مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د«ول» دکړنځي تشریح :‏

محمدسرور وکیلي

یوه ګړه یاکلمه چي دژبښود یاني «ګرامر» له مخي ورته وکتل سي؛ په دغه چوکاټ کي ئې حقیقي سمه ماناښکاري او د ګړي «تله» او دروندواله ئې په دغه څلوریزکي څرګنديږي .
په دغه لړ کي د «ول» ګړي یا مصدر(کړنځي) ته د ژبښود له مخه ګورو،چي دګرامر په چوکاټ کي کومي ځانګړ تیاوي لري او په کار وړل ئې چیري او څرنګه کیږي .
د «ول» کړنځی یولازمي یاني بې مفعوله، قوي یاني بې قاعدې (irregular)،معین یاني مرستندویي او عام مصدر دی .
عام په دې مانا چي دغه کړنځی پر کار او کړنه دلالت نه کوي نو دغسي یوه کړنځي ته عام یا ربطي کړنځی وایي . نو د «ول» مصدر یو عام مصدر او هغه ته یوه حقیقي یا آري رابطه وایي .
د ساري په توګه : [ آسمان شین دئ .] دلته آسمان مسند الیه دئ او شین مسند دئ او« دئ» رابطه ده دآسمان اوشین ترمنځ . او یا ووایو چي : [امان الله خان پاچا وو.] امان الله خان مسندالیه او پاچا مسند او «وو» رابطه ده د امان الله خان او د پاچا ترمنځ . څرنګه چي ګورو په دواړو جملو کي حقیقي کړنه نه لیدل کیږي؛ دلته یوازي دمسندالیه او مسند تر منځ یوه اړیکه ښیي . ټوله هغه ګړي چي د «ول » له کړنځي څخه راوتلي وي په جمله کي رابطه جوړه وي. لکه:[په کور کي ډوډې سته. ـ ته په بڼ کي وې. ـ کتاب سپین دی او دغسي نور.]
د «ول» کړنځی یو معین یا مرستندویي مصدر دی؛ دا په دې ماناچي ټوله دپښتو کړنځي چي اوړونیږي (ګردانیږي) په نیږدې تېرمهال او لیري تېرمهال کي د «ول» مصدرورسره راځي. لکه په «خوړل » متعدي مفعول لرونکي مصدر دنیږدې او لیري تېر مهال په ګردان کي :[ماډوډې خوړلې ده— تاډوډې خوړلې ده --ده یا دې ډوډې خوړلې ده.] دا په نیږدې تېرمهال کي .په لیري تېر مهال کي:[ماډوډې خوړلې وه – تاډوډې خوړلې وه – ده یا دې ډوډې خوړلې وه.] د«تلل» لازمي کړنځي یاني بې مفعوله مصدر دنیږدې او لیري تېر مهال سره ئې اوړون ګورو . لکه : نیږدې تېر مهال : [ زه تللی یم – ته تللی يې – دی تللی دی – دا تللې ده . ] لیري تېرمهال : [ زه تللی وم ــ ته تللی وې ــ د ی تلل ووــ دا تللې وه.] یاني دپښتو د ټولو مصدرونو په نیږدې او لیري تېرو مهالونو کي د «ول» کړنځی ئې په « اوړون » کي مرستندوی دی . څرنګه چي مو په پورته اوړونو کي ولیدل .
د«ول» کړنځی یو بې قاعدې او قوي مصدر دی؛ داځکه چي په اوړون یاني ګردان کي د مصدر ریښه ئې نه ښکاري . لومړی اوړون ئې په اوسمهال کي ګورو :
 [زه یم؛ ته یې؛ دی دئ؛ دا ده ـ موږ یو؛تاسویاست ؛ دوی دي .] تېرمهال : [زه وم ؛ ته وې ؛ دی وو؛ دا وه ــ موږ وو؛ تاسو واست؛دوی ول.] راتلونکی مهال :[زه به یم ؛ ته به یې ؛ دی یادا به يي ـموږ به یو؛ تاسو به یاست؛دوی به وي.] رحمان بابا وایي:
په هجران کي دیارخیال راسره مل دئ
 په زندان کي له یوسف سره اسیر یم خوشحالان او دولتان مي غلامان دي
 زه رحمان په پښتو ژبه عالم ګیر یم
«وای» ته په پاړسي کي «بودن » وایي.
دغه فعل هم د «ول » له مصدر نه ریښه اخلي.
«وای » تر ډېره بريده په التزامي جملو کي او غیري حتمي جملو کي راځي .لکه:[ارمان چي په کورکي وای. کاشکي ته راغلی وای.زه او ته که په دفتر کي وای؛دی نه سو راتلای. دی چي دلته وای؛ مااو تا به خبري کړي وای.]
په اوړون کې ګورو: [ زه وای ؛ ته وای ؛ دی یا دا وای .]= [من می بودم؛تومی بودی؛اومی بود.] خوشال باباوایي:
که زه نه وای تابه ځان لره بلل څوک
 په پالنګ به داهسي در ختل څوک
 رحمان باباوایي:
که په بخت کم بختان نه وای خسته دل څوک
 په حضوربه له تاولي بېلېدل څوک
 د«ول» مصدر دپاړسي د«استن» دمصدر سره یوشی دئ.
« سته یا شته » دپاړسي ژبي د« هست» سره یوشی دی. دا هم د «ول» له مصدرنه راووځي . رحمان باباوایي:
که څوک لاس له سوده وکاږي زیان نشته
 په ملنګ باندي قلنګ اوتاوان نشته
 خوشال باباوایي:
هوپه داقایل یم کښلي ډېردي لورپه لور شته
 خدای ګوکه دحسن سپاره تاغوندي یوسپورشته
 بل «شَتهّ » چي دغه په اوږده تاریکه «هـ» ویل کیږي مانا ئې «داراي یاهستي » ده.
«شته»چي په لنډه روښانه «هـ» ویل کیږي مانا ئې«هست » وجود او موجودیت دئ.
لکه چي وایو : [ الله جله جلاله] سته.
په پاړسي کي وایي : [خدوند«ج»] هست.
دیوشي دموجودیت پوښتنه چي کیږي؛وایي:[دلته کارسته؟]که چیري چا پوښتل یاني د ذي روح پوښتنه ئې کول؛ نوداسي کیږي:[احمد په کوردی ؟]
داسي پوښتنه نه کیږي،چي [احمد په کور کي سته؟ دغسي خبري په لهجو کي وي سمه ئې : احمد سته؟] دساري په توګه : [ که دی وي او دا هم وي نو دواړه وي یاني دواړه سته.]
وغیر ذي روح ته دغه پوښتنه راتلای سي . لکه:
 [ انګور په باغ کي سته؟ ] یا [ په هوټل کي ډوډۍ سته؟] څرنګه چي پورته موولېدل د« ول » دکړنځي څخه راوتلي ټوټې چي اصلي ریښې ئې له « ول » څخه راځي په ویلو او اورېدلو کي نه ښکاري . د «ول » مصدر د ټولو کړنځیو په اوړون کي لکه څنګه چي پورته ولیدل سوه راځي . او دغسي دصیغو ترتیب اوجوړول ئې لکه دنورو مصدرونو په شان نه دي . دغه حالت
 د«ول » دکړنځي ځانګړ توب ښیي .
اخځونه :
۱:دستورزبان فارسی(پنج استاد)(استادان دانشگاه)
۲: پښتوگرامر «جزءاول» پوهاند صدیق الله (رښتین)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery