مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په سويډن کې د علمی او مسلکی شخصيتونو په ویاړ کنفرانس جوړ سو!

غمخور
په سويډن کې د علمی او مسلکی شخصيتونو په ویاړ کنفرانس جوړ سو!
نن د۲۰۱۶ ز کال دسپتمبر په ۱۷ نېټه دمالمو شار دکروکسبيک ښوونځۍ دکنفرانسونو په تالارکي دورځي پر درې نيمو بجو په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنه داريانا کلتوری ټولنې دخپلوعلمی اودابی شخصيتونو دستاينې اوهڅونې په موخه يوه پراخه درنه غونډه جوړه کړيې وه .
دستاينې اوهڅو نې پدې درانه کفرانس دپوهنیار محمد رحمت الله تنها په ۲۰۰۵ ز کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي تر ټولوځوان او کشر استاد، د افغانستان د اټومي انرژۍ د کمیسیون د هستوي ټکنالوجۍ پخوانی رئیس، د پنځوخصوصي پوهنتونونود استادۍ افتخارلرونکی،د المان په هانوور پوهنتون کې د دوکتورا څېړونکی،د المان د فزیکوالو اتحادیې فعال غړی د المان د فزیکوالو اتحادیې د کلني کنفرانس د غوره جایزې ګټونکی د قلم او ژبې څښتن، لیکوال او څېړونکی، اجتماعي او اکاډیمیک فعال شخصيت،په پښتو او دري سربېره، په انګلیسي، جرمني د لیک، لوست اووینا څښتن .
تکړه اوفعاله ژورناليسته اوليکواله آغلې فريبا چرخي ،دالمان ږغ دوچه وله پېژندل سوی ژورناليست اويوزيات شمير قاموسونو ترتيبونکی ښاغلی احمدولي اڅکزی ،مشهور شاعر ښاغلی غفور اميني او مشهور سندرغاړي امان الله اميري زيار اوزحمت وستايل سو اوددوي دهريوه په هکله د مختليفو فرهنگی ټولنو اوعلمی شخصيتونورالېږل سوی پيغامونه اوليکنې دکنفرانس دوخت په نظر کي نيولو سره ولوستل سوې .
دکنفرانس کار قرانکريم دڅو مبارکو آياتونوپه تلاوت نه چي د رحيم شيرزاد لخوا قرات سو پيل ،دملی سرود تر اورېدو وروسته ددوستی دفرهنگی ټولمې دمشر پرانيستونکی وينا او درهغه وروسته دآرياناکلتوري ټولنې دمشر ښاغلی ولايت خان څدراڼ په ويناو پرانستل سو .
په کنفرانس کي هغه رابلل سوی درانه مېلمانه دکومو په وياړ چې دا کنفرانس جوړ سوي وو اوښاغلی الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ صاحب ته ددوستۍ دفرهنگی ټولنې اودسويډن دمالمو ښار دولتی ادارې لخوادستاينليک په ډالی ددوي هريوه درناوی وسو .
ترپرانيستونکو ويناو وروسته زموږ دهيواد وتلی عالم دکابل پوهنتون د ساینس پوهنځی فزیک دیپارتمنت پخوانی استاد او د افغانستان د اټومی انرژی کمیسیون پخوانی مسوول مشرالحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ په خپله عالمانه وينا ددې ستاين غونډي دکنفرانس کار پيل کړ .
کنفرانس ددوستۍ اوخوښيو په ولولوکي چي دورځې پر درېنيمو بجو پيل اودشپې پر يولس نيمو بجو په رسمی بڼه پايته ورسېد .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery