مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولي ځيني هوښياران خلگ عيسايان دي؟

مولوي عصمت الله عزام

 

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم امابعد:

دحيرانتياخبره داده چي دعيسائيت دين چي اساسي عقيدې ئې داسي دي چي دمعمولي عقل خاوندته هم دمنلونه دي اوبايبل  هم ډېرپه اسانۍ سره معلومېږي چي داوروسته دمختلفوليکوالانوله خواليکل شوی اوداسي ښکاره غلطۍ اوټکرونه په خپل منځ کي سره لري چي تطبيق ئې امکان نه لري.

له بلي خوااسلام دخپل کرداراوعمل په سبب اودخپل حقانيت ددلايلوپربنيادپه ټوله دنيايرغل کړی دی.

داسلام حقانيت اوس يوازي معقولي مسئله نه ده چي په فکراوسوچ سره ئې حقانيت  معلومېږي بلکي اسلام اوس داسي شوچي حقانيت ئې په خارج کي په سترگوليدل کېږي.

اوداوجه ده چي بېشمېره دعيسايانواويهوديانو کليساوي او عبادتخانې په مساجدوبدلي شوې اواسلام اوس په امريکا،اروپا،هندوستان اودنړۍ په اکثروکفري هيوادونوکي  ترټولوچټک خپرېدونکی دين دی چي لامل ئې يوازي اويوازي داسلام حقانيت اوقوي دلائل دي.

دساينس په ذريعه نړۍ ته جوته شوه چي داسلام هرحکم پرځای دی،له حکمته ډک دی اوداسي څه په دې دين کي نشته چي دواقعيت خلاف وي.

په خواډېرداسي اعتراضات اونيوکي پرمسلمانانوکېدې چي له امله به ئې کافرانوپرمسلمانانوخنداوي کولې خونن هغوی په خپلو اعتراضو پښېمانه اوشرمېږي.

اوس هم چي څوک اسلام نه راوړي،پرته له سرټمبگۍ اوازلي بدمرغۍ بل لامل نه لري.

خوبياهم په ميليونونونصرانيان په عيسائي عقيدومعتقداوپه دې انددي چي بايبل  دالله پاک له لوري راغلی مقدس کتاب دی.

ددې اساسي لامل دادی چي دوی په پټوسترگو دپاپانو په خبره اعتمادکوي اوددين په هکله په خپله څېړنه نه کوي.

پوښتنه داده چي په عيسايانوکي ډېرهوښياران اوساينسپوهان شته،هغوی څنگه دغسي ښکاره ناسمه اودعقل خلاف عقيده لري؟

ددې پوښتني جواب په قرآن کريم کي دبلقيسي په هکله ذکرشوی دی:

بلقيسه هوښياره ښځه وه،چي ددې هوښيارتياله سورة النمل څخه معلومېږي.

خوپوښتنه داده چي دادومره هوښياره وه،ولي ئې پخوادمخلوق عبادت کاوو،څوک چي خپله عاجزاومخلوق وي،هغه خودعبادت لائق نه وي،عبادت خوبايددالله پاک وشي.بلقيسي ولي سره دهوښيارتيادسليمان عليه السلام سره ترملاقات مخکي دالله پاک توحيدنه منی اولمرته ئې سجدې کولې؟

الله پاک ددې پوښتني جواب داسي کړی دی: وَصَدَّهَا مَا كَانَتْ تَعْبُدُ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كَافِرِينَ(النمل:۴۳)

ترجمه:اودا(له توحيده)هغه څه منع کړې وه چي دې ئې پرته له الله عبادت کاوو،يقيناداله کافرقوم څخه وه!!

په دې مبارک آيت کي ئې ددې دشرک دوه سببونه بيان کړي دي:

۱:بلقيسه دغيرُالله په عبادت مشغوله اوعادت وه،دانسان طبيعت داسي دی چي څوک په يوه نظراوعقيده وي،بلي عقيدې اونظرئې ته ئې چندان فکرنه اوړي چي دهغه په هکله معلومات وکړي.

۲:دبلقيسي ټول قوم کافران وو،ددې په ماحول اوچاپيريال کي دتوحيداوحق اوازنه ووپورته شوی،دې نورټول خلگ په دې طريقه ليدل چي دلمرعبادت ئې کاوو،دې هم دهغوی په څېرعقيده ساتله.

قومي عادات اوماحول هم خپل اغېزلري اوددې لامل کېږي چي ډېروخت انسان دهغوپه هکله فکراوسوچ ته نه پرېږدي.

نوله دې آيت څخه دامعلومه شوه چي يومذهب اوعقيده انسان له بل څخه غافله کوي اوهمدارازداهم معلومه شوه چي ماحول اوچاپيريال دانسان په عقيده اوعمل اثرلري.

له دې امله دغلط ماحول،مجلس اوبې لاروملگروڅخه ځان ساتل  ضروري دي ځکه په انسان اثرکوي.

نوداجواب هم معلوم شوچي ځيني هوښياران ولي په عيسائي باطله عقيده معتقددي؟

الله پاک مودي په صحيح عقيده پوه اومستقيم وساتي اونوروته دي هدايت وکړي آمين يارب العالمين

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery