مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ښځو د مسایلو او حقوقو په اړه پر اسلام د نیوکو مدّلل ځوابونه (لومړی برخه)

استاذ نورالله خان حمدزی


اسلام ښځو ته د زينت (ځان سينګارولو) حق، د عفت دساتلو حق، د احترام او کرامت حق، د تعلیم حق، د ښه کردار او رفتار او ښه معاملې حق، د کوروالې د رازونو د ساتنې او د جماع (کوروالې) حق، د عدالت حق، په کورني کارونو کې د مرستې حق، د ښځې د خپلوانو احترام کول، د مشورې حق ورکول، د ناروغۍ په حالت کی د ښځې د علاج حق، د انتقاد حق، د ميراث حق، د کار او ملکيت حق،  د خلع حق، د سلام حق، د لباس (جامه) حق، د مسکن (د اوسيدو ځاې کور) حق، د مهر حق، د نفقې حق دا د ښځو حقوق دي اوس داسې کوم قانون او کوم دین دی چې له اسلام څخه یې ښه او ډېر حقوق ورکړي وي؟ ځواب نه دی................

الله تعالی د قرآنکريم په زياتو آياتونو کې د ښځو او چت مقام او عظمت بيان کړيدی چې د هغې جملې څخه د يو څو آياتونو په بيانولو سره زه اکتفا کوم چې په لاندې ډول دي:

لکه څرنګه چې ښځه يوه عزتمند مخلوق دی او د نارينه و لپاره د سکون او آرامي وسيله ده همدارنګه ښځه هغه قيمتي او اوچت نعمت دی چې د ځامنو او لمسيانو وسيله ده الله تعالی فرمایي: ((والله جعل لکم من انفسکم ازواجا وجعل لکم من ازواجکم بنين وحفده))   (سورة النحل آيت ٧٢)

ژباړه: الله تاسې ته ستاسې د جنس څخه ښځې پيدا کړي او ستاسو د ښځو نه یې  تاسې ته ځامن او لمسيان پيدا کړي. انساني ټولنه الله تعالی د ښځو او نارينه و څخه جوړه کړيده او د ځمکې په سر د انسان پاتې کيدل او له منځه تلل د ښځو او نارينه و دواړو پورې تړلي دي که يو جنس نه وي نو بشريت جنس له منځه ځي.

 الله تعالی فرمائي: ((يا ايها الناس انا خلقناکم من ذکر وانثی)) (سورة الحجرات آيت ١٣)

ژباړه: ای خلکو موږ تاسې د يو نر (آدم) او يوې ښځې (حوا) نه پيدا کړي ياستئ ښځه د انسانانو ترمنځ د نږدې والي او دوستي يوه مهمه وسيله ده الله تعالی فرمایي: ((وهوالذي خلق من الماء بشرا فجعله نسبا وصهرا)).  (سورة الفرقان آيت ٥٤)  ژباړه: او الله تعالی هغه ذات دی چې بشر  یې د اوبو نه پيدا کړيدی او بيا یې ګرځولی دی خاوند د نسب او سخرګنۍ. او دا معلومه خبره ده چې د سخرګنۍ او زومولي قرابت  د ښځو په واسطه منځ ته راځي .

امام احمدبن حنبل او امام نسائی رحمهما الله د انس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: ((حبب الی من الدنيا النساء والطيب وجعلت قرة عينی فی الصلاة)). (مشكوة صفحه ٤٤٩). ژباړه: د دنيا څخه ماته ښځې او خوشبويی محبوب شويدي او ځما د سترګو يخوالی په لمانځه کې ګرځول شوی دی.

امام مسلم رحمه الله د عبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: الدنيا متاع وخير متاعها المراة الصالحة. (مشكوة صفحه ٢٦٧)  ژباړه: دنيا يوه شتمني ده او غوره شتمني د دنيا صالحه ښځه ده.

 

اوس راځو دېته چې اسلام ولې له یوې څخه د ډیرو ودونو یا ښځو کولو خبره کوی:

د نړۍ په سطحه د ښځو تعداد تر سړیو ډیر دی او وجه یې داده چې سړي یا نارینه په جګړو، د موټر، سوارلي یا سفر پر وخت ډیر مري او ورځ تر بلې د ښځو تعداد تر سړیو  مخته حرکت کوي. همدا وجه ده چې سړی له یوې څخه ډیرې ښځې کولی شي او په دغه کار کې د الله تعالی ستر حکمت نغښتی دی.

قرآن کریم د ښځو د نکاح او له یوې څخه د ډیرو ودونو په هکله داسې فرمایي:

فَانْکِحُوامَاطَابَ وَإِنْ خِفْتُمْ أَلا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَى فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَى وَثُلاثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ... الآیه (٣). سورت النساء .

ژباړه: اوکه وويريږئ، تاسې چې به ونه کړى شئ عدل انصاف په (حق د) يتيمانوکې نو په نکاح سره واخلئ تاسې (نورې) هغې ښځې چې خوښې (حلالي) وي تاسوته له ښځو دوه دوه اودرې درې او څلورڅلور، نو (بيا که) وويريږئ تاسې چې عدل (انصاف برابري) به ونکړای شئ (د ښځوپه منځ کې په نفقه، نوبت او نورو کې) نو يوه (اصيله کوئ) يا هغې وينځې چې مالکان شويدي د هغو(وينځو) ښي لاسونه ستاسې (تاسې يې مالکان يئ).

فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ :

يعنې که تاسې له دې خبرې څخه وېرېږئ چې په څو ښځو کې به سم له انصافه او مساواته معامله ونشئ کړئ نو بيا فقط په يوې نکاح قناعت وکړئ! يا يوازې پر وينځو باندې يوه وي که ډېرې؛ اکتفاء وکړئ! او که مو زړه غواړي له يوې منکوحې سره څو وينځې هم وساتئ!

وضاحت: له يوې څخه د ډېرو ښځو سره نکاح کول په اسلام کې يو قانون نه، بلکه: يوه استثنا ده خو له بده مرغه چې ډيرۍ خلک په دې اړه يو ډول غلط پوهيدلي دي چې گوندې د الازمي ده چې هر مسلمان دې له يوې څخه ډیرې ښځې ولري.

په اسلام کې پنځه ډوله اوامر او نواهي موجود دي.

١- فرض:- کول يې جبري يا لازمي دي.
٢- مستحب:- چې د کولو سپارښتنه يې شوې وي، خو اړين نه وي.
٣- مباح:- جايز يا روا وي، په کولو يې کوم ثواب يا عذاب مرتب نه وي.
٤- مکروه:- د نه کولو يې سپارښتنه شوې وي.
٥- حرام:- کول يې منع شوي وي.

په اسلام کې د يوې څخه د ډېرو ښځو سره د واده کولو مسئله په منځنۍ ډله کې راځي يعنې دا يو مباح عمل دى او داسې نه ده چې ګوندې هغه مسلمان چې دوه، درې، او يا څلور ښځې لري، د هغه مسلمان په پرتله چې يوه ښځه لري، بهتر او غوره دى.

سړی چې له یوې څخه ډیرې ښځې کوي، نو ددې ډیر حکمتونه دي چې ځینې مو بیان کړل لکه د نارینه وو ډیره مړینه او د نړۍ په سطحه د ښځو ډیرښت او داسې نور....

یوازې مسلمانان نه دي چې له یوې څخه ډیرې ښځې کوي، د مثال په توګه هندوان له مسلمانانو څخه د ډیرو ښځو درلودونکي یا کوونکي دي.

په اسلام کې د ښځې  حيثيت د کميټې لخوا په ١٩٧٥ کال د خپاره شوي راپور په ٦٦ او ٦٧ پاڼو کې راغلي چې د ١٩٥١ او ١٩٦١ کلونو ترمنځ د هندوانو ترمنځ د يوې څخه د ډېرو ښځو کولو یا د ودونو فيصدي ٥،٠٦ ده او د مسلمانانو تر منځ دا اندازه %٤،١٣ ده په داسې حال کې چې د انډیا د قانون له مخى يوازې مسلمانان دلته دا حق لري چې له يوې څخه ډیرې ښځى وکړي او د غير مسلمو لپاره دا کړنه يو غير قانوني عمل دى، خو د دغه قانون په شتون کې هم د هندوانو فيصدي په دغې برخه کې له مسلمانانو څخه لوړه وه نو اوس فکر وکړئ چې که هندوانو ته د مسلمانانو په شان قانوني اجازه ورکړل شوې واى، نو دا فيصدي به څومره وه؟ په لومړيو کې په هندوانو باندې هم د ښځو په تعداد کې کوم محدويت موجود نه وو خو په ١٩٥٤ کال کې کله چې د هندوانو د واده قانون جوړېده نو دهغوى لپاره له يوې څخه د ډيرو ښځو لرل غير قانوني وګرځول شول. نن سبا چې هندوان يوه ښځه کوي داله دې امله نه ده چې هغوى له مذهبي اړخه داسې کولو ته اړدي، بلکه: دا د هند د اساسي قانون پرېکړه ده، چې نه پريږدي هندوان له يوې څخه ډېرو ښځو سره واده وکړي.

 

اوس چې سړی له یوې څخه د ډیرو ښځو اجازه لري ددې څه وجه کیدای شي؟

لومړی وجه خو یې داده چې سړي په هر میدان او هر حالت کې تر ښځو غښتلي او کولی شي چې دغه کار اداره او سم پلان کړي. یو سړی کولی شي چې له یوې څخه ډیرو ښځو ته نفقه او د اولاد خرڅ ور برابر کړي، د خپلو اولادونو په تربیه او روزنه کې پوره ونډه واخلي، کولی شي چې دواړو ښځو ته مساوي حقوق ورکړي او هر حالت کې د هغوی انتظام او دنیوي چارو کې مشري ترسره کړي.

خو بیا ښځې د دغو کارونو جوګه نه دي، لومړی دا چې هیڅ یوه ښځه دوه میړونه نشي کولی، هغه ځکه: که ښځه له یو څخه ډیر میړونه وکړي نو لومړی د هغې د اولادونو خبره ده چې که د ښځې اولاد پيدا شي نو دا به یې د کوم میړه وي (په پيژند پاڼه کې او ښوونځي همداسې نورو اسنادو کې به یې د کوم پلار نوم لیکل کیږي)، همداسې یو میړه به یې وایي چې ما سره وخت تیر کړه او بل به یې بل څه وایي، همداسې د حیض او نفاس مسایل دي چې سړي ترېنه خلاص دي خو ښځې دلته هم سترې ستونزې لري او سړي یا دوه سړي په یو وخت نشي کولی چې یوې ښځې ته ۴۰ ورځې کښنیي تر څو د هغې د نفاس وینه ودریږي یا بنده شي، همداسې هیڅ ځان نه دي شوي چې سړیو یا یوې ښځې همدا کار کړی وي او پایله یې بریالي راختلې وي. دا ډول نکاح که ترسره هم شي نو یوه اونۍ به هم دوام ونه مومي، ځکه د دا ډول نکاح په مخکې لکه د غرونو پشان خنډونه ولاړ دي، خو د الله تعالی بېشماره شکرونه دي چې سړیو ته بیا داسې هیڅ ستونزه په مخکې نشته، شکر الحمدلله چې د اسلام هره وینا او هره خبره له حکمت څخه ډکه ده او د اسلام هر کار کې ډیر حکمتونه نغښتي دي.

اوس که فرض کړو د یوې ښځې له یو څخه ډیر میړونه وي، نو بیا هر څوک او هر کس خو دا نشي کولی چې د علم وراثت پر مټ یا (Genetic Science) په ذریعه د خپل اولاد پوښتنه او پلټنه وکړي چې دا ماشوم یا بچی د چا دی؟

د وراثت د علم يا Genetic Science د پر مختګ سره ممکن په داسې حالت کې هم د ماشوم پلار مشخص کړل شي، خو دغه کار ته به د څومره وخت او څومره پيسو اړتيا وي چې دا ډول ازموينې تر سره شي او په نړۍ کې څومره خلک دا مهال له دغې پرمختللې ټکنالوژي څخه ګټه اخيستلى شي؟ بې له شکه چې عملاً دا کار ناشونى دى. نن سبا په غربي ټولنو کې له چا څخه د پلار د نوم پوښتل جرم ګڼل کيږي آن تر دې چې د پلار نوم په مکتب، پوهنتون، پاسپورټ او نورو اسنادو کې له خط څخه غورځيدلى دى او ځاى يې کورني نوم نيولى دى. اروپا چې د ساينس په برخه کې نن سبا تر ټولو مخکښه لويه وچه ده، دايې حالى دې چې د Genetic ازموينو پر ځاى يې د پلار نوم بيخي ورک کړ، نو د افريقا او اسيا په شان د ورو سته پاتې لويو وچو به څه حال وي؟

که د کوم کس ډیر ودونه وي بیا هم دی کولی شي چې د میړه په صفت خپلې دندې ترسره کړي خو بلخوا یوه ښځه چې ډیر شمېر میړونه ولري بیا نشي کولی چې د یوې ښځې په حیث خپل کارونه او دندې ترسره کړي، لکه د هغې مياشتنۍ دوره د بېلابېلو پړاوونو په اوږدو کې د مختلفو رواني او سلوکي تغيراتو له امله اغيزمنې کيږى او د يوې ښځې په حيث د خپلې دندې د سرته رسونې څخه عاجزې پاتې کيږي.
همداسې کچیرته یوه ښځه له یوه کس څخه ډیر میړونه ولري نو د دوی ترمنځ د جنسي خپریدونکو ناروغیو د خپراوي ډیر فرصت موندل کیږي دا ځکه چې په دې بڼه له یو څخه ډیر جنسي ملګري لري، خو بیا که د یو کس له یوې څخه ډیرې ښځې وي نو دوی ټول خپلو کې غیر مشروع یا ناجایزې جنسي اړیکې نلري، او په دغه کار کې د جنسي ناروغیو د خپریدا فرصت ډیر لږ وي.


بل په ښځو کې دا غوښتنه ډیره کمه وي چې له یو څخه ډیر میړونه ولري خو په نارینه وو کې د دویم واده غوښتنه ډیره پیاوړې او غښتلې وي، دا یې هم بل لامل دی چې نارینه دویم، درېیم یا څلورم واده کوي.

که فرض کړو اسلام دا شوم او کرغیړن کار منع کړی نو بیا په کفري هیوادونو کې هم دا کار منع دی او ولې اروپا، امریکا، چین، جاپان، هند او نورو هیوادونو کې خلک داسې ناروا او کرغیړن کارونه نه کوي. ای کاش هغه خلک چې دا منفي او له جهالت څخه ډکې خبرې کوي هغوی خو لږ د کفري هیوادونو په قوانینو هم ځانونه خبرولی او د دغه شوم کار په هکله یې ځان پوهولی!!!

بل په نړۍ کې د ښځو تعداد تر سړیو ډیر دی همدا وجه ده چې اسلام لا ډیر ترمخه د دغه کار اجازه ورکړې تر څو خلک زنا، فواحشو او ناروا کارونو ته مخه نه کړي.

د امریکا متحده ايالاتو کې ښځينه دنارينه وو په پرتله ٧،٨ مليونه ډیرې دي. يوازې د نيويارک په ښار کې تر يو مليون ښځې له نارينه وو څخه ډیرې دي او په نارينه وو کې يې هم درېيمه برخه نارينه همجنس بازان دي. په امريکا کې پنځه ویشت مليونه داسې نارينه شتون لري چې نه غواړي له ښځو سره واده وکړي او پر ځاى يې له خپلو همجنسو نارينه وو سره د واده کولو له لارې خپل شهواني خواهشات پوره کوي، په روسيه کې ٩ نهه مليونه ښځې له نرانو څخه ډیرې دي، په برطانيه کې څلور مليونه ښځې له نرانو څخه ډیرې دي، په جرمني کې تر پنځه مليونو پورې ښخې له نارینه وو څخه ډیرې دي.

 کچيرته دا ومنو چې هر سړى دې يوازې يوه ښځه ولري نو په دې صورت کې به يوازې د امريکا په متحده ايالاتو کې له ٣٠ مليونو څخه ډیرې ښځې بې ميړونو پاتې شي هغه هم که د همجنس بازانو شمېر ٢٥ مليونه قبول کړو کوم چې له دې کچې څه ډير زيات دى همدارنګه په برطا نيه کې له څلورو مليونو څخه ډیرې ښځې په جرمني کې له پنځو ملي نو څخه ډیرې ښځې او په روسيه کې (٩) مليونه ښځې په دي ونه توانيږي چې ميړونه ميړونه ولري.

موږ او تاسو کتلي او ترې خبر یو چې په کفري هیوادونو کې هلته ډیرۍ ځوانان معشوقې لري، څوک یوه څوک دوه یا له دې هم ډیرې خو همدا خلک بیا د دوهم واده خلاف دي، آیا دا یو ډیر عجیب او بې منطقه کار نه دی. همدغو انجونو سره ناروا اړیکې هم ساتل کیږي او د یو کس له څو ښځو یا انجونو سره ناروا اړیکې وي، ولې په دغو بیا نیوکه نه کیږي، چې د یو انجلۍ ژوند لمنځه ځي، بل کس به یې وکړي یا کوژده کړي یا نه، همداسې نور ډیر کړاوونه تیروي په دغو نیوکه نه نیول کیږي خو چې کوم شی اسلام روا کړی د انسانیت د کامیابي لار ده نو پر هغو به دوی نیوکې کوي....!

اوس که د چا لور، خور یا بله خپلوانه په امریکا کې ژوند کوي او هلته ورته میړه نه موندل کیږي او هلته د سړیو تعداد تر ښځو ډیر دی نو دغه ښځې یا لور، خور او نورې خپلوانې یا پردۍ ښځې به څه کوي؟ که نکاح یې منع شي او هغه خلک دوهم واده ونکړي نو ددې فرصت زښت زیات دی چې دا ډول ښځې به عامه شتمني وګرځي، بله هیڅ داسې لار نشته چې حل یې په لاس راشي. اوس که څوک لږ شانته هم حیا ولري یا غیرت په کې نو کومه لاره به غوره کوي، آیا هغه د دوهم واده کولو لار یا د بې عزتي او ناروا لار؟

 

 

د نړۍ په هیڅ دین او مذهب او همداسې پخوانیو کتابونو کې ددې محدودیت نشته چې څوک باید له یوې څخه ډیرې ښځې ونکړي.

د نړۍ په مشهورو مذهبي کتابو کې، که هغه د هندوانو کتابونه دي ( رامایان Ramayan)، (مها بهارت Mahabharat)، (ګیتا Geeta )، انجیل او تورات کې د ډیرو ښځو یا شمېر په هکله هیڅ ډول بندیز نشته او د هغو کتابونو له مخې که څوک هر څومره ښځې وغواړي نو کولی یا واده ورسره کولی شي، امّا د هغوی په اوسنیو کتابونو کې چې هندي راهبانو او عیسويانو یا مشرانو (کلیسا ګانې) د ښځو شمېر یوې ته را ښکته کړله یعنې یوه ښځه باید په نکاح کړل شي.

په پیل کې عيسويانو اجازه لرله چې له يوې څخه ډيرې ښځي واده کړي ځکه چې په انجيل کي د ښځو په شمېر کوم محدوديت مرجود نه وو، خو په وروستیو  وختونو کې عيسوي  کليساګانو او پاپانو پخپله خوښه دغه شمېره يوې ښځې ته محدوده کړه.

خپله هندوانو کتابونه لیکي: چې د هغوی مذهبي مشرانو ډیرې ښځې لرلي، لکه: مشر د (شرات) د راما پلار له یوې څخه ډیرې ښځې کړې وې همداسې د کرشنا (Krishna) په هکله هم راغلي چې د هغه هم ډیرې ښځې وې.

همداسې په يهوديت کې هم يو سړى د څو ښځو سره د نکاح یا کولو حق لري، د يهودیانو د قانون تلمود له مخې، چې د تورات پر مټ جوړ شوىدى، حضرت ابراهيم علیه السلام درې ښځې درلودلې او سليمان علیه السلام په سلګونو ښځې لرلې. په یهودیانو کې همدغې لړۍ تر هغو دوام موندلو تر هغو پورې چې یوه رباى یا يهودي مذهبي مشر جرشوم بن يهودا (960 C.E to 1030 CE) د ډېرو ښځو د لرلو پر ضد يو فرمان صادر کړ او دایې منع اعلان کړلې.

 همداسې يهودي سيفارډيک ټولنې   Jewish Sephardic Communities  چې په اسلامي هيوادونو کې او سيدلی د ١٩٥٠ کال پورې د ډيرو ښځو لرلو ته دوام ورکړ تر هغو چې په نوموړي وخت کې اسرائيلو د يهودي مذهبي مشرانو د مشر لخوا يوه لايحه صادره شوه او په کې له يوې څخه د ډيرو ښځو سره واده کول منع وګرځول شول.

 

داسې ډیر حالات او حقایق دي چې ښځې له نارینه وو سره پرتله کیدای نشي، ځینې موارد په لاندې توګه ذکر کوو.

ساینس او ټکنالوجي:

د ساینس او ټکنالوجي میدان ته ځیر شئ هلته ټول پرمختګونه د نارینه وو په لاس ترسره شوي که د ساعت یا لاسي ګړۍ جوړول وي یا موټر، الوتکه، اورګاډۍ، کمپیوټر، روبوټ، ګڼ شمېر ماشیونه او هر ډول وسایط او نور ماشین آلات دا ټول د نارینه وو پر مټ جوړ شوي. په دغې برخه کې د ښځو هڅې او کارونه د هیڅ په شمار دي او دوی به هیڅکله هم ونشي کړای چې له نارینه وو سره مقابله وکړي ځکه د د هغوی فکري او ذهني پیاوړتیا دومره غښتلې نه ده چې دومره ستر ستر کارونه ترسره کړي.

 

نظامي اړخ:

ښځې دلته هم له نارینه وو سره مقابله نشي کولی ځکه د هغوی جسماني جوړښت ددې جوګه نه دی چې له سړیو سره مقابله وکړي یا په دغه میدان کې له سړیو مخته شي، په دغه میدان کې هم له الوتکې نیولې بیا تر هیلوکوپټر بیا تر سپکو او درنو وسلو دا ټول وسایل نارینه وو جوړ کړي او ښځې په دغه برخه کې ډیر لږ مهارت او پوهاوی لري او بل دا د هغوې د توان پورې تړلی کار نه دی. همداسې ښڅې نشي کولی چې له سړیو سره مخامخ جګړه وکړي یا د جګړې مشري پر غاړه واخلي. که د نړۍ ټولې سترې جګړې او تاریخ ته ځیر شئ نو د نړۍ په سطحه د ټولو سترو جګړو مشري نارینه وو په لاسر ترسره شوې....

 

سپورټ یا ورزش:

په لوبو کې هم سړي تر ښځینه وو ډیر ترمخ تللي او په هرمیدان او هره لوبه کې نارینه چټک، غښتلي او ګټونکي دي خو ښځې بیا ددې توان نه لري چې له سړیو سره لوبې ترسره کړي. کڅه هم په اروپا او ځینې نورو هیوادونو کې داسې ځینې کارونه وشول چې ښځې لوبو ته راماتې کړي خو هغوی ونشو کړای چې له سړیو سره مقابله وکړي او بلآخر دوی مجبور شول چې اقرار وکړي: د ښځو فزیکي جوړښت ددې جوګه نه دی چې له نارینه وو سره لوبې یا مقابلې ترسره کړي.

 

ډار او ویره:

ښځه په ډار او ویره کې تر نارینه وو ډیره کمزورې او ناتوانه ده، هیڅ یوه ښځه په یوازې تن نشي کولی چې په دښته او میرو کې یوازې خوب یا ژوند وکړي، خو الله تعالی بیا سړیو ته ددې توان او زړه ورکړی چې په دښتو، غرو رغو او هر ځای حتی یوازې هم شپه تیره کړي. دا ځکه چې ښځه د کور ښایست او ګاڼه ده او د هغې لپاره دا ستر ستر خطرونه نه دي مقرر او نه ښځې له دې څخه انکار کولی شي چې په دغې برخه کې له نارینه وو سره مقابله وکړي یا ورته کار ترسره کړي.

 

د نړۍ ستر او مشهور مشران:

که د نړۍ تاریخ ته ځیر شو نو وبه وګورو چې د نړۍ ستر مشران که هغه مسلمانانو څخه وو یا نورو ادیانو ځنې هغوی ټول نارینه وو، د مثال په توګه: له حضرت آدم علیه السلام څخه نیولې بیا تر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دا لړۍ ټوله د نارینه وو وه، همداسې په کفارو کې نمرود، فرعون او داسې نور مشران تیر شوي...... نو هر کس باید د خپل فطرت مطابق غوښتنه ولري او له فطرت څخه پورته تلل باید هیڅوک خوښ نه کړي، چې ولې ښځې پيغمبرانې نه وې، ولې د ټولې نړۍ مشري ښځو نه ده کړې او داسې نور د عقل او فطرت خلاف سوالونه او غوښتنې باید مطرح نشي. موږ پوهیږو دا څوک چې په نړۍ کې د ښځو او د بشر حقوقو چیغې وهي دوی ډیر سخت غلط شوي او په دې نه پوهیږي چې دوی څه ډول حقوق غواړي، هغه حقوق چې الله تعالی، د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم او قرآن شریف ورته ورکړي او که هغه ناروا حقوق غواړي کوم چې د ځناورو په شان حقوق او قوانین دي او د ښځو ټول انساني کرامت او حقوق پکې تر پښو لاندې شوي دي؟ طبیعي خبره ده چې دا ډول ناروا غوښتنې ټولې د پردیپالو په اشارو او د هغوی د بادارانو په لاس ترسره کیږي.

نور بیا

 

اخځلیکونه:

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سپيناوی: ځینې ځایو کې د اړتیا پر وخت ما د لاندې انټرنټ پاڼو او لیکوالانو له لیکنو څخه ګټه پورته کړې.

آنلاین اسلامي لارښود  او  د ټول افغان د بحث فورم څخه ځینې اخستنې.

د ډاکټر ذاکر نایک بیانونه او ژباړل شوی یاداښت (ژباړه: ډاکټر پامير احسان).

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery