مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-21   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

فضل الغني شرح قدوري،۹ سبق ، دسنتوتحقیق :

علامه محمدمعين الدين أبوالفضل ، کان الله له ودامت برکاته .

«فضل الغني شرح قدوري،۹ سبق»«دسنتوتحقیق»
 «دسنت تعريف اوقسمونه»

(سوال)سنت په لغت کي وڅه ته ويل کېږي

(جواب )دسنت لفظ له شرعي ماناپرته دعربوپه کلام کي په ډېروماناووکي مستعمل سويدی اودارنګه په قران کريم کي په متعدوماناووکي مستعمل سوی دۍ اودارنګه په حديثواوپه اقوالودصاحبه ووکي خوله دې سره سره علماؤدسنت دلفظ لغوي ماناداسي بیان کړيې ده،السنة هي الطريقة المسلوکة في الخيراوالشر،حاصل دادي چي سنت په لغت کي وهغي طريقي اولاري ته ويل کېږي چي يوڅوک يي پرېږدي چي هغه دخلګومعموله وګرزي اوخلک يي تابعداري کوي که دخيرلاروي اوکه دشر(سوال) دامام صاحب دمذهب مطابق دسنت دلفظ شرعي اوفقهي ماناڅه ده(جواب)حنفي علماوودسنت مختلف تعريفونه کړي دي چي هريويې له اعتراض څخه خلاص ندۍ،«۱»شامي رحمه الله تعالي  يوځاي دسنت داډول تعريف کړی دۍ چي سنت هغه فعل دۍ  چي کول يي اولي اوبهتروي ترنکولواونبي عليه الصلوة والسلام ياخلفاؤراشدينودوام باندي کړی وي اومنعه يي له ترک  څخه نوي راغليې،،شامي ،ج۱ص،۷۶،«۲»اوځينويي داسي تعريف کړی دۍ چي سنت هغه دۍ چي نبي عليه الصلوة والسلام دوام باندي کړی وي سره له دې چي يوواريادوه واره يي ترک کړي، وي «۳»چاويلي دي چي سنت دفقهي په اصطلاح کي،الطريقة المسلوکة في الدين،پردې باندي دااعتراض سوی دۍ چي داتعريف خوپرواجب اوپرفرض باندي هم صادقېږي ځکه چي هغه هم هريوددين يوه لارده چي تګ باندي کېږي يعني عمل يې کېږي«۴»چايي داسي تعريف کړی دی،الطريقة المسلوکة في الدين  من غيرافتراض ولاوجوب،پردې باندي دااعتراض سوی دی چي داتعريف  ومستحب اوومندوب ته هم شامل دۍ«۵»چايي داسي تعريف کړی دۍ ،هي الطريقة المسلوکة في الدين من غير لزم علي سبيل المواظبة«۶»چايې داسي تعريف کړی دی،مافي فعله ثواب وفي ترکه عتاب لاعقاب، ددې تعريف په باب ويل سوي دي چي داتعريف  په حکم سره دۍ«۷»چايې داسي تعريف کړی دۍ چي سنت،ماثبت بقوله اوفعله وليس بواجب ولامستحب،پردې باندي دااعترض سوی دي چي داتعريف ومباح ته هم ورشامل دۍ«۸»چايي داسي تعريف کړی دۍ چي سنت،ماواظب النبي صلي الله عليه وسلم عليه مع الترک احيانا،وردبانه شامل للفرض  لانه ايضا قدترک بسب العذر«نهم» چايي داسي تعريف کړی دۍ چي سنت،ماواظب النبي صلي الله عليه وسلم عليه مع الترک احيانا بلاعذر»«۱۰)بهترتعريف يې دادۍ چي سنت موکدهغه دي چي نبي عليه الصلوة والسلام دوام اوهميشه توب باندي کړی وي بې له ترکه اوانکاريي پرترک باندي نوي کړ ی،اوسنت غيرموکده هغه دی چي ده مبارک دوام باندي کړی وي خوسره له ترکه په بعضِ وختوکي،اوواجب هغه دۍ چي ده مبارک دوام باندي کړی وي بې له ترکه اوانکاريې هم پرترک باندي کړی وي ،بحررائق ج۱ص۱۷،پوسه چي سنت موکده دوه قسمه دۍ  اول هغه سنت دۍ چي نبي عليه الصلوة والسلام مواظبت باندي کړی وي دوهم هغه دۍ چي خلفاؤراشدينودوام باندي کړی وي،همدارنګه په يوه بل اعتباربياسنت دوه قسمه دۍ اول سنت موکده چي سنة الهدي هم ورته ويل کېږي دوهم سنت غيرموکده چي سنت زائده هم ورته ويل کېږي ،سنت موکدلکه اذان اقامت دجمع لمونځ وغيره اوسنت زائده لکه سيرت درسول عليه السلام په جامه اوپه خوراک اوڅښاک وغيره کي پوسه چي ځينوويلي دي چي چاويلي دي چي نفل اومستحب ترسنت زائده افضل دي ځکه چي سنت زائده له عاداتودده مبارک څخه دۍ اونفل عبادت دۍ  اوځيني وايي چي سنت زائده پرافضل دۍ ځکه پرسنت زائده باندي دوام دده مبارک ډېرثابت دۍ اوداچي علماوووسنت زائده ته عادت ويلی دۍ داپه دې سبب چي پردوی باندي ده مبارک دونه  دوام کړی دۍ چي لکه عادت داسي يي ګرزېدلی دی،پوسه چي په ترک دسنت زائده خوهيڅ تاوان پرسړي باندي نه لازميږي مګرداچي په ترک دسنت موکده سره انسان ګنهکاره کېږي کنه په دې کي دوه قوله دي هغه څوک چي يي ګنهګاره نه بولي هغه وايي چي په ترک دسنت موکده سره عتاب اوحرمان دشفاعت راځي خوراجح قول دادۍ چي په ګنګاره کېږي مګرګناه يې ترترک دواجبوکمه ده،، قال ابن نجيم : " والذي يظهر من كلام أهل المذهب أن الإثم منوط بترك الواجب أو السنة المؤكدة على الصحيح ؛ لتصريحهم بأن من ترك سنن الصلوات الخمس قيل لا يأثم ، والصحيح أنه يأثم ، ذكره في فتح القدير ، وتصريحهم بالإثم لمن ترك الجماعة مع أنها سنة مؤكدة على الصحيح , وكذا في نظائره لمن تتبع كلامهم ، ولا شك أن الإثم مقول بالتشكيك بعضه أشد من بعض ، فالإثم لتارك السنة المؤكدة أخف من الإثم لتارك الواجب " انتهى من "البحر الرائق" (1/ »319»          نوربيا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery