مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دولتي تروریزم او اسلام اباد

سرلوڅ مرادزی

 څو ورځې مخکې کله چې ولسمشر اشرف غني هند ته سفر درلود، د هند د این ډي ټي تلویزیون سره يی د مرکې په مهال، په سیمه کې د تروریزم د پایته رسېدو په تړاو د پاکستان په اړه، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل« که دوی د تروریزم ملاتړ کوي، لازمه ده د دولتي تروریزم نوم ورکړای شي. خو یوه مهمه او قانوني لارشته چې باید لومړی اسناد او شواهد بشپړ شي، بیا قضاوت کېدای شي.»
د ولسمشر په په پورته څرګندونو کې د اسلام اباد د دولتي ترورزیم په اړه د قضاوت لپاره په اسنادو او شواهدو ټینګار شوی، خو له دې مرکې څخه له څو ورځو زیاتې نه تیریږي او د هغې په غبرګون کې د پاکستان پخواني دیکتاتور جنرال پرویز مشرف وايی« سره له دې چې طالبان، القاعده او حقاني شبکه د پاکستان لپاره اتلان وو، خو موږ اړ شوو چې د سپټمبر له پېښې وروسته د خپلو اتلانو په مقابل کې د امریکا د ګټو لپاره پر افغانستان د برید ملاتړ وکړو.
مشرف یو کال مخکې هم په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې طالبان، القاعده او حقاني شبکه دوی وروزل او د پاکستان لپاره یې د اتلانو رول لوباوه. روهي»
که څه هم پرویز مشرف اوس د پاکستان برحال دولتمشر نه دی او ښای ځیني ووايي چې د هغه څرګندونې رسمیت نه لري او د دولت پالیسي نه جوړوي خو بیا هم د داسې یو جیګپوړي چارواکي له خولې طالبان،القاعده او حقاني ډله د پاکستان اتلان ګڼل او د هغو په ملاتړ ښکاره اعتراف څرګندوي چې لا هم د تروریزم د ملاتړ په اړه د اسلام اباد په زړه پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلي او نن هم له یادو ډلو بشپړ ملاتړ کیږي او تازه په تازه داعش هم په دغو ډلو ورزیات شوی دی!
البته د تروریستي ډلو د شتون او ملاتړ په اړه یوازې پرویز مشرف نه غږیږي، بلکې د پاکستان نور پوځي او استخباراتي لوړپوړې چارواکي لکه د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزیر نصیرالله بابر، جنرال حمیدګل او نورو هم وخت په وخت داسې اعترافونه کړي دي.
په پاکستان کې د اسامه بن لادن وژنه، د ملا عمر مرموز مرګ او دوه کلونه د هغه د مړي پټ ساتل او تازه د ملا منصور وژنه نور هم داسې اسناد ګڼل کېدای شی چې په دولتي کچه له تروریزمه د اسلام اباد له ملاتړه پرده پورته کوي.
په هر خبر کې لولو چې په هېواد کې دننه پاکستانۍ ملیشه د واسکټونو، بمونو، پېژند کارتونو او نورو وسلو سره ونیول شوه. داسې کسان وخت په وخت د تلویزیون پر ښيښه ښودل کیږي چې له پاکستانه پخپل راتګ، د ISI سره پخپلو اړیکو او پخپلو ورانکاره او وژونکو اعمالو اعتراف کوي. په دې وروستیو کې خو د پوځي څرخکو په ګډون پاکستان، د افغانستان پر خاوره تیری وکړ او د ډیورنډ کرښې په بره غاړه په بېلو بېلو سیمو کې څو کیلو متره نور هم وړاندې راغلی دي.
بلخوا په سیمه یزه او نړیواله کچه هم د تروریزم د ملاتړ په پار، له اسلام اباده کرکه زیاتیږي او ورځې تربلې ګوښه کیږي.
هند ته د ولسمشر غني د سفر او افغانستان سره د هند د وروستیو مرستو له اعلان سره سم، پاکستانۍ ملیشو د ترهګرو په جامو کې د سیپټمبر په ۱۸ مه، د هند او پاکستان پولې ته نږدې پر یوې هندي پوځي اډې برید وکړ او ۱۸ تنه هندي پوځیان يي ووژل. «د هندي پوځ یوه افسر بي بي سي ته ویلي، په وسلو او لاسي بمونو سمبالو اورپکو د (اوري) په نامه پر یوې پوځي اډې د یکشنبې پر ګهیځ برید وکړ او اډې ته یې اور ورته کړ. دا اډه پاکستان سره د کنټرول کرښې ته څېرمه پرته ده»
البته دا برید که یوخوا د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر سرد تاوجنو اړیکو په لا خرابوالي کې لوی اغیز ښندلی شي، چې د ۱۹۴۷ کاله وروسته یانې د پاکستان د جوړېدو له وخته يي دوه ځلې د کشمیر پر سر جنګ کړی، بلخوا هند ګواښوي چې که هغه افغانستان سره ښې اړیکې پالي او مرسته ورسره کوي، د پاکستان لخوا د پوځي غچ سره هم مخامخېدلای شي.
د هند پر پوځي اډې د برید نه وروسته اسلام اباد د دې پرځای چې د هند د قاریدلي حکومت او هندي ولس د ارامۍ خیال وساتي، پرلګېدلي اور تېل پاشي او د دفاع وزیر يي په ډاګه اعلانوي چې که اړتیا پېښه شوه پر هندوستان به اتومي برید وکړي.
د بل هېواد په خاوره څرګند تیری او بیا د اتوم بم د کارولو ګواښونه، د زور او ترهې هغه سیاست دی چې اسلام اباد يي د خپلو ګاونډیانو افغانستان او هندوستان په وړاندې تل کاروي.
په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفیر شید محمد ابدالي څخه د هند ND تلویزیون پوښتنه وکړه، پکار نه ده چې هند، افغانستان او بنګله دېش په ګډه په اسلام اباد کې د سارک راتلونکې سرمشریزه چې نومبر کې جوړیږي، تحریم کړي؟
 ډاکتر شید ابدالي په ځواب کې وویل، «باید دا یقیني کړو چې ډېر تر ډېره هیوادونه سره رایوځای کړو، زه ډاډه یم د جنوبي اسیا اکثره هیوادونه هماغسي فکر کوي چې موږ یې کوو. نو باید په دې برخه کې هڅې هراړخیزې وي او موږ باید هغه هیواد (پاکستان) ته پیغام ورکړو چې زموږ د یووالي او سیمه ییزې سولې لپاره خنډونه جوړوي. افغانستان او هند باید په اسلام اباد کې د سارک غونډه بایکاټ کړي. تاند»
هغه دا هم وویل دا دولتي تروریزم دی، دا نور له دولته د بهر کسانو مسله نه ده. اوس موږ د دولت له لوري د حمایه کېدونکي تروریزم کره ثبوتونه لرو.
ریښتیا هم که چیری لومړی د افغانستان، هند او بنګله دیش ترمنځ یو مثلت جوړ شي او دا شان نور ګاونډي هېوادونه هم د هغې پر محور راټول شي چې سیمه کې د اسلام اباد له لوري د صادرېدونکې تروریزم له ګواښ سره مخ دي، د تروریزم په مخنیوي کې اغیزمن تمامېدای شي.
بلخوا ویل کیږي چې د ملګرو ملتو په سږنۍ غونډه کې به د افغانستان پلاوی چې مشري يي د ولسمشر دوهم مرستیال ښاغلی سرور دانش کوي، د اسلام اباد د دولتي تروریزم پوښتنه راپورته کړي.
دا هڅه باید یوڅه پخوا شوی وای، خو له حالاتو داسې ښکاري چې نن يی وخت رسېدلی وي او ښای ډېر هېوادونه د افغانستان له وړاندیزه په یوه یا بله بڼه ملاتړ وکړي.
که څه هم د تروریزم په ملاتړ او خپراوي کې پاکستان ځانته نه دی او ځیني هېوادونه خامخا شاته لري، خو دا هېوادونه په ښکاره له پاکستانه دفاع نه شي کولای او پریږده چې د داسې هېوادونه اصلي څېره هم نړیوالو ته بربنډه شي.
د وخت غوښتنه ده پخوا له دې چې سیمه د پاکستان لخوا په صادرېدونکي تروریزم کې ډوبه شي، باید د هغه په وړاندې په یوه سیمه یزه ټلواله کې سره یو موټی شي.
افغانستان باید د داسې ټلوالې د رامنځته کېدا دنده پرغاړه واخلي.
د سیپټمبر ۲۱ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery