مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

که زه د حکمتیار صیب مشاور وای، حتما مې ورته ویل:

نجیب ننګیال


که زه د حکمتیار صیب مشاور وای، حتما مې ورته ویل:
- د "خپلواکۍ او جهاد د اتل" احتمالي لقب مه منه. افغانستان د خپلواکۍ يواځینۍ اتل لري، دا لقب دې يواځې او یواځې د غازي امان الله خان حق وبوله. د حکومت دا ممکنه لقب مه منه. له دې کار سره به دې د سقاو د ملاتړ کیسه هم جبران شي.

- "د جهاد د اتل" لقب د شوروي پر خلاف د جهاد په لاره کې ګمنامو شهیدانو ته ډالۍ کړه. د ټولو په استازولۍ یې کوم بې وسه یتیم او بې اسرې کونډې ته ورکړه. خلکو ته ووایه چې قرباني همدوی ورکړې او د دې لقب حقدار همدوی دي.

- د یو جهادي رهبر په صفت چې د ډېرو کتابونو لیکوال او د قران مفسر هم یې، د حکومت د امکاناتو له اخیستو ډډه وکړه. د ځانګړیو کورونو او ځانګړې بودیجې غوښتنه ناسمه ده. دا د دې غریب ولس بیت المال دی. دا پیسې او دا امتیازات مه اخله. ولس ته ووایه چې د جهاد په نامه امتیازات اخیستل حرام دي. پرېږده چې نور هم د خجالت احساس وکړي.

- په کورنیو جګړو کې د ښکیلېدو په اړه له ولسه بښنه وغواړه. له هغو کورنیو بښنه وغواړه چې په شعوري یا لا شعوري ډول د حزب اسلامي د مجاهدینو لخوا وژل شوي.

- په خپلو لیکنو او ویناوو کې ان د ځان په اړه هم د حقیقت ویلو جرات وکړه. ولس وپوهوه چې اخر ولې او د کومو عواملو له کبله تاسې په یوه بدترینه کورنۍ جګړه کې ښکیل شوئ.

- خلکو ته ووایه چې ستا کورنۍ او ګوندي غړي تر عادي افغانانو لوړ نه دي او هیڅوک حق نلري چې د حزب اسلامي تر نامه لاندې خلک تهدید کړي.

- د عدالت د تامین لپاره کار وکړه. هو، له اردغانه یې زده کړه. بالکل همغسې د دې هېواد د بقا لپاره فعاله سیاست وکړه.

- خلکو ته اجازه ورکړه چې تا نقد کړي، پوښتنې در څخه وکړي او دا له شدیدې ذهنې ټراما وتلی ملت ممکن مخامخ ښکنځلې درته وکړي. ورته "مسکی" شه، خو دا ځل یې وژنه مه. په سړه سینه ځواب ورکړه. که پړ وې، بښنه ځنې وغواړه. دا ملت لوی زړه لري، ډېر لوی لوی جنایتکاران یې بښلي. بې غمه شه. تاسې هم بښي.

- لمن درته نیسو چې په اختلافي شرعي مسایلو کې ګوتې مه وهه. هغه د یو انجینر تر سویې پورته خبرې دي او نه تاسې په هغې اړه پوره تحقیق ته وخت لرئ.

-ګوره! د بیان د ازادۍ دوره ده. اوس ډېر په واک ګرځه. هر کار کې مشوره کوه. داسې بیا مه کوه چې ان ستا نژدې ګوندي ملګري ووایي: "د حکمتیار په سیاست یواځې حکمتیار پوهېږي".

- ګوره دا د خلق و پرچم خبرې هم هېرې کړه. باور وکړه اوس هیڅوک خلقی نه دی، هيڅ پرچمی نشته. ا تا یې چې پلار وژلی و، د هغه زوی ستا تر زویه ډېر د جماعت پابند دی.

راځه! خدای دې راوله. ګوندې دا ځل دې پل بختور شي. له "سپینې ږیرې" سره دې "سپینه سوله" راولې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery