مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-30   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

فضل الغني شرح قدوري۶ سبق

علامه ابوالفضل دامت برکاته وطالت حياته
فضل الغني شرح قدوري۶سبق عجيبه پوسه چي آيت داوداسه پراتوداسي شيانومشتمل دۍ چي هريويي بيا دوه دوه دي نوبه مجموع شپاړس سي ،۱،«طهارتين،اودس اوغسل«۲»مُطَهِّريْن،اوبه اوخاوره «۳»حکمين،وينځل،اومسح«۴»موجبين، بي اودسي اوجنابت،« ۵»مبيحين ،مرض اوسفر،«۶»دليلين »چي يوداوداسه دليل دۍ اوتفصيلي دۍ اودوهم دجنابت دليل دۍ چي بي تفصيله اواجمالي دۍ«۷»کنايتين،چي دغائط لفظ دۍ چي کنايي له حاجت بشري څخه دۍ اودملامست لفظ دۍ چي کنايه دۍ له جماع څخه«۸»کرامتين،چي پاک والی له ګناووڅخه اواتمام دنعمت دۍ، ،شامي ،[فائده] پوسه چي مصنف رحمه الله تعالي ،له اوداسه څخه چي په عربي،الوضوء،ورته ويل کېږي د،الطهارات ،په لفظ سره تعبيرکړی دۍ داله دې وجهي چي په کتاب الطهارات کي مصنف يوازي داوداسه بيان نکوي بلکه ډېرقسمونه دطهارت اودپاکي بيانه وي لکه اودس،غسل،پاکي داوبو،پاکي دجامې وغيره همداوجه ده چي ،کتاب الطهارة يي ندی ويلی بلکه ،کتاب الطهارات،يې ويلی دۍ دجمع په لفظ سره نودلته دامناسب ګڼم چي د،الوضو،دلفظ هم تحقيق وسي اولغوي اوشرعي مانايې بيان سي ،نوپوسه چي د ،الوضوء ،لفظ په لغت کي له ،وضاءة څخه را اخيست سوی دۍ چي وحسن اونظافت ته ويل کيږي اوفعل يي،وَضُؤَيَوْضُؤُ وَضَاءَةً،دۍ له باب څخه دکرم،لکه ضخُم ضَخَامة اوله دې مادې څخه دتفعيل باب چي ،وَضَّأَ،دۍ په دووماناووکي مستعملېږي،اول،وَضَّأْتُ زيدايعني اودس مي وروکی«دوهم»وَضأْتُهُ،يعني ومي ګرزاوه زيدداسي چي اودس کوي اود،وضوءله لفظ څخه دتفعل باب چي ،تَوَضَّأَ،دۍ پردروماناووراغلی دۍ،اوله يي مشهوره مانا ده،چي،تَوَضَّأَ،مانااودس يي وکړ،اودوهمه مانايي داده،توضأ ،يعني پرې يي مينځل ځيني اندامونه خپل اوصفايي کړل :،دريمه مانايې داده«توضأ الغلام » ور سيدووحددبلوغ ته هلک مانابالغ سو،:دارنګه له وضوءڅخه دمِيْضَأَةٌ،لفظ هم جوړسوی دۍ دالفظ دوې ماناوي لري ،اول ځای داوداسه کولو،دوهم هغه لوښی چي اودس ورڅخه کېږي اودمِطْهَرَة،لفظ بيايوازي په مانادهغه لوښي ده چي اودس ورڅخه کېږي ،پوسه چي د،وضوء،لفظ په زوردواواوپه پيښ دواوپه دواړوسره ويل کيږي اوپه فرق کي د،وَضوء،اودوُضوء په ضمه دواوسره درې قوله دي ،اول قول دادۍ چي وضوءپه ضمه دواوسره واودس کولوته ويل کېږي اوپه فتحه دواوسره داوداسه وابوته ويل کېږي ،دوهم قول دادۍ چي دواړه مصدرونه دي په ماناداودس کولودي،دريم قول دادۍ چي دواړه هم دمصدرپه ماناراځي اوهم په ماناداوبوداوداسه راځي داخودوضوء دلفظ داشتقاق اوصيغې اودلغوي ماناتحقيق وو. ،القاموس المحيط ،والمصبا ح المنير ،ولسان العرب ،والمعجم الوسيط .ـــ دوضوء« دلفظ شرعي تعريف اومعني» پوسه چي د،وضوء،شرعي تعريف دڅلورومذهبودفقهاوودقولومطابق په دې شرحه دۍ«۱» دحنفيه فقهاووپه نزديې تعريف دادۍ[:الوضوء هو الغسل والمسح علی اعضاء مخصوصة .«۲» مالکيه فقهاوويي داسي تعريف کړی دۍ[:هو طهارة مائية تتعلق با عضاء مخصوصة ــ- وهی الاعضاء الاربعة ــ علی وجه مخصوص »(۳) شافعيه فقهاوويي داسي تعريف کړی دۍ[ :وهو افعال مخصوصة مفتتحة با النية ،او هو استعمال الماء فی اعضاء مخصوصة مفتتحا با النية (۴)حنابله فقهاوويي داسي تعريف کړی دۍ( :هو استعمال ماء طهور فی الاعضاء الاربعة ،(وهی الوجه واليدان ،والرأس ،والرجلان ) ،علی صفة مخصوصة فی الشرع ،بان ياتی بها مر تبة متوالية مع با قي المفروض »الموسوعة الفقهية ،مع اقل قليل من الزيادة الماخوذة من ماخذاخر، «نوربيا»
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery