مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کي بي روزګاري، د بي روزګاري عوامل، د هغي تاثیرات او د حل لاره یی څه دي

سید رفیع الله سیدي

لکه څرنګه چي مونږ ته بهتره معلومه ده چي په اوسنی وخت کي د افغانستان اقتصاد د تیرو کلنو په پرتله ډیر زیات مخ په خرابیدو دي چي ددي سره د بي روزګاري کچه هم ‌‌زیاته شوي ده او اولا هم مخ په زیاتیدو ده چي دا د افغانستان د حکومت، خلکو او نوي نسل لپاره ستره ننګونه ده لکه څرنګه چي زمونږ ټولنه تقریبا ۶۹ فیصده د ځوانانو څخه جوړه ده چي ځوان د ټولني د ملا د تیر حیثیت لري نو زمونږ اکثره ځوانان د بي روزګاري ستر ګواښ سره لاس او ګریوان دي.
نو ومي غوښتل چي د بي روزګاري او د هغي د تاثیراتو او عوامولو په اړه یو تحقیق وکړم او تاسي لوستونکي ته یی وړاندي کړم ترڅو د بي روزګاري په اړه په پوره معنا پوه او د هغي څخه دخپلي ټولني بشپړ مخنیوي وکړاي شي.
په لومړي قدم کي باید مونږ په دي پوه شو چي بي روزګاري اصلاً څه معني لري،
 د بي رزوګاري تعریف داسي شوي دي چی کله هم یو فرد په خپله پوره توانمندي او تعلیم سره د وظیفي د پیداکولو په هڅه کی وی خو وظیفه ورته نه پیداکیږي نو دي فرد ته مونږ بی روزګاره ویلي شو ځکه چي دا فرد په پوره معني سره د کار کولو وړ او تږي دي خو کار ورته نه پیداکیږي او یا بی روزګاري مونږ داسي حالات ته هم ویلي شو چي کله یو فرد د کار کولو عمر پوره کړي وي او غواړي چي پوره وخت سره کار تر سره کړي خو پدي ونه توانیده چي کار ځانته پیداکړي دي ته بي روزګاره وایي.
د افغانستان د بي روزګاري علتونه په لاندي ډول دي چي په دي تیرو کلنو کي مو حس کړل:
1. ملي تجارانو ته د امنیت نه شتون چي په سولیزه فضا کی سرمایه ګزاري وکړي او ډیرو خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.
2. په اداراتو کي د بي تجربي خلکو ګمارل چي پدي سره هم هغه تجربه کاره بیکاره کیږي، ځکه که چیري یو تجربه کار کس وګماري نو هغه به همیشه نوي اصلاحات منځ ته راوړي او د نوي کارونو لپاره به زمینه سازي کیږي او د اداري کارکرده ګي به زیاتیړي مګر د بي تجربه او بي تعلیمه کس په ګمارولو سره په اداره بار جوړیږی او د اداري کارکرده ګي کمیږي.
3. د بهرنیو مرستو بي ځایه استعمال، اکثره زمونږهیواد ته چي کومي بهرني مرستي راغلي هغه په داسي پروژو سرمایه ګزاري نه شوي چي خلکو ته پري د کار زمینه برابره شوي وه او د ملک د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ورنه کار اخیستل شوی وو.
4. د امنیت د نه شتون له وجي اکثره د ملل متحد موسساتو کډه کول چي پدي سره هم اکثره اشخاص بي روزګاره پاتي شول.
5. د واک په سره مخالفت هم اکثره ځوانان بي روزګاره پاتي کړل چي اوس هم ډیر زیات پوستونه خالي پراته دي خو زمونږ مشران پري نه جوړیږي.
6. دواک په سره شخړي له وجي د اکثره اداراتو نه مسلکي او تجربه کاره خلکو ویستل او د هغي پر ځاي بی تجربي کسان کماړل هم علت کیداي شي.
پورته او داسي نور ډير زیات عوامل کیداي شي چي زمونږ د هیواد د بي روزګاري کچه یي د ۳۶ فیصدو نه ۵۶ فیصدو ته اوچته کړه او لا هم په زیاتیدو ده.
زمونږ په هیواد کي د بي روزګاري له وجي لاندي مشکلات رامنځته شول:
1. زمونږ اکثره تعلیم یافته او تجربه کاره ځوانان اروپا او نورو هیوادونو ته مهاجر شول.
2. د کوکنارو او اپینو کښت زیات شو.
3. هغه ځوانان چي اوس په تعلیم بوخت ځوانان دي د تعلیم کولو څخه نا هیلي شول.
4. اکثره ځوانان مو په چرسو، اپینو او پودرو معتاد شول.
5. مهارت لرونکي کارکوونکي مو نا هیلی شول.
6. د هیواد اقتصاد ته مو ستر ګواښ جوړ شو.
7. د طبعي، مثنوعی او بشري منابعو د لاسه ورکول.
اوس نو ددي مشکل لپاره باید څه اقدام وکړو چي ددي مشکل نه ځانونه وژغورو لاندي نقاط باید حکومت په نظر کي ونسي:
1. په لومړي قدم کي دولت باید چي په زراعت برخه کي ډیره سرمایه ګزاري وکړي ځکه زمونږ اکثریت عاید د زراعت له برخي نه دي ځکه مونږ چي څه زیات خورو هغه نه کرو او د څه د بوي نه هم چي ویریږو هغه کروس.
2. حکومت باید چي ملي تجارانو ته داخلي امنیت قوي او غښتلي کړي چي هغوي تشویق شي چي په ارامه فضا کی په خپل هیواد کي سرمایه ګزاري وکړي.
3. حکومت باید چي اکثریت دولتي اداري شخصي کړي چي لاسته راوړني مو زیاتي شي.
4. حکومت باید چي د عربي متحده ایالات سره نوي تفاهم نامه امضا کړي چي افغانان د کار کولو لپاره قبول کړي.
5. حکومت باید په هر ولایت د کار د پیداکولو یو شفاف مرکز جوړ کړي چي وړ خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
6. حکومت باید د کار کوونکو د صحت د پاملرني لپاره جدي اقدامات وکړي او د هغوي هر قسمه مشکل په نظر کي ونیسي.
پشنهادات، انتقادات او نظریات ته مو ښه راغلاست وایم.......
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery