مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مینه

ګل اکبر (راحل ځاځی)

 

هغه ډیر ښه انسان و. همیشه به خاموش و بی ځایه اوبی فایدی خبری یی نه کولی.
له هر چا سره به یی مرسته کوله. په خپلو ښو اخلاقو یی د خلکو په زړونو کې ځای خپل کړی و.
حتی تر دی چې مازدیګر به د چینی په غاړه هم پیغلو د هغه د ښو اخلاقو په اړه بنډار ښه په درز  روان و.
زه له دفتره راووتم.
ژمی و،  هوا ډیره یخه وه. د باد تر څنګ نری، نری واوره هم وریده. په دغه یخه هوا کې د کوټی په لوری را روان وم.
په چکړو او اوبو کې می تر خپلی کوټی پوری مزل راوکړ.
کوټی ته له رارسیدو سره سم می تلیفون ته زنګ راغی.
ومی لید.
یو دوست می و.
سلام ..................................................
تلیفون می بند کړ.
او دهغه په لور ور روان شوم.
صبا ته چې دفتر ته لاړم څه کارونه می د رئس صیب له معاون سره درلودل او باید لومړی می هغه خلاص کړي وای.
دفتر ته ورغلم.
له جوړ په خیر وروسته همغه ځوان راغلو.
ما تر اوسه هغه سم نه پیژانده یواځی می دهغه په اړه اوریدلي و.
هغه هم د همدغه ریاست د یوی څانګی کارمند و.
په ډیره حوصله په نوبت کې ادریده.
زه حیران شوم چې دلته هو د همدغه ریاست کارمندان له هر چا لومړی ځان حقدار بولي.
هو دا ...............................
د ورځی په پای کې د کار تر خلاصولو وروسته بیا د کوټی په لور راوخوځیدم.
کوټی ته را ورسیدم.
تر ځان ګرمولو وروسته می په راډیو سترګې ولګیدی.
راډیو می چالانه کړه.
د پروګرام تکراري بڼه وه.
د همغه ځوان سره یی مرکه کړی وه.
خبریال پوښتنه وکړه.
په فصلونو کې دی کوم فصل نه خوښیږي؟
ځوان ځواب ورکړ.
منی(خزان) .
خبریال وویل، ولې؟
ځوان بیا ځواب ورکړ.
پدی چې دا هغه فصل دی چې ونې خپلی پاڼې له لاسه ورکوي او ګلان پکې رژیږي.
خبریال بیا وویل که د وروستی  پوښتنی په ډول دا راته ووایی چې ژوند ستا لپاره څه معنی لري؟
ځوان وویل.
ژوند ماته د مینی په معنی دی که مینه نه وي ژوند نشته او څوک چې مینه نلري پنځه ګوني خواص نلري.

پای .

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery