مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عریان الغیب : د سترافغان عارف بایزید روښان یوبل نوی اثر

پروفیسور عبدالخالق رشید


د جواهرلال نهرو پوهنتون دژبو ، ادبیاتو او کلتور پوهنځي 
د فارسی ـ پښتو او مرکزې آسیا دڅیړنو د مرکز    استاد

 

 
دعریان الغیب لومړی مخ
         که پښتانه عارفان او کاملان د روښاني غورځنګ ایجاد ګراو پاسوال دي همداسې هندوستان هم د روښاني عرفاني غورځنګ  روزونکې او پالونکې سیمه وه او ده ، دغه غورځنګ په دغه لویه او پراخه فرهنګې حوزه یا سیمه کې په خورا پیاوړتیا سره د شرقي عرفان ، تصوف او فلسفې  افکارو اومطالعاتو په بهیرکې لویه فرهنګی او عرفانی وړتیا او پیاوړتیا ترلاسه کړه ، تر اوسه هم ددغه پراخ هیواد په اوږدو او لنډو کې د روښاني طریقت علمي او عرفاني شمعې نه دي مړې شوې بلکی دهرې ورځې په تیریدو سره دهندوبار په هره خوا کې ددغه غورځنګ د عارفانو او مفکرینو آثاراولیکنې د شعوري اسلامي عارفانو او کاملانو د هلوځلو په توګه ځان برجسته کوي ا وپه لارښوده رڼایی کې یې دعرفاني دنیا لوی څیړونکي او څارونکي  اوس هم په نویو، ناویل شویو څیړنو بوخت دي اود ځانګړو لرلیدونوپه لور خپله لاره په حقیقت سره ور وباسي .
د سترعارف او کامل پیربایزید روښان د آثارو په اړه له موږ سره دا څوکاله هماغه یو لست پروت دی چې په هغه کې  د خیرالبیان ، حالنامې ، مقصودالمومنین ، صراط التوحید او فخرالطابین او دوونورو نومونه راغلی دي  چي د زیاترو نسخې اوس هم په هندوستان کې له ځانګړو کسانو نیولی بیا تر لویو کتابخانو پورې خوندي دي .  د روښان پیرنوم او طریقت تراوسه هم په هند کې خپل عارفانه تسلسل لري ، تراوسه هم دحضرت ارزاني مزار او خانقاه د هندوستان د بیهار د ایالت په مرکز پتڼه کې د ددغې سلسلې د افکارواوطریقت لویه مرجع ده ، دغه مزار چی کلونه مخکې ما په دغه سیمه کې له څوپیړیو ورکې وروسته وموند او بشپړه لیکنه مې پرې خپره کړه ، بیاهم دپښتونخوا له درنو لیکوالو پرته زموږ دیو شمیرلیکوالو چی په دغه اړه یې حدسی معلومات ورکړي وو د پاملرنې وړنه شوه. زیاترو خو داهم ویل چې داکیدای حکیم ارزاني وې ، هغه څوک چې تر روښاني ارزاني نژدي یوه پیړې وروسته یې نوم اوکارنامې دیادونې وړدي ، به داچې دامې هم له یو شمیراوریدلی چې ګواکي د ارزاني مزار په پټنه کې نه بلکه ډیلی ته نژدي په ( خورجه ) کې دي ، په داسې حال کې چې خورجه ما کوڅه په کوڅه او هدیره په هدیره ولټوله خوڅه مې په دغه برخه کې نه له چا واوریدل او نه مې ولیدل .د ثناالله خان لالا خبره ده چی راته ویل یې « چا چي د خورجې خبره کړې هغه خپله راوله چي در ویې ښیې ... » .
 په هرډول  دغه لیکنه  یوځل بیا په دې نژدي وختوکې  په « کابل مجلې» کې  ددغې مجلې د ګران مدیر او دعلومو اکادیمی دځوان غړي سیدي صاحب په همت هم خپره شوې ده چې ټول جزیات په کې راغلي دي . ددغې موندني له مخې موږ ته څرګنده شوه چي دروښانی طریقت  د دویم نامتو سالار ارزاني خویشکی د مړینې کال چي زموږ لیکوالو او لویو څیړونکی  (۱۰۱۰ هجري ) کښلی و ، ناسم وبلل شو ځکه چی د ارزانی دمزار په موندلو سره څرګنده شوه چی دپښتو ژبې دغه نومیالی عارف  او شاعر  په  (۱۰۲۸ هجری ) کال کې په پټنه کې وفات شوي دی ، څه موده پخوامی د جهاني صا حب یوه مقاله ولوسته هغه هم تراوسه لاخبر نه دی چی ددغه عارف مزارموندل شوی اودوفات نیټه یی هغه نه ده لکه چي ده ښاغلي  (۱۰۱۰هجری ) لیکلي ده .
په هرډول خبره د روښانیانو او د دوی د آثارو او افکارو ده ، په دغه برخه کې لاهم ډیرکار او ډیرو څیړنو ته اړتیا ده چي باید هڅه پسې وشي ، دهند په اړه په دي نژدي وختوکې د کابل پوهنتون پښتو څانګی یو شمیر ماسترانو ته په هندکې د یوشمیرژورنالستي څیرو پر اندو ژوند باندې د تیزسونو موضوعګاني ټاکلي وې ،  چي زیاترو یې په سرسري توګه  د یوه ساده مونوګراف حق هم ادا نه کړ،  ددغو تیزسونو لارښوونکو ته معلومه ده چې څوک دهندپه اړه څیړنې کوي ، باید لږ دموضوعاتو ارزښت او اهمیت ته متوجه شي،  د رادیویی خپرونو د معرفۍ پرځای  چې د اد ژورنالیزم د زده کونکو کاردی باید په یوشمیرنورو مهموادب ـ تاریخي مسایلو اونسخو باندې کارشوی وای ځکه نو په دغه برخه کې ترهغه څه چی پخوانوکار پرې کړی و زیات څه ونه لیکل شول.زموږ ځوان څیړونکي باید په تحقیق کې نوښت او دموضوع ارزښت ته پام وکړي ، نن سبا په نړۍ کې په سلګونو او ملیونو ډالره پر څیړنو باندې خرڅیږي چي یوڅوک باید یوڅه  «نوې څیړنه »دهرمسلک په اړه رامنځ ته کړي  خو له بده مرغه چې موږ دومره ناتوانه یو چې نه خپل زاړه چا ته معرفی کولای شو اونه هم ځوانان دنوښت په لور هڅولای شو، ځکه خو زموږد څیړنوحالت اوس د دریو لسیزو پخوا په پرتله په کوردننه دعلمي آسانتیاوو او میتودونواوسمو لارښونود نشتوالی له امله  دسختې اندیښنې وړشوی دی .
  دری لسیزې دمخه روښانیان دافغاني تاریخ ، فرهنګ ، ادبیاتو په برخه کې  داسې مهم څپرکی و چې په کال دوو کې به دولت په دغه اړه دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه پوهان له نویو څیړنو سره رابلل او هر نړیوال سمیناربه یې له نویوعلمي بریاوو سره مل و. له بده مرغه چي  په تیرو دوو لسیزو کې موږ په دي ونه توانیدو چې د روښاني غورځنګ په عرفاني او تصوفی اړخ باندې نوې علمي څیړنې ترسره کړو او یا دې یوه نوې خبره په دغه اړه دعلمي څیړنو ډګر ته را وړاندې کړو. موږ باید په دې پوه وو چې په اسلامي عرفاني مطالعاتو کې روښاني عرفانی غورځنګ یوه پراخ او دوامداره تحقیق ته اړتیا لري چې باید علمي کار ورباندې وشي او زموږ دپوهانو له نظره باید په دوامداره توګه ونه لویږي. ځکه چې دا یوازني غورځنګ دي چې  د دوی آثار او افکار زموږ د دواړو ژبو(پښتو او دري )  زیب او زینت دي چې له دغه امله هم د روښانیانو په اړه څیړنې زموږ لپاره یو ځانګړی  علمی او ملي امتیازله ځان سره لري.
عریان الغیب دروښان پیریوبل نادر فلسفي اثر :
دعریان  الغیب  دقلمي نسخي مشخصات په لاندي ډول سره دي :
--------------------------------------
کچه :  ۵/۱۲   =  ۵/۲۲
کرښې  :   ۱۱   
مخونه  :  ۲۸۲
خط  : نستعلیق
ژبه : فارسی دری 
--------------------------------------- 
ددغه  قلمي اثر په اړه ما د روښاني څیړنو په ترڅ کې تراوسه څه نه دي لوستي او نه یي چا د روښان په آثاروکی نوم یاد کړی دی او که یې کړي وي ، ما به نه وي لوستی ، که چا لوستي وي دمهربانۍ له مخې یې دله موږ سره شریک کړي او که یی دکومي نسخي پته ورته وي هغه دهم ولیکي څوموږ وکولای شو دیوې پرتلیزې څیړنې لپاره په راتلونکي کې یو کوټلی تحقیقي کار ورباندې وکړو . اوس خو په ټول هند کې له دغې نسخې پرته ما دبلې نسخې پته ونه ومونده اونه هم  چا تراوسه چیرې اشاره ورته کړې وه .
دغه نسخه چي دلته زما دڅرګندونو موخه ده ، پرهغې باندې دلیکلو نیټه نه ده کښل شوې ، ماناداچی دا ګرانه ده چی ووایو دا نسخه په کوم کال او چیرې لیکل شوې ده خو دا په ډاګه ترې ښکاري چې دغه اثر دبایزید هادی  ،مسکین په ژوند لیکل شوې دی . یوازې د نسخي پرلومړي مخ دوه ځایه ددغې نسخې د مالکانو نومونه لیکل شوي دي،  دیوه مالک  سید محمد مرتضی خان اصفهانی له نامه سره سنه هم لیکل شوې  چې ګواکي دغه نسخه په ۱۳۱۱ هجری کال کې له نوموړي سره وه . نسخه په فارسی ژبه ده اوپه ښکلي نستعلیق خط باندې لیکل شوې ، په هرمخ کې دوو لس کرښې لري چې په دوورنګو تور او سره لیکل شوې ده. ټول ټال  (۲۸۲ )  مخه ده.  دغه یوازنۍ نسخه ما سرتر پایه کتلې ، خو داسې څه چې د لیکلو نیټه دې ترې څرګنده شي په کې نه ښکاري ، ددغه اثر دنامه په اړه ددغې نسخې په یوه برخه کې  یوه بشپړه یادونه په عربي ژبه داسې لیکل شوې :
« یا بایزید طاعت شیخ  الکامل طاعتی النبی وطاعت فینبعی ان مطلبی عن شیخ الکامل ویحذرعن جمع الحرام ویاکل قلیلآ حلال الطعام  ولا یقول کسیر الکلام ویحذر عن کثیر المنام والا عتزال عن الانام ویذکرنی بذکر الدوام حتی یسهُ کل شی ونفسه ولم یسبُه سوایي حتی وجد جمع المقام جعلنا اسم هذا  الکتاب عریان الغیب ومن عمل به یخرجنا له من الکفر الی الایمان ومن ذنوب الی الطاعته ومن غفلته الی الذکرومن سیته الی رویهته من صمیته الی السماع ومن فضال الی الوصال ...» ( همدغه قلمي نسخه )  
لیکوال او موضوع :
په نسخه کې د بایزید روشان ، بایزید مسکین اوبایزید هادي او شیخ  داټول نومونه  لکه چې د بایزید روښان لپاره دده په نورو آثاروکې راغلي او کښل شوي دي ترسترګو کیږي . 
ددغې نسخې نورهرڅه ډیر روښانه دي ، نوم يی عریان الغیب  دی، په وروستۍ پاڼه کې په سره خط لکه چې دلته یې وینئ  لیکل شوي چې دبایزید انصاری تصنیف دی . د متن په پیل کې هم په ډاګه لیکل شوي چې دغه نسخه د بایزید روښان د یوه مرید او شاګرد حسین بن حسن د سوالونو  ځوابونه دي چی لیک یې د خیرالبیان له لیک سره نژدیوالي لري ، دم ګړۍ ما یوازې دا ټکی په دغه نسخه کې ولید چې  دلته ( ګ ) د (ک ) په بڼه لیکل شوې اوداهغه څه دي چې د روښانیانو په تیره دبایزید روښان په نورو آثارو کې هم په ورته ډول سره  ترسترګو کیږي . نسخه په  دري ډوله فارسي په لوړه ادبي املایي انشایي وړتیا سره لیکل شوې داسې چې له زیاترو هغو روښانی آثاروسره چې  تراوسه  په فارسي ژبه زموږ لاس ته راغلي دي د لیکنې ډول دوړتیا له امله توپیرلري  ماناداچی فارسي ژبه ېې  لکه چی استاد حبیبي  د روښان پیر دیوشمیرلیکنو لپاره د ( ګوډې ماتې ) فارسی نومونه ورته کارولې  داسې نه ده ، له همدې امله موږعریان الغیب ته  د یوه جامع فارسی اثر هم نوم ورکولای شو اوهم دهندوستان د منځنیو پیړیو د دري ډوله اوچتی فارسي لیکنې ځانګړني په کې لیدای او لوستلای شو.  چی ګران لوستونکی کولای شي  دغه رمز ته ددغو څو قلمي پاڼود لوستلو په ترڅ کې هم ځیرشي .

 
دعریان الغیب    ۱۱ – ۱۲  مخونه
 
موضوع یي عرفان او تصوف دي ، خو څه چي  په دغه اړه له مبالغې پرته وویل شی هغه دادي چې دلته، د روښانی فلسفی او عرفاني لید له پلوه مسایل په خورا لوړتحلیل او فلسفی اندازاو اوچتې فارسي ژبې تشریح شوي او لیکل شوي دي. ما تراوسه په روښانی آثارو کې د عرفان اوتصوف اوله روښانی لید سره سم دمقامونو داډول عالي تشریح  له پښتو پرته په فارسي کې نه وه لیدلي ، ماناداچی له املااو انشآ یی جوړښته نیولې بیا ترفلسفي درک او تحلیل پورې ډیرې اوچتې علمي ځانګړني لري چې دغه اثرته یې له نورو روښاني متونوسره یوځانګړی توپیراواهمیت ور په برخه کړي دي .
په عریان الغیب کې بایزید، هادي، مسکین ، شیخ او کامل پیر هغو پوښتنو ته ځواب وایې هغه چې  دده دیو شاګرد اومرید  حسین بن حسن له خوا طرحه کیږي  په دغو پوښتنو کې زیاتره  د  ایمان ، کامل پیر، دڅلورعلمو یا مقامو لکه  ( شریعت ، طریقت ، حقیقت او معرفت ) په اړه هغه هم د قرآني آیایتو ، نبوي او قدسې احادیثو پربنسټ  خبرې کوي. چی د تشریحاتو ډول یې له هغو تشریحاتو سره ګرد سره یوشي دی لکه چی بایزید روښان په خیرالبیان کې په پښتو ژبې سره کړی دی د ویلو ډول او تسلسل یې هم د خیرالبیان په شان دی چې لومړی قرآنی آیت ، بیا حدیث او له هغه وروسته د مطلب ترجمه په فارسۍ کې راوړي  : 
«  اوبایزید !  دخپلې پوهې په اټکل یې وکښه تمام  ګوره  انا کل شئ خلقنا بقدر...  ( تحقیق هر شی را پیدا کرده ام با اندازه ) په قرآن کې دی عیان . (کان بقدر علم و عقل الانسان ) هادي ویلي دي رحمت دخدای په ده داکلام »   ( خیرالبیان دکابل عکسی چاپ )
لکه چې یاده مو کړه په عریان الغیب کې د تحلیل یوه ځانګړی وړتیا ترسترګوکیږي،  سره له دې چې دغه وړتیا د بایزید روښان د خیرالیبان کې په پښتو ژبه هم شته ده ، خو دلته په ډیرو برخوکې له یوه ځانګړي وضاحت سره مل ده ، په عریان الغیب کې د علم په برخه کې  وایي :
" علم نبی چهار است اول شریعت ودوم علم طریقت وسوم علم حقیقت وچهارم  معرفت  باین چهارعلم کفتنی (گفتنی ) هرمقام مکویی (میگویی )  وهرکردنی میکنی وازناکفتنی (گفتنی) وازناکردنی حذرمیکنی واز رویت واز یافتن وازشناختن و ازقربت واز وصلت وازتوحید حق خبرداری فهو المراد پس خود را صادق مطلق بشمار وبعد ذلک بیقین راست باورکن که ایمان بخدای ورسول وی آوردۀ وهرکه درین وصف بود اجروی آنست که درقرآن یاد کرده است ولهم اجرهم نوُ رُهم ُ...(64 مخ قلمی )
له همدغې لیکنې  سره په پرله پسې توګه بیا ددغو څلورو علومو د زده کړې په برخه کې په یوه ځانګړي دریځ ا ومقام باندې ټینګار کوي او خپل مرید ته وایي :
 " ای عزیز این چهار علم که بیان کردم بی پیرکامل حاصل نمیشود پس سالک را باید که طلب پیرکامل بکند تا از پیر راه بیابد وبی دین نماند وپیر را باید که راه نمائی کند  وباندازۀ ومعنی ترتیب آنست که چون زراعتی غله را زراعت کرده باشد وهرکیاه (گیاه) که باغله برآمده باشد پرورده ونیکو برآید چون اخلاق بد از وی بستاند بعداز آن اخلاق نیکو بجا بنهد و شرط اول چست  (چیست ) که چه کند اول شرط آنست که عقل ویرا درسر خواب برده است آن (را) بیدارکند وخواب ازوی بیرون کند تا کوهر (ګوهر) عقل وی منورکردد ( گردد ) وتا هنوز عقل کار منفعت دین بود آن بکند واز ان (آن ) که زیان دین باشد ازآن حذرکند بنکر (بنگر ) که مشایخ کامل فرموده است  العقل ینامُ فی الانسان من لم استیقظ عقله لم یخرج من ظلمت الی النور ولم یروه ُ ولم یعرفه فی الظلمة اضر الدین ولانفعهُ  دوم آنکه ازهوای نفس یعنی ازآرزوی تن بازکرداند (گر)وچشم عقل بهوای نفس دارد یعنی آرزوی تن بچشم عقل فهم دارد تا بفرمان هواٌ نفس کارنکند ازآن که سرمایۀ کناه (گناه ) آرزوی تن است و هرنبی وغیرنبی را از راه گمراه کر (گر) داند...  " ( 80 مخ قلمی)


 
د ددغې نسخې د لیکلو ډول :
لکه چې په تیروکرښو کې اشاره وشوه ،  د نسخي په پیل کې ویل شوې چې دغه نسخه دهغوپوښتنو پربنسټ لیکل شوې ، هغه چې د بایزید هادی یو شاګرد حسین له ده څخه کړي دي، لیکنه داسې ښکاروي چې  د لیکنې ډول یې ( ملفوظات یا وینې ) وي  او دا هغه ډول دی چې تردغه مهاله  په هند او خراسان کې له زیاتو روحاني او عرفانی پیرانو او فاضلانو څخه په میراث را پاتې دی دنظام الدین اولیا ملفوظات ( فوائد الفواد)  د حضرت باقی باالله او مجدد الف ثاني ملفوظات  اوهمدا شان د نورواسلامی  عارفانو داډول آثار او ملفوظات  له موږسره تراوسه پورې شته دي ، په عریان الغیب کې هم ټولې خبرې او پوښتنې په خپله د بایزید هادي دلکچر او ځواب په بڼه دده مخاطب یامرید ته دده په خپلو الفاظو او لیکنه کې لاس په لسټوڼي ورغبرگي شوي او ویل شوي دي . په پای کې له هغو ارشاداتو او وینو څخه دبایزید هادي عریان الغیب  جوړشوی دی. دعریان الغیب دغه وینې ترډیره حده  دهغو ارشاداتوپه شان او  بنسټ دي هغه چي په خیرالبیان کې په پښتو ژبه ویل شوي او لیکل شوي دي.  ژبه یې فارسي دري ده اوښکاروي چي دژبې املااو انشآیی یې خپل درنښت او ارزښت لري ، او ژبني تعقید په کې لږ لیدل کیږي . دفارسي ژبې دیوشمیرنورو پخوانو آثارو لکه کشف المحجوب ، تذکره اولیا، او په راوروسته نوروسره ورته والی لري .اوان چې هغو فارسی متونو په شان چی په مسجع ډول ویل شوي او لیکل شوي ځانګړنې هم په کې لیدل کیږي. چې له هغو سره هم په هراړخیزه توګه خپله یورنګي ساتلی شي .ماته خو په یوه نظر عریان الغیب دبایزید د ملفوظاتو یوډیرعالی او نادرډول ښکاره شو  . داچي ده به لیکلي وي که نه او یا به دده شاګرد حسین لیکلی وي ، په دي باب به د نسخي تر دقیقې څیړنې پورې سترګې په لاره شو ، زموږ د درانه محقق ګران معصوم جان هوتک نظر هم په دغه برخه کې همدا دادئ. خوزموږ له دغه احتیاط سره سره  د کتاب پرورستۍ پاڼه باندې موږ په ډاګه لولو چې  « تمت تما م شد  نسخه عریان الغیب من تصنف بایزید انصاری » .  بله خبره داده چې ما تراوسه په دی نیت حالنامه نه ده کتلي ، زیات باورشته چي د حسین په اړه به د حالنامي اونورو روښاني آثارو په پاڼوکې هم معلومات ومومو .  
 
دعریان الغیب وروستي مخونه

ددې لپاره چې د حضرت بایزید روشان ددغه اثر د لیکلو په ډول باندې لږ نورهم پوه شو ، یادونه کوو چې ده په خپل فارسی نثر کې هم هغه تګلاره په پام کې نیولې ، هغه  چې د اسلامی عرفان یوشمیر مخکښو فارسی ژبوعارفانو په خپلو مهمو آثارو کې په پام کې نیولې ده . جالبه خوداده چي  په عریان الغیب کې هم د مسجع ډوله نثر ځانګړنی هم ترسترګوکیږي ، په هغه ډول لکه چې بایزید مسکین هغه د خیرالبیان په پښتو لیکنه هم په پام کې نیولي دي، داچی خیرالبیان  د پاک قرآن د رحمن سورة  پروزن او آهنګ ویل شوی ، په  عریان الغیب کې یې دغه مسجع تګلاره په ځینوبرخوکې ترسترګو کیږي ، خو نه په ټول عریان الغیب کې . 
" یا حسین درین تمثیل فهم کن که عزازیل چند علم خوانده بود و چند ملک ومملکت را دیده بود وچند جای طاعت وعبادت کرده بود چون حق سبحانه وتعالی امرکرد که به آدم سجده کن ووی سجده نکرد چون بیک امر خداوند بی فرمانی کرد بخدای عاصی شد باز توبه وزاری وبازکشت (گشت) نکرد مجرم و درتاریکی دور راند کجا و در زیان کاری بماند بخدای عاصی شد که درقرآن یادکرده وکفته (گفته ) است  ان الشیطان کان للرحمن عصیآ یعنی توبه نکرد ودرمعصیت ماند صفت ونامش بدل شد شیطان کشت (گشت)  ومطیع وی دایم درعذاب شد باز بقصۀ آدم فهم کن که آدم صلواۀ الله علیه چه کونه (چگونه ) صورت یافته بود  وروح درآمده بود وبه بزرکی (گی ) رسیده بود وعالم ملکوة ویرا سجده کرده بود و دربهشت در آمده بود و از نعمت بهشت کوناکون (گوناگون ) خورده وچسیده (چشیده ) بود  وکوناکون  (گوناگون ) حلۀ بهشت بتن وی پوشیده بود و تاج بهشت برسروی نهاده بود لیکن یکنهی پیش آدم صلواة الله علیه نهاده بود که به نزد درخت مکرد (مگرد) وفرمان شیطان نیز چون این یک بی فرمانی کردوهرچند که فضل درجه مذکور یافته بود ... "
په پای کې دم درحاله له ټولو دوستانو اوڅیړنکو څخه هیله من یم چې په دغه اړه به خپلې مشورې ، لیکنې او اوریدنې له ماسره شریکې کړي ، زه یوځل بیا خپلو ټولو دوستانو او د روښاني فلسفی او عرفاني مطالعاتو ددغې نوې موندنې له ښه زیرې سره یوځای ټولو ته مبارکي هم وایم او وړیام چې موږ دتاریخ په یوه حساسه مرحله کې داسې پلرونه او نیکونه چې دعلم او عرفان له لارې یې د اخلاقو او لوړو انساني خصایلو تشریح راته کړې درلودل او داسې لوی اوشهکاري میراثونه چي هره کرښه یې له ویاړ او پرتم پرته بل څه نه ده  راته پریښې دي .
په درناوي
ع . رشید

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery