مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سپی که ادم ذات؟

خوشال مزاروال
ډاکټر:- روغتیا پالې! هله ژرشه! بیړه وکړه! زړه ته د برېښنایي شاټ  ورکولو ماشين چمتوکړه !     (Dc Shock)
 ـ سمه ده ډاکټر صیب! او روغتیاپاله په چابکۍ سره لاس په کار شوه.                                           
یو، دوه، درې، او له دریوو سره جوخت یې د اغلې مایا په ټټر د برېښنایي شاټ تارونه کېښوول. خو څه ګټه یې ونه کړه. بیا هم یو، دوه، درې، شاټ. یو، دوه، درې...... او وروسته له زیاتو خواریو او پرله پسې شاټونو، د اغلې مایا زړه په کار پیل وکړ. رګ یې پیدا، او دزړه ضربان یې په غورځېدو شو.
د روغتون په بېړنۍ خونه کې د راټولوشوو ډاکټرانو او روغتیاپالو په ټنډو د خوښۍ نښې نښانې راوټوکېدې. ټولو مسؤل ډاکټر ته د هغه د بریالۍ هڅې مباره کي وویله. له ښایسته غوټې شېبې نه پس اغلې مایا په هوښ راغله. سترګې یې وغړولې. ډاکټر په ډېرې مینې او مهربانۍ د هغې لاس ونیو:                                                                                                                                                 
ـ اغلې مایا! حواس دې پر ځای کړه. ستونزه رفع شوه. ډېره خوشبخته یې.... بیا یې زیاته کړه:
ـ خدای تاسو ته د دویم  وار لپاره ژوند دروباښه. له خپلې کمکۍ تینا نه دې منندوئ اوسه. هغې ستا ژوند وژغوره. افرین ستا په ښه روزنه چې هغې ته دې ورکړې.....                                                                                             
د تینا د نوم په اورېدو سره په سوچ کې شوم. له ځانه سره مې وویل:                                 
ـ دا څنګه کېدای شي چې د سپو له نسله وړه تینا دې خپله بوډۍ خاونده چې د اویا- پنځه اویا کالو په عمر ده، له مړینې وژغوري؟                                                                                                                     
دا پوښتنه مې په ذهن کې ښکته پورته ګرځېدله. زما اند یې بوخت ساتلی وو. همداسې لویېده او لویېده، تر هغو چې د  ډول ډول سپو یوه لویه رساله یې راته په خیال او ذهن کې را ژوندۍ کړه:     
دوه سترګي، څلورسترګي، تورخولي، خړي، برګي،کوچیاني،کوتڼ او کوڅه ډبي، پټه غوټه اچوونکي، پپي زاتي، تازي(ښکاري)، پولیسي، او داسې نور..... له دې هم مې د خیالونو لړۍ وغځېده. د وړوکوالي وختونو ته ستون شوم، او زمونږ کلي ته د څېرمه کلي، د کوتي چم، تورخولې سپۍ مې مخې ته اېغه نېغه ودرېده :                                                                                        
هغه مهال، د اوو- اتو کالو وم.کوتي چم ته د یوه دوست کره تللم. د کوڅې کیڼ اړخ ته مې سپۍ تر سترګو شوه. ارامه او بې ازاره برېښېده. په خوب او خیال کې مې هم نه راتله، چې هغه به د ایلني مار وي. اوپټه غوټه به را اچوي. له اړخه یې د تېرېدو په وخت کې ځان راباندې هم پوه نه کړ.څو پله لا وړاندې تللی نه وم، چې هغې خپله سپیتانه وکړه. وه یې داړلم.  له پنډۍ مې وینې په بهېدو شوې. هغه مهال زمونږ په سیمه کې ډاکټر نه وو. یوازې هغه ناروغان چې د مرګ سره به لاس او ګرېوان ول، نو هغه به یې د ګاونډي ولایت منځۍ، د جلال آباد ښار ته لېږدول.... بېرته کاله ته ستون شوم. مورمې  سم له لاسه خبره او زښته خواشینې شوه. ټپ یې د مالګې په اوبو پرېمینځو. نور درمل یې نه پېژندل. او د وخت په تېرېد و سره ټپ ورغېد.
خو کله چې لږشانې رابوتکی شوم. ومې لیدل، چې خلک سپي د بېلابېلو موخو لپاره کاروي. ځینې د سپو له جنګولو خوند اخلي،او د جنګ لپاره یې ساتي. دا مهال په کلیو او بانډو کې د سپو جنګول، یو دود وو. د سپو جنګ، ډېر مینه وال لرل. زه به هم کله نا کله، له مشر ورور سره، د سپو د جنګولو ډګر ته ورتلم. د سپو د جنګ ځای ته به جوپې جوپې مینه والو ځانونه رارسول. شرطونه به وهل کېدل. او قوي هیکله سپو به د جنګ په ډګر کې یو د بل غوښې شوکولې. یو د بل هډونه به یې ماتول. په وینو به لیت پیت کېدل. نندارچیانو به ترې خوند اخیست. ټېلې به جوړې وې. ځینې وخت به د سپو جنګ، د انسانانو په جنګ بدلېده. ککرۍ به پکې ماتېدلې، او لویه شخړه به ترې جوړېدله......                                                                                
ځینې بیا، د غل غدیو، او لوټمارو له وېرې، او ترهې سپي ساتي. د شپې له خوا سپی    سترګه نه لګوي. څارنه او پهره کوي. شپانه خو بیا، د  ګلو، رمو او شپولونو په ساتنه کې
سپي ته د کورنۍ د غړي په سترګه ګوري.
خو بیا د دې ټولو تر څنګ زبرځواکي هيوادونه سپو ته زیات اهمیت ورکوي. روزي یې.لګښت پرې کوي، اونه يوازې د نشه یي توکو او قاچاقو په پلټنو، او د پولو اوسرحدونو په ساتنه کې ترې کار اخلي، د سیاسي او پوځي موخو لپاره ترې هم زیاته ګټه پورته کوي. هغوی د جنګ په ډګر کې، له نیول شوو مخالفینو او اسیرانوڅخه، د تحقیق، په زور اقرار، او اعتراف اخیستلو لپاره د سپو ونډه ستایي،او بې ګټې یې نه بولي. په دې   کار کې ډېر سپي په مډالونو ویاړل شوي، او آن د جنرالۍ تر پوځي رتبو رسېدلي دي..... 
خو بیا دې یو موټې تینا په خپل وړوکي ګوګل کې څرنګه زړه لاره. او څنګه روزنه یې تر لاسه کړې وه، چې د ځينو نورو سپو د کړنو پر خلاف یې، د انسان ژوند ژغوره؟ او هغه څنګه؟ 
د اند و واند په پراخه دښته کې مې د تینا په وړاندې پوښتنې یو په بل پسې همداسې راټوکېدلې، او زه یې له ځانه سره بوخت ساتلی وم. بې درنګه مې د خیال نیلې د تېر کال د مني شپو ورځو ته وغځېدې:                                                                                                                                     
یو له ورځو پلورنځي ته د اړینو توکو د پیرلو لپاره په لاره وم. د نري نري باران سره نرۍ وږمه په چلېدو وه. دخزان دې وږمې پلورنځي ته د غځېدلې پلې لارې په دواړو خواوو کې، له ولاړو ونو، ژېړې پاڼې ځمکې ته راشیندلې. د پلې لارې مخ یې ژیړ اړولی وو. د لارې په
اوږدو کې مې، ناڅاپه سترګې په اغلې مایا ولګېدې. د تل په څېر، د معیوبینو په ګاډي کې سپره وه. له پلورنځي راستنه شوې وه. هغه پرته له تینا چېرې هم نه تله. د خپل ګاډي په مخکینۍ برخه کې یې د هغې لپاره ځاې جوړ کړی وو. تل به له تینا سره په خبرو سر وه. خو دا لومړی ځل وو چې تینا ورسره نه ښکارېده. هک پک شوم. په تینا به څه شوي وي؟ بیماره ده که څنګه؟ پوښتنې مې په زړه کې راولاړې شوې. خو اغلې مایا په غوسه ښکارېده. له ځانه سره بڼېدله. لکه کومه پېښه چې شوې وي. ډېره خواشینې برېښېده. همداسې ګوتنیونه او ګوتڅنډنه یې کوله.... زما خواته په رانږدې کېدو سره مې د تینا په اړه ځان                         تپوس ته جوړاوه چې هغې، خبره زما په کومي کې وچه کړه،او په لوړ آواز یې وویل:                           
ـ ته ګوره تینا ته! پرته له دې چې له ما اجازه واخلي، کور ته په رانږدې کېدو سره یې له ګاډي ترپلل، او وتښتېده. ډېره خواشینې یم.... څو کاله وشول چې، هغه له ماسره اوسېږي. خو چېرې یې هم داسې کار نه وو کړې. نن یې داسې کانه وکړه چې، د بښنې نه ده. که خپله ختا ونه مني، هله به ډېره و ځورېږم....
له دې سره مې بې واره په شونډو موسکا خوره شوه. له ځانه سره مې غلې وویل:
ـ نن خو زوی د پلار خبره نه مني، او کشر د مشر. د ټولو زړونه کاڼي شوي. هر یو، یوازې او یوازې په دې لټه کې دی، چې څرنګه د نورو وینې وڅښي، او خپله پرې څربه شي...
ـ څنګه موسکی شوې، او بیا دې خوله وګنډل شوه. ولې څه نه وایې؟
ورته مې وویل:
ـ خیر دی، غلطي ترې شوې. له مونږ او تاسې هم ختا کیږي.....
په تروه ټنډه یې وویل: 
ـ ده ته ګوره! هغه باید بښنه وغواړي. زما له امره یې سرغړونه کړې. چېرې مې هم داسې ګستاخي نه ده خوښه....
په خبرو کې مې د هغې تسکین کاوه، چې د هغې تر کوره راورسېدو. ګورو چې تینا د دروازې مخې ته ولاړه ده. اغلې مایا داسې په سترګو کې ورننوته، ته به وایې چې حیوان نه دی، انسان دی. بیا هم هغه غوسه، لاسلګی، او په لوړ آواز خبرې.... تینا همداسې غوږنیولې او پښیمانه ولاړه وه. له اغلې مایا سره سترګو په سترګو وه. خو کله چې د اغلې مایا غوسه لږه شان سړه شوه. تینا ته یې وویل:  
ـ خبردار! بیا چېرې داسې سرغړونه ونه کړې! نوره مې خواشینې نه کړې!
تینا د بښنې لپاره په دوو پښو ودرېده. دواړه خپړې یې نیغې کړې، او سترګې یې اغلې مایا ته هماغسې څو ونیولې. تر هغو چې اغلې مایا موسکۍ شوې نه وه. هغه یې نازولې نه وه، او په ورین تندي یې له هغې سره خبرې نه وې پیل کړې، تینا همداسې ملامته ولاړه وه. سونګ یې نه کاوه. خو کله چې د اغلې مایا په شونډو موسکا خپل پوړنی وغوړاوه. تینا له واره احساس کړه. په ټوپونو شوه. زه هم هېښنی شوم. د تینا په اړوند، راسره ډول ډول انګیرنې پیدا شوې. د روغتون د ډاکټر، د لومړۍ ورځې خبره. دغه شان، له اغلې مایا سره، د تینا د نننۍ ورځې سلوک، هغې ته منتونه، او په خپلو کړو وړو پښیماني، له ځانه سره، د ځینو پخوانو یوې مفکورې او نظریې ته یوړم. هغه یې راته په ذهن کې تداعي کړه. هغه داسې:
وایي، کله چې د یو نیک او ښه سړی شپې پخې شي. له دې نړۍ کډه بار، او سترګې پټې کړي. نو روح یې نه مري. هغه تل ترتله ژوندی وي. خو بیا دغه روح د ځان د بقا او پایښت په خاطر په کوم حیوان، لکه سپي یا کوم بل کې ننوزي. د هغه له پوټکي او ستوني سر راپورته کوي، او خپلې نېکې او ښې کړنې د هغه په وجود کې تر سره کوي....
د تېرمهال دغه مفکورې او نظریې ته په کتلو سره، تینا هم بې څه نه ده.سمه دمه د مرتبې خاونده ده. او یا خو، اغلې مایا پرې د زړه غوښې خوړلي، او هغې ته یې داسې روزنه ورکړې، چې هر ذهین انسان په سوچ کې اچوي....
په دې وخت کې، یوه بله اندېښنه هم راسره پیدا شوه، او هغه دا چې که یو نیک سړی د یوه حیوان له وجوده سر راپورته کولای شي، دا هم ناشونې نه برېښي، چې یو بد او خوني دې هم سر راپورته کړي. له دې سره مې د هیواد د جنګ جګړې کلونه په ذهن کې راژوندي شول:
د هیواد، د هر کاڼي او بوټي څنګ ته د یوه بې ګناه مرګ ژوبله، د تورسرو، او کونډو رنډو زګیروي او واوېلاوې، په ژوندینې د پسونو په څېر، د دې خاورې د بچوړو، د مریو او اندامونو پرې کول، اخر ولې؟ دا څوک دي، او کومه اشا ده چې د نورو وینې څښي او خپله پرې څربه کیږي؟ آیا دا خو به د زبرځواکو، د داړونکو سپو له نسله نه وي، کوم چې په زور او داړلو سره اقرارونه اخلي، او په بدل کې یې مډالونه او آن تر جنرالۍ پورې پوځی ویاړونه او رتبې تر لاسه کوي؟ آیا دا خو به هغه بد او خوني سپي نه وي، کوم چې د انسان له ګرېوانه یې شونډکونه راویستلي.... ؟
د دې اندېښنو تر څنګ، بیا هم پوښتنې او ګروېګنې، او د پوښتنو په لړ کې د وړې تینا له خوا د اغلې مایا د ژغورنې کیسه:
د همدې تېر دوبي خبره ده. د وږي د میاشتې څوارلسمه نیټه وه. د آسمان تندی د تل په خلاف روښانه او روڼ برېښېده. د لمر تودوخې زړونو ته ګرمي وربښله، او د ژمي د ساړه موسم د یخځپلو زړونو مراندې یې ټکورولې. هغه زړونه چې د پسرلي موسم لا، راویښ کړي او راتخنولي نه ول. آن پاخه عمرو او د ستړو زړونوخاوندان یې هم دې ته هڅول، چې ډډې له بستره راپورته کړي. له خونو راووځي. پیتاوو ته واوړي، راواوړي. د خوښۍ احساس وکړي، د تېرمهال، او د ځوانۍ په خوږو ترخو کې ورک شي....
د دوبي په داسې زړه راښکونکي موسم کې، اغلې مایا خو لا څه کوې، چې آن تیناګۍ هم په ټوپونو وه. اغلې مایا ته خورۍ خورۍ کېده. خوشامندې او ننواتې یې کولې. په سترګو سترګو کې یې پوهوله ،چې قدم وهلو ته بې صبره ده....
اغلې مایا ورته وویل:
ـ ته خوبیخي په بادو سپره یې، او په کاسو کې خیژې! لږ صبر خو وکړه چې ګاډی خو راوباسم. د ګاډي په راوېستو سره تینا بېواره ګاډي ته ترپلل، او په خپل ځای کې کېناسته.
 موسم او هوا ته په کتو سره اغلې مایا وپتېله چې، د ځنګله له منځه تېره شي، او هغه پارک ته شي، کوم چې د هغه پورې لمریزې تپې په لمنه کې پروت وو. هلته په رسېدو سره یې،  د خلکو ګڼه ګوڼه، تر سترګو شوه. لا پسې خوشاله شوه. تینا هم د خوښۍ احساس وکړ. نننۍ تودوخه، د اغلې مایا په زړه ښه لګېده. کله ناکله به تېرمهال ته ورستنه شوه. هغه شېبې به یې په زړه راوورېدې، کومې چې یو نیم وخت به، همدلته راتله. د لمر له تودوخې به یې ګټه پورته کوله ...... نن هم تر ډېره، تېرو یادونو په مخه کړې وه. خو یو وخت یې ځان ته پام شو. له سوړ اسویلي سره یوځای، له خوب و خیاله راووته. او تینا ته یې په پسته ژبه وویل:
ـ نور خو به دې د زړه بړاس وتی وي. ځه چې خپلې جونګړې ته وګرځو. اوبیا د کور په لور روان شول.
په بېرته تلو کې، اغلې مایا د تل په څېر، له تینا سره په پستو او خوږو خبرو وه. کله چې د ځنګله منځ ته راورسېدل، د ګوزنو او هوسیو یوه ډله، د ځنګله په منځ کې د غځېدلې لارې، له یوه اړخ نه بل ته، د تېرېدو په حال کې شوه. اغلې مایا، یوشېبه ګاډی تم کړو. د هوسیو په ننداره شوه. تینا هم د هوسیو جوپې ته سترګې برندې نیولې وې. کله به یې سترګې، اغلې مایا ته واړولې. لکه څه چې ورته وایي. بیا به یې بېرته، د هوسیو په جوپې وګنډلې، لکه د حیواناتو له نسله چې نه وي، او کومه بله اشا وي.... په دې کې اغلې مایا ورته وویل:
ـ څنګه،هوسۍ دې خوښې شوې؟ سترګې یې څومره ښکلې وې، لکه د سینګار شوو ناوو سترګې. څومره زړه وړونکې وې.
د هوسیو جوپه، د ځنګله په منځ کې له پرتې لارې تېره شوه، او د ځنګله په پراخه سینه کې له سترګو پناه شوه. دواړو د کور په لور د لارې په لنډولوپیل وکړ. اغلې مایا تینا ته همداسې په خبرو وه، او د نن ورځې له رنګارنګ ګلانو نه یې، د خیال په نړۍ کې، همداسې غنچې جوړولې.... دواړه د ځنګله خولې ته رانږدې شوي ول، او د ځنګله نه د راوتو په حال کې وو،چې په دې کې ګاډی ودرېد. اغلې مایا په ګوګل کې، مرګونی درد احساس کړ. زړه یې په څړیکو پیل وکړ. په سکېندو وهلو شوه. درد نور هم پسې سختېده. تینا، اغلې مایا ته وکتل. هکي آریانه شوه. داسې پېښه یې په لومړي ځل لیدله. ورختا شوه. یو دم یې له ګاډي ترپلل، او په تراټ کې د کور په لور په منډو شوه.
کاله ته په رسېدو سره، ګوري چې، د اغلې انیتا د کور دروازه بېرته ده. اغلې انیتا او اغلې مایا سره په ګاونډ کې اوسېدل. د کورونو دروازې یې سره خوله په خوله وې. پرته له ځنډه په ترهېدلي اکر کې ورننوته. اغلې انیتا ته مخامخ ودرېده. لړزېدله، سونګېدله، اح و فریاد یې کاوه، بې کراره وه، اغلې ته یې منتونه کول، او هغه یې لاسنیوي ته رابلله..... اغلې انیتا، تینا ته په کتو سره زېړه زبېښلې شوه. په زړه کې یې تراره پیدا شوه. په دې وپوهېده چې، کومه پېښه رامنځته شوې. ولاړه، او د تینا لور ته راروانه شوه. خو تینا د اغلې انیتا په پورته کېدو سره مخ واړاوه، او له وره نه په راوتو شوه. د اغلې انیتا زړه ته  ډول ډول خبرې، د اغلې مایا په اړوند پرېوتې.... تینا مخکې او اغلې انیتا ورپسې، دواړو د ځنګله په لور لاره ونیوه. د ځنګله خولې ته ورسېدل، هلته چې اغلې مایا، په خپل ګاډي کې بې هوښه پرته وه. ژر یې د هغې لاس ونیو. خو، رګ یې نه لوېده. زړه یې درېدلی وو. په منډه کور ته راغله. د ۱۱۲ شمېرې تڼۍ یې کښېکاږله، او بېړنیۍ مرسته یې وغوښته. لږه شېبه پس اغلې مایا په نږدې روغتون کې د بېړنۍ خونې د چپرکټ په سر پرته وه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery