو ښه مجاهدین یې له ځانو سره ملګري کړي وای، د مجاهدینو د مشرانو /رهبرانو  باور یې له تر لاسه کړی وای، ممکن چې همدغو کسانو د طالبانو سره مرسته کړي وای، سمه ده چې طالبان وایې چې دوی همدا هڅې کړي، ولي کافي نه وي.

داچې طالبان ځوانان وو، هغوی تجربه نه درلودله، که تجربه لرونکو مجاهدینو او د مجاهدینو مشرانو حوصله او زغم کړی وای، او د طالبانو سره په مشوره ورکولو کې یې ځانونه مسؤل ګڼلي وای، ممکن ستونزه دومره لویه شوې نه وای، کوم چې بیا هم د شمال ائتلاف او د مجاهدینو مشرانو  (استاد ربانی، استاد سیاف، پیر سید احمد ګیلاني، حضرت صبغت الله مجددي،  استاد خلیلي او استاد محقق)  د امریکایانو راتګ ته ښه راغلاست ووایه.

کله چې د کرزي حکومت راغی، که په کور ناست طالبان یې مجبوره کړي نه وای، هغوی ته یې درناوی کړی وای، د هغوی سپکاوی یې نه وای کړی، هغوی یې مجبوره کړي نه وای، او له کوره ایستلو ته يې اړ کړي نه وای، ممکن د امریکا او ناټو پوځیانو دومره اوږد شتون بهانه ، نه وای پاتې شوې.

که کرزي د ډاکټر نجیب الله د قومي ملیشو او ملي بنسټونو نړولو تاریخ نه وای تکرار کړي، سمه ده چې د پیټریو س له طرحې (اربکیان جوړولو) سره یې مخالف درلود، خو عملا یې څه ونه کړل، همدغه د اربکیانو جوړولو زموږ ملي بنسټونه بیا لړزاند کړل او قومي او سیمئیزو جګړو او دښمنیو ته یې لاره هواره کړه، کندوز  او د بغلان ډنډ غوري یې ښه مثالونه لرلای شو.

که د امریکا او ناټو سره د جګړې پر مهال طالبانو له ولس او خلکو سره په خپلو کړنو کې مثبت بدلون راوستی وای، د دوی د نظام په وخت کې تیروتنې یې بیا ځل نه وای تکرار کړي، او د دوی تر کنټرول لاندي سېمو کې یې له خلکو سره ښه چلند کړی وای، د خلکو او پخوانیو قومندانانو او ټوپکوالو یې درناوی کړی وای، اربکیان به دومره په پراخه کچه نه وای پیداشوې. د اربکیانو د جوړښت طرحه سمه ده چې د جنرال پیټریوس د عراق تجربه وه، خو طالبانو وار له مخه په دي کې مرسته کړي وه او ځینې خلک د طالبان له چلند څخه خوشاله نه وو.

د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ هغه څوک لومړی د اربکیانو مشر شو چې پخوانی مجاهد، د طالبانو د نظام پرمهال د طالبانو قومندان او زړور سړی وو، د کرزي له حکومت سره پاتې شو، په کور ناست وو،  وروسته یې وروڼو یا خپلوانو ډیر عادي د پلچکونو قراردادونه اخیستل، ورور یې ورته ووژل شو، او قومندان بازمحمد په لوی لاس اربکیتوب ته مجبوره کړل شو.

کله چې د طالبانو نظام سقوط وکړ، زما او قومندان بازمحمد خان دواړو څخه د استاد سیاف قومندان ښاغلي حاجي عبیدي ساتنه کوله، او قومندان عبدالرحمان خان د هغه وخت دهلمند امنیه قومندان چې زموږ دواړو غوښتنه یې درلودله، حاجې عبیدي په لاس ورنه کړو. زما ښه یاد دي چې کله حاجي عبیدي کابل ته راتلی، د کرزي د حکومت لومړۍ میاشت وه، قومندان بازمحمد یې د همدغو خپلسرو وسلوالو او دهغه وخت د هلمند  د امنیه قومندان له ویري کابل ته ورسره بوت، زما په اړه یې قومندان حاکم خان  ته وویل چې تر څو ژوندي یاست، عبدالرحمن خان ته یې په لاس ورنه کړئ.

د کندهار د پنجوایې د اربکیانو مشر ودود کاکا (مشهور په بابک) ، مخکې له دي چې په زنګاوات کې د پاڅون  ږغ وکړي، یو نیم کال مخکې کابل کې ما ولیدی، د سيمئیزو طالبانو څخه یې شکایت درلود. هغه خپله انديښنه شریکه کړه، هغه ودود کاکا  چې کله طالبان په پنجوايې کې وو، دده په کور به ناست وو.

پر امریکایانو طالبانو حمله وکړه، وروسته طالبان پټیدل، یو طالب چې امریکایانو یې پلټنه کوله، د ودود ماما (اوسنی د اربکیانو مشر) کور لورته راغی،  ودود ماما خپل ځوی ته وویل چې طالب خلاصیدل غواړم، زه د کلتوري او قومې ارزښتونو په نظر کې نیولو سره هغه کیسه پوره ځکه نه کوم، چې د طالب ورور هم دغه ډول کړنه د طالب دخلاصون لپاره نه کوي.

د اندړو پاڅون چې پېل شو، د حزب او طالب له نومه یې شروع وکړه، په منځ کې چې کوم خلک ګرځیدل چې ستونزه حل کړي، هغوی بندیان شول، د پروژې مشرانو د حزب په نوم خلک راپورته او له طالب سره یې وجنګول، چې تر نن ورځي پوري د اندړو تر ۷۰۰ زیات ځوانان دواړو لورو ته وژل شوې، کور په کور دښمنې او د پروژې لوبغاړي په کابل کې ارام ناست دي.

نن همهغه د اندړو د پاڅون قاتلین لوبغاړي د حزب اسلامي حکمتیار په ډله کې مهم رول او کردار لري، او د حکمتیار صاحب د راتګ له پاره څراغونه بلوي، له همدې ادرسه بیاځل غواړي چې حزب اسلامي او طالب سره وجنګیږي.

باور وکړئ چې زه په کابل کې د هوایې ډګر پر سر د استاد رباني او  احمدشاه مسعود د انځورونو  سره یوځای د حکمتیار انځور وګورم، زه به د خوښې احساس وکړم.

که زه د کابل وزارتونو کې د احمدشاه مسعود ، استاد رباني د عسکونو ترڅنګ د حکمیتار انځور وګورم، خوښ به شم. که زه د جمعیت اسلامي د بیرغ ترڅنګ د حزب اسلامي بیرغ وګورم خوښ به شم.

که په کابل کې د ارغندیوال حزب اسلامي مرکزي دفتر پر سر دحکمتیار صاحب انځور وګورم، که د سباوون صاحب ، د فاروقي صاحب او هلال صاحب د دفترونو پر مخ د حکمتیار صاحب انځورونه وګورم، دا به د راتلونکې لپاره ښه زیری وي.

که د ګردو پخوانیو جهادي ګوندونو یو متفق بیرغ او متفق مشر انځور وګورم ډیر به خوشاله شم، ستونزه به اسانه شي، له طالبانو سره تفاهم ته به لاره پیداشي.

ولي که کابل ته د ښاغلي حکمتیار په راتګ سره د حزب وروڼه د هلمند په اطرافو کې چیرته چې طالبان دي، هلته شنه بیرغونه ځوړوند کوي، د غزني په اطرافو کې د طالبانو کنټرول لاندي سېمو کې د حزب په نوم خوځښتونه کوي، او د جنګ لپاره بهانې ولټول شي،  یا هم په اطرافو کې غونډې جوړوې، تر څو د کورنیو او بهرنیو جاسوسانو لپاره د جنګ د پېل اسباب مهیاء شي، زه یې سخت مخالف یم.

وړاندیز مې دادی چې دواړه لوري دي هغه انديښنې د خلکو په غور په نظر کې ولري چې نړیوال او کورنې دښمنان غواړي چې د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ جګړه وشي.

ما د حزب اسلامي له ډیرو مشرانو اوریدلي چې وایې کله هم طالبان راپیداشوو په ۱۹۹۴ز. کال کې، دوی وایې چې د جمعیت اسلامي او شورای نظار هڅې داوي چې طالبان له حزب سره جګړه وکړي.

همهغه وو چې ویل کیږي حکمتیار ددي لپاره چې د جګړې مخه ټول وخت د حزب لورته نه  وي، چهار اسیاب یې پرته له جګړې طالبانو ته پريښود، چې طالبان او مسعود مخامخ جګړې ته ودریدل، زموږ ویره داده چې بیا ځل ځينې کړۍ د حزب او طالب ترمنځ جګړه غواړي، او هسي هم له مخکې لا د حزب ډیری پخواني قومندانان او وسلوال د اربکیانو په لیکو کې ځای په ځای شوې.

طالبان دي هم زغم ولري، له پخوانیو تجربو دي کار واخلي، داچې حزب اسلامي په اطرافو کې پلویان لري، د هغوی سره دي ښه چلند وکړي، که د چا په کور شین ټوکر ځړیدی، ودي زغمي، هر شین ټوکر بیرغ نه وي.

د کابل د خپل منځې جګړو پرمهال ماته ویل شوې چې کله د هزاره ګیانو او استاد سیاف ترمنځ جګړې وي، د سور صلیب کارکوونکو ته دنده ورکول شوي وي، چې ددغو جګړو شدت ته لمن ووهي، همهغه وو چې مړی به  پیدا شوو، په سر کې به یې میخونه ټک وهل شوې وو.

په شمال کې د طالبانو جګړې اوځانګړې ډول د پروان ولایت اړوند سېمو کې، ماته ویل شوې چې ځینو د تاجکو وسلوالو به داسي پلانونه جوړول چې د پروان ګرده تاجک د قوم په نوم د طالب مقابل کي ودریږي.

د سپټمبر پر ۲۸مه د غزني ښار کې د حزب اسلامي په ملاتړ غونډه کیدله، خلک حق لري چې غونډې وکړي، ولي داچې  د حزب اسلامي ولایتې مشران له هغو سېمو خلک ورته راغواړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندي دي، او طالبان یې ممانعت کوي، دا څه معنی لري، جګړې ته لمن وهل دي.

داچې د ګرشک په قلعه ګز کې په کور باندي شین ټوکر او یا بیرغ ځړول کیږي، او د طالبانو تر کنټرول لاندي سېمه ده، اول خو دي د کور خاوند د حزب او طالب ترمنځ د نږدیکت کوشش وکړي، او بیا که په بیرغ وطن جوړیدای، خو ۴۰ کاله مو د بیرغونو له امله هیواد وران شو. او که طالب په شین ټوکر باندي یو څوک توهین کړي او بندي یې کړي، هغه د تیر وخت تیروتنو تکرار دی، په اخلاقي لحاظ دي هغه سړي قانع کړي، چې اوس وخت د بیرغو او جګړو نه دی.

راځئ په مشترکاتو کار وکړو، د حزب اسلامي راتګ کابل ته حتمې دي، د حزب پلویانو څخه مې غوښتنه ده، که چیرته  په لویو ښارونو کې غونډي کوي، په  ښارونو کې هم د دوی پلویان ډیر دي، او که په کومه سېمه کې چې ددوی واک دی، هلته غونډې کوي، ښه خبره ده، خو که له اطرافو خلک راغواړي او هلته بیا د طالب او حزبي دښمنې ته زمینه برابريږي، هغه څه دي چې موږ ،  ورڅخه ویره او اندیښنه درلودله او لرو یې.

طالبان دی حکومت سره د حزب اسلامي په یوځای کیدو نه خفه کيږي، باوري معلومات دادي چې کله هم تیر ځل حکمتیار صاحب صدراعظم  شو، او طالبانو د وريښمین تنګي له لاري پر کابل حمله وکړه، د حزب اسلامي قومندان، هغه چې ډیر بدنام هم دی، زرداد خان له طالبانو سره داسي مرسته کړي، لکه څرنګه چې د کندهار په نیولو کې له طالبانو سره د جمعیت قومندان ملانقیب الله وکړه.

زرداد جګړه ونه کړه، سروبی یې پرته له جګړې طالبانو ته تسلیم کړ، د مسعود قواوي په وريښمین تنګي کې محاصره پاتې شوې، او مسعود له دي ویري چې دی او ملګري یې محاصره پاتې نه شي، هغه او ملګرې يې په دوو چورلکو کې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه وتښتېدل، د کابل سقوط یو عمده عامل د حزب او مسعود ترمنځ بې باوري او  د حزب د قومندانانو له طالبانو سره په دغه وخت کې نه جګړه کول وو.

طالبان او د حزب وروڼه دي پر دي ژور غور وکړي چې که چیرته دوی یو له بل سره جګړو ته ځي، او یوبل کمزوری کوي، یو بل ختموي، ګټه یې چاته ځي؟ که طالب کمزوری شي، حزب اسلامي واک ته رسيږي؟ که حزب اسلامي ختم شي، طالب ته واک رسیږي؟د جګړې د لاري د دوی او هیواد  ستونزه حل کیږي؟

۱۳۷۱ ل. کلونه نږدې تجربه ده، موږ د واک میزان له لاسه ورکړ، ځینې ګوندونه ډیر قوي شوو، او ځینې په لوی لاس له صحنې څخه وایستل شوو، چې دادی نتیجه یې ۲۴ کلونه نور هم په جګړه کې بوخت یو.

زه پر دی هم نه خوښیږم او انديښنه لرم چې حزب او شورای نظار بیا جګړو ته ولاړ شي، د دواړو ګوندونو مشرانو ته عرض لرم چې تاسي کومې جګړې د کورنۍ جګړې پرمهال وکړي، دهغوی کومه ګټه که تاسي لیدلي وي، ښه ده، بیا هم جګړو ته لمن ووهئ، او که نن ستاسي د نفاق او خپلمنځې دښمنیو له کبله درباندي سیکولران او پخواني کمونسټان حاکمان دي، نو هیله ده چې نور د جګړو پرځای تاسي او ګرده مسلمانې ډلې سره یوځای،د  هیواد د خپلواکۍ او یو  سوچه افغاني نظام لپاره په ګډه کار وکړئ. 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery