مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ښځو د مسایلو او حقوقو په اړه پر اسلام د نیوکو مدّلل ځوابونه (څلورمه برخه)

استاذ نورالله خان حمدزی

له ښځینه وو سره ښه سلوک وکړئ:

 

قرآنکريم د ميرمنې سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی :وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا (النساء: 19).

او له هغې سره په ښه طريقه ژوند تير کړئ، بيا که هغه ستاسې (په څه وجه) خوښې نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کې (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښې وي.

 يعنې له ښځو سره په خبرو او اترو (په افعالو او احوالو او په نفقه او کسوت په مسکن او مامن) او نورو معاملاتو کې په ښو خويونو او ښه سلوک سره معامله وکړئ!  د جاهليت په شان (چې د ذلت او د سختۍ سلوک له ښځو سره کېده) له هغوى سره خراب سلوک مه کوئ! بيا که ستاسې د کومې ښځې کوم خصلت او خوى او عادت خوښ نه وي نو صبر وکړئ! کېږي چې په هغې کې کومه ښېګڼه هم وي او ممکن دى چې تاسې ته کوم شى ښه نه درښکاري او الله تعالى (ج) په هغه کې ستاسې لپاره ديني يا دنيوي کومه ګټه ايښې وي، نو تاسې لره تحمل کول په کار دي، او له بد خوى سره بدخويي نه ښايي چې وکړل شي.

نبی کریم صلى الله عليه وسلم ښځو ته د بدبختیو څخه خلاصون ورکړ او هغو ته یې لوړ او د احترام ځای ور په برخه کړ، همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم پلرونو ته ښوونه وکړه چې د لور درلودل نه دا چې شرم ده بلکې که یو پلار د لور ښه روزنه او پالنه وکړي او د هغې حقوق ورته ورکړي نو همدغه لور به یې جنت ته د تللو سبب هم شي.

همداسې د ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت دى، چې د رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم په ژوند كې به موږ د خپلو ښځو سره ډیر احتیاط کولو او وېرېدلو به چې زموږ په اړه کې څه نازل شي، خو کله چې رسول اکرم صلى الله عليه وسلم وفات شو نو بیا به موږ په ډیرې آسانۍ د خپلو میرمنو سره ساتیري کوله. دا هم یو ډول جایز حقوق دي چې د اسلام ستر پیغمبر او د هغه صحابوو یې په اړه نظر ور کړی.

اسلام ښځو ته هر ډول مالي حقوق ورکړي خو په غربي ټولنو کې بیا ښځو ته هیڅ داسې حقوق نه دي ورکړل شوي چې له اسلامي حقوقو سره پرتله کړای شي، یو څو لنډ مثالونه یې لاندې لوستلای شئ.

 

په کفري او غربي ټولنو کې د ښځو مالي حقوق او تاریخ:

 

امریکا: د امریکا په متحده ایالتونو کې ښځو د هیڅ ملکیت حق نه درلوده بالاخره په ۱۸۳۹ میلادي کال کې د امریکا په مختلفو ایالتونو کې په دې اړه بحثونه شروع شول، چې په تدریج سره یې ښځو ته د خپل ملکیت او میراث لرلو اجازت ورکړی...(Married Women's Property Act 1839-70)

بریتانیا: په بریتانیا (انګلستان) کې د ۱۸۷۰ میلادي کال څخه مخکې هیڅ ښځې نشو کولای چې د خپل مال، ملکیت او میراث حق ولري، که یوې ښځې مال او ملکیت په مزدوري، پانګونې، سوغات یا میراث سره ترلاسه کړی ؤ نو دا ټول مال او ملکیت یې په خپل سري ډول د خاوند حق ګرځېده او هغې نور هیڅ حق نه په کې درلوده.

په ۱۸۷۰ میلادي کال کې تر ډیرو سیاسي بحثونو او مناظرو وروسته ښځې ته دا اجازت ورکړل شو چې د خپل ګټلي شخصي پیسو واک ولري او په میراث کې برخه پیدا کړي.

 په ورته وختونو کې ښځو حق نه درلوده چې محکمې ته غوښتنلیک وړاندې کړي او د خپلو حقوقو غوښتنه وکړي. خو د اسلام دین ۱۴۰۰ کاله مخکې یعنې د اسلام د راتګ سره سم ښځو ته هم د خپل شخصي مال، ملکیت، نفقه، مهر، د استوګنې ځای او داسې نور مالي حقوق ورکړي او هم یې د میراث په مختلفو ځایونو کې برخه ورکړې ده.

د مثال په توګه: یوه ښځه چې لور وي هم حق لري، که خور وي هم حق لري، که مېرمن یا نیا وي هم په میراث کې خپله برخه لري. یعنې یو ښځه کولای شي څو ځایه میراث تر لاسه کړي. دا او دېته ورته نور زیات شمېر حقوق اسلام ۱۴۰۰ کاله مخکې ښځو ته ورکړي دي.

د هندوانو په مذهب کې پر ښځه باندې د کتاب ویل حرام وه. او د بودا په مذهب کې  داسې هم وه چې ویل به یې که یو نارینه د ښځې سره اړیکه ولري نو هغه بیا نجات نشي موندلی.

یهودیانو او مسیحیانو به ښځه د ټولو ناوړه کارونو سرچینه بلله او یونانیانو به ویل چې ښځه نه پوهه لري او نه انساني حقوق، همدا وضعه په روم، مصر، ایران، چین او نورو ځایونو کې حاکمه وه. غلامي، په بند کې ساتل، رټل، وهل ټکول… ټول هغه څه وه چې د ښځې په برخه وه او له بلې خوا نارینه د غلامۍ حس په ښځو باندې تحمیل کړی وه او ښځه به یې دېته هڅوله چې ویاړ وکړي چې د میړه وینځه ده او په دې باندې عقیده ولري چې میړه یې خدای دی.

 

ښځه د بایبل په تمدن کې:

په دې تمدن کې ښځې ته هیڅ حقوق نه وه، او د هر څه څخه بې برخې وه، په دې قانون کی که یوه سړي یوه ښځه وژلې وای نو هغه ته څه سپکه سزا ورکول کېدله او پر ځای یې د هغه مېرمن قصاص کېدله.

 

ښځه په يوناني تمدن کې:

تر اسلام څخه مخکی چې کوم تمدنونه راغلي دي په هغو ټولو کې د یونان تمدن پرمختللی وو، او په دې تمدن کې هم ښځه د هر څه څخه بې برخې او محرومه وه، پنډورا (Pandora) په یوناني تمدن کې یوه خیالي ښځه وه، چې د دوی په اند د ټولو ناخوالو زانګو او سرچینه یې بلله؛ نو ځکه ښځه هم پر (پنډورا) باندې قیاس وه، ښځې ته یې د نیم سړي ارزښت ورکاوه، او په آخر کی یې د جنسي اړیکو د پوره کولو یوه غوره آله وپېژندله چې هر چا هر څه  په هر ځای کی ورسره ترسره کولای شول.

 

ښځه د روم په تمدن کې:

په دې تمدن کې خاوند ته دا حق وو، چې خپله مېرمن ووژني، او یا یې هر ډول نامشروع او غیر انسانی کړونو ته وهڅوي.

 

ښځه د مصر په تمدن کې:

د مصر په تمدن کې ښځه د ټولو بدو کړنو مور وه، او دوی ورته شیطان او د شیطان خور ویله.

 

په هغه وخت کې یوازې د اسلام مبارک دین ؤ چې دغه ناروا او د شرم څخه ډکو کارونو ته یې د پای ټکۍ کیښود. هو، دا اسلام وه چې د ښځې او نارینه ترمنځ یې یووالی رامنځته کړ او انسانانو ته یې د ښځې د عزت، مقام، احترام، او حقوقو ښوونه وکړه.

د د ښځو حقوق او دندې نه دي چې یوه ښځه باید د نارینه وو په شان جامې او عادات خپل کړي، کتل کیږي چې په غرب او کفري ټولنو کې ښځې دېته هڅول کیږي چې د نارینه وو په شان ځانونه جوړ کړي خو بیا هلته نارینه نشي کولی چې خپل ځانونه د ښځو په شان جوړ کړي. همدا وجه ده چې هلته د ښځو په هر ډولو حقوق تیرۍ شوی او هیڅ ډول انساني کرامت یې خوندی ندی.

 

ښځو ته مهر او نور حقوق ورکول!

 

مهر: هغه رقم کوم چې سړی يې د نکاح په وخت کې فوراً ادا کوي يا د ادا کولو وعده کوي دېته په شريعت کې مهر وايي چې دوه ډوله دي مهر معجّل اومهر مؤجل ،مهر معجّل هغه مهر ده چې فوراً د نکاح په وخت کې ادا کيږي، او مهر مؤجل هغه ده چې د نکاح په وخت کې فوراً نه ادا کيږي بلکې د ادا کولو دپاره وعده کيږي.

د مهر کمه اندازه لس درهمه ده چې 29.75 ګرامه په اوسني بازارکې له 1488 افغانیو سره سمون خوري.

د بي بي فاطمې (رض) د مهر اندازه 500 درهمه ؤ چې 1488 ګرامه سپين زر کيږي په اوسني نرخ کې 74400 افغانۍ کيږي.                                                                                      

    د مهر د زياتې اندازې لپاره څه حد مقرر نده، خو د مهر دومره اندازه مقررول پکار دي چې خاوند يې په آساني ادا کولې شي حضرت محمد (ص) غوره نکاح هغه نکاح بللې چې آسانه وي ‹‹ اعظم نکاح برکة ايسر»  (مسند احمد).

پخپله هغوی خپل مهر ډېر زيات مقررول نه دي خوښ کړي.

مهر مثل: په وطني اصطلاح کې بدل يا د بدلانه نکاح چې يو سړی خپله خور بل سړي ته په نکاح ورکوي او د هغه سړي خور خپل ځان ته نکاح کوي. دا ډول نکاح روا ده ولې مهر نه معاف کيږي، ښځي ته به مهر مثل ورکوي. يا د چا په نکاح کې مهر نه وي ذکر شوی هغې ته هم مهر مثل دی.

مهر مثل هغه مقدار مهر ده کوم چې په عام طور سره د دوی په کورنۍ او خاندان کې مقرريږي، د خاندان نه مراد پلارګنۍ ده، نه مورګنۍ مثلاً د پلار خور د تره لوڼې يا نورې په مهر مثل کې دا هم ضرور دي چې کومه ښځه مثل ګرځوي د هغې د صورت او سيرت څه ناڅه برابري شرط ده.

موږ يوازې اورېدلي چې شريعت د مهر لپاره لوړ حد ندی ټاكلى خو کله مو هم پدې غوږ ندی ګرولى چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم غوره ښځه هغه ښوولې چې مهر یې کم وي. صحابي پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته احوال راووړ چې واده مې کړی او مهر یې 800 ګرامه نقره ده. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په تعجب سره پوښتي: “اته سوه ګرامه!  لکه چې  نقره لدې غره نه راباسې؟” (صحيح مسلم / نکاح(

لدې پورته، آيا دا ولور هماغه مهر ده؟  بلكل چې نه. دا پيسې پلار اخلي. نجلۍ نه پكې برخه لري او نه يې د مصرف صلاحيت. آخر ولې مو په ځان آسانه ژوند سخت كړى؟ آيا هغه څوك چې لور په لوړ ولور ودوي، پخپله زوى نه لري؟ دا چې دا ډول لوړ ولورونه بيا بې چاره ناوې ته څومره ستونزې زيږوي، هغه خو ټولو ته څرګندې دي.

د ټولنيزو نادودو په وړاندې درېدل سخت دي خو ډاډه اوسئ چې دا كركجن ديوالونه به يوه ورځ نړيږي خو مهمه دا ده چې: ټولنه به د هغو جرئت او خدمت هېر نكړي چې لومړى ګام اخلي.

زموږ په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دا ده چې په ډېرو حالاتو کې د هغوی لپاره مؤجل مهر (چې په راتلونکی وخت کې ورکول کیږي) ټاکل کیږي او دغه مهر کله منقول (چې د یو ځای څخه بل ځای ته نقل کېدای شي) وي او کله غیر منقول (چې د یو ځای څخه بل ځای ته نه شي نقل کېدای) لکه مځکه کور و غیره وي او بیا کلونه کلونه تېر شي خو میړه يې د هغې مهر نه ورکوي نو دغه عمل د شریعت خلاف ده او پر ښځه باندې یو ظلم ده ځکه چې مهر د ښځې حق ده چې لازم ده پر میړه باندې او باید د هغې حق هغې ته ژر وسپارل شي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي: ((اعط کل ذی حق حقه((. )) بخاري ((

ژباړه: هر حقدار ته خپل حق وروسپاره حتی چې بعضو علماؤ دا هم ویلي دي کچیرته سړی خپلې ښځې ته مهر نه وي ورکړی نو ښځه يې کولای شي چې هغه د کوروالي څخه منع کړي د مهر تر اداء کولو پورې.  ((فقه السنة صفحه ۲۹۲ جلد ۲((

نو د ښځې مهر په میړه باندې یو قرض ده او باید هغه دغه قرض ژر تر ژره ادا‌ کړي او دا ځکه چې که دغه سړی په داسې حال کې مړ شي، چې د هغه د ښځې مهر پر هغه باندې قرض وي نو جنت ته نه شي داخلېدلی ځکه چې په حدیث کې راغلي دي چې د قیامت په ورځ به قرضدار د خپل قرض په وجه جنت ته د داخلیدو څخه منع کیږي او داسې يې فرمایلي دي چې ((نفس المؤمن معلقة ماکان عليه دين ((

)) رواه احمد فی مسنده الفتح الربانی صفحه ۹۱ جلد ۱۵((

 

هغه مال دی چې خاوند يې د عقد نکاح په وخت خپلې ښځې ته ورکوي او دا د ښځې واجب حق دی پر خپل خاوند باندې. قال الله تعالی:

وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا (٤)

او ورکوئ تاسې ښځو (خپلو) لره مهرونه د دوى په ورکړه د خوشحالۍ سره (چې فرض شوى دى له طرفه د الله پر تاسې)؛ نو که راضي شوې دا (ښځې) تاسې ته (په بښنه) له کوم شي له دې (مهر په خوشحالۍ) د نفس خپل نو خورئ تاسې دغه شى په داسې حال کې چې خوندوره حلاله بې ضرره وي.

تفسیر: وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً

 يعنې د هغو ښځو مهرونه چې تاسې نکاح ورسره تړلې ده په خوښۍ او رغبت سره په خپله ادا کړئ! بې له دې چې دهغوى کوم حامي يا بل څوک له تاسې څخه د حصول څه تقاضاء وکړي که ونه کړئ که تاسې په خپل شوق او رغبت سره د خپلو ښځو مهرونه ورکوئ! نوبيا د يتيمو نجونو په نکاح کولو کې هېڅ کوم حرج او ممانعت نشته، بلکې حرج او ممانعت خو به هلته وي چې د دوى د مهر يا د بل کوم حق په اداء کولو کې څه دروندوالى وليدل شي.

تفسیر: فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا

يعنې که ښځه په خپله خوښه له مَهر څخه څه شى خپل مېړه ته معافوي يايې اخلي او بيايې ور هِبه کوي نو په دې کې هېڅ حرج نشته، او مېړه دې هغه په خوښۍ سره وخوري، (هنئ) هرهغو خوړو ته وايي چې خوندور او لذيذ وي او طبېعت يې په خوښۍ او رغبت سره قبول کړي (مرئ) هر هغو خوړو ته وايي چې په زړه پورې هضم او په ښه ډول سره د بدن جزء او د صحت او قوت موجب شي.

 

نفقه: د اسلامي امت د علماؤ په دې باندې اتفاق دی چې د ښځې نفقه پر ميړه باندې فرض ده، ځکه چې د نفقې پيدا کولو د پاره د کور څخه د باندې وتل د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې او ميړه به خپلې ښځې ته د اقتصادي توان موافق نفقه برابروي قوله تعالی: (وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف) البقرة / 233 ، يعنې په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .

وقال عز وجل: (لينفق ذو سعة من سعته ومن قدر عليه رزقه فلينفق مما آتاه الله) الطلاق / 7. يعنې: توان لرونکی خاوند ښايي د خپل توان په انډول نفقه ورکړي او په هر چا چې روزې تنګه شوه، نو د هغه څه نه چې الله جل جلا له ورکړي دي نفقه دې وکړي .

 

نبوي احادیث:

 وعن جابر: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال في خطبة حجة الوداع : …………. ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف”. رواه مسلم (1218). يعنې: جابر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په حجة الوداع کې وفرمايل: ……… او د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به يه ښه شان نفقه او د استوګنې ځای برابروئ.

عائشه رضي الله عنها روايت کوي: «أنَّ هنداً بنت عتبة قالت: يا رسول الله إنَّ أبا سفيان رجل شحيح، وليس يعطيني ما يكفيني وولدي إلاَّ ما أخذت منه وهو لا يعلم، فقال: خذي ما يكفيك وولدك بالمعروف» (متفق عليه) .

د عقبه لور (هند) وويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم! ابوسفيان يو بخيل سړی دی، او ماته دومره شی چې د ځان او اولاد مې کفايت ورباندې وشي نه راکوي، مګر څه چې زه يې د هغه له مال څخه اخلم هغه ور باندې نه پوهيږی (په پټه يې اخلم)، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څه چې د تا او ستا د اولاد دپاره کفايت کوي او اسراف پکې نه وي واخله ولو که هغه ورباندې پوه نه شي (ځکه د ښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده) .

خپلې ښځې او اولاد ته د نفقي برابرولو د فضيلت په اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

 دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ( رواه مسلم).

يعنې: يو هغه دينار دی چې د الله جل جلا له په لار کې صدقه شي، بل هغه دينار دی چې غلام باندې ولګول شي، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي .

په پورته حديث شريف کې د الله جل جلا له په لاره کې خرڅ، د غلام د آزادولو لپاره خرڅ او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ کې غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره خرڅ يا د نفقې د پاره لګښت ښودلی دی .

بل حديث کې راغلي: «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». (بخارى:55).

ابن مسعود رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که څوک د ثواب په نيت پخپل اهل او عيال خرڅ وکړي د هغه دا نفقه کول صدقه شميرل کيږي.

مسکن (استوګنې ځای) :

خاوند به خپلې ښځې ته د خپل اقتصادي توان موافق د استوګنې ځای برابروي چې حد اقل د ځانته اتاق برابرول دي، الله جل جلا له فرمايي: (أسكنوهنَّ من حيث سكنتم مِن وُجدكم ولا تُضاروهن) الطلاق / 6.

يعنې: دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازې واوسوئ (د استوګنې ځای ورته برابر کړئ) او دوی ته ضرر مه رسوئ.

 

د میراث او د نورو حقوقو د وېش په هکله قرآن څه وایي؟

 

علم الفرائض:

تعريف: الفرائض د فرضه جمع ده، فرض ټاکل شوي او واجب شوي ته وايي کوم چې الله تعالی پر خپلو بندګانو فرض کړي وي په اصطلاح کې علم الفرائض يا علم المواريث هغه علم دی چې د ميراث د تقسیم او حسابولو څخه بحث کوي.

فائده: هر وارث ته د خپلې ټاکلې برخې سپارل.

حکم: فرض کفايي دی کچېرې په يوه سيمه او علاقه کې د چا زده وي د نورو غاړه ورباندې خلاصيږي مګر که د هيڅ چا نه وي زده ټول ګناه کار دي.

 

د علم ميراث فضيلت:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:  تعلموا الفرائض وعلموها الناس فإنه نصف العلم وهو ينسى وهو أول شيء ينزع من أمتي (الترمذي و ابن ماجه).

ژباړه: د ميراث علم زده کړئ او هغه نورو خلکو ته هم ور زده کړئ ځکه چې د ميراث علم نيم علم دی او دا علم ژر هيرېږي او دا اولين شی دی چې زما د امت څخه به جلا کيږي.

په اسلام کې د میراث ډیر ارزښت او اهمیت دی، د حدیث مطابق هم میراث ته نیم علم ویل شوي او ميراث ځکه نيم علم دی چې دا نور ټول علوم د انسان په ژوند پورې اړه لري مګر علم ميراث د انسان په مرګ پورې اړه لري.

همدارنګه فرمايي: العلم ثلاث: آية محكمة، أو سنة قائمة، أو فريضة عادلة…(ابو داود و ابن ماجه).

ژباړه: علم درې قسمه دی: محکم آيتونه، قائم سنت، عادلانه ميراث.

دغه پورتني حدیث کې هم علم درې ډوله ویشل شوی چې په کې عادلانه میراث ښودل شوی، نو د علم په دومره لوی سمندر کې درېیمه برخه د میراث ده، دا هم د اسلام د مقدس دین حقانیت دی چې میراث ته یې دومره ډیر اهمیت او قدر ورکړی.

ابن مسعود روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: قرآن زده کړئ او هغه خلکو ته ور زده کړئ، علم ميراث زده کړئ او هغه خلکو ته ور زده کړئ ځکه چې زه وفات کیږم او زما د امت څخه علم پورته کيږي داسې وخت به راشي چې دوه کسان به د ارث په باره کې اختلاف لري ولی څوک به نه پيدا کيږي چې د هغوی سره کومک وکړي (رواه الحاکم).

په دغه حدیث کې هم د میراث د علم ډیر تاکید او ارزښت باندې خبرې شوي، چې هر کس یې باید دا زده کړي او خلکو ته یې هم ور زده کړي تر څو میراث په سمه توګه وویشي او حقوق یې ادا کړل شي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحابه کرامو کې په علم ميراث کې عالمترين کس زيد بن ثابت رضی الله عنه ؤ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايلي:

زما د امت تر ټولو مهربانه کس ابوبکر صديق رضی الله عنه دی او زما د امت (د کفر او ناروا پر وړاندې) سخت ګيره کس عمر رضی الله عنه دی او حيا ناک کس عثمان رضی الله عنه دی او د حلال او حرام په مسائلو کې تر ټولو عالم معاذ بن جبل رضی الله عنه دی او ډير د قرآن تلاوت کوونکی ابی ابن کعب رضی الله عنه دی او په علم ميراث کې تر ټولو پوه زيد بن ثابت رضی الله عنه دی او هر امت يو امين کس لري ددې امت امين کس ابوعبيده بن جراح رضی الله عنه دی ( سنن ابن ماجه اسناده حسن و صححه ابن حبان و الحاکم).

دلته هم یو له مهمو او ارزښتمنو شیانو څخه میراث هم ده چې حضور صلی الله علیه وسلم د حضرت زید بن ثابت نوم اخستی، چې دی په علم میراث کې تر نورو صحابوو ډیر پوه وو.

تاسو وګورئ چې اسلام هر خپل او خپلوان او نږدې خپلوانو ته د میراث او برخې حق ورکړی دی.

په اکثرو حالتونو کې ښځه دخپلې نارينه جوړې (لکه خور د ورور) په پرتله نيمايي برخه په ميراث وړي خو دا حالت تل سم هم نه دى. کچېرته له مړ شوي شخص څخه هيڅ اصول او فروع پاتې نه وي او يوازې اخيافي  ورو او خور ور څخه پاتې وي نو په دې حالت کې دوی هر يو د مړي په ميراث کې شپږمه برخه ميراث وړي. کچیرته له مړ شوي شخص څخه اولادونه پاتې وي او مور او پلار يې هم ژوندي وي نو په دې حالت کې د مړ شوي شخص مور او پلار برابر يعنې شپږمه برخه مال په ميراث وړي. په ځانګړو حالاتو کې داسې هم کيږي چې يوه ښځه د نارينه په پرتله دوه چنده ميراث اخلي. کچيرته يوه ښځه مړه شي او اولادونه، ورونه او خويندې ترې پاتې نه وي او يوازې مېړه، مور او پلار يې ژوندي پاتې وي نو په دې حالت کې مېړه د ښځې په مال کې نيمايي ميراث حق لري، مور يې درېيمه برخه او پلار يې شپږمه برخه ميراث په برخه وړي چې په دې حالت کې ليدل کيږي چې ښځه (مور)  د نارينه (پلار)  په پرتله دوه چنده ميراث ترلاسه کوي. دا سمه ده چې په ډېرۍ حالاتو کې ښځه د نارينه په پرتله نيمايي مال په ميراث وړي او ددې حالتونو بېلګې په لاندې ډول دي:

لور د ځوی په پرتله نيمايي ميراث په برخه وړي.

کچيرته له مړي څخه اولاد پاتې وي، نو ښځه اتمه برخه او مېړه څلورمه برخه مال په ميراث  وړي.

کچيرته له مړي څخه اولاد نه وي پاتې، نو ښځه څلورمه برخه او مېړه نيمايي مال په ميراث وړي.

کچيرته له مړي څخه هيڅ اصول (چې له چا څخه زيږېدلى وي) او فروع (چې څوک ترې زيږېدلى وي) پاتې نه وي نو په دې حالت کې د خور برخه د ورور د برخې نيمايي ده.

په دې هکله چې ولې د اسلام سپيڅلي دين په ډېرو حالتونو کې د نارينه برخه د ښځې په پرتله دوه چنده ګرځولې ده، ډېر دلايل شته د مثال په توګه په اسلام کې د ښځې پر اوږو باندې هيڅ ډول مالي بار نشته او ټول مالي بارونه او مسؤليتونه د نارينه په اوږو بار دي. مخکې تر دې چې ښځه واده شي نو د هغې ټولې اړتياوې لکه د اوسيدلو ځاى، خوراک، څښاک او جامې د هغې د پلار يا ورور پر غاړه وي او کله چې واده شي نو بيا دا ټول مسؤليتونه د هغې د مېړه يا ځوى پر غاړه شي. دا چې اسلام نارينه د ټولې کورنۍ د اړتياوو د پوره کولو مسؤل ګرځولى دى نو له دې لپاره چې  نارينه وکولى شي دا مسؤليتونه ترسره کړي ځکه يې په ميراث کې برخه د ښځې په پرتله دوه چنده ګرځول شوې ده. راځئ چې يو عملي مثال وړاندې کړو:

فرض کړئ چې يو سړى مړ شو او يو لک او پنځوس زره افغانۍ ترې پاتې شوي. نوموړى شخص يو ځوي او يوه لور لري چې ځوي ته يې يو لک او لور ته يې پنځوس زره افغانۍ په ميراث رسيږي خو ځوي بايد د خپلې کورنۍ مالي مسؤليتونو ته هم اوږه ورکړي. تاسې داسې وګڼئ چې ځوی شا او خوا اتيا زره روپۍ د وخت په تېرېدو سره د خپلې کورنۍ لپاره لګوي خو لور يوه پيسه هم نه لګوي نو اوس تاسې قضاوت وکړئ چې څوک ډېر مال په ميراث وړي؛ لور چې پنځوس زره افغانۍ لري او که ځوی چې شل زره افغانۍ لري؟

د اسلام مقدس دين د نر او ښځې مساوات د انسانيت او بشري کرامت په دايره کې تضمين کړي دي.

د ښځې او نر ترمنځ چې په ځینو حقونو او دندو کې فرق ورکړل شوي دی دا فرق د فطري اختلافاتو په نظر کې نيولو سره شوی دی چه دا اختلافات په قطعي توګه په ښځه او نر کې موجود وي.

نر او ښځه په حقونو او دندو کې (په کوموکې چه د فطري اختلاف په وجه فرق لري) هغه وخت مساوي کيدای شي چې د نر او ښځی فطري جوړښت سره مساوي شي آيا د ښځی يا نر فطري جوړښت ته څوک تغير ورکولای شي؟ نه

 

قرآن کریم داسې فرمایي: لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَفْرُوضًا (٧)  شته نارينه ؤ لره (هم لوى وي که واړه) نصيب د دوى له هغه ماله چې پريښی وي مور او پلار او خپلوانو او شته ښځو لره (هم لويې وي که وړې) نصيب (برخه) له هغه ماله چې پريښی وي مور او پلار او خپلوانو له هغه (مبلغه) چې لږ وي له دې ماله او که ډير وي؛ نصيب (برخه) مقرر کړې شوې (له طرفه  د الله نه).

تفسير: د حضرت رسول اکرم (ص) له زمانې څخه پخوا دا رسم و چې لويو او وړو نجونو او نابالغو هلکانوته به يې مېراث نه ورکاوه، او يوازې هغو نارينه وو ته به ميراث رسېده او وارثان به ګڼل کېدل چې لويان او د دښمنانو د مقابلې او مقاتلې لياقت به يې درلود، چې په دې نسبت وړو يتيمانو ته له ميراث څخه هېڅ شى نه ورکاوه کېده، نو د دوى په نسبت دا آيت نازل شو، چې خلاصه يې داسې ده: (د مور او پلار او نورو خپلوانو له متروکه مال څخه نارينه وو يعنې زامنو لره اعم له دې چې وړوکى وي يا زلمى د دوى برخه رسيږي او ښځو لره يعنې لوڼو ته اعم له دې چې وړوکې وي يا پيغلې د مور او پلار او نورو خپلوانو له ترکې څخه د دوى برخې ورکولى کېږي او دا برخې ټاکلې شوي دي، هغه متروکه مال لږ وي که ډېر، د هغو ورکول ضروري دي، په دې سره د جاهليت د بد رسم ابطال وشو او د يتيمانو او نورو د حقوقو حفاظت يې وفرمايه، او د دوى د حق تلفۍ مخه يې بېخي ونيوله.

بل ځای فرمایي: وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُولُو الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُمْ مِنْهُ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلا مَعْرُوفًا (٨)

او کله چې حاضر شي قسمت (ميراث) ته خاوندان د خپلوۍ (چې وارثان نه وي) او يتيمان او مسکينان نو روزي ورکوئ تاسې دوى لره له هغه (ميراثه) او ووايئ تاس دوى ته خبر معروفه (خوږه معقوله).

تفسیر: يعنې د ميراث د تقسيم په وخت کې چې ټول خپلوان او د کور کهول غړي يو تربله سره ټول شي، که له دې خپلوانو څخه ځينې داسې وي چې هغوى ته ميراث نه رسيږي يا يتيم او محتاج وي نو دوى ته څه خواړه ورکړئ! او رخصت يې کړئ! يا له موقع سره مناسب کوم شى له ترکې څخه ورته ورکړئ! ځکه چې داسې سلوک مستحب دى، که د ميراث په مال کې د خوراک وړ شى نه وي يايې موقع نه وي لکه چې هغه د يتيمانو مال وي او مړي وصيت هم نه وي کړى، نوله دې خپلوانو سره ښې مناسبې او معقولې خبرې وکړئ! او رخصت يې کړئ! يعنې په پسته ژبه سره له دوى څخه معذرت وغواړئ! او داسې ورته ووايئ چې (دا مال د يتيمانو دى او مړي وصيت هم نه دى کړى نو ځکه موږ مجبور يو چې له تاسې څخه معذرت غواړو) ددې سورت په ابتداء کې بيان وشو چې ټول خپلوان درجه په درجه د سلوک او مراعات مستحق دي او يتيمان او مساکين هم، او که کوم قريب يتيم يا مسکين هم وي نو د هغه مراعات ښايي چې لازيات وشي! نو ځکه د ميراث د تقسيم په وخت کې هغوى ته حتى الوسع څه نه څه ورکول ښه دي، او که له هېڅ لوري هغه وارث نه وي نوښايي چې له ښه سلوک څخه بې برخې نشي.

بل ځای فرمایي: وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُوا عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللَّهَ وَلْيَقُولُوا قَوْلا سَدِيدًا (٩)

او ودې ويريږي (د يتيمانو پر ضياع) هغه وصيان که پريږدي دوى پس له (مرګه) خپل اولاد ضعيفان (نو) ويريږي به دوى په دغو (اولادونو چې وروسته له موږ به دوى هم همداسې شي) پس ودې ويريږي دوى له الله څخه او ودې وايې دوى ته خبره سمه خوږه.

تفسير: په اصل کې دا ارشاد د يتيم د (ولي) او (وصي) لپاره دى، نورو ته هم درجه په درجه ښايي چې ددې خبرې خيال وساتي، مطلب دا چې هر سړي سره دې دا اندېښنه وي: (نه چې زما له مرګه وروسته زما له اولادې سره څه سخته معامله وکړل شي) نو ددې لامله تاسو لره هم ښايي چې له يتيمانو سره همغسې معامله وکړئ چې تاسې يې خپلو زامنو ته پس له مرګه غواړئ او له الله تعالى(ج) څخه وويرېږئ! او له يتيمانو سره سمې ښې خوږې خبرې کوئ! يعنې هسې معامله له دوى سره وکړئ چې په هغې باندې د دوى زړه مات نه شي او نه دوى ته څه تاوان ورسيږي، بلکې تل ترتله د هغوى د اصلاح، ښېګڼې، تعليم، تربيې، تاديب او تهذيب خيال ولرئ! (او قريب الموت مريض ته نصېحت وکړئ چې په وصيت کې له اصرافه او د ورثې د حقوقو له تضييع نه ځان وساتئ او د شهادت کلمه او توبه په خوله کې ورکړئ! او د ترکې او د قسمت حاضرينو سره ښه د انسانيت او مېړانې وضعيت وکوئ!)

بل ځای فرمایي: إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا (١٠)

بېشکه هغه کسان چې خوري دوى مالونه د يتيمانو په ظلم سره (بې له شرعي اذنه) خبره داده چې خوري دوى په (ډکو) ګيډو خپلو سره اور؛ او ژر به ورسيږي (ننه به وځي) دوى اور سخت ته.

تفسير: په سابقه وو متعددو آيتونو کې د يتيمانو د اموالو په نسبت د راز راز احتياط کولو حکم شوى دى او د دوى په مال کې خيانت کول سخته ګناه وښوول شوه، اوس په آخر کې د يتيم په مال کې په خيانت کولو باندې د شديدو وعيدو بيان فرمايي، او هغه حکم لاپسې مؤکد کوي چې هرهغه څوک چې د يتيم مال بلا استحقاقه خوري هغه خپله ګېډه د جهنم له اوره ډکوي، يعنې د هسې خوراک انجام به داسې کېږي، او دا يې په آخره جمله کې راښکاره کړه.

بل ځای فرمایي: يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأنْثَيَيْنِ فَإِنْ كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ وَلأبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِنْ كَانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأمِّهِ الثُّلُثُ فَإِنْ كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأمِّهِ السُّدُسُ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ لا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا (١١)  حکم کوي تاسې ته الله په (حق دميراث د) اولاد ستاسې کې چې شته نارينه لره (له ميراثه) په مثل د برخې د دوو ښځو، نو که وو دا (اولاد خالصې) ښځې پورته له دوو څخه (يادوې) نو (شته) دوى لره دوه ثلثه (دوې دريمې برخې) د هغه مال چې پريښى وي (مړي) او که وه دا (مولوده لور) يوه نو هغې لره نصف (يعنې نيمايي د ترکې دى)؛ او شته مور او پلار دده (مړي) ته له پاره د هر يوه له دې دواړو سدس (شپږمه برخه) له هغه مال چې پريښى وي (مړي) که وي مړي لره ولد (ځوځات)، نو که نه وي ده لره ولد (ځوځات) حال دا چې ميراث اخلي له ده (مړي څخه يوازې) مور او پلار دده نو ده مور دده لره ثلث (دريمه برخه د ترکې او نور ټول د پلار دي). نو که وي مړي لره وروڼه (يا خويندې) نو شته مور دده  لره سدس (د ترکې شپږمه برخه) پس له (اداء کولو د) وصيت څخه چې وصيت وکړي ميت په هغه سره يا پس (له اداء کولو) ددين څخه): پلرونه ستاسې او زامن ستاسې نه پوهيږئ تاسې چې کوم يو له دوى زيات نږدې دى تاسې ته له جهته د نفعې، (دا برخې فرض شوي دي) مقرره برخه له (جانبه) د الله؛ بېشکه چې الله دى ښه عالم (په ټولواحوالو)  ښه حکمت والا چې هر کار په تدبير او مصلحت سره کوي.

تفسیر: يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ

 پاس د مړي د اقاربو د وراثت ذکر وشو او د دوى د برخو د تقرر او تعين په نسبت يې اجمالي اشاره فرمايلې ده، اوس د اقاربو او د دوى د برخو تفصيل ښوول کېږي او پخوا له هغه څخه د يتيمانو په حق کې د تشديداتو او تاکيداتو ذکر کېده، چې له هغه څخه دا خبره هم معلومه شوه که د مړي په اقاربو کې کوم يتيم وي نوښايي ددې يتيم په برخه ورکولو کې ډېر زيات احتياط او اهتمام وکړى شي، چې د عربو له قديم رسم سره موافق د دوى د محروميت له ميراث څخه سخت ظلم او لويه ګناه ده، اوس په اقاربو کې له ټولو څخه پخوا د اولادونو د حِصو بيان فرمايي: که د کوم ميت په اولاده کې هلک او نجلۍ دواړه وي نو هغوى ته د ميراث ورکولو دا قاعده ده چې يو هلک ته به د دوه نجليو حصه ورکوله کېږي، مثلاً که يو هلک او دوې نجونې وي نو نيمايي مال هلک ته او بله نيمه يې هغو دوو نجونو ته ورکول کېږي، او که يو ځوى او يوه لور ترې پاتې وي نو دوه ثلثه هلک ته او يو ثلث نجلۍ ته ور رسيږي.

تفسیر: فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ

 يعنې او که د کوم مړي په اولاده کې يوازې ښځې يعنې لوڼې پاتې شي او ځوى نه وي ترې پاتې، نو که دا نجونې له دوو څخه زياتې، يا دوې وي، نو دې ته د پلار نيمايي ترکه ور رسيږي.

تنبيه: (للذکر مثل حظ الانثيين) په ذيل کې دا راڅرګنده شوه چې يوې نجلۍ ته له يوه هلک سره يو ثلث ور رسيږي، نوله دې څخه معلومه شوه چې يوې نجلۍ ته به له بلې نجلۍ سره په طريق الاولى يو ثلث ور رسيږي، ځکه چې د هلک حصه د نجلۍ له حصې څخه زياته ده، نو کله چې د هلک په سبب ددې برخه له يوه ثلث څخه کمه نه شوه نو د بلې نجلۍ له سببه به څرنګه هغه برخه لږ کېداى شي؟ کله چې د دوو نجونو حکم په پخواني آيت کې معلوم شوى و نو ځکه په دې کې له دوو څخه د زياتو لوڼو حکم هم راښيي چې چاته داسې کومه شبهه پيدا نه شي کله چې د دوو لوڼو حق د يوې نجلۍ له حق څخه زيات دى نوښايي د دريو او څلورو او د ډېرو برخې به له هغه زيات وي، حال دا چې خبره داسې نه ده بلکې کله چې لوڼې له يوې څخه زياتې وي، درې وي که لس، که زياتې، هغو ټولو ته به همغه دوه ثلثه ور رسيږي.

فائده: د اولاد د وراثت دوه صورتونه په آيت کې ذکر شول:

١ ـــ دا چې هلک او نجلۍ دواړه نوعه اولاد موجود وي.

٢ ـــ دا چې يوازې لوڼې ولري او دا دوه صورتونه لري: چې يوه لور وي يا له يوې زياتې وي، نو اوس يوازې يو صورت پاتې دى چې يوازې هلکان ولري، نو د هغه حکم دادى چې: ټول ميراث به هغوى ته ور رسيږي، اعم له دې چې يو وي که ډېر.

تفسیر: وَلأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُ وَلَدٌ

 اوس د مور او پلار د ميراث صورتونه بيان فرمايي:

د اول صورت خلاصه داده چې که د ميت اولاده ځوى يا لور وي نو د ميت مور او پلار ته دده له ترکې څخه هر يوه ته سُدس يعنې شپږمه برخه ور رسيږي.

تفسیر: فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأُمِّهِ الثُّلُثُ

 د دوهم صورت خلاصه داده: که ميت هېڅ اولاد ونه لري او يوازې مور او پلار يې وارث وي نو د هغه مور ته يو ثُلث يعنې دريمه ور رسيږي، يعنې نور پاتې دوه ثلثه د هغه پلار ته ور رسيږي.

تفسیر: فَإِن كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأُمِّهِ السُّدُسُ

 دريم صورت دادى: که د ميت له يوه څخه پورته وروڼه او خويندې وې، که سکني وي، که د پلار له لوري يا د مور له لوري او اولاد هېڅ ونه لري نوپه دې صورت کې دده مور ته سدس (شپږمه برخه) ور رسيږي، يعنې پاتې ټول د هغه پلار ته پاتې کېږي، ورور او خور ته هېڅ نه ور رسيږي، که يو ورور يا يوه خور ولري نو مور ته يو ثلث او پلار ته دوه ثلثه ور رسيږي، لکه چې پاس په دوهم صورت کې ذکر شو.

تفسیر: مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ

 يعنې هومره چې د وارثانو برخې ذکر شوې دي، دا ټولې د ميت د وصيت او د هغه د قرض د ادا کولو څخه وروسته وارثانو ته ورکولى کېږي، او د واراثانو حق فقط په همغومره مال کې کېږي چې د وصيت او قرض د مقدار څخه وروسته پاتې کېږي.

او نصف (نيمايي)  او ثلث (دريمه برخه) او نور له همدې پاتې مال څخه مراد دى، نه له ټول مال څخه.

تنبيه: د ميت مال دې اول دده په ګور او کفن کې ولګول شي! څه چې له هغه څخه پاتې شي، له هغه څخه دې دده پور ورکړ شي! څه چې دده له قرض څخه پاتې شي له هغه څخه تر يوه ثلثه (دريمې برخې) پورې دې د مړي په وصيت کې صرف کړى شي! وروسته له ګور او کفن او قرض او پس له وصيت څخه د مال په ثلث کې؛ په پاتې متروکه کې ټول وارثان سره شريکان دي! او هغه ترکه پر دوى باندې وېشله کېږي.

تفسیر: آبَآؤُكُمْ وَأَبناؤُكُمْ لاَ تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعاً فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيما حَكِيمًا

 په دې آيت کې يې دوه ډوله ميراث بيان کړ: د اولاد ميراث او د مور او پلار، اوس فرمايي: څرنګه چې دا خبره تاسې ته معلومه نه ده چې له کوم يوه څخه به تاسې ته نفع او څومره نفع دررسيږي؟ نو ځکه په دې کې تاسو ته نه ښايي چې څه مداخله وکړئ، هره برخه او حصه چې الله تعالى (ج) چاته مقرره کړې ده، د هغه رعايت وکړئ! ځکه چې الله تعالى (ج) پر هر شي باندې ښه خبردار او لوى حکمت والا دى.

بل ځای فرمایي: وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُنَّ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَكُمْ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُمْ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَإِنْ كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلالَةً أَوِ امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا السُّدُسُ فَإِنْ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاءُ فِي الثُّلُثِ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَا أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَارٍّ وَصِيَّةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ (١٢)

او شته تاسې ته نيم د هغه مال چې پريښى دى ښځو ستاسې که نه وي دې ښځو لره ولد (ځوځات) نوکه وي دې ښځو لره ولد (ځوځات) نو تاسې لره شته (څلورمه) برخه له هغه ماله چې پريښى وي دې ښځو پس (له ادا کولو) د وصيت نه چې وصيت کړى وي (دې ښځو) په هغه سره يا (پس له اداکولو د) دين څخه (چې وي په دې ښځو) او شته دې ښځو لره څلورمه برخه له هغه ماله چې پريښى وي تاسې که نه وي تاسې لره ولد (ځوځات) نو که  ؤ تاسې لره ولد (ځوځات) نو دى دې ښځولره ثمن (اتمه برخه) له هغه ماله چې پريښى وي تاسې پس له ادا کولو د وصيت چې وصيت کوئ تاسې په هغه سره يا پس له ادا کولو د دين (چې وي  پر تاسې اى ميړونو!) او که ؤ يو سړى چې ميراث ترې وړل کيږي کلاله (بې ولده بې والده) يا ښځه وه (همداسې کلاله) حال داچې وي دې مړي لره (يو اخيافي) ورور يا (اخيافي) خور پس شته هر يوه لره له دې (اخيافي) ورور او خوره سدس (شپږمه برخه د ترکې)، نو که وو (وروڼه خويندې د کلالې ) زيات له دغه (يو ورور او خور څخه) نو دوى (ټول) سره شريکان دي په ثلث (دريمه برخه د ترکې) کې وروسته له (اداء کولو د) وصيت چې وصيت کولى شي په هغه سره يا پس (له اداء کولو) د دين په دې حال کې چې (نورو ته) نقصان ونه رسوي (په دې وصيت کې) وصيت کوي الله تاسې ته وصيت له (جانبه) د الله؛ او الله  ښه عالم دى (په ټولو احوالو) ډير تحمل والا (په تاخير د عقوبت له پاره دانابت).

تفسیر: وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ.

 اوس د زوجينو بيان کاوه شي، چې مېړه لره دده د ښځې له مال څخه نيمايي ور رسيږي، که دا ښځه اولاد ونه لري، اوکه اولاد ولري، اعم له دې چې يو ځوى يا يوه لور يا ډېر زامن او لوڼې، له دې مېړه څخه، يا له بل مېړه څخه ولري؛ نو مېړه ته ددې له مال څخه ربع (څلورمه) برخه وروسته له ورکولو د پور او وصيت څخه ور رسيږي.

تفسیر: وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم مِّن بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ.

او همداسې ښځې لره چې مېړه يې اولاد ونه لري، ددې د مېړه له مال څخه ربع (څلورمه برخه) ور رسيږي، که اولاد لري، اعم له دې چې له همدې ښځې څخه وي که له بلې ښځې څخه، نو ښځې ته ثمن (اتمه برخه) ددې د مېړه له هغه مال څخه ور رسيږي چې د وصيت او قرض له ادا کولو څخه وروسته پاتې وي، له هرقسم مال څخه نغد وي که جنس، وسله وي که ګېڼه، سراى وي که باغ، پاتې شو د ښځې مَهر هغه له ميراث څخه جلا او په قرض کې داخل دى، دا ټول دوه صورتونه لري، لکه چې د نارينه د ميراث صورتونه هم همدا دوه و.

مسئله: پاته دې نه وي، چې که کوم خاوند خپلې ښځې ته بائن طلاق ورکړي په دغه ورځ يا دوهمه ورځ ناروغ شو او د هغې ښځې لپاره یې د ١\٣ وصت وکړ په دغه صورت کې دې ته ١\٣ برخه رسيږي البته دې ته ميراث نه بلکې وصيت ويل کيږي.

 (۱) وکذا في شريفيه، ص: ١٧

(۲) (وَإِنْ طَلَّقَهَا ثَلَاثًا بِأَمْرِهَا أَوْ قَالَ لَهَا اخْتَارِي فَاخْتَارَتْ نَفْسَهَا أَوْ اخْتَلَعَتْ مِنْهُ ثُمَّ مَاتَ وَهِيَ فِي الْعِدَّةِ لَمْ تَرِثْهُ) لِأَنَّهَا رَضِيَتْ بِإِبْطَالِ حَقِّهَا وَالتَّأْخِيرِ لِحَقِّهَا.العناية، ج:٥، ص:٣٨١

تفسیر: وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلاَلَةً أَو امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ

 له دې ځايه د (اخيافي) ورور او خور د ميراث ذکر دى چې يوازې په مور کې سره شريکان وي، نو ښايي وپوهېږئ! چې د پلار او ځوى د پاتې کېدلو سره ورور او خور ته هېڅ نه ور رسيږي، هو! که والد او ولد نه وي نو ورور او خور ته به ميراث ور رسيږي، ورور او خور په درې ډوله دي:

١ ـ سکني چې په مور او پلار کې سره شريکان وي، چې دوى ته (عيني) وايي.

٢ ـ  (علاتي)  چې يوازې په پلار کې سره شريکان وي.

٣ ـ (اخيافي) چې يوازې په مور کې سره شريکان وي.

په دې آيت کې د (اخيافي) ذکر دى، لکه چې د متعددو اصحابو کرامو (رض) په قرائتونو کې د (وله اخُ او اُخْتُ) څخه وروسته د (مِن الام) کلمه په تصرېح سره شته، او په دې باندې د ټولو اصحابو (رض) اجماع ده چې په دې ځاى کې له (اخ) څخه اخيافي ورور مراد دى، ددې آيت مطلب دادى چې هر هغه ميت نارينه وي که ښځه چې مور او پلار او لور او ځوى هېڅ ونه لري او يوازې يو (اخيافي) ورور يا خور ولري نوله دې دواړو څخه هر يوه ته سدس (شپږمه برخه) ور رسيږي، او د نارينه او ښځې يعنې د (اخيافي) ورور او خور برخه برابره ده، او هېڅ زيادت او کمي پکې نشته پاتې شوه دوه ډوله ورور او خور يعنې (عيني) او (علاتى) نو ددې دواړو حکم لکه د اولاد داسې دى، په دې شرط چې د مړي پلار او ځوى هېڅ نه وي، مقدم (عيني) دى، که هغه نه وي نوبيا (علاتى) دى.

د (النساء) د سورت په آخر کې ددې دواړو د ميراث ذکر هم راځي.

فائده: د (کلالې) دا تفسير چې کړى شوى دى (چې د هغه پلار او ځوى نه وي) دا ټول سره مني، مګر زموږ امام ابوحنيفه رحمه الله د نيکه او لمسي نفي هم ورسره کوي، او وايي کوم حکم چې په پلار او ځوى باندې مرتب کېږي عيناً همغه حکم پر نيکه او لمسي باندې هم مرتب کېدونکى دى، او د حضرات صحابه وو (رض) له وخت څخه راهيسې دا اختلاف د علماوو په منځ کې دوام لري.

تفسیر: فَإِن كَانُوَاْ أَكْثَرَ مِن ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاء فِي الثُّلُثِ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ وَصِيَّةً

يعنې که (اخيافي) ورور او خور له يوه څخه زيات وي نو دوى ټولو ته همغه يو ثلث (دريمه برخه) په ميراث ور رسيږي، او په ړومبني صورت کې هغه سُدس (شپږمه برخه) او په وروستني صورت کې هغه (ثلث) چې ورکاوه کېږي، له وصيت او قرض څخه وروسته څه مال چې باقي پاتې کېږي له همغه څخه دا (ثلث) يا (سدس) ورکاوه کېږي، او وصيت هلته صحيح او پر ميراث باندې مقدم کېداى شي چې په هغه کې د نورو څه زيان نه وي او دا زيان دوه صورتونه لري:

١ - دا چې له يوه (ثلث) څخه يې د زيات مال وصيت کړى وي.

٢ – دا چې دهغه وارث له پاره چې هغه ته له ميراث څخه هم برخه ور رسيږي څه وصيت وکړي، په دې دواړو صورتونو کې وصيت صحيح نه دى، هو! که ټول ورثه هغه وصيت سره ومني نو ښه! که نه؛ هسې وصيتونه ټول مردود دي.

فائده: څرنګه چې له وارثانو څخه اندېښنه وه چې د ميت له ترکې څخه به د ميت وصيت او پور ادا نه کړي بلکې ټول مال به د خپلو ځانونو له پاره وساتي نو ځکه يې له ميراث سره هرځلې د وصيت او د دين د حکم تاکيد بيان کړ، او کله چې وصيت تبرع او احسان دى او ډېر ځله يو معين سړى ددې مستحق نه وي اوله دې سببه د هغه د ضائع کېدلو احتمال قوي و نو ځکه يې د اهتمام او احتياط له امله په هر ځاى کې له دَين (پور) څخه د وصيت ذکر د مخه فرمايلى دى، حال دا چې د وصيت درجه له دَين څخه وروسته ده، لکه چې پخوا تېره شوه (يعنې لکه چې هېڅوک د دين په اداء کولو کې غفلت نه کوي همداسې دې په وصيت کې هم نه کوي)! او هم وصيت د مورث حق دى، لکه تجهيز، او تکفين، پرته له وراثت او دَين څخه چې هغه د نورو حق دى نو له دې حيثيته به وصيت له دين څخه مقدم وي، اګرکه له بلې وجهې دين په وصيت باندې وړاندې دى، او دلته چې د (غيرمضار) قيد زيات شوى دى همدا قيد به په نورو سابقه ځايونو کې هم معتبر وي.

تفسیر: مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ

 هغه ميراثونه چې ددې رکوع له شروع څخه تردې ځايه پور بيان شوي دي پنځه دي:

١ ـــ ځوى، لور . ٢ ـــ مور او پلار، ٣ ـــ مېړه، ٤ ـــ ښځه، ٥ ـــ اخيافي ورور او خور.

همدې پنځو ته ذوى الفروض يعنې د معلومو برخو خاوندان وايي (په استثنا د ځوى چې عصبه دى) ددې پنځو واړو د ميراث احکام يې بيان کړل، په پاى کې يې د تاکيد په ډول وفرمايل چې: دا حکم د پاک الله (ج) دى او تعميل يې ضروري دى او الله (ج) ته هر شى معلوم دي چې کوم يو اطاعت کوي او کوم يو غاړه غړوي؟ او کوم يو په ميراث، وصيت او دَين کې له حق او انصاف سره سم کار کوي او کوم يو بې انصافي کوي او ضرر رسوي؟ ا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery