مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امنیت په څنګه تامین شي؟

ډاکټر عبدالجمیل ممتاز

 

همدې موخې ته د رسیدو لپاره زما طرحه

د امنیت د تامین او ټېنګښت لپاره پوهیږم چې دملي یووالي حکومت هر اړخیزې هڅې کوي، ځواکونه مو ټول په جګړو کې بوخت دی،دهېواد په ۳۳ ولایتونوکې درنې نښتې،عملیاتونه او جګړې روانې دي ،چې دغه جګړې د ښکیلو دواړو غاړو ترڅنګ له ځانه سره خورا دردونکي ملکي تلفات او مالي زیانونه لري .

ولې یو څه چې زه يې په ولایاتو کې وینم  او ګورم ،بهرنې اړخ  او لاسونو  ته يې نه ځم ، ولې په ولایتي سطحه ځیني اړین څه شته چې اصلاح يې ستونزې کمولی او امنیت تامینولی شی. دهمدې لپاره په  ماده وار شکلدخپلې طرحې څو نقطې وړاندې کوم.

لومړی :  که مو پآم وي کشفي برخه موخورا کمزورې ده،ډیری ولایتونو کې مدیریت تضعیف دی،هغه اپراتیفي پېسې چې باید د څار  او کشفي معلوماتو لپاره په مصرف ورسول شی جیبونو کې اچول کیږي،ان دغه مهم ارګان کې خیالي کسان او څارګر شته،هغه پېسې چې دغه برخه کې ځانګړې کیږي که په سمه مصرف او د څاګرو ادارو په مشرتابه او ښکته پوړونو کې وړ او وطنپاله کسان په دندو وګمارل شي نو ډاډه یم چې دښمن به لکه اوس داسې ازاد مټ خپل فعالیتونه ترسره نکړي.

ددې ترڅنګ دې په ولایاتوکې د خپلسرو وسلوالو ډلو سره جدي برخورد وشي،دغه ډلې هیڅ نشي کولی ،زه په لغمان کې دیوې پېښې خبر شوچې د وکیل مموزي په کور کې د جغلې سیم بکسونو غیر قانون دستګا ونیول شوه چې ان امنیتي ارګانونو يې کورته د ورننوتلو جرئت نه کاوه په داسې حال کې چې  همدا خلک دې چې په هر ولایت کې وضعیت هم خراب کړي ، دښمن ته ځای او وسلې هم همدوی ورکوي ،ډوډۍ هم همدا وکیلان،خپلسرې وسلوال او مافیا ورکوي، مخنیوي يې ګران ندی خو جدیت ته اړتیا ده چې مخنیویی امنیت قابو کولی شی.           
کنه د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست ته مې بله مشوره داده چې دداسې خلکو پرضد دې یوه محفي د ترور ډله جوړه کړې او هغه کسان دې یو یو ټارګيټ کړي چې د وطن ،خلکو، امن  او پرمختګ په زیان وي .

دوهم : دټولو مصرفي اونمایشي پوځي عملیاتو څخه دې ډډه وشي،ځکه  څومره چې موږ ګورو  دا ډول عملیاتونه پرته له دې چې تلفات ورکړي، زرګونه لیتره تیل مصرف شي، سپکې او درني وسلې مصرف شي بله هیڅ لاسته راوړنه نه لري.ددښمن دلمنځه وړلو لپاره دې کوچني هدفي غلچکې بریدونه ترسره شي ،او دکشفي معلوماتو پر اساس دې ددښمن دلمنځه وړلولپاره شپه او ورځ کمینونه ایجاد شي چې دا چاره له یو پلوه په دښمن کې سخته ویره اچولی او بل که مخامخ شي نو دسخت زیان سره به مخ شي.          
دریم  : هر وخت چې عملیات کیږي ،نظامې ځواکونه له زیات زور او درنو وسلو کار اخلي ،درنې وسلې او استعمال يې ددې لامل شوي چې د مخالفینو ترڅنګ په ګڼ شمېر کې ملکیانو ته ځانې تلفات او مالي تاوانونه واړوي ،چې دې چارې ددولت او ولس ترمنځ واټن پيدا کړی دی.باید ددرنو وسلو کار وانخستل شي.            
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او دملي امنیت عمومي ریاست دي دخپلو ځواکونو دوسلو،مهماتو او ټولو اکمالاتو په ښه توګه نظارت وکړي،څو بې ځای مصرف نه شي اوس موږ تاسو ټول وینو چې امنیتي سرتېري د خپلو قوماندانانو په مشوره په ښارونوکې تیل  او ان وسلې پلوري.    

که داسې نه وي نوبیاخو ولې د دښمن وسلې نه خلاصیږي په داسې حال کې چې ددولتي ځواکونو د وسلو منبع  او د راتګ لارې معلومي دي ،ددښمن چې دوسلو منبع  او د راتګ لار هم نده معلومه ولې نه خلاصیږي ،خبره همدا ده چې په ولایاتو کې وسلې پرې دیو شمېر کړیو لخوا پلورل کیږي چې ددې تشخیص او په اشد مجازات رسول د امنیت د تامین سره رغنده مرسته کولی شی.           

څلورم : په وسلوالیو کې وسلوالانو او د ملي امنیت عمومي ریاست ته دې دنده وسپارل شي چې هغه کورنۍ معلومي کړي دکوم چې اولادونه ،وروڼه او یا پلرونه دمخالف سره همکاري کوي او یا عملاً ددښمن په صفوفو کې ولاړ دي او جګړې کوي،ددغو کورنیو سره دې غونډه وشی،ورته دې وویل شي چې ستا زوی،ورور او یا د کورنۍ غړي ددښمن سره  کار کوي ،خپل وطن ورانوي ،خپل ولس او بېګناه سپين ږیري ،ښځې ،ماشومان  او امنیتي ځواکونه په شهادت رسوي ،څو دخپلو ناروا او نه بخښونکو کړنو لاس واخلي که يې ددغه خبر داري وروسته بیا هم خپلې کړنې ته دوام ورکاوه پرضد دې داسې جدي ګام پورته شی چې تاریخ يې یاد وساتي او بیا څوک ددولت پرضد دبغاوت سر اوچتولو ته په خیال کې هم ځای ورنکړي.

پنځم : ژر ترژره دې یو باصلاحیته ،پاک،صادق او وطنپاله کمیسیون وټاکل شی ولایت په ولایت دې دټولو امنیتي ادارو د پرسونل او ځواکونو  کره  معلومات ترلاسه کړي،دخیالي ځواکونو  څخه دې جداً ډډه وشی او هم دې  دشخصي ساتونکو په صفت د ملي ځواکونو د بوختیا څخه په کلکه ډډه وشی.ځکه اوس چې موږ ګورو نیمايي پولیس او نیمايي ملي اردو مو د شخصي ګارد په صفت دنده ترسره کوي،هغه کسان چې ملي ځواکونه د زان ساتنې لپاره مصر‏وفوي دومره فکر خو دې وکړي  که ددې ځواکونو څخه د ټولو د امنیت دساتنې لپآره کار واخیستل شی نو هم به ته خوندي وي او هم به ولس .

شپږم :  د امنیت په سکتور کې په لوړه  اوښکته برخو کې زیاتې ستونزې شته ،لومړي  دې د لوړرتبه ؤ ستونزه حل ،وړ کسان دې په دندو مقرر او هغوی ته دې بشپړ صلاحیت ورکړل شی چې په اړوند ارګان کې سمون او اصلاحات راولي او هغه کسان تشخیص ،له دندو ګوښه او محمې ته معرفي  کړي چې دیونیمې لسیزې په یوه چوکۍ ناست دي ،دمخالف سره اړیکې لري،یا وسلې پرې خرڅوي او یاهم د پوځي عملیاتو نه هغوی ته خبر ورکوي.چې دا چاره به دقانون په تطبیق او د امنیت په تامین مستقیم اثر ولري.

اووم : دولایتي شورا او پارلمان وکیلان اصلاً د ستونزو لامل دي غیر قانوني پارلمان دې ژر ترژره  لغوه او که ډیر بد درته نه ښکارم ولایتي شورا ګانې دې باالکل ختمې  اولمنځه یوړل شی،اتمر صاحب مې د لغمان دولایتي شورا درئیس  سره په روغتون کې ولید،عکس يې په فیسبوک کې خپور شوی و، دغه سړی طاوس عادل نومیږي ایا پوهیږئ چې دا سړي څوک دی او څومره دلغمان د امنیت لپاره مضر دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

نه چیري ؟

طاوس عادل چې دهرې منبع نه يې ترلاسه کړي ښې پریمانه وسلې لري، د مبارز په نوم دده یو اوښی چې په فضل د خدای تېره اونۍ مړ شو  دهمدې طاوس عادل په مشوره يې دلغمان په مرکز چهلمتیو کې د محلي پولیسو پوسته سقوط کړه ،مبارز چې په خپله دمحلي پولیسو په لیکو کې وو، د خپلې نوکریوالۍ پرمهال يې ویده ملګري شهیدان اوټولې وسلې يې طالبانو ته یو ړي او یو نیم میل يې طاوس ته ورکړي.     

دهمدې میاشتې په سر کې يې دګومین کې چې دده خپل کلی دی یو کس په ډزو وویشت ،ان ښار ته يې وسلوال راوستل،دمهترلام امنیتي وضعیت هم همدغو وکیلانو دې حالت ته راورسولو ، مخالفین يې کورونو ته راوستل،ډوډۍ يې ورکوله  او ان وسلې يې ورکولي، انجنیر قرار  چې ددغه ولایت څخه په پارلمان کې وکیل دي د وسلوالو طالبانو نیمايي په دغه ولایت کې حمایه کوي،د ولایتي شورا بل وکیل رفیع مموزي د محلي پولیس شهید سیداحمد په  جنازه کې چې لسګونه محلي او ملي پولیس هم ناست  وه دخپلو خبرو پرمهال وویل چې ددې نظام نه مخالفین ښه دي ،وه د خدای  او ولس دښمنه چاچې قرباني ورکړي دهغه په فاتحه کې او څوک چې درته ناست دې دطالب لپآره يې سینه سپر کړي او ته بیا ددوی پر وړاندې طالب ته ښه وایاست ؟؟؟؟؟

لنډه به يې وایم دا حالت زه خپله ګورم  اوخبریږم، دلته چې څه دې په ټول هېواد کې کېسه همداده ، نو ددې کوچنیو خو مضرو ډلو مخنیوي او له پښو غورځول په ټوله معنی د افغانستان امن تضمینولی شی،ځکه همدا ډلې دې چې قاچاق،ترور،غیر قانوني کړنې ،مافیاوي ډلې خپلسرې ملیشې، بدمعاشان ،غله .... ټول یا همدوی دي او یا دوی پوره حمایه لري.

نو په همدې اساس مې د ملي یووالي له حکومت له رهبري، جناب اتمر صاحب،دفاع وزارت  او کورنیو چارو وزارتونو هیله ده چې ژر ترژره په دغو برخو کې خپل اساسي نقش ولوبوي او که زما دغه څو خبرې وزن لري لږ پام دې ورته وشي.ترڅو امنیت تحکیم شی.

په درناوي

  


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery