مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دوکټورنجیب الله د زړونو واکمن!

سرلوڅ مرادزی

یو نجیب دی چې پر زړونو پاچاهي کا په دربار کې يي سپاهي او لښکر نشته
 مرګ يی هسې ویر په ټول وطن کې خپور کړ
 چې خپګان ته يي حاجت د ټبر نشته
 م.م
«وطن یا کفن»، «سر ورکوو، خو سنګر نه ورکوو» ،«کنار رفتن نیروها باید مطرح بحث نباشد، بلکه کنارامدن انها مطرح بحث است»، ملي پخلاینه او ډېرې داسې نورې د دوکټور نجیب الله هغه ګړې او تلپاتې ویناوې دې چې نن هم د سیاستوالو، رسنوالو او ډیری افغانانو په خوله کې اوړې رااوړي. خو دوکټور نجیب الله د عام ولس په منځ کې چې د تنظیمي او سیاسي ناروغیو په لالچ ککړ نه دي، زیات ګرانښت او درناوی لري.
په افغان تېرو مشرانو کې لږ داسې پیداکیږي چې ویناوې يي زړونو ته دومره نږدې وي، پر زړونو کښلې وي، راښکون ولري او د ولس د وخت غوښتنې په ریښتیني بڼه بیان او تفسیر کړي.
بل پلو داسې نه شي کېدای چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ارواښاد ډوکټور نجیب الله د واکمنۍ پیر او د هغه شخصي ځانګړتیاوې له افغاني ټولنې اخوا او د خپلځاني خیال په انځورشوې ټولنه کې تر کتنې او څېړنې لاندې ونیول شي. د څېړنو او شننو پیلامه او ارتوکي باید د نوموړي پر واکمنۍ له واکمن چاپیریال او د هغه مهال د افغان ولس د غټو او سراسري غوښتنو او هغو ته د غبرګون او ځواب له زیرمې څخه راواخیستل شي. دوکټور نجیب الله د هغه مهال د افغاني سیاستوالو منځ کې د خپلې ټولنې د سملاسي او ملي غوښتنو په اړه، ترټولو ریښتی اوستر مفسر او د هغو په پلیتوب کې ترهغو نورو پیشګام او ژمن سیاستوال و.
همداراز زړونو ته د ویناوو د نږدیتوب او راښکون له اغیز سربېره، دوکټور نجیب د ژوند او واک په مهال او عملي ډګر کې هم د ولس غوښتنو ته ډېر نږدې پاتې شوی. هغه مهال چې افغان ولس د فخر افغان پاچاخان په وینا د نړۍ د دوه سترو زبرځواکونو د جګړې په غوبل کې ګیر وو او د پردۍ جګړې لپاره په دواړو غاړو لکه د نن پشان، افغانان وژل کېدل د دوکټور نجیب الله د روغې جوړې جوړې، ملي پخلاینې او پر یوې چرګۍ د افغانانو د راټولېدو غږ د وخت ریښتینې او د افغانانو د زړه غوښتنه وه.
د هغه ډېرې وړاندوینې ریښتیا ختلي او په دې لامل يی د افغان ولس په زړونو کې يي ځای نیولی.
وايی چې د سپین ږیرو او مخورو یوه غونډه کې ارواښاد ډوکتور نجیب الله له سپین ږیرو د مشورې پتوګه وپوښتل چې د راتلونکي دولتي واک د برخلیک په اړه د دوی نظر څه دی؟ د سپین ږیرو منځ کې یو تن پاڅېد او ويي ویل چې تاسو ته زما مشوره دا ده چې دولت دې په یوه پیغام کې د ۷ تنظیمونو غوږ ته په پاکستان او د ۸ تنظیمونو غوږ ته په ایران کې ورسوۍ چې که د هر تنظیم مشر له نورو مخکې کابل ته ځان راورسوه، د کابل تخت به هغه ته ورکړل شي. بیا وګوره چې د سروبي او یا هرات پورې د جهادي تنظیمو مشران به خپلو منځو کې یو بل سره وخوري او تر کابله به یو هم روغ او سلامت راونه رسیږي!
لکه د نوموړي سپین ږیري پشان ارواښاد نجیب الله جهادي تنظیمونه او د هغوی ځانګړتیاوې او موخې تر بل هر افغان مخکې ښې او په ژوره توګه پېژندلې. دا تنظیمونه د افغانانو د ملي اړتیاوو او ملي موخو دپلیتوب لپاره نه وو رامنځته شوي، بلکې زیاتره يی د پردیو د استخباراتي کړیو په مرسته او ملاتړ او د هغوی د موخو د پلیتابه لپاره په پام کې نیول شوی وو.
دوکټور نجیب الله په یوه غونډه کې د کندهار خلکو ته ویلي وو، ټیک ده د یوې شېبې لپاره به دا ومنو دا چې مجاهدین وايي روسان ګنې نجیب الله د ژنیو تړون په مټ نه دي ایستلي، بلکې جهادي تنظیمونو په زور وویستل، خو پوښتنه دا ده که تاسو روسان ایستلي وي، نو بیا خو تور لینګي پنجابیان د افغانستان پرپاکې خاورې، مه واکمن کوۍ!
دا همغه وړاندوینه وه، کله چې د اسلامي جمعیت او نظارشورا سرخېلانو، برهان الدین رباني او احمدشا مسعود کابل کې دولتي واک یرغمل کړ، په سبا يي دISI د هغه مهال مشر جنرال حمیدګل کابل ته راوغوښت او په حکومت کې يي ورته د خپل مشاور پتوګه وړاندیز وکړ!
په ورته مهال د پاکستان د دیکتاتور ضیالحق زوی په پل خشتي جومات کې د خپل پلار په وکالت او نیابت چې پلار يي په ۱۹۸۸ کې د الوتکې په پېښه کې جهنم ته تللی وو، د شکراني لمونځ اداکړ. اوس چې کله اسلامي جمعیت او نظارشورا پنجاب سره د دښمنۍ تیږه په سینه وهي، افغانانو ته د خندا وړ او له یوې زرګرې معاملې او د افغانانو له تېرایستلو پرته، بل مفهوم نلري!
د مجاهدینو د خټې، تومنې او کړنچار په اړه د دوکتور نجیب ا لله وړاندوینې دومره پرځای او عملي دي چې په دې اړه د هغه هره خبره د کاڼې کرښه ده. په هېواد کې کوڅه په کوڅه او ناحیه په ناحیه جنګ او د جهادي قصابانو په لاس د افغانانو د وینو لښتي بهول، هغه وړاندوینې وي چې د خبردار او هوښیار واست پتوګه نوموړی په هره وینا او لېدنه کې د افغانانو له غوږو تېرې کړې دي.
دوکټور نجیب الله اوس نه لښکر، نه ملیشه، نه حکومت او نه په کور دننه او یا بهر لکه دوبۍ، سویس اویا نورو ځایونو او بانکونو کې پیسې او پانګه لري او نه يي په دې برخه کې ویاړلې میرمن او سپېڅلو اولادونو ته په میراث څه پری ایښې دي، خو نجیب الله د افغانانو پر زړونو واکمني کوي او د افغانانو د ملاتړمعنوي شتمني او خزانه د هغه سره ده. خوشې نه ده چې نن وخت هم جهادي فرعونان او دېوان لکه د هرات اسمعیل خان یوازې د هغه له عکسونو او انځورونو ډاریږي او له خوبه په لړزه له کټه راپریوځي!
بلخوا نجیب د افغانانو د سولې او امن غوښتنې ته یوازې په وینا کې ژمن نه وو، بلکې په عمل کې هم ژمن پاتې شو. لومړی له دولتي واکه پخپله خوښه تېرشو چې د هېواد تاریخ يي ساری نلري او هغه يي د ملګرو ملتو په همغږۍ د هغه مهال موقت حکومت ته وسپاره او بیا د روغې جوړې د نورو هیلو او موخو په لار کې د شهادت درجې ته ورسید!
نجیب الله واک ته د رسېدو سره سم، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د بسیا او د افغانانو د خپلمنځي پخلاینې لپاره چې هغه مهال هم، یوخوا د بهر او په تېره بیا د پاکستان لخوا نااعلان شوې او نیابتي جګړه روانه وه او بلخوا په کور دننه افغانان هم په بېلا بېلو سنګرونو کې سره پاشلي وو، د خپل ګوند او دولت اندیښنې او تګلارې وارزولې او د هغو له منځه يي هغه بدګڼې چې هم يي د بهرنۍ جګړې په وړاندې د افغان دولت بریا او هم يي د وخت نوروغوښتنو او د افغانانو ترمنځ پیوستون ته تاوان رساوه، لیرې کړي. د هغه ټوله هڅه دا وه چې په یوه چرګۍ افغانان راټول کړي او د دې موخې د پلیتوب لپاره يي د ملي روغې ــ جوړې لار پرانیسته.
د هغه دا مشهوره خبره چې ویل يي« کنار رفتن نیروها باید مطرح بحث نباشد، بلکه کنارامدن انها مطرح بحث است»، په دې موخه وه چې د وطن ګوند په ګډون دې په هېواد کې دننه او بهر جهادې تنظیمونه، د پخواني پاچا« چې اوس د ملت بابا ګڼل کیږي» پلویان، ملي ګوندونه، ځانګړي شخصیتونه او د افغانانو نورمخور مشران، د یوه لنډ مهال لپاره لومړی په یوه موقت حکومت کې چې څارنه او سمبالښت به يي ملګرې ملتونه پرغاړه لري، راټول شي او بیا دې د دوی د خپلمنځي توافق له مخې ټولټاکنې وشي او منتخب حکومت دې د هېواد د چارو واګې په لاس کې واخلي.
د دوکټور نجیب الله لخوا د روغې جوړې په اعلان شوې کړنلا کې هیڅ افغاني ډله او تنظیم مستثنی نه و. همداراز د ملي روغې جوړې په کړنلار کې د ملي موقت حکومت اډانه چې د ملګرو ملتو سره په همغږۍ جوړه شوې وه ، له هغه موقت حکومته چې په ۲۰۰۱ کال کې د بن په غونډه کې جوړ شو او پخواني ولسمشر حامد کرزی يي مشر شو، خورا پراخه او بشپړه وه.
د بن په غونډه کې د دولتي واک شپېته سلنه یوازې نظارشورا ته ورکړل شوه او پاتې څلویښت سلنه په نورو ډلو وویشل شوه. د بن په موقت حکومت کې د وطن ګوند، د حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند او طالبان له ونډې او پامه وغورځول شول او په لویلاس د دولتي وا ک پر سر د بلې شخړې او جګړې لپاره لار پرانیستې وساتل شوه.
په دولتي واک کې د ونډې لپاره اسلامي ګوند او طالبانو وسلواله جګړه پیل کړه، خو د وطن ګوند لارویانو او پلویانو له مدني او سیاسي لارو خپلوهلو ځلو او هڅو ته دوام ورکړ.
بلخوا ډاکټر نجیب دا خبره هم بیا بیا کوله چې د ملي روغې جوړې موخه یوازې د جګړې پایته رسول نه دي، بلکې دا یوه بشپړه ستراتیژیک کړنلار ده چې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، انساني او اسلامي برخو کې زموږ ملي ژوند بیا سمبالوي.
که څه هم هغه مهال د جګړې پایته رسول، په هېواد کې د امن او ثبات ټینګښت اود ملي روغې جوړې نورې هڅې د نظارشورا په لنډه غرۍ، د یوې کودتا په مټ شنډې شوې او هېواد يي د یوې بلې خطرناکې جګړې په لور ټېل واهه چې په بېلا بېلو بڼو تر نن پورې ادامه لري؛ خو د سولې، ټیکاو او د ژوند د بیا سمبالښت لپاره د افغانانو هڅو دوام وموند او اوس د ولسمشرغني په مشرتوب هلې ځلې دوام لري چې که له تېرو تېروتنو ګټه پورته شي او هغه تکرار نه شی، دا ځل به افغانان د ملي روغې جوړې مېوه په ریښتیا وڅکي!
په دې لار کې د ولسمشر غني په مشرۍ له دولت سره د حکمتیار د اسلامي ګوند ملګرتوب او له وسلوالې جګړې لاس اخیستل یو زړور ګام بللی شو. اسلامي ګوند د دوکټور نجیب الله په مهال هم موقت حکومت کې له ګډون سره مخالفت نه وکړی او هغې ته يي هرکلی ویلی وو. احمدشا مسعود د شمالي خلکو سره په یوه غونډه کې دې خبرې ته اشاره کوي او د پيغور په بڼه وایی چې حتی حکمتیار هم د دوکټور نجیب الله او د ملګرو ملتونو په همغږۍ په طرحه شوي موقت حکومت کې د ګډون هرکلی کړی، چې د مسعود په اند دا حکمتیار او نورو مجاهدینو ته شرم وو. خو نن ښاغلي غیرت بهیر د اسلامي ګوند یو مشر او حکمتیار ته نږدي کس د شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې، د یوې پوښتنې په ځواب کې د دوکټور نجیب الله د مهال په موقت حکومت کې د خپل ګوند له ګډون څخه انکار وکړ او داسې ګډون يي د خپل ګوند لپاره کسرشان وباله. سړی پوهیږي چې یا ښاغلی غیرت د هغه مهال له پېښو پوره خبر نه دی او یا يی د نظار شورا له ډاره په یوه تېر شوي حقیقت سترګې پټې کړي.
د دې ګوند یو بل مشر هم بچه سقاو یو لوی مجاهد ګڼلی وو. ښای داسې خبرې هم د ځان په ګټه، د نظارشورا د پام رااړولو لپاره شوی وې چې د افغانانو له کرکجن او سخت غبرګون سره مخ شوې.قریب الرحمان سعید هم چې یو مهال د اسلامي ګوند ویاند او د دې ګوند لوړپوړی چارواکی دی، په تېر کې د خپل ګوند د تېروتنو په اړه له هېوادوالو بخښنه غوښتې چې پخپل ځای کې د قدر وړ او یو زړور ګام دی، خو وروسته د دې ګوند نورو چارواکو له داسې څه ویلو نوموړی منعه کړی دی!
دلته موخه دا ده چې د اسلامي ګوند مشران او ویاندان له هغه ځایه چې د نن وخت رسنیو سره ډېر بلد نه دی، باید اله پته او ګډوډې خبرې ونکړي. د دوی په خبرو او دریځ کې باید نظم وي او له یوه مرکزه يي لارښوونه وشي. دولت سره په ګډ کار يی ډیری افغان خوښ دی او باید د وخت نوې غوښتنې او حالات په پام کې ولري.
زه له دې ګوند سره نه فکري ملګری یم او نه کوم بل تړاو، خو دا زړور ګام يي ستایم چې دولت سره يي روغه وکړه او بیرته خپل هېواد ته راستانه شول.
په هر حال دا د تېر وخت خبرې وې او نن سیاستوالو ته پکار ده له روان ناورینه د هېواد او خپل ولس په ژغورنګ کې همت وکړي او پرینږدي چې په کور دننه او بهر د سولې دښمن او جګړه مار ځواکونه جګړه لا وغځوي، سولې او ټیکاو ته د هېوادوالو هیلې په اوبو لاهو کړي.
که نن د ولسمشر غني د سولې غوره شوې تګلار ګام په ګام او په دقت پلې شي، ډېر ژر به افغانان د یو شمېر طالبانو په ګډون پر یوه چرګۍ راټول شي، هېواد ته به ریښتینې سوله راشي او د ارواښاد دوکټور نجیب الله او نورو افغانانو د هېواد د ودانۍ او د افغانانو د سوکالۍ هیلې به ترسره شي.
د ارواښاد دوکټورنجیب الله د شلم تلین په مناسبت
 د ۲۰۱۶ کال د سیپټمبر ۲۵ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery