مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بې ځوابه

خوشال کونړي مزاروال


دسویډن د مالموپه ښارکې د خالي شپه ده. دلته يو ښکلی هوټل دی. وایي  چې یو افغان يې چارې سمبالوي . مالمومیشتي افغانان  راټول شوي دي، ګوړه ماتې ده. د اروپا له نورو هیوادو نه یې هم دوستان، خپل او خپلوان رابللي دي. ټنګ ټکور روان دی. سندرغاړي بدلیږي رابدلیږي. یو تر بله مستي کوي. د زړونو ځنګ او بړاس باسي. نڅاوې، اتڼونه دي، او پای کوبي ده. د ټولو په شونډو  خنداوې ناڅي. د خدمت لپاره خدمتګارې(ګارسونانې) په ځانګړي یونیفورم کې چې تور پطلونونه، سرې کرتۍ او جیګري خولۍ په تن لري،ګردې تاویږي. چاته چای او چاته کولاوې رسوي. هلک او نجلۍ مخامخ څنګ په څنګ په څوکيو ناست دي. د لورونو څپې دي چې له یوې پسې بله رارسیږي. د هیڅ شي کمی نشته. مونږ هم د ځانګړو رابلل شوو په کتار کې ځانونه احساسوو. ځوانان خپلې پیرزوینې لوروي. زمونږ لپاره د څښلو پرېماني ده. ټول ملګري ګرم دي.....
څومره چې شپه پخیږي. هومره اتڼونه او نڅاوې مستیږي. ورسره د ډول ډول عطرونو او د خوشبویو بویونه خوریږي...... ناڅاپه مې  په يوه ځوان سترگې ونښتې. تيار لکه عظيم گل داسی دی. ټنگ ټکور يوې خواته خو زه دعظيم گل سوچونو له ځانه سره واخيستم، اودګوړه ماتې له مستو شېبو نه يې لږ ليرې بوتلم:
د ماسپښین درې بجې شوې وې، خو عظیم ګل نینې او چولې پلورونکی لا نه وو راغلی. (نازولې) په اندیښنه کې شوه. خدای مکړه څه چل پرې نه وي شوی. څو ځلې دروازې ته لاړه راغله، خو د هغه درک خرک نه وو. لټه یې نوره هم زیاته شوه. له ځانه سره یې وویل:
- هغه خو ویلې چې هره ورځ به تر دوو بجو ځان رارسوي. خو ولې..... بېرته وایي: هلک دی نه چې سوی وي.....
اونۍ به کېده چې نازولې له عظیم ګل سره اشنا شوې وه. هغه ورته ویلي ول چې تازه په تازه دیخوا راووختی. خپل برخلیک تر شیخوپورې او پنجابه رارسولی. د ناچارې ورځې نینې پلوري. په ژبه هم نه پوهیږي.......
نازولې سرکاوته اخوا دیخوا ګرځېده راګرځېده. چې وړوکی زوی یې په ژړا شو. د خوب خونې ته ستنه شوه. راپورته یې کړ. د کټ لنګې ته کیناسته. ماشوم ته د تي په ورکولو شوه، لاکن ذهن یې بیرون په کوڅه کې سترګې اړولې را اړولې.....
خوبیا د عظیم ګل کم بختي ته ګوره چې د رېړۍ(کراچۍ) لرګینه عرابه یې تېره ورځ ماته شوې. نن یې وختي دروځګر(نجار) ته وړې وه، چې جوړه یې کړي. خو د هغه لاس ډير تنګ وو، بلا کار ورته پروت وو. دوه بجې
 وې، چې ایله بیله عرابه جوړه شوه. عظیم ګل په بیړې سره کړایي په ریړۍ کېښود. خواوشایې خټې وروتپلې. اور یې بل کړ، او د نازولې د کور په خوا روان شو. ځکه هغه یې په کوڅه کې تر ټولو لویه بیپاره وه. نورو به روپۍ دوه ورکولې، خوبیا نازولې به ترې په یو ځای د لسو پنځلسو روپو نینې پیرلې. عظیم ګل په دې راز نه پوهېده. ځکه په دې څو ورځو کې یې نازولې یوازې له خپلو دوو وړو ماشومانو سره لیدلې وه. ځینې وخت به یې له ځانه سره سوچ کاوه چې ماشومان خو یې واړه دي. د نینو د خوړلو نه دي. خو هغه بیا څنګه هره ورځ په یوازې ځان یو پنډ نینې اخلي، او بیا ټینګار کوي، چې سبا ته یې له پامه ونه غورځوي....
هغه په همدې سوچونو کې ډوب وو چې د نازولې دروازې ته رانږدې شو. په لوړ آواز یې وویل:
- نینې واخلئ چولې واخلئ.
نازولې د عظیم ګل غږ واورېد. خوشاله شوه. له خیالونو راووته. احساس یې کړه چې ماشوم په خوله کې تی خوشې کړی دی. په کراره یې په کټ کې واچاوه. دروازې ته راغله. بې درنګه یې وویل:
- چېرې وې؟ لکه چې زه دې هېره کړې ومه که څنګه؟
- نه ترورې! تا کله هېرولی شمه. ستا سلوک ته چې ګورم، هېرول دې آسان نه دي. اورېدلي دې نه دي، متل دی وایي( له خپلو غوښو بوی خیږي).
په دغه وخت کې یو تن د روغبړ لپار زمونږ مېز ته راځي. بړګندي کوي، او بل مېز ته روانیږي. یوه شېبه مې د موسیقۍ ګرمې لمهې د ځان خواته راکاږي. سندرې او ټپې په درز روانې دي. زه لا د فکرونو په دروازه کې یم چې ټپه اورم:
                                        د نغارې آواز یې راغی
                                                                         ګومان مې کیږي یار مې خپل کلي ته وړینه
خو زما د فکر واګي بیا له نازولې سره یو ځای کیږي:
نازولې یوه شېبه د هلک خبرې ته آریانه شوه. بې واکه یې له خولې ووتل:
- (ګلابه) وروره! بېرته خوله نیولې غوندې شوه:
- ریښتیا عظیم ګله! نن دې څنګه ناوخته کړ. ما ویل خدای مکړه کومه ......
- ګاډی مې خراب شوی وو.
هغه موسکۍ شوه. شل روپۍ یې ورکړې. عظیم ګل په پخولو شو. نازولې د سترګو لاندې هغه ته کتل.  لکه چې د خپل ورور ګلاب تنده یې پرې ماتوله.......
نینې پخې شوې.کله چې یې له بټ نه په پاکټ کې اچولې، ګوتې یې له بټ(کړایي) سره ولګېدې. وسوزېده. نازولې بې اختیاره منډه کړه. د عظیم ګل سوې ګوتې یې په خوله ننه ویستې. په لاړو یې لمدې کړې. بې واره یې وویل:
- ځان ته لږشانې پام کوه،  احتياط !
نازولې غوښتل چې نور څه هم ووایي، خو خبرې یې په خوله کې ونیوې. بېرته یې د زړه تل ته ټیل وهلې. عظیم ګل موسکی شو. خپلو ګوتو ته یې وکتل. بیا یې نازولې ته مخ واړاوه:
- نه ترور، هغه ژر د ترور کلیمه په ستوني کې خپه او زندۍ کړه. وې ویل:
- نه خورې! دومره سوی نه یم. سودا مه کوه.....
له نازولې یې رخصت واخیست. ښکته روان شو. هغه د مزدورۍ کوښښ کاوه، ځکه نن ناوخته کار ته راوتی وو. خو د لاس درد او سوي ناهیلی کړ. دا ځکه چې اور ته په نږدې کولو سره یې لاس سوی کاوه. څړیکې یې وهلې. بېرته راوګرځید، او په نیولي اکر کې د کور په لور روان شو. مور یې د زوی په سوزېدو وسوزېده. خپل زوی ته یې د آرام کولو وویل.  عظیم ګل د ماښام تر ډوډۍ پورې د لاس درد آزارولو. کله یې چې مړۍ له ستوني کړه. پلار یې د پریوتو ورته وویل. او عظیم ګل کټ ته شو.
له پریوتو سره سم یې د نازولې د نننۍ ورځې سلوک، د هغه د سوو ګوتو په خوله ننه ایستنه یې مخ ته نیغه ودرېده. د لاس سوی، او د اور نه راپیداشوې تڼاکې یې له یاده ووتلې. تر ډېره د نازولې خواخوږۍ، هغه ته د ورور ویلو،  له ځانه سره کړی وو. نازولې یې د مشرې خور په څېره کې لیدله. د هغې د خبرو آنداز او لهجې نه یې د خپل هیواد بوی لټېده. او دې خبرې د هغه په زړه کې پوښتنې او ګرویږنې راولاړولې. هغه همداسې د سوچونو په ناوونو او ګړنګونو ګرځېده. هډو پوه شوی نه وو چې څه وخت پرې خوب خپل پلو غوړولی وو....
ورځې نور لسو بجو ته خوله اچوله، خو عظیم ګل لا  ډبه ډېرۍ ویده وو. مور یې دوه درې وارې سر ورښکاره کړ، خو زوی یې هماغسې تالې والې پروت وو. یو ځل یې زړه ورته وویل چې نور یې راویښ کړي. خو د تېرې ورځې د لاس سوې پوکوڼۍ یې سترګو ته ودرېدې. زړه یې پرې ونشو. له ځانه سره یې وویل:
- لکه چې بیګاه یې سترګه نه ده پټه کړې، د لاس درد او څړیکو ښه ځورولی دی..... پرې یې ږده چې خوب یې پوره شي.....
نور نو غرمه کېده چې عظیم ګل له خوبه رابیدار شو. څانګونه یې تاو راتاو کړل. ستوماني یې ووېسته. د مور سترګې یې پرې ولګېدې. سم د واره یې خواته راغله. په مینه ناکه ژبه یې وویل:
- څنګه یې زویه؟  لکه چې بیګاه تر ناوخته ویښ وې؟
زوی یې موسکی شو. وې ویل:
- هو مورې! خوب راسره دښمني راخیستې وه.
- هله ژر شه! اوس دې مخ او لاس پرېمینځه. زه به درله د چای بندوبس وکړمه.
عظیم ګل چای وڅښلې. لاس ته یې وکتل. د پولیو پړسوب یې ناست وو. بیا یې پاس آسمان ته وکتل. ټوپ ټوپ سپینو ورېځو په آسمان کې منډې وهلې. له ځانه سره یې وویل:
- ښه دی، نن هوا هم دومره ګرمه نه ده. ژر ژر یې اور بل کړو، او له کوره وووت. بیا هم سوچونه، او د نازولې د تېرې ورځې خواخوږي...... په سوچونو او خیالونو کې ډوب په کار لګیا وو چې له ټاکلي وخت څخه لږ مخکې د نازولې د کور خواته راورسېد.که ګوري چې هغه لا له وړاندې د خپلې دروازې په درشلې ناسته ده او لارې څاري. د دواړو سترګې یو پر بل ولګېدې. عظیم ګل مخکې شو، او په زغرده یې په موسکۍ خوله وویل:
- سلام خورې!
- سلام وروره!
- لاس دې اوس څنګه دی؟ درد خو به نه کوي؟
- اوس بیخي ښه دی. خو شپه مې نارامه  تېره کړه. او له دې سره موسکی شو. دواړه یو له بل سره د لاس د سوزیدو په اړوند غږېدل، تر څنګ یې عظیم ګل لروکی په دانو کې واهه. هغه یې اړولې را اړولې، چې ونه سوزي. دانې یې د تېر په څېر په پاکټ کې واچولې. خو کله چې خبره پیسو ته شوه. خبره سخته او جاخه غوندې شوه. عظیم ګل چورلټه د پیسو له اخیستلو انکار وکړ. خو نازولې بیا د تېر په پرتله زیاتې ورکولې. په همدې یې زړه ښه کېده. عظیم ګل په خپل هوډ کې بریالی شو. پیسې یې وانه خیستې. له دې سره د ورور او خور اووم غړی تار لا په پخېدو شو.
شپې ورځې همداسې روانې وې. داسې ورځ به نه وه چې عظیم ګل به نازولې ته نینې نه پخولې او د هغې دیدن به یې نه کاوه. نازولې به هم د عظیم ګل راتګ ته لارې څارلې. که به یې لږ ناوخته کړ، زړه ته به یې رنګ رنګ خبرې پرېوتې......
یو له ورځو عظیم ګل د تېر په څېر پاکټ له نینو ډک کړ. خور ته یې ونیو. نازولې پاکټ واخیست. کور ته په   ننوتو شوه. عظیم ګل هم روانېدلو چې د نازولې له کوره یې د یوه سړي خبرې تر غوږو شوې. د نازولې له ماشومانو سره په پنجابي ژبه ګړېده. نا اشنا خبرې یې د زړه انګړ ته راننوتې. پوښتنې یې راولاړې کړې. دا به څوک وي؟ دلته څه کوي؟ له نازولې سره څه اړیکه لري؟ او نور ډېر څه.......
تر ماښامه یې خواري غریبي وکړه. یو څه یې پیدا کړل. خو ځینې وخت به یې سوچ و خیال د هغه سړي په لور ورته ، کوم چې لږ مخکې د نازولې له ماشومانو سره په خبرو وو. آن داچې ځینې وخت به ترې دانې سوزېدلې. یوځل خو یې غلې شان وویل:
- دا څه راباندې وشول؟ دا خو مې لکه چې نن شپه خپله ده. د غر په شان شپه. بېرته وایي:
- چې هرڅنګه وي، سبا به پرې ځان پوهومه. په هره بیه چې کیږي........
د ماښام تروږمۍ نوره لګېده. عظیم ګل کار بند کړ. د کور په لور روان شو. د ماښام په ډوډۍ کې غلی شان ښکارېده. د پلار یې پرې پام شو. ترې ویې پوښتل:
- خیریت خو دی بچیه! چا سره خو به دې شخړه  نه وي کړ ي؟
- نه پلاره! د جګړې سړی نه یمه. هسې نن ستړی غوندې یمه.
- چې داسې ده نو له ډوډۍ وروسته ډډه واچوه. لږ مخکې ویده شه ، چې ستړیا دې وځي.
- ښه پلاره! شپه یې د خوب او ویښتابه تر منځ اکر کې تېره کړه. سهار د چایو له څښلو وروسته یې فکر ته راغله چې دجوارو دانې خلاصې شوي دي. بېرون ته وووت. تر هغو چې یې پیرل او بېرته کور ته راته، د وتو وخت یې رارسېدلی وو. ژر ژر یې اور بل کړ، او ښکته په کوڅه کې د نازولې د کور په لور روان شو.
د عظیم ګل په لیدو سره د نازولې تندی وغوړېد. له جوړ په خیر وروسته د دانو په پخولو شو. هغه دانې په کړایي کې پر یو او بل مخ اړولې چې له نازولې یې وپوښتل:
- خورې! تېره ورځ کله چې له دې ځایه روانېدلم، ستاسې له کوره د یوه پنجابې خبرې راتلې، چې ستا له بچو سره ګړېده، هغه څوک وو؟
- خاوند مې وو!
- پنجابی خاوند؟
له دې سره د نازولې ګونه بدله شوه. د مخ په کاسه کې یې د وېرې او ډار نښې نښانې راوټوکېدې. لا یې ترهه په رګونو ورننوته. زوروره سیلۍ یې د ذهن دهلېزونو ته په راننوتو شوه. هغه یې له ځانه سره پورته کړه. څو کلونه وړاندې یې یوړه:
په دې وخت کې مې د آند و واند تارونه پرې کیږي. ځان دهوټل او  ګوړه ماتې په محفل کې ګورم. هغه داسې چې سندرغاړی د مکروفون له لارې ځوانان او د اتڼ مینه وال اتڼ ته رابولي. یو راځي. په څنګ کې ناست ځوان مې له مټه نیسي. د اتڼ دایرې ته یې راکاږي..... یوځل بیا مې د نازولې له ترهې او ډاره ډکه څېره مخې ته نیغه ودریږي. او د سوچونو کړۍ بېرته پیوند اخلي:
د اوړي شپې ورځې وې. د نارنج او مالټو باغونو د خپل ښه حاصل او بار له زوره خپل ښاخونه او څانګې ماتول. هره خوا د مرسل او ګلابو ګلان تر سترګو کېدل. غرونه او دښتې د لالا خودرویه ګلانو نیولې وې. لور په لور عطرونه پاشل کېدل. د ګهیځ خوږې او تازه وږمې د نارنجو او مالټو بویونه، د رنګارنګ ګلانو له خوشبویه عطرونو سره یوځای کول. زړونه یې تازه او ټکورول.د مرغانو خوږې نغمې ګام په ګام  غوږنو ته رارسېدلې، چې په دې کې له ګاونډه تورې وحشي ورېځې راشنې شوې. د سرُپو دغو خونکارو ورېځو او جنګ جګړې ته ګاونډیانو لوي ترتیبات نیولي ول. آن له لرې لرې اوږده او ځواکمن لاسونه په کې ښکیل ول. هر یوه د دغو خونکارو ورېځو د راټوکېدو لپاره درانه لګښتونه په اوږو اخیستي ول. په ګاونډ کې د نازولې د سیمې، چم او مالت لپاره پوره تابیا نیول شوې وه. خپلو کرغېړنو کړنو ته یې ملا تړلې وه. هغه هم ښه ټینګه...... ورېځې لاپسې کرکجنې او زهرجنې شوې. د غضب څپېړه یې راواړوله. په منډو شوې. د نازولې دوې د سیمې کلي، بانډې، غرونه او رغونه، دښتې او بیدیاوې یې لاندې کړې. له باغونو تاوې راتاوې شوې. هوا ټوله زهرجنو ورېځو او لوګو ونیوله. په درنګ ساعت کې د سرپو خونکاره جکړ په ورېدو شو. نالۍ په بهېدو شوې. سره سیلابونه راووتل. کلي او کوڅې یې ونیوې. هر څه یې لاندې کړل. نارینه او ځوانان په کلي کې نه ول. ټول خوارۍ او غریبۍ پسې ورک ول. یوازې  پېغلې او تورسرې له زړو سره په کورونو کې پاتې وې. ټول د سیلاب خونکارو څپو په خپلو اوږو واخیستل. ونه غنه یې له ځانه سره پورته کړه. غرو رغو ویر کاوه. کلیو، د کلیو کوڅو او مالت د مرګ سندره ویله. هر یو د ځان په فکر کې وو. هر یو د ژغورلو کوښښ کاوه. خو هیڅ یې له وسه نه ول پوره. قیامت وو قیامت........
خو له لرې، آن د نړۍ له هغه لرې کونج نه، نا بللي میلمانه، سیلانیان او د سرپو دندوکار، سره له ګاونډیه، ټول خوشاله ول. د سیلاب له بهېدو یې خوند اخیست. ټول په نڅا ول. آن داچې سیلاب اخیستو پېغلو پسې به یې ورترپلل. له ویښتانو به یې نیولې، او غاړې ته به یې راوېستلې. بیا به یې هغه خپل شته او مالکیت ګاڼه. هر چا چې به نیولې، د هغه به وې. ډېرو دوه او درې نیولې وې. یوه نیمه کم بخته به سیلاب له بچې سره راخیستې وه. له بچي به یې شوکوله. بچی به یې د سیلاب څپو ته نور هم ټېل واهه ، او مور به یې ورله د ځان کوله.......
ډېرو پېغلو ځانونه خوشبخت احساسول ، چې د سیلاب د څپو خوراک شي. نه داچې تر ابده یې په سپینه لمنه تور داغ پاتې شي. نازولې هم په دې کتار کې راتله، هغې ډېرې هلې ځلې وکړې چې د سیلاب څپې یې هډونه ورمات کړي، او د چا په لاس ورنشي.خو درېغه خپل برخلیک ورسره یاري ونکړه. اخیر سر یې تر دې ځایه را ورسېد. تر شیخوپورې او پنجابه......
د دې کیسې په اورېدو سره د عظیم ګل له زړه او سترګود وینو وټي روان شول. یوه شېبه چوپتیا واکمنه شوه. وروسته یې له خولې سوړ اسویلی راووت. مخ یې خپلې خور نازولې ته واړاوه. ورته ویې ویل:
- که دې خوښه وي، چې خپل سیلاب ځپلي کور کلي، کوڅې او مالت ته ستنه شې، نو زه به دې لاسنیوی وکړم، او تر هغه ځایه به دې ورسومه. په دې وخت کې د نازولې له سترګو رڼې اوښکې راوڅڅېدې. شاته یې وکتل. دوه واړه او سپېرکنډي بچي یې په دروازه کې ولاړ ول. هغوی ته یې آریان آریان وکتل، او بې ځوابه پاتې شوه.
* * *
له دې سره جوخت د ډوډۍ خوړلو تابیا نیول شوې وه. ټول پاڅېدو،او ډوډۍ خوړلو ته روان شولو.

۱۸ - ۰۲ - ۲۰۱۶
۲۸ - ۱۲ -۱۳۸۵
د ګرېستېد ښار
ډنمارک

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery