مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-03   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

فضل الغني پښتو شرح قدوري ۲۱:

علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
فضل الغني ۤپشتوشرح قدوري ۲۱ : دپورته ذکر سوي متن تفصيل : پوسه چي امام قدوري رحمه الله تعالي دلته لس ماتونکي داوداسه ذکرکړي دي په دې ډول«۱»هغه شئ چي دمخ يادشاله لاري څخه راووځي لکه بولي ياګنګي،پوسه چي کوم شي چي دمخ يادشاله لاري راوزي پردوه قسمه دی اول هغه د ی چي راوتل يې عادتي وي لکه دمخ له خواڅخه بولي اودشاله خواڅخه ګنګي ياپسکۍ اوياګوزاودوهم هغه دی چي عادتي شئ نه وي لکه ډبره ياچينجئ زموږدامام اعظم رحمه الله تعالي مذهب دادی چي دغه دواړه قسمه راوتونکي شيان اودس ماتوي که دمخ له خواوي اوکه دشاله خواڅخه اودځينوامانوپه نزدپه اول قسم راوتونکي سره اودس ماتېږي اوپه دوهم قسم سره اودس نه ماتېږي،،پوسه چي دجمهوروعلماؤپه نزدهغه شي چي له يوه دسبيلينوڅخه رااوځي نواودس په متيږي عام له دې څخه چي که هغه شي معتادوي اوکه غیرمعتادوي دادامام ابوحنيفه،امام شافعي ،امام احمد،اوزاعي،اسحاق،اوثوري رحمهم الله تعالي مسلک دی خوله ماخرج من السبيلين څخه ماسوی له ريح څخه دقبل اودذکرمراددی ځکه چي دادوه زموږپه نزدداوداسه ماتونکي ندي اودامام مالک اودقتاده رحمهماالله تعالي په نزد غيرمعتادشي لکه ډبره يا چينجئ که له يوه دسبيلينوڅه راووتئ نواودس نه په ماتېږي دارنګه په استحاضت اوسلسل البولي سره هم امام مالک صاحب اودس نه ماتوي ،،قال فی رحمة الامة الخارج المعتاد من السبیلین کالبول والغائط ینقض الوضوء بالاجماع واماالنادر کاالدود والحصاة والریح وسلس البول والاستحاضة والمذی فینقض الوضوء الا عند مالک والمنی ناقض عند الثلثة والاصح من مذهب الشافعی انه لا ینقض وان اوجب الغسل .وقال ابو حنیفة رحمه الله تعالی ینتقض بکل ذلک وبالمنی .انتهی .،ليکن دمالکيه ؤله ځني عباراتوڅخه داسي معلومېږي چي مذي په خارج معتادکي داخل دي اواودس په متېږي امام مالک رحمه الله تعالي متعدددليلونه لري چي دحديثوپه کتابوکي هم سره له جوابومذکوردي چي يوله هغوڅخه دادی چي په قران مجيدکي غائط داودس ناقض بلل سوئ دی اوغائط امرمعتاددی نوکنايه دی له امورومعتاده وڅخه«جواب» حنفيه اوجمهوروددې دليل يوجواب داسي ورکړئ دی چي مرادله غائط څخه په آيت کي مطلق خارج له سبيلينوڅخه دی په دليل دعموم دهغه چي په احاديثوکي په دې باره کي راغلئ دی،اودوهم په دې ډول جواب ورکړسوئ دی چي په آيت کي صرف غائط ذکردی اودمعتاديادغيرمعتادوطرف ته کومه اشاره نده راغلې اودانه منوچي غائط صرف وامرمعتادته ويل کېږي اودجمهوروله دلائلوڅخه يودليل حديث ددارقطني دی چي له ابن عمررضي الله عنه څخه يي مرفوعاروايت سوئ دی چي«لاينقض الوضوءالاماخرج من قبل اودبر»ځکه چي لفظ دماخرج خوعام دی ومعتاداووغيرمعتادته«مسئله دريح القُبُل والذکر»پوسه چي دنارينه له ذکرڅخه چي بادراخارج سي نوپه دې سره اودس نه ماتېږي اول له دې وجهي چي داپه حقيقت کي بادندی بلکه اختلاج دی يعني دنارينه ذکردنني څه پاړسوب وکړي نودسړي په خيال کي داورسي چي له ذکرڅخه مي بادووتئ اودوهم له دې وجهي چي که چيري دابادهم سي اودس نه ماتوي ځکه چي دابادله هغه ځايه ندی راولاړسوئ چي هغه دنجاست ځای دی،اودښځي له قبل څخه چي بادراووزي نوپه دې کي څه تفصيل سته ځکه چي داښځه به خالي نه وي يابه مفضاته وي اويابه نه وي که چيري مفضاته وي نوله امام محمدرحمه دا سي روايت سوئ دی چي احتياطاپردغه ښځه باندي اودس کول واجب دي اوابوحفص رحمه الله تعالي دغه قول معمول به ګرزه ولئ دی اوپه فتح کي ودې قول ته ترجيح ورکړي ده په دې دليل سره چي غالب په بادکي داوي چي له دبريعني دشاله خواوي اوچاويلي دي چي که دغه باد اوازيابوی درلودي نواودس په متېږي اوکه داسي نوونوبيااودس نه په متېږي اوصاحب ددرمختار اودس کول ومفضاتي ښځۍ ته مستحب اومندوب ‎بللی دی پوسه چي مفضاته وهغي ښځي ته ويل کېږي چي دمخ اودشالاري يي سرګډه سويي وي اويوه بياداسي ښخه ده چي دبولواودجماع ځايونه يي سره ګډسوي وي دداسي که دمخ له خواڅخه بادراخارج سي نوهم اودس يې نه متيږئ،،شامي ج۱ص۱۰۰»پوسه چي که دسړي يادښځي دشاله خوابادرقمه شي په فکرکي ورغی چي خارج سواوپه دې باندي يي يقين ووچي له لوړي خواڅخه ندی نوپه دې اودس نه ماتېږي ،درمختارعلی هامش ردالمحتارص۱۰۱ج۱«۲»اودوهم له ماتونکوداوداسه قدوري وينه او«۳»دريم يي نوونه ذکرکړي دي خوله دوی دواړوسره يي داقيدراوړی دی چي دوی دواړه دبدن وداسي ځای ته ورسېږي چي ترهغه پوري دتطهيرحکم تعلق نسي ددې مطلب داده چي که وينه يانوپه خپل ځای کي ښکاره سي اودبدن وروغ ځای ته ورونه بهېږي نواودس نه په ماتېږي ،سوال» قدوري داسي ويلي دي چي « يعني دحکم لفظ يې راوړئ دی اوداسي يې ندي ويلي چي« فَتَجَاوَزَ اِلي مَوْضِعٍ يَلْحَقُهُ التَّطْهِيْرِ» نوپه دې کي څه حکمت دی،«جواب»ذکرالحکم لدفع ورودداخل العين وباطن الجرح اذحقيقة التطهيرفيهما ممکنة وانماالساقط حکمه،نهروسراج،فائده،پوسه چي جرحه يعني ټپ اوزخم دوه قسمه دی اول هغه دی چي اوبه تاوان ورته کوي، اودوهم هغه دی چي اوبه تاوان نه ورته کوي ،شرط دبهيدلوالی موضع الخ په هغه وينه اونوکي دی چي له اول قسم ټپ څخه رااوزي ،په دوهم قسم ټپ کي چي وينه يانو دټپه په نس کي سره وبهېږي نواودس په مات سو«سوال»دقدوري له کلام څخه خوداسي معلوميږي چي که وينه يانوله ټپ څخه وداسي ځای ته دبدن ورورسېده چي پرهغه ځای مسحه کېده اوتطهيراووينځل يې نه کېدونواودس نه په ماتېږي اوحال دادی چي په ماتېږي«جواب» له تطهيرڅخه په عبارت کي دقدوري مرادعام دی که غسل وي اوکه مسحه په غسل کي وي اوکه په اوداسه کي«سوال»دقدوري له عبارت څخه داسي معلومېږي چي که يوسړئ مثلارګ ووهي اوډېره وينه پرمزکه ورڅخه توسي اودزخم سرلاپه ککړنسي دبدن ويوه جزته خوبيخي ورونه بهېږي،نوپه دې سره به اودس نه ماتېږي اوحال دادی چي په ماتېږي«جواب» له تجاوزاوسيلان مذکورڅخه مرادعام دی که بالفعله داتجاوزراغلئ وي اوکه بالقوة وي فان دم الفصدمثلا سائل الي مايلحقه حکم التطهيرحکماتأمل،«سوال» له حکم څخه په لفظ د،حکم التطهير،کي څه مانامرادده«جواب»دډېروعلماوودتصريح مطابق مرادله حکم څخه وجوب دی اوپه فتح اوپه حليه اوپه بحرکې ويلي دي چي مرادورڅخه وجوب اوندب دی،پوسه چي نجس رطوبات لکه نوونه اووينه اوقئ کوم چي له غيرسبېلين څخه راووزي نوپردې خبره باندي خودامامانواتفاق دی چي داشيان نجس اومرداردي جامه اوبدن په مردارېږي خوپه دې خبره کي چي آيااودس په ماتېږي کنه اختلاف دی اول مذهب دادی چي په دغوشيانوسره اودس نه ماتېږي،دادامام مالک اودامام شافعي اودابي ثوراودابن المنذراودداؤداودمکحول اودسعيدبن مسيب رحمهم الله تعالي قول دی اوابن عبدالبررحمه الله په استذکارکي ويلي دي چي دادابن عباس اودجابراودابوهريره اودعائشې رضي الله تعالي عنهم قول دی،دوهم مذهب دادی چي په دغواموروسره اودس ماتېږي،دادامام اعظم اودامام احمداوداسحاق بن راهويه اوداوزاعي اودشعبي اودابراهيم نخعي اودقتاده اودعروه وغيرهم رحمهم الله تعالي اوپه صحابه ؤکي دعشره مبشره رضي الله تعالي عنهم قول دی اوپه عيني شرح هدايه کي يي ويلي دي چي داداکثروفقهاؤقول دی البته زموږاحناف په وينه کي داقيدلګوي چي سائله بهېدونکې به وۍ اوپه قي کي داقيدمعتبره وي چي په ډکه خوله به وي نوسائله وينه داوداسه ماتونکې ده اوغيرسائله وينه اودس نه ماتوي يوله دلائلوددې خبري هغه حديث چي ابن عدي رحمه الله تعالي يي په خپل سندسره په الکامل کي له زيدبن ثابت رضي الله تعالي عنه څخه مرفوعاروايت کړئ دی چي «الوضوءمن کل دم سائل» په دغه حديث سره دوې مسئلې ثابتېږي اوله دامسئله چي په وينه سره اودس ماتېږي اودوهمه دامسئله چي په نه بهيدونکي وينه اودس نه ماتېږي بلکه په بهېدونکې وينه سره ماتېږي،فائده،زموږدمذهب ځينو علماوولکه دهدايې مصنف رحمه الله تعالي په وينه اوپه نووکي يوبل قيدهم زيات کړئ دی هغه دادی چي وينه اونوهلته اودس ماتوي چي له بدن څخه په خپله راووزي ،اوکه دسړي په کښيکښلوسره دداني يازخم وينه يانوونه راووتل نودااودس نه متوي داقول صاحب دهدايې غوره کړئ دی خودامام شمس الائمه سرخسي اودنوروعلماؤپه نزدداقيداعتبارنلري بلکه په هرډول چي وينه يانوونه له بدن څخه په مذکوره طريقه رااوځي نواودس په ماتېږي اوداقول مختاراومفتي به قول دی،،څلرم له ماتونکوداوداسه امام قدوري رحمه الله تعالي قيء ذکرکړئ دی ،دقي په باره کي تفصيل په دې ډول دی ،،پوسه چي په قي کي درې مذهبه دي«۱»مذهب دادی چي قئ په هيڅ ډول اودس نه ماتوي که لږوي اوکه ډېروي دادامام شافعي رحمه الله تعالی مذهب دی دئ مبارک وايي چي هرنجس شئ چي له سبيلينوماسوی دبدن له بل ځای څخه راووځي نوپه دې سره اودس نه ماتيږي «۲» مذهب دامام احمدرحمه الله تعالی دی دئ وايي چي په ډېرقي سره اودس متېږي نه په لږ قي سره ،دډېراودلږقي ترمنځ فرق ده په دوه ډوله کړئ دی اول په دې ډول چي دا مفوض وانسان ته دۍ کوم قئ چه انسان يې ډيربولي نوهغه ډېردی اوکه انسا ن لږوبالو نوهغه لږدی اودوهم فرق په دې ډول دی چي که ترنيمه خوله کم وونوقليل دی اوکه نيمه اویا بالابودونوکثيردی«۳»مذهب دادی چي قئ ناقض داوداسه دی دادامام اعظم رحمه الله تعالی مذهب دی،په دې باره کي څه تفصيل سته چي په دې ډول دی،په قي کي داحنافودوه قوله دي «۱» دامام ابوحنيفه اودامام ابويوسف اودامام محمدرحمهم الله تبارک وتعالي قول دادی چي په مطلق قي سره اودس نه متېږي ترڅوچي په ډکه خوله سره نه وي«۲»دامام زفررحمه الله تعالي قول دادی چي په مطلق قي سره اودس متېږي عام له دې څخه چي که ډېروي اوکه لږوي،امام زفررحمه الله تعالی په متعددودليلوسره دليل نسي چي يوله هغوڅخه دادی سره له جوابه،امام زفرپه دغه مرفوع حديث سره چي په بدائع کي هم راغلئ دی دليل نيولئ دی چي«القلس حدث»يعني قئ بي اودسي ده وجه داستدلال يې داده چي قلس ومطلق قي ته ويل کېږي که په ډکه خوله وي اوکه نه وي،خليل بن احمدرحمه الله تعالی ويلي دي چي قلس ،ماخرج من الحلق ملءالفم اودونه ،صاحب دنهايي ويلي دي،القلس ماخرج من الجوف،دارنګه په بل حديث کي چي ابن ماجه اودارقطني يې روايت کړئ دی داسي راغلي دي وعن عائشة رضی الله تعالی عنها قالت قال رسوالله صلی الله تعالی عليه وسلم «من اصابه قيءاورعاف اوقلس اومذی فلينصرف فليتوضأ ثم ليبن علي صلوته وهوفي ذالک لايتکلم» وجه داستدلال په دغه حديث سره داده چي په دغه حديث کي قئ اوقلس مطلق ذکرسويدي نووقليل اووکثيرودواړوته ورشامل دی«جواب»۱» داحديث دابن ماجه داسماعيل بن عياش په وجه داکثروامانوپه نزدمعلول دی اوابن معين ويلي دي چي داحديث ضعيف دی«۲»څرنګه چي په ځينواحاديثوکي دملءالفم قيدراغلئ دی نولهذادغه حديث هم بايدپرقئ ملءالفم باندي بايدمحمول سي،دليل داشتراط دقيددملءالفم حديث دعلي کرم الله وجهه دۍ صاحب دبدائع ذکرکړي دي چي له علي څخه مرفوعااوموقوفا روايت سوئ دی چي،انه عدالاحداث وفيهااودسعة تملأالفم،،»ملءالفم ياپه ډکه خوله قئ کوم بولي»،پوسه چي دملءالفم په تفسيرکي فقهاؤداحنافومتعددقولونه ذکرکړي دي چي په دې شرحه دي«۱»هومالايمکن امساکه الابکلفة،کذافي المعراج«۲»قال حسن بن زيادرحمه الله تعالي هوان يعجزعن امساکه ورده،واعتمدعلي هذالتفسيرالشيخ ابومنصورالماتريدي رحمه الله تعالي وصحح هذالتفسيراکثرالفقهاءکذافي البدائع انظررياض السنن،ددغودووتفسيروترمنځ فرق دادی چي په اول تفسيرکي داخبره ده چي په تکليف سره کې قئ دخولې له راتوئېدوټينګه ولای اوبنده ولای سوای نوداهم ملءالفم دی اوددوهم تفسيرمقتضی داده چي په تکليف سره بې هم نسي بنده ولای«۳»ابوعلی الدقاق ويلي دي ،هوان یمنعه من الکلام،،پوسه چي په ردالمحتارکي یي په بحث دقي کي داولودووقولوپه باب داسي ذکرکړي دي،،داول قول په باب،وهذامامشی عليه في الهداية والکافي والاختياروالخلاصة وصححه فخرالاسلام وقاضي خان،،ددوهم قول په باب،وقيل مالايقدرعلی امساکه قال في البدائع وعليه اعتمدالشيخ ابومنصوروهوالصحيح وفي الحلية الاول اشبه،«دمتفرق قي تفصيل»سوال که يوسړئ باربارقئ وکړي خوهرواردونه قئ وي چي په ډکه خوله نه وي نودداسي قي حکم څه دۍ؟جواب »داحنافودفقهاؤپه باره کي دداسي قي درې قوله دي اول قول دامام ابويوسف رحمه الله تعالی دی دَئ وايي چي دغه جلاجلالږلږقئ که سړي په يوه مجلس کي وکړ نوکه دغه باربارقئ دونه ووچي که ټول سره جمع اوپه يوه وارسوئ وای نوخوله په ډکېدله نوبيا اودس په متېږي اوکه دجمع په صورت کي هم خوله نه په ډکېدله نواودس نه په متېږي اوکه دغه باربارقئ سړي په جلاجلامجلس کي وکړنوبياپه هيڅ صورت اودس نه په متېږي نودئ مبارک اتحاددمجلس معتبره وي،،لان المجلس حعل في الشرع جامعاللمتفرقات کمافي الايجاب والقبول في البيع وسجدة التلاوة،،اودوهم قول دامام محمدرحمه الله تعالي دی،دئ وايي چي يووالئ دمجلس ته اعتبارنسته بلکه ويووالي دسبب دقي ته اعتباردی نوکه ددغه باربارقي سبب يووونوبيا دغه جلاجلاقئ سره جمعه کېږي عام له دې څخه چي که په يوه مجلس کي وي داباربارقئ اوکه په متعددومجلسوکي وي دئ دادليل وايي چي شرعي حکمونه وخپلواسبابوته مضاف اومنسوب ګرزي لکه صلوة الظهروغيره،دريم قول دابوعلی الدقاق رحمه الله تعالی دئ.ده ويلي دي چي باربارقئ کول مطلقا سره جمع کېږي عام لدې څخه که که په یوه مجلس کي وي اوکه په ډېروکي اوعام لدې څخه چي سبب یې يووي که تریوه زیت وي خوپه دې شرط اودس متوي چي دجمع په صورت کي خوله په ډکېږي اوکه داسي نه ؤ نونه په متيږي ویووالي دسبب اودمجلس ته اعتبارنسته ،صاحب دکنز اوصاحب دهدائې اواکثردمذهب علماووداماممحمدقول اظهراواولی بللئ دی،في البدائع،وقول محمداظهرلان اعتبارالمجلس اعتبارالمکان واعتبارالغثيان اعتبارالسبب والوجودیضاف الی السبب وفي البحر والاصح قول محمدرحمه الله تعالی،پوسه چي دجلاجلاقي کولودپاره فقهاووڅلورصورتونه ذکرکړي دي«۱» اول صورت دادی چي سبب اومجلس دواړه يووي،په دغه صورت کي په اتفاق په دغه باربارقي سره اودس متېږي اوسره جمعه کېږي هوکه دسراه راجمعه کېدوپه صورت خوله په ډکېدله،«۲»دوهم صورت دادی چي مجلس اوسبب دواړه مختلف وي په دغه صورت کي په اتفاق په دغه قي سره اودس نه متېږي«۳»دريم صورت دادی چي ددغه باربارقي سبب يووي اومجلس ددغوقيانويونه وي په دغه قي سره دامام محمدرحمه الله په نزداودس متېږي اودامام ابويوسف صاحب په نزداودس نه په متېږي«۴»څلرم صورت ددې صورت عکس دی په دغه قي سره امام ابوسف اودس متوي اوامام محمديې نه په متوي ځکه چي سبب يي يوندی،«دبلغمودقي حکم»پوسه چي دبلغموپه قي سره چي له معدې څخه راخارج سي اودس نه متېږي که څه هم په ډکه خوله سره وي دفقهي کتابوددې وجه داويلې ده چي بلغم لَزِج اوصقيل دي دمعدې دنجاست اجزاوي تداخل نسي پکښي کولاي اودامام ابويوسف رحمه الله تعالي په نزد چي په ډکه خوله وي نواودس په متېږي ځکه چي دغه بلغم چي له معدې څخه راخارج سي مرداردي په سبب دمجاورت له نجاست سره دمعدې هوهغه بلغم چي له سرڅخه راکښته سي نوپه هغه سره اودس دده په نزدهم نه متېږي ځکه چي سردنجاست ځای ندی«دويني دقي حکم»پوسه چي که سړئ وينه قئ کړي اودغه وينه له نس اوله معدې څخه راخارجه سويې وي نوپه دې کي داحنافودرې قوله دي «۱»دامام ابوحنيفه اودامام ابويوسف رحمهماالله تعالي قول دادی چي په دغه قي سره اودس متېږي که لږوي اوکه ډېرجامده وي اوکه مائعه وي«۲»دحسن بن زيادرحمه الله تعالي په نزدکه دغه وينه يخئ نه وه مائعه اوبهېدونکې وه نواودس متوي که لږوي اوکه ډېره اوکه جامده اويخئ وه نوکه په ډکه خوله قئ سوه نواودس متوي اوکه په ډکه خوله نه وه نواودس نه ماتوي«۳»ابن رستم حنفي رحمه الله تعالي له امام محمدرحمه الله تعالي څخه روايت کړئ دی چي په دغه قي سره اودس نه متېږي ترڅوچي په ډکه خوله سره نه وي جامده وي اوکه مائعه ،ځينومشائخودمحمدرحمه الله تعالي وقول ته ترجيح ورکړيې ده مګرعامومشائخواول قول چي دشيخينوقول دی اصح بللئ دی،«هغه وينه چي له سرڅخه دقي په شکل نازله سي»دغه وينه که مائعه وه په اتفاق اودس متوي لږوي اوکه ډېره اوکه علق اوجامده وه نوکه په ډکه خوله نه وه په اتفاق اودس نه متوي اوکه په ډکه خوله وه نوپه اتفاق اودس متوي،لانه سوداءمحترقة کذافي کتب الفقه،رياض السنن ج۴ص۳۶۵وقبل آن ،،پنځم اوشپږم اواوم له ماتونکوداوداسه څخه مصنف درې قسمه خوب ذکرکړئ دی : دخوب په اړه تحقيق : پوسه چي ابن رشدمالکي په وضوءمن النوم کي درې مذهبه ذکرکړي دي اوامام نووي رحمه الله تعالي په شرحه دمسلم کي اوشوکاني رحمه الله تعالی په نيل الاوتارکي اته مذهبونه ذکرکړي دي اوعيني رحمه الله تعالي په عمدة القاري کي نهه مذهبه ذکرکړي دي چي په دې ډول دي«۱»خوب په هيڅ صورت کي اودس نه متوي داقول په صحابه ؤکي له ابي موسي اشعري اوابن عمررضی الله تعالی اوپه تابعينوکي له سعيدبن مسيب رضی الله تعالۍ څخه مروي دی،قال ابن حزم واليه ذهب الاوزاعي وروی عن سعيدابن مسیب رحمه الله تعالی انه کان ينام مضطعاثم يصلي ولايعيدالوضوء««۲» قول دادی چي خوب په هرډول چي وي مطلقا اودس ماتوي،دامذهب دحسن بصري اودامام مزني رحمه الله تعال مذهب دی اوداسحاق بن را هويه اودابن المنذردی اوداله امام شافعي رحمه الله تعالی څخه هم يوروايت دی اومروي دی له ابن عباس اوله انس اوله ابوهريره رضي الله تعالي عنهم څخه وقال ابن حزم النوم في ذاته حدث ينقض الوضوء قل اوکثرعلی ای حال کان«۳» نوم کثيرپه هرډول چي وي اودس متوي اونوم قليل مطلقااودس نه ماتوي دادزهري اوداوزاعي اودربيعه اودمالک اوداحمدپه يوه روايت مسلک دی رحمهم الله تعالی«۴» هغه خوب اودس نه ماتوي چي پریوه هيئت له هيئتوڅخه دلمانځه وي لکه په ناسته ياپه رکوع ياپرسجده ياپه ولاړې خوب اوپراړخ چي سړئ پرېوزي اوياستوني ستغ اوويده سي نوبيايې اودس متېږي دادسفيان ثوري اودحماداودابن المبارک اودداودظاهري اودامام ابوحنيفه رحمهم الله تعالی مسلک دی «دحنفي مذهب تفصيل»هرهغه خوب چي په هغه سره استرخادمفاصلوراځي نوهغه په حنفي مذهب کي ناقض داوداسه دی په ځينوصورتوکي دحنفيه ؤترمنځ اختلاف دی «۱»يوله هغوڅخه په داسي حال کي خوب دی چي سړي وديوال اوياوکوم بل شي ته شالګولي وي په داسي ډول چي که هغه شي لري کړسي نودئ به پرزمکه ولويږي دقدوري اودصدرالشريعة اودطحاوي په نزدداخوب ناقض داوداسه دی اوظاهردمذهب دادی چي په دې سره اودس نه متېږي«۲»په نوم ساجدايعني په هغه خوب کي چي په حالت دسجدې کي وي دحنفيه ؤشپږقولونه دي[۱]دغه خوب مطلقا ندی ناقض،دامفتي به قول دی[۲]نوم ساجدا په لمانځه کي چي په قصدسره وي ناقض دی اوکه په قصدسره نه وونوناقض ندی،وهومروی عن ابي يوسف رحمه الله تعالي[۳]دغه خوب په لمانځه کي مطلقاناقض ندی اوخارج له لمانځه څخه مطلقا ناقض دی،واختاره صاحب المنية[۴]دغه خوب په لمانځه کي مطلقاناقض ندی اوخارج له لمانځه څخه که داسړئ پرسجده په هيئت مسنونه سره وو نوناقض ندی اوکه په هيئت مسنونه سره نه وونوناقض دی،واليه مال الزيلعي وصاحب البدائع رحمهماالله تعالي[۵]که سجده مطابق دهيئت مسنونه وه نومطلقاپه داسي حال کي خوب ناقض ندی،اوکه په هيئت مسنونه سره نه وه نوخوب په خارج دلمانځه اوپه داخل دلمانځه کي په دواړوکي ناقض دی،واختاره الحلبي في شرح المنية الصغير«۶»له امام احمدرحمه الله تعالی څخه يوروايت داسي راغلئ دی چي صرف خوب په حال درکوع کي ناقض دی اوبل روايت دادی چي په حال دسجدې کي ناقض دی«۷»نوم ساجداپه داخل دلمانځه کي ناقض ندی اوخارج له لمانځه ناقض دی«۸»په لمانځه کي په هيڅ ډول خوب ناقض ندی اوخارج له لمانځه هرډول خوب ناقض دی دادشافعيه وويوقول دی چي مفتی به ددوی ندی،،فائده،پوسه چي په دې مسئله کي اختلاف دی چي خوب بنفسه په خپله ماتونکئ داوداسه دی لکه بولي وغيره اوکه په خپله ناقض ندی بلکه دخوب په وجه له انسان څخه بادوغیره خارجيږي نوپه دې وجه اودس په متېږي،دابن المنذراودبعضوحنفيه ووپه نزدخوب بنفسه ناقض داوداسه دی ،اودمحققينودحنفيه ؤپه نزدخوب بنفسه ناقض ندی بلکه،کونه ناقضا لاحتمال خروج الريح وغيره اقامة للسبب مقامه وهوظاهرکلام الهدايه ومختارالزيلعي في شرح الکنز ورجحه صاحب درالمحتار،ثمره ددې اختلاف داده چي که ديوچابادجاري وونودغه سړئ چي ويده سي نوپه اول قول يې اودس ماتيږي ځکه چي خوب پراول قول بنفسه ناقض دی اوبناپردوهم قول يې اودس نه متيږي ځکه چي خوب په خپله ناقض ندی اوخروج دباددده په حق کي ناقض نه بلل کېږي،«حکم النُعاس والسِنة» پوسه چي په مفتي به قول په نعاس اوپه سِنه سره اودس نه ماتېږي،پوسه چي سړئ که په داسي اندازه بيده ووچي دده په حضورکي چي کومي خبري کېدلې نوده اورېدلې نوودغه خوب ته نعاس اونوم خفيف ويل کېږي اواودس نه په متېږي اوکه يي دغه خبري نه اورېدلې نوودغه ته نوم ويل کېږي اواودس په متېږي،ځينوادبي علماوود،سِنة،اودنعاس اودنوم فرق په دې ډول کړئ دی چي ،سِنه صرف په سترګوکي وي يعني صرف سترګي پټي سي زړه اودماغ بيداروي،اونعاس په سترګواوپه دماغ په دواړوکي وي مګرزړه بيداروي اونوم اوخوب هغه دی چي سترګي اودماغ اوزړه ټول ونيسي اوانسان مکمل له هرڅه څخه غافل سي،{ايا دنبي صلی الله عليه وسلم خوب اودس ماتونکئ وو)پوسه چي دقهستاني رحمه الله تعالی دکلام مقتضی داده چي کوم شيان چي زموږدپاره اودس ماتونکي بلل کېږي دانبياووعليهم الصلوة والسلام دپاره ددوی داودسوماتونکي نه وو،دادقهستاني عبارت دی،،لانقض من الانبياءعليهم الصلوة والسلام،خوطحطاوي رحمه الله تعالي ويلي دي چي ملاعلي قاري په شرحه دشفاء کي ويلي دي چي پردې باندي اجماع ده چي نبي صلی الله عليه وسلم په حق دنواقضوداوداسه کي لکه امت داسي دی البته ماسوي له خوبه ځکه دادده مبارک له خصوصياتوڅخه ووچي په خوب سره دده اودس نه ماتي دئ ،ځکه چي دده زړه نه وده کېدئ لکه چي په حديث کي راغلي دي«عيناي تنامان ولاينام قلبي»وجاءفي المتفق عليه ان النبی صلي الله عليه وسلم نام حتی نفخ ثم قام الی الصلوة ولم يتوضأ،اوځينوعلماوواغماء دانبياووهم دخوب په ډول داودس متونکې نده بللې،کذافي الشامي،«اتم ماتونکي اغماءده اونهم ماتونکئ جنون دی»،پوسه چي دلته متعددلفظونه دي «۱»اغماء«۲»«غُشْی«۳»جنون،په کتابودفقه کي داغماءتعريف په دې ډول سوئ دی«هي آفة في القلب اوالدماغ تُعَطِّل القوي المدرکة والمحرکة عن افعالها مع بقاءالعقل مغلوبا،نهر،اوغشی په ضمه دغين اوپه سکون دشين يا په فتحه دغين اوپه سکون دشين سره ياپه کسرددواړوسره له شده ديا،په غشي کي دوه قوله دي ،اول قول دادی چي داداغماءيوه خاصه نوعه ده ددې قول والاوويي تعريف په دې ډول کړئ دی «تعطل القوي المدرکة والحساسة لضعف القلب من الجوع وغيره داچي غشي نوعه داغماءده موافق ده له هغه سره چي په قاموس کي دي اوله حدودواوتعريفاتودمتکلمينو سره،اوفقهاءاواطباء داغماءاودغشی په فرق قائل دي نويې تعريف په دې ډول کړئ دی«ان کان تعطل الحواس لضعف القلب واجتماع الروح اليه بسبب يخنقه في داخله فلایجدمنفذافهوالغشي وان کان لامتلاءبطون الدماغ من بلغم فهوالاغماء،اوجنون ودېته ويل کېږي چي سړئ يومخ مسلوب العقل سي اوپه اغماءاوپه غشی کي عقل مغلوب سي نه پرمخ ورک اومسلوب پوسه چي دغه درې شیان،اغماء،غشی،جنون،مطلقا اودس متوي که لږوي اوکه ډېر،دلته يوبل شئ هم سته چي اودس متوي چي هغه،سکر،دی،يعني نشه کيدل په سبب دخوړلودنشه يي شي لکه شراب،فقهادسکرداډول تعريف کوي،السکرحالة تعرض الانسان من امتلاءدماغه من الابخرة المتصاعدة من الخمرونحوه فيتعطل معه العقل المميزبين الامورالحسنة والقبيحة،اسماعيل عن البرجندي،«حددسکر»پوسه چي په فقه کي په بحث دنواقضوداوداسه کي اودارنګه په کتاب الايمان کي اودارنګه په کتاب الحدودکي په درې سره ځایوکي يي ،په باره کي دحداوداندازې دسکردامام صاحب اوديارانوترمنځ اختلاف ذکرکړئ دی اوراجح اومفتی به قول يې ديارانوبللئ دی امام صاحب په نشه کېدواوپه سکرکي زوال دعقل اوداچي دغه نشه سړئ به اسمان اومزکه نه سره پېزني اونه به طول اوعرض دشي پېزني ضروربللئ دی،في الشامي قال الامام انه سروريزيل العقل فلايعرف به السماءمن الارض ولاالطول من العرض وخوطب زجراله،اویارانوويلي دي چي حددسکردادی چي دسکروالاسړي نشه ترداسي حده پوري وي چي کله چي خبري کوي نواکثردخبرويي چټيات وي اوڅوک چي په دغه ډول نشه وي نوهغه چي روان وي نوپه رفتارکي ويوې اوبلي خواته تمايل اوکوږوالئ کوي اوتګ يي بې نظمه وي،کذافي الشامي،«لسم له متونکوداوداسه څخه مصنف خنده قهقهه ذکرکړيې ده»،پوسه چي په قهقهه سره چي اودس متېږي نوددې سبب ځينوحنفي علماوودابيان کړئ دی چي په لمانځه کي خنده قهقهه يووخت سبب دپرېښاني دنبي عليه السلام ګرزېدلې ده،له حضرت ابوموسي اشعري رضي الله تعالي عنه څخه روايت دی چي په دې مابين کي چي نبي صلی الله عليه وسلم وخلګوته لمونځ ورکاوه ناګاه يوسړئ راننوتئ نوپه يوه کنده کي ولوېدئ اوددغه سړي په سترګوکي ضعف اوکمزوري وه نوپه دې وجه ډېروخلګوپه لمانځه کي وخندل نورسول الله صلی الله عليه وسلم دغه خنداکونکي خلګ په دې سره امرکړل چي لمونځونه اواودسونه بيرته راوګرزه وي،،وهذاالحديث زيفه الخصوم بماذکره البيهقي في الخلافيات ان جماعة من الثقات رووه عن حفصة عن ابي العالية عن رسول الله صلی الله عليه وسلم مرسلا ولم يذکروا اباموسي،رضی الله تعالي عنه،والجواب عنه علي مافي البناية ان المرسل مقبول عندنا لاسیمااذاارسله ثقة وابوالعالية کذالک مع انه قداسندمن وجوه اخرفينبغي ان يقبل باعتضاده،«۲»حديث،روي الدارقطني عن ابي هريره مرفوعااذاقهقه اعادالوضوءوالصلوة»وزيفواهذالحديث ايضا بان في سنده عبدالعزيزبن حصين اوعبدالکريم بن ابي امية وهماضعيفان»والجواب عنه ان ضعفه ينجبربالطرق الاخر«۳»حديث»وروي ابن عدی في الکامل عن بقية عن ابيه عن عمروابن قيس عن عطاعن ابن عمرمرفوعا«من ضحک فی الصلوة قهقهة فلیُعدالوضوءوالصلوة»پوسه چي پرته له حنفيه ؤنورامامان په قهقهه سره اودس مات نه بولي ،پوسه څرنګه چي دصحابه ؤقهقهه په ذات الرکوع والسجودلمانځه کي وه اودارنګه په خنده قهقه سره اودس متېدل له قياس څخه مخالف وونوځکه حنفيه علماؤويلي دي چي کهْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْْ په لمانځه دجنازې اويا په سجده کي دتلاوت څوک وخاندي په خنده قهقه سره نواودس نه په متېږي،،،کذافي الرياض،،پوسه چي په قهقهه سره دبالغ اودس متېږي نروي که ښځه چي په لمانځه کي يي وکړي اودنابالغ اودس نه په متېږي همدارنګه پوسه چي په دې کي اختلاف دی چي دقهقه خندا چي په لمانځه کي وي دبي اودسيوله جملې څخه ده لکه بولي وغيره اوکه بي اودسي نده اووجوب داوداسه دعقوبت اودزجرپه توګه ده اوثمره ددې خلاف په مسه کولودقرآن کريم کي ښکاره کېږي اودارنګه په ليکلوکي دقرآن کريم نوپه اول قول دادواړه کارونه ورته ناجائز دي اوپه دوهم قول ورته جائز دي البته په طواف دکعبې کي خبره شکمنه ده چي بناپردوهم قول به ورته جائزوي اوکه به نه وي ځکه چي ودېته وکتل سي چي طواف پرکعبه شريفه باندي په لمانځه پسي ملحق دی نوبايدپه دغه اوداسه سره روانسي،همدارنګه پوسه چي ودوهم قول ته په متعددووجهوسره ترجيح ورکړه سويي ده،اوله وجه داده چي داخبره له قياس سره برابره ده ځکه چه خنداقهقه خوخروج دنجس ندی بلکه يواوازدی لکه ژړا اوخبري،،دوهمه وجه داده چي دغه دوهم قول له هغواحاديثوسره موافق دی کوم چي يي دقهقهه في الصلوة په باره کي روايت سوئ دی ځکه چي په دوی کي صرف امرپه اعاده سره دلمانځه اوداوداسه سوئ دی اوله دي څخه دانه لازميږي چي قهقهه بي اودسي ده،دريمه وجه داده چي که کوچنئ په لمانځه کي وخاندي نوداوداسه راګزېدل نسته باندي نوکه قئ حدث وای نوبايدپرکوچني باندي هم راګرزيدل داوداسه وای«سوال»چي قهقهه حدث نسي نوکه دغه سړئ چي په لمانځه کي قهقهه وکړي اودس راونه ګرزوي اولمونځ وکړي نولمونځ يي بايدصحيح سي سره له حرمته،«جواب»مرادددغه چاچي وای قهقهه حدث نده اووجوب داوداسه باندي زجرادی دادی چي دده اودس دلمانځه په حق کښي زجرا باطل دی لکه بطلان دارث په قتل سره اوله لمانځه ماسوي دبل شي په حق کي لکه مسه کول دقرآن کريم دغه اودس ندی باطل ځکه چي قهقهه حدث نده،کذافي الشامي،ص۱۰۷ج۱، . دخندا قسمونه : پوسه چي خنداپردري قسمه ده«۱»قهقه«۲»ضحک«۳» تبسم،قهقه په لغت کي وويلوته دقه قه ويل کېږي اودفقهي په اصطلاح کي قهقه وهغي خنداته ويل کېږي چي دئ اواهل دمجلس دده يي واوري عام له دې څخه چي که غاښونه ورسره ښکاره سي اوکه نسي،وفي المنية وحدالقهقهة قال بعضهم مايظهرالقاف والهاء ويکون مسموعاله ولجيرانه،،وقال بعضهم اذابدت نواجذه ومنعه من القراءة قال في الحلية لم اقف علي التصريح باشتراط اظهارالقاف والهاءلاحدبل الذي تواردعليه کثيرمن المشائخ کصاحب المحيط والهداية والکافي وغيرهم مايکون مسموعاله ولجيرانه وظاهره التوسع في اطلاق القهقهة علي ماله صوت وان عری عن القاف والهاء اوعن احدهما،پوسه چي دضحک لفظ دلغت په اعتبارترقهقهه عام دی اودفقه په اصلاح کي وهغي خنداته ويل کېږي چي صرف خنداکونکئ يي واوري نولمونځ په باطلېږي اواودس ته نقصان نه رسوي «سوال» خنداچي په دونه آوازسره وي چي خنداکونکئ يي واوري نوحتما يي دده پرراسته طرف ناست اودارنګه دده پرچپ طرف ناست انسان يي هم اوري نوخوبيرته خنداقهقه سوه«جواب»قهقهه هغه ده چي دراسته اوچپه طرف له دوونفروماسوي نوراهل مجلس يي هم واوري،اوتبسم هغه خنداده چي صرف غاښونه ښکاره سي اواوازاوصوت نه وي په تبسم سره نه لمونځ خرابېږي اونه اودس . [ کذافي الشامي ] .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery