مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د یوی شتمی پیړی پیریان!

عبدالوحید
د نړی تر ټولو سوچه اوپه دین مین مسلمانان يواځی او یواځی عجم دی.سره له دی چی ټول عرب تر ننه پوری داسی لاس ته راوڼه نه لری چی مسلمانان پری فخر وکړی.(ای کاش محمد(ص)عجم وی.)نن چی په ټوله اسلامی نړی کی اور بل دی لامل یی عرب دی که پوره او په غور سره ورته ځیر شو دا اور عربو بل کړی او تر ننه یی د خپلو بادارانو او د خپلی بقا لپاره ورځ تربلی پکه کوی او تازه یی ساتی هغه ځکه چی د دوی پکی ګټه ده.همدا عرب دی چی القاعده،داعش،بګوحرام،لشکرطیبه او ورته افراطی ډلی جوړوی.نن د نړی په کچه د عربو له لاسه مسلمانان په اور کی کړیږی.تر اوسه عرب ډاکټر،انجینیر،سیاسی شنونکی،کارپوه،دینی عالم او داسی کس نه دی پیدا کړی چی د ځان او اسلامی ولس لپاره د خدمت وکړی.پاک رب عربو ته د محمد(ص)او د اسلام مبارک دین له برکته بیساری خدایی شتمنی ورکړی .عرب تر ننه پوری نه دی توانیدلی له دغو خدایی شتمنیو څخه په خپلو هیوادونو کی ګټه پورته کړی هغه ځکه چی دوی علمی توان نلری دوی یواځی په عیاشیو او بل ته د خپلو بادارانو په امر د اسلام دین له نوم څخه په ګټی اخیستنی بوخت دی.نن که عجم نه وی عربی هیوادونه په یوه منډه یرغلګرو لاندی کول.خو له بده مرغه چی عرب سره له دی چی په دغه ټکی پوهیږی چی د عجمو برکت دی چی نړیوال زورواکان دوی ته په بده نشی کتلی.عربو د اسلام مبارک دین له نوم څخه داسی کړنی ترسره کړی او ترسره کوی یی چی ورځ تر بلی د مسلمانانو د تباهی لامل ګرځی.د اسلام مبارک دین کی هیڅ داسی د توپیر نښه یو پر بل مسلمان نشته مګر په تقوا سره هغه هم د الله (ج)په نزد خو عربو له ډیری مودی را په دیخوا د عجمو په هیوادونو کی د ساداتو،خواجه ګانو،پیر صاحبانو،حضرت صاحبانو او داسی نورو نومونو سره په عجمو ځانونه ومنل .عجم چی په ریښتیا توګه په اسلام مین خلک دی دوی ته یی په خپلو سیمو کی ځمکی ورکړی او په ډیر درنښت سره یی دوی د خپلو سیمو مشران وګڼل او تر ننه یی لاسونه مچوی او د دوی به فتواوو یی ځان،ولس،هیواد او خپله شتمنی له صفر سره ضرب کړه حال دا چی دا د عربو زیرکی د عجمو د تباهی لامل ګرځیدلی.نن د اسامه بن لادن زوی په امریکه کی په عیاشی بوخت دی خو پلار یی تر پرونه د یوی داسی ډلی مشری کوله چی د ټولو مسلمانانو واکدار یی ځان باله.نن په عربی او غربی هیوادونو کی شهزادګان په مستیوبوخت دی دوی نن هم په دوبی،قطر کویت کی مینزی ساتی همدا شان بیلګی ډیری دی خو اساسی او د پام وړ خبره دا ده چی مسلمانان نور باید ونه غولیږی او ریښتینی لاره چی هغه کی د ټولو مسلمانانو عزت خوندی وی ولټول شی او دا بل شوی اور ته نور د پای ټکی کیښودل شی.د نړی په کچه ترکان د مسلمانانو لپاره اسلامی مراکز جوړوی،په اندونیزیا کی په زرګونه داسی اسلامی مراکز دی چی خیر یی خپلو خلکو ته رسیدلی،په هندوستان کی داسی اسلامی مراکز او د نړی په کچه ستر عالم محمد ذاکر نایک یادولی شو.عرب باید د عجمو لاس نیوی وکړی او د اسلام مبارک دین په چوکاټ کی ورسره ورورولی وساتی نه داچی په بیلابیلو نومونو سره د مسلمانانو د نفاق لامل وګرځی.نن په نړی کی مسلمانان د ترهګر په نوم یادیږی،نن مسلمان د اوسیدلو ځای نلری.د اسلام مبارک دین د سولی او ورورولی دین دی خو نن په بیلابیلو نومونو او بیلابیل مذهبونو سره ویشل شوی او هره ډله یی ځان من او تر بلی ډلی مسلمان ګڼی.دا د یوی شتمی پیړی له پیریانو څخه مسلمانان باید ځانونه خپل ولس او اسلامی نړی وژغوری.مونږ نه غواړو نور دا مبارک دین تر دی زیاد زیانمن شی،مونږ نه غواړو نور مسلمانان په اور کی وکړیږی.د یوی شتمی پیړی هغه د عربانو لاسپوڅی چی د عربانو په شتمنیو او فتواوو یی زمونږ ولس ګروګان ساتلی باید ځانونه او ولس وژغورل شی.
 (تابع)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery