مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مام درسره بیایې ؟

محمد بصیر ( افضلي )

  په خوب کې ووېرېدم ، وارخطا راپاڅېدم ، خولې راباندې را ماتې وې . له اورسۍ مې لاندې وکتل و مې لیدل چې د ژمي لومړۍ واوره اوري . ‌‌‌‌‌‌ډېره تیاره نه وه ، چې څو شېبې مې ساعت ته وکتل پوه شوم چې له دوو څخه شل دقیقې تېرې دي . اړخ مې بدل کړ او کمپله مې په سر   را کش کړه ، چپه چپتیا وه ، څو شېبې وروسته مې یو ورو او ویروونکی اواز تر غوږ شو ، وارخطا پاڅېدم او د اورسۍ یوه پله مې خلاصه کړه ، حیران شوم ، هلته باندې د ګاونډیو د څارویو تر څپرې لاندې څوک پراته وه . هغه ټوټه یې په ځان اچولې وه چې ګاونډیانو به د ورځې له خوا په غوا اچوله او سلګۍ یې وهلې . ورغږ مې کړ ، څوک یې او دلته څه کوې ؟

د سلګیو اواز غلی شو ، څړکی یې په سر راکش کړ . د اورسۍ پله مې بنده کړه ، وېره مې په زړه کې وه خو بیا هم له دویم پوړ څخه کوز شوم .

د کلا ور مې ورو خلاص کړ ، چې غږ یې پورته نه شي . زه هم له سړو څخه لرزېدم . له وره څخه مې بیا پرې غږ کړ : څوک یې او دلته څه کوې ؟ د ما آواز یې چې له نږدې واورېده ، څړکی یې له سره وغورڅاوه او منډه یې کړه . بیا مې ور غږ کړ : صبر ، ودرېـږه چېرته ځې ؟ یو څپک واورې د ځمکې مخ سپین کړی وه . کله چې ور نږدې شوم پوه شوم چې ښځینه ده ، خپله پوښتنه مې بیا تکرار کړه ، غریو نیولې وه ، څو ځله یې کوښښ وکړ خو له خولې یې آواز نه پورته کېده . حیران شوم چې اوس له دې سره څه وکړم ؟ یو خو مې خپلې پښتونولۍ او لاځوابه پوښتنو اجازه نه راکوله چې همدلته مې یواځې پریښې وای . او که له ځان سره مې بوولې وای ، نو چېرته ؟ د کورنۍ غړو ته به مې څه ځواب ویلی وای ؟ چې په دا نیمه شپه کې دا ښځه ...؟

زړه مې را غټ کړ چې هر څه کېږي نو کېږي به .

ـ راځه چې ځو کورته ، هر څه به خدای آسانه کړي .

څه یې ونه ویل ، په خپل ځای حیرانه ولاړه وه ، نه پوهېده چې څه وکړي .

ما ویل : راځه مه وېرېږه ، پر ما باور وکړه ، ساړه دي دلته خو شپه هم نه تېریږي ، هسې نه چې د لېوانو کولمې درباندې غوړې شي . ددې خبرې په اورېدو یې دوه درې ګامه په تېزۍ را واخیستل . لکه په زړه کې چې څه ور تېر شوي وي ګامونه یې ورو کړل ، زه ترې د مخه شوم ، ور مې ورته خلاص کړ .

واوره وچه وه ، ځکه یې له هر پل سره کرپکرپ کاوه . د ښکتیني دالېز ور بند وه ، نو ځکه مې له اورسې څخه ورو نارې کړې : هوسۍ وه هوسۍ ! او د اورسۍ ښيښه مې په ګوته ووهله . د کوټې له وره څخه وروسته د دالېز ور هم خلاص شو .

ـ څه واې لالا ؟

. ـ دې ته د خوب ځای جوړ که او چېرته یې ویده که

هوسۍ څو شېبې هکه حیرانه ولاړه وه ، وروسته یې هغې ته ګوته ونیوله او د پوښتنې په شکل یې وویل :

دا ؟؟

ـ زه هم نه پوهېږم هلته د زېړي دوي د څپرۍ لاندې پرته وه او ژړل یې .

هوسۍ ورته وویل : راځه ! له ما سره راشه ، له لاسه یې ونیوله او کوټې ته یې د ننه کړه .

زه هم بېرته خپل ځای ته ولاړم ، له دوه ، درې ځله اړخ بدلولو څخه وروسته خوب له ځان سره وړی وم .

د سهار له لمانځه څخه وروسته په خپل ځای کې پرېوتم . په همدې سوچونو کې ‌‌‌‌‌‌ډوب وم چې آخر دا به وي ځوک ؟ پوره نیم ساعت په همدې فکر کې وم . چې د کوټې ور را خلاص شو شېبه وروسته مې پلار د کوټې په منځ کې ولاړ وه . هغه پوښتنې یې را څخه وکړې ، چې زه یې هم د ځواب په لټه کې وم . کیسه مې له سره تر پایه ورته تېره کړه .

ویې ویل : بچی دا خو د ښه کړي چې کور ته د راوستې ، خو د کلیوالو پوښتنو ته به څه څه ځواب وایو ؟ ددې خبرې په ویلو بېرته لاندې ښکته شو ، زه هم ورپسې ور ښکته شوم . په لویه کوټه کې د دسترخوان پر سر څو ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ پرتې وې او په پنځوو ګیلاسونو کې بوره هم اچول شوې وه دوه پیالې مې له چایو را‌‌‌‌‌‌ ډکې کړې ، یوه مې خپل او بله مې د پلار مخې ته کېښوده .

څو مړۍ مو لا نه وې پورته کړې چې د دروازې پرده پورته شوه هوسۍ کوټې ته را دننه شوه ، پرده یې هماغسې پورته نیولې وه او د سر په ښورولو یې چاته بلنه ورکوله شېبه وروسته یوه د کوچیاني کمیس والا نجلۍ له پردې نه راواغوښته . پلار مې ور غږ کړ : راځه لورې هلته پورته په توشکه کېنه .

د کوټې چوپتیا د چای غږ ماتوله چې د پيالو له څنډو کش کېده .

سترګې مې د نابلدې نجلۍ په لور واغوښتې . له رنګه غنمرنګه . څلور شنه خالونه یې په اوچولي او دري یې په زنه له ورایه ښکارېدل . نرۍ وروځې یې د غټو سترګو له پاسه را تاو وې . مړۍ یې په ستوني کې ښکارېده چې له پاسه مخ پر ښکته روانه وه . دسترخوان چې کله ټول شو ، پلار مې ورته وویل : لورې ! موږ ټول غواړو ستا په کېسه پوه شو ، چې ته څوک یې ، د کوم ځای یې او دلته څه کوې ؟

په دې وخت کې هوسۍ غبرګه کړه : زه دونه پوهېږم چې نوم یې غوټۍ ده . غوټۍ په ورو او لرزان غږ زیاته کړه : هو نوم مې غوټۍ ده ، د موږ کیږدۍ د هغه پورې غره په لمنو کې دي . پرون مې له کیږدۍ سکه ( څخه ) لرې له خپل واړه ورور سره بوټي کول . هلته له موږ نه وړاندې یو څو کسان هم وو ، چې توپک ورسره ول ، په آسونو کته پورته تلل او ښکار یې کاوه . ماښام چې بېرته راتلل یوه یې زه ولیدم ، له نورو سره وپسنېده ، ما ته یې را غږ که : اې جنۍ چکر نه وهې ؟ راشه چې په آس باندې چکر درکم . ما وې : چکر د مور ته ورکه . هغه ورو ورو د ما خوا ته راته ، زم شا شا ته روانه وم آخر مې ورسکه منډه کړه . اغه آسوالا په آس باندې را پسې راته . ما چیغې وهلې خو الته څوک نه وه چې چیغې مې واوري . اغه سړي په زوره آس ته وخېجولم .

له دې سره د غوټۍ په سترګو کې د اوښکو ‌‌‌‌‌‌ډنډ جوړ شو ، خو د هغه ښکلي مخ د لمسولو جرئت ورسره نه وه . اسوېلی یې وکړ ، سترګې یې پورته چت ته ونیولې ، له دې سره یې له دواړو سترګو یو یو څاڅکی را ښکته شو او نورو ته یې لاره جوړه کړه .

هوسۍ غوټۍ ته نږدې مخامخ ناسته وه ، سترګو یې رپ هم نه واهه .

پلار مې بالښت ته تکیه کړې وه او مخامخ یې غوټۍ ته کتل . د مور په لاس کې مې هم د چایو ‌‌‌‌‌‌ډکه پیاله یخه شوې وه .

غوټۍ زیاته کړه : وړکي ورور مې شېري په چیغو چیغو په موږ پسې را منډې وهلې . چې په هغه به څه تېر شوي وي ، او اوس به چېرته وي ؟ هوسۍ نوره هم ور نږدې شوه .

ـ  ښه نور څه وشول ؟

تر ماسخوتنه یې په آس سپره کړې وم ، په خپلو منځو کې یې ټوکې کولې او خندل یې .

کله چې اغه ښکتیني پله ته ورسیدو ، یو څو نور اسپ سواره د موږ مخې ته ودرېدل . او ‌‌‌‌‌‌ډزې یې را باندې وکړې . ده سړي چې زه یې نیولې وم ، زه یې پرېښودم او توپک ته یې لاس که . مام له اس نه ځان لاندې وغورځوه ، څو چې بېرته پورته کېدم ، اغه سړی ام په ما راوغورځېده . مخ یې په وينو سور وه . اغه مې له ځانه لرې که او منډه مې واخیسته ځان مې د یوه دېوال شاته  ورساوه .

مور مې غبرګه کړه : اغه بیګاه چې د ‌‌‌‌‌‌ډزو غږونه وه اغه خو به نه ښیې .

- هو هماغه .

پلار مې وویل : سهار جومات کې کلیوالو ویل چې د موږ د ملک او د کوز کلي د ملک ګلدین د کسانو تر منځ بیګاه جنګ شوی .

هوسۍ د غوټۍ په زنګون د هغې د دلاسا کولو په خاطر لاس کېښود . غوټۍ آخ کړل . هوسۍ وپوښتل : ولې څه شوي ؟

بېګاه چې له اسپه وغورځېدم ، د ما په پښه باندې آس پښه کېښوده ، باد له اغې درد کوي .

هوسۍ ورته وویل : ته را دېخوا که . غوټۍ موږ ته چا کړه او هوسۍ ته یې خپله پښه ور وښوده .

ـ اوهوو ! دا خو تکه شنه اوښتې .

مور مې ژر ودرېده ویل یې ته ودرې چې زه ورته درمل جوړ کړم ، او د باندې ووته .

پلار مې غوټې ته وویل : ګوره لورې چې هېڅ اندېښنه ونه کړې ، دا د خپل کور ده . تر څو چې پښه دې نه وي ښه شوي ، همدلته به اوسې تر هغو به هوا هم ښه شي . بیا به د توریالی کورته ورسوي . هغې ما ته را وکتل ، ما ستر ګې ښکته واچولې خو پوهېدم چې ښه شېبه یې راکتل .

ورځې او شپې یو پر بل پسې اووښتې . غوټۍ هم په کور کې ښه بلده شوه . د کورنې له غړو څخه یې ځان پردی نه احساسوه په تېره له هوسۍ سره یې ټوکې او خندا هم کوله ، او د کور په کارونو کې یې هم ورسره مرسته کوله . خو اوس یې هم په پښه کې درد احساسوه ، او ګو‌‌‌‌‌‌‌ډه ګو‌‌‌‌‌‌ډه به ګرځېده .

کله به په فکرونو کې ‌‌‌‌‌‌ډوبه شوه او په سترګو کې به یې اوښکې ‌‌‌‌‌‌ډنډ شوې . هوسۍ به یې په ولي لاس کېښود ویل به یې : څه شوې ولې ژاړې ؟ هغې به ویل چې په شېري به څه تېر شوي وي ، کور ته به څنګه تللی وي ، اوس به څه کوي ؟ هوسۍ به دلاسا کړه : نو په اندېښنو او ژړا خو څه نه کېږي . خدای به هر څه آسانه کړي . بیا به یې په ټوکو کې چونډي کړه ، را پاڅه چې په تا کار ونه کړم له اندېښنو به ځان مړ کړې .

کله کله به هوسۍ هغه ځوروله د ما پر لور به یې ورته اشاره کوله ، ما به په کوم بل شي ځان مصروف کړ چې ما خو هیڅ هم نه دې اورېدلي . غوټۍ به وشرمېده او له هوسۍ نه به یې کلکه چونډي واخیسته د هوسۍ به یې چغۍ پورته کړې ، او ورته ویل به یې : خدای دې مړه که له مچۍ سکه بتره یې .

یوه شپه د دسترخوان پر سر نوي خواړه کېښودل شول . پلار مې پوښتنه وکړه : دا مو چی پاخه کړي ؟ دا شی خو ما کله دتاسي په دسترخوان نه وه لیدلي . هوسۍ وویل : دا غوټۍ پاخه کړي . پلار مې چې یوه مړۍ خولې ته کړه ، سر یې وښوروه لکه ‌‌‌‌‌‌ډېر خوند یې چې ورکړی وي ، واه واه دا څومره خوندور خواړه دي !؟ په ریښتیا هم ‌‌‌‌‌‌ډېر خوندور خواړه یې پاخه کړي وه . هوسۍ له ما سره کښېناسته او غوټۍ مې له مور سره . هوسۍ وروسته له څو مړیو  ‌‌‌‌‌‌ډکه کړم او ورو یې راته وویل : دوه سترګې یې په تا کې خښې کړې دي .

ـ غلې شه مېلمه ده ، د مېلمه په باره کې څوک داسې فکر نه کوي .

ـ نو ما خو بده خبره نه ده کړې ، خو زړه یې درباندې بایللی .

ـ چپ شه لېونۍ .

د ‌‌‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خوړلو په وخت کې یې څو ځله ټنګه کړم . ما هم کلکه چونډي ورڅخه واخیسته ورته ومې ویل غلې کیږې که نه ؟ له ځان سره وسونګېده .

خدای شاهد دی چې دې هوسۍ خبرو ‌‌‌‌‌‌ډېر خوند راکړی وه .

ورځې او شپې یو پر بل پسې اغوښتې . د هوسۍ پښه هم مخ په ښه کېدو وه . پوره یوه میاشت تېره شوه . اوس نو غوټۍ بېخي د کور غړې شوې وه . د ټولو په زړونو کې یې ځان ته ځای پيدا کړی وه . خو تر کله به دلته وي ، آخر به له دې ځای سره خدای په اماني کوي ، په دې یوه میاشت کې غوټۍ څو ځله د تللو وویل ، خو مور مې او هوسۍ به نه پرېښوده ، د لارې زیات والی او د پښې درد به یې ورته را مخ ته کول . اوس نو غوټۍ ټينګ هو‌‌‌‌‌‌ډ کړی وه چې حتماً به ځي . سره له دې چې پلار مې د هوا د خراب والي او سړو ورته ویل خو غوټۍ ورسره ونه منله او د خپل ورور اندېښنې نیولې وه .

وخت د خدای په اماني را ورسېد . د ټولو په سترګو کې اوښکې ‌‌‌‌‌‌ډنډ وې .

مور مې له وړاندې په یوه ټوټه کې یو څه د خوراک له پاره تیار کړي وه ، ځکه غرمه مو په لار کې وه. ایله مازدیګر د غره لمن ته رسېدو . زه تر ټولو مخکې له پنډکي سره د کلا دروازې سره ولاړ وم .

لومړی مې پلار د غوټۍ په سر لاس راکش کړ او خدای په اماني یې ور سره وکړه ، او له خدایه یې د هوسا ژوند غوښتنه ورته وکړه د تېر وتنو بښنه یې ور څخه وغوښته .

د غوټۍ په سترګو کې د اوښکو چینه جوړه وه . وروسته له هغه مور مې د ځان خوا ته را کش کړه او پر تندي یې ښکل کړه . هغې هم د مور لاس مې ښکل کړ .

له هغه وروسته غوټۍ د هوسۍ مخې ته ودرېده ، هوسۍ ځمکې ته کتل غوټۍ په دواړو لاسونو د هوسۍ مخ را پورته کړ ، هوسۍ له ځان سره سقېده . دواړو ښه شېبه یو پر بل کې سترګې خښې کړې وې . هوسۍ خپله ګوتمۍ له ګوتې را وایسته او غوټۍ یې په ګوته کړه . وروسته له هغه دواړه غاړه پر غاړه شوې او ښې سلګۍ یې سره ووهلې .

پلار مې وویل : ځئ بچو ، چې تلونکي یاست نو ژر لاړشې ، چې لار لرې ده ، چې وخته ورسېږئ .

ور مې خلاص کړ ، له کلا څخه د باندې ووتم غوټۍ هم را پسې را ووته . په غوټۍ پسې هوسۍ او مور مې هم راووتې . غوټۍ په تګ تګ کې شا ته کتل او هوسۍ به ورته لاس ښوروه . هوسۍ دوي تر هغه  په دروازه کې ولاړې وې ، چې موږ له سترګو پناه شوو . غوټۍ له ځان سره سقېده ، په فکر کې لاړم ، چې دا خو وروسته له یوې میاشتې خپل کور ته ځي ، نو دومره ژړا او بدې ورځې د څه له پاره ؟ بیا مې له ځان سره وویل : دا هر څه له ده ځایه د تلو په خاطر دي ځکه دلته یې هم ښه وخت تیر کړ او خوشحاله وه . مخ په پورته روان وو . د کلي د لارو واورې توږل شوې وې ، خو له کلي څخه چې پورته لاړو ، له زنګانه څخه ښکته پښې مو په واورو کې پټې وې . نیم ساعت مو له کلي فاصله واخیسته په دومره وخت کې مو هیڅ هم له خولې را ونه وتل . د ( یخ خو به دې نه کېږي ) په ویلو مې دا چوپتیا ماته کړه . د هغې ځواب هم نه وه ، بس دوه درې قدمه له ما شا ته وه . پوره یو ساعت مو نور هم مزل وکړ . پوه شوم چې ساړه یې کېږي ، خپل جامپر مې ورته ونیو . په زړه کې خوشحاله شوه خو په روښانه یې وویل : نه ساړه مې نه کېږي . وروسته له څه شلګۍ مې جامپر ورکړ .

او بیا مو خپله مخه ونیوله ښه ساعت مو نور هم مزل وکړ . چې شاته مې وکتل ، غوټۍ را څخه شاته پا تې وه . په یو ځای کې واورې کمې وې ، د غوټې تر رارسېدو مې د هغو واورو په پاکولو شروع وکړه ، د غوټۍ له خولې بړاس جیګېده  . د مخ رنګ یې واورو د ځان په څېر سپين کړی وه . لاسونه به یې کله کوښ کړل او کله به یې تخرګ کې ونیول ، چې کله راورسېده ویې ویل : چی کوې ؟ ما ویل : ستړې شوې یې یو څو دقې به دلته کېنو ، ځانونه به مو هم ګرم کړو ، او دمه به مو هم جوړه شي . دا خبره یې ‌‌‌‌‌‌ډېره خوښه شوه په خپله پښه یې یو څه واورې اخوا دېخوا کړې . واوره وچه وه . وچ واښه او بوټې یې ‌‌‌‌‌‌ډېر نه وو لامده کړي . یو څو بوټي مې منځ کې کوټ کړل . ښه وو ژر یې اور واخیست . دوه هوارې تیږې مې هم را پيدا کړې . دواړه مې خوا پر خوا کېښودې . پر یوې یې زه کښېناسم ، او غوټۍ ته مې پر بلې تیږې د کېناستو وویل . غوټۍ هم سمدواره کښېناسته ، او مخ یې د اور خواته واړوه . ژېړو لمبو د آسمان خواته ټوپونه وهل . غوټۍ هم اور ته ښه وغوړېده . په اور کې یې دوه سترګې خښې کړې وې . پرته له دې چې سترګې بلې خوا واړوي ، ویۍ ویل : د تاسي کور به مې ‌‌‌‌‌‌ډېر یادېږي . ما وویل : د ما به هم ته ‌‌‌‌‌‌ډېره یادېږې . د کور په هر ګوټ کې به ته راته ښکارې . مخ یې راواړوه . ښه شېبه یې راکتل ، او ما په یو واړه لرګي پر ځمکه کرښې جوړولې .

ساعت ته مې وکتل ، پنځه لس دقیقې یوې ته پاتې وې . د خوړو پنډ مې راواخیست ، پر ځمکه مې وغوړوه . دواړه یو بل ته مخامخ کښېناستو ، د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ په خوړلو مو پیل وکړ . د خوراک په وخت کې مو څو ځله د سترګو ټکر وکړ . کله به زه زور شوم او کله هغه . کله به چې ما سترګې ښکته واچولې هغې به را کتل ، او که د هغې به چې کله پام نه وه ، نو ما به ښه په ځیر ځير ورکتل . ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ مو خلاصه کړه . پنډ مې بیرته هماغسې وتړه . یو څو دقیقې همداسې یو بل ته مخامخ ناست وو . ما ویل پښه خو به دې اوس درد نه کوي . واي نه اوس ښه ده . ساعت ته مې وکتل ، شل دقیقې له یوې تېرې وې . اور هم مخ په سړېدو وو ، خو موږ یې ښه تاوده کړې وو . ما ویل : نه ځو ؟ چې ناوخته نه شې . ویل یې : اوس خو لار کمه پاتې ده یو څو دقې به نور هم کښېنو . نیم ساعت مو نور هم په خوږو کېسو او مرکو تېر کړ . زړه خو مو د یوه هم نه کېده ، خو مجبور وو حرکت مو وکړ . غوټۍ وویل : هسې خو وخت شته ورو ورو به سره یو ځای ځو . دې خبرې ما ته هم ‌‌‌‌‌‌ډېر خوند راکړ . یو څو قدمه هغه له ما سره په خوا کې روانه وه . خو واوره ‌‌‌‌‌‌ډېره وه ، بېرته مجبوره شوه ، زما په پلونو پل کېږدي . کوم ځاي کې به چې واوره کمه وه . بیا به له ما سره په خوا کې یو ځاي روانه وه . شل دقیقې به مو مزل نه وو کړی ، چې د ما جامپر یې بېرته را ته ونیوه ، پوه شوم چې اوس خو یې ساړه نه کیږي ، جامپر پرې هسې اضافي پېټی ده . پرته له کومې خبرې مې ترې واخیست .

خوږې مرکې مو روانې کړې وې هیڅ پوه نه شوم چې دا یو ساعت څنګه تېر شو . د لېوانو آوازونه مو له لرې واورېدل ، چې په وړاندې تګ سره رانږدې کېدل . غوټۍ وېرېدلې وه . زما څنګ ته راغله ، تر مټ یې کلک ونیولم . ما ویل مه وېرېږه هیڅ خبره هم نشته . لېوانو زه هم وېرولی وم ، خو په زړه کې ‌‌‌‌‌‌ډېر ور څخه خوشاله وم .

لېوان د یوې وړې غونډۍ تر شا وو. او د موږ لاره د غونډۍ له بلې خوا تېره شوې وه . کله چې د لېوانو خطر خلاص شو ، غوټۍ ورو زما لاس خوشې کړ ، خو اوس مې هم تر څنګ روانه . وروسته یې چې ښه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه شوه ، بېرته له ما شاته شوه او زما په پلونو یې پل ايښوده .

څومره چې په مخ تلو د غوټۍ په مخ کې هم د خواشینۍ څپې مخ پر زیاتېدو وې . د درې نیمو بجو شاوخوا د غره لمنو ته ورسېدو . له لرې مو د سپیو آوازونه تر غوږو شول . غوټۍ ته مې وویل : لکه چې راورسېدو . د هو په بڼه یې سر وښوروه . له ځان سره ېې ورو وویل : خو کاش چې نه وو رارسېدلي ، رنګ یې سپین اغوښتی وه . هغه پوښتنې مې بیا په ذهن کې ښکته پورته شوې : د دې خفګان علت څه ده ؟ له ما څخه د بېلېدو په خاطر ، او که کور ته د رسېدو په وجه ؟ په همدې فکر کې روان وم ، چې په څو کیږدیو مې سترګې ولګېدې . کیږدې ته په ورنږدې کېدو ، د غوټۍ فاصله راڅخه زیاتیده . هلته کېږدې ته نږدې په یو هلک مې سترګې ولګېدې . رنګ یې سوی تور وه . لنډ کالي یې په ځان او سره خولۍ یې په سر وه . او واورې یې توږلې .

شېریه !!! شېري چې د غوټۍ غږ واورېده هغه هم چیغه کړه : غوټۍ !! را منډه یې کړه او د غوټۍ په غېږ کې یې ځان واچوه . دواړو ښه په جګ آواز سره وژړل او زړونه یې تش کړل .

غوټۍ شېری په تندي ښکل کړ او په ژړغوني غږ یې وویل : ورور جانه څنګه یې ، په هغې ورځ د څه وکړل ؟ مخکې له دې چې شېري ځواب وواي ، له کیږدیو څخه څو تنه نر او ښځې راووتل . یو یې چې ګڼه ږیره یې په نصوارو شنه وه ، سترګې یې سرې او یو خیرن غوړ دستار یې په سر تاو کړی وه ، را مخ ته شو . غوټې د هغه په لیدو نیغه په خپل ځای ودرېده ، سترګې یې پر ځمکه ګنډلې وې . هغه وړاندې راغی ، مخامخ غوټې ته ودرېد تندی یې ورته تریو نیولی وه . د غوټۍ ټول ځان لرزیده ، هغه ته یې د مخامخ کتو جرئت نه درلود . سړی پرته له دې چې غوټۍ ته څه وواي ، زما خواته راغی ، ما ته هم مخامخ ودریده او په ځیر ځیر یې راکتل . حیران پاتې وم ، دا څه ‌‌‌‌‌‌ډول هرکلی دی ، چې دوي یې کوي . غوټۍ ته یې کیږدې ته د تلو وویل . زه یې هم له ځان سره بلې کیږدې ته ننه کړم . څو دقیقې ما ته همداسې مخامخ ناست وه . د کیږدې پرده پورته شوه ، د شپږو کالو په عمر یو هلک د کوچي تر څنګ کښېناست .

اې دادا : دا هماغه سړی دی چې غوټۍ یې  تښتولې وه . غوږ مې پرې ونه ګروه ، ما ویل ماشوم ده هسې خبره یې وکړه . شېبه وروسته کوچی د باندې ووت .

حیران وم ، نه پوهېدم چې دا څه روان دي . کیږدۍ مې له نظره تېره کړه .

غوټۍ کیږدۍ ته را دننه شوه ، رنګ یې سپين اوښتی وه . سا یې لنډه لنډه کېده . ویې ویل : ته پوهېږې ، دوي داسی فکر کوي چې زه او ته یو ځاي تښتېدلي یو . د تا او سېدل دلته خطر لري ، اکا مې پورته کیږدۍ ته په توپک پسې لاړه . هله زر شه له دې ځایه تښته . ته صبر چې زه د باندې وګورم . غوټۍ د باندې ووته . ورو یې را غږ کړ راځه ! د باندې ووتم . واي : ځه زر شه هاغسې په هغه لار وتښته .

حک حیران وم ، دا څه کېږي ؟ څه وکړم ؟ ولې یې قانع نه کړم چې وتښتم؟ غوټۍ وویل : څه فکر کوې ؟ زر شه د فکر کولو وخت نه ده زر ځه ! څو ګامونه مې تند تند واخیستل ، بېرته مې مخ راوګرځاوه . غوټۍ به کله ما ته او کله شاوخوا وکتل . بیا یې په لاس را ته اشاره وکړه ‌، چې زر شه ځه ! زړه نا زړه له کیږدې څخه لرې شوم . اوس نو د خطر احساس کم وه . په زړه کې مې را وګرځېدل : دوي داسې فکر کړی چې زه او غوټۍ یو ځاي سره تښتېدلي یو ، که چېرې دوي ما وژني نو غوټۍ خو هم داسې نه پرېږدي . بېرته مې د کیږدیو په لور مخه کړه ، که هر څه کېږي نو کېږي به ، خو غوټۍ باید په داسې حالت کې پرې نه ږدم . کیږدې ته ور نږدې شوم . د کیږدۍ د پردې له څنډۍ غوټۍ ولېدم ، را منډه یې کړه . له لاسه یې ونیولم او د یوې پرښې شا ته یې له ځان سره کش کړم . ساه نیولې یې اخوادېخوا وکتل ، یوه اوږده او د راحت ساه یې واخیسته .

ـ څه کوې ، ځان وژنې ؟ بېرته ولې راغلې ؟

ـ تا په داسې حال کې نه شم پرېښودی . څه چې په ما راځي هغه په تا هم راتلای شي .

ـ ته ما څه کوې . زه اوس له دې هر څه سره بلده شوې یم .

ـ څنګه بلده شوې یې ؟ کیسه څه ده .

په ژړغوني غږ یې وویل : پلار او مور مې پنځه کاله مخکې مړه شوي . دی مې اکا وه ، له کله چې هغوې مړه شوي ، داسې ورځ دې حرامه وي چې وهل ټکل ونه خوم . ځه ! ته دې ځان باسه هسې نه چې ته هم راسره په بلا واوړې .

نه ، زه نه ځم، دوي باید قانع کړو . کنه تا به ووژني . ـ

. ـ ته ځه د ما فکر مه کوه . ما نه وژني

ـ څنګه دې نه وژنې ؟

 ـ که ما ووژني . رمه به څوک پیایی ؟ دا نور کارونه به څوک کوي ؟

هله نو زر ځه هسې نه چې څوک راشې .

زړه نا زړه مې یو څو ګامه واخیستل . توریالیه ! ور ومې کتل ، ویل یې : په مخه دې ښه ! ګرېوان یې په اوښکو لوند وه . د ما هم اوښکې وڅڅېدې . کله مې هغې ته کتل او کله خپلې مخې ته .

شل دېرش ګامه به مې اخیسته وه چې راغږ یې کړ : ودرېدم ، ور ومې کتل ، رامنډې یې وهلې . دوه درې قدمه را څخه لرې ودرېده څو شېبې غلې ولاړه وه . په سقېدو کې یې وویل : ما ... مام در سره بیایی ؟ قرېغه یې کړه ، او غېږ ته یې ځان را واچوه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery