مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

موريس بوکای

امين خاطر

 

 (هغه څوک چې د فرعون پر جسد له څېړنې څخه وروسته مسلمان شو!)


کله چې فرانسوا ميتران په کال ۱۹۸۱م کې د فرانسې واګې په لاس کې واخيستې نو د مصر له حکومته يې وغوښتل تر څو د ځينو آزمايښتونو او څېړنو په موخه د نړۍ د ستر طاغوت (فرعون) جسد، ياد هېواد ته وروليږي، کله چې د فرعون جسد له مصر څخه فرانسې ته راوړل کېده نو د درنښت لپاره يې د فرانسې ولسمشر، ټول وزيران او مخور هرکلي ته ولاړ ول، چې بيا د څېړنې لپاره له ځانګړو شرايطو سره د فرانسې تر ټولو ستر څېړنيز مرکز ته ويوړل شو چې له دې سره يو ځای د فرانسې ټولو مشهور ساينسدانانو، کالبد جوړونکو او تاريخ پوهانو په څېړنه پيل وکړ.
د ياد څېړنيز مرکز عمومي مشر پروفيسور موريس بوکای چې ددې څېړنې مخکښ هم وو، له نورو برخلاف په دې لګيا وو چې څنګه دا امکان لري چې يو جسد دې دومره روغ پاتې شي، پروفيسور بوکاي په خپلو څېړنو کې دا وښوده چې د فرعون په جسد تر اوسه هم د مالګې پاتې شونې شته او دا ددې ښکاروندويي کوي چې فرعون غرق شوی وو، او بيا وروسته موميايي شوی دی.
ولې عجيبه خبره داوه چې پروفيسور بوکای په دې پوهيده چې موميايي په کال ۱۸۹۸م کې کشف شو. او له ځان سره په دې لګيا وو چې څنګه دا جسد د موميايي تر کشف کېدو پورې روغ پاتې دی؟

 د هغه د څېړنې اوږدېدل د ځينو ځانګړو کړيو له غبرګون سره هم مخ شو او ويل يې چې څېړنه بايد پای ته ورسيږي، ځکه چې د وروستي راپور په خپرېدا سره د مسلمانانو ټولې هغه خبرې چې د فرعون د غرقېدو په اړه يې کوي، ريښتيا کيږي،

 پروفيسور موريس بوکای پخپله ويلي چې د څېړنو په دوران کې له ډیرو انديښنو سره مل وم، او تر دې دمه د فرعون جسد روغ پاتې کېدل د اوسني ساينس له ټولو برخو څخه راته لوړ بريښېده، ولې بيا هم په خپلې څېړنې بوخت وم!
له ډیرو بحثونو او څېړنو څخه وروسته د فرعون جسد، دې ته اړ کړم تر څو قرآن سره آشنا شم، چې له دې آشنا کېدو سره مې نورې ټولې هغه پوښتنې هم ځواب شوې چې په دې اړه راسره وې، او هغه ټول حقايق مې وموندل چې ۱۴۰۰ کاله مخکې په دې عظيم کتاب کې ذکر شوي وو، او مسلمان شوم!

 {فَالْیَوْمَ نُنَجِّیکَ بِبَدَنِکَ لِتَکُونَ لِمَنْ خَلْفَکَ آیَةً وَإِنَّ کَثِیراً مِنَ النَّاسِ عَنْ آیَاتِنَا لَغَافِلُونَ} [یونس:92]
ژباړه:
نن صرف ستا بدن ته نجات ورکوم تر څو له تا وروسته نورو ته يو درس وي حال دا چې ډیر خلک زمونږ له آياتونو څخه غافله دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery