مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-13   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دقدوري شرحه اوديني مسائل۱ برخه :

benawa afghanistan
أستاذ علامه محمدمعين الدين أبوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکاته .
سرچینه : ليکني .
دقدوري شرحه اوديني مسائل۱ برخه : علامه ابوالفضل دامت برکاته وطالت حياته محترمومسلمانانوداوداسه اودلمانځه وغيره داحکامودصحيح زده کولوپه خاطر مي داډېره ګټوره خبره وبلله چي دحنفي فقهي دترټولومعتبرکتاب قدوري کوم چي په هر مسجد کي يي لوی اوکم وايي ديوې ډېري مفصلي اومحققي شرحي په ضمن کي وتاسي ته دديني مسائلولړی پيل کړم له دې څخه له يوه طرفه دقدوري کتاب په ډېرصحيح ډول هر هغه څوک چي پښتوويلای سي زده کولای سي ځکه تاسي بې ووينۍ چي ټکي په ټکي قدوري ترجمه سويې ده اومکمل تفصيل له هرمتن سره ضم سوی دۍ اوله بلي خواهرڅوک ورڅخه له ډېرونادرومسئلوڅخه اګاه کېدلای سي. بسم الله الرحمن الرحيم الْحَمْدُلِلهِ رَبِّ الْعالَمِيْنَ ، وَالْعاقِبَةُ لِلْمُتَّقِيْنَ ، وَالصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلي رَسُولِهِ مُحَمَّدِ وَّ آلِهِ وَاَصْحَابِهِ اَجْمَعِيْنَ . ټکي په ټکي ترجمه : (بسم)خاص په نامه ،ياخاص په نامه سره( الله )دالله پاک (الرحمن)چي ډيرمهربانه دۍ په دنياکي پرهرچاباندي ،يعني که کافران وي اوکه مومنان وي( الرحيم)چي ډيرمهربانه دۍ په آخرت کي خاص پرمومنانوباندي،شروع کوم،يعني خاص په نامه دالله پاک داسي الله چي مهربانه دۍ په دنياکي پرهرچاباندي،داسي الله چي مهربانه دۍ په آخرت کي خاص پرمومنانوباندي،شروع کوم. تفصيل : پوسه چي په کتابوکي چي چيري دبسم الله ترجمه په پښتوسويي وي نوداسي وي،شروع کوم په نامه دخداي الخ خوداترجمه بهتره نده ځکه يود،شروع کوم،لفظ په اول دترجمې کي راغلي دۍ اودابايدپه پاي کي وي ځکه دادبسم الله دمتعلق ماناده اومتعلق دبسم الله په اتفاق وروسته تربسم الله مقدردي اوبل دحصراودخاصوالي ذکرپه دغه ترجمه کي نسته . سوال : د،الله،دلفظ معني څه ده ؟ جواب : الله،ماناهغه ذات چي وجوديې ضروردۍ هميشه به وي اوپه ټولوکاملو صفتو موصوف دۍ اوله ټولوناقصوصفتوڅخه پاک دی . پوسه چي رحمت اومهرباني دخداي پاک دوه قسمه ده يوه يې عامه مهرباني ده هغه په دنياکي ده ځکه په دنياکي الله پاک پرښه اوپربدباندي اوپرکافراوپرمسلمان باندي مهرباني کوي په بسم الله کي د،الرحمن،مبارک نوم پرهمدغه عام رحمت دخدای پاک باندي دلالت کوي اوبله يي خاصه مهرباني ده هغه مهرباني دخداي پاک چي په آخرت کي بې خاص پرمومنانوباندي کوي ځکه چي کافران دآخرت په ورځ دالله پاک له هرقسم رحمت څخه محروم دي.دالله پاک دالرحيم،مبارک نوم پرهمدغه خاص رحمت باندي دلالت کوي . ګټوري خبري : ۱ : پوسه چي اکثروصوفيه واوډېروعالمانوويلي دي چي د،الله،نوم اسم اعظم دۍ اودا دامام اعظم ابوحنيفه رحمه الله قول هم دۍ تعالي،ردمحتار،ج،۱ص۵ . ۲ : عدددغه مبارک نامه،۶۶،دۍ چي دمرضودشفا دپاره دغه نوم ۶۶ واره بايدليکل کيږي اومریض ته ورکول کيږي . ۳ : کامل وردددې مبارک نامه پنځه لکه واره ويل دي په اعتکاف کي سره له روزې نيولوپه اجازه سره . ۴ : روزانه ورديې ،۲۳۶۰واره ويل دي ځکه دځينوعلماووپه قول په همدغه عدددغه نوم په خپله ياپه ضميرسره راغلي دۍ«که یومشکل ويوچاته ورپيښ سي نودماخستن له لمانځه څخه وروسته دي دالله نوم تر دروشپو پوري ۲۳۶۰ واره وايي نومشکل بې خدای حل کړي . ټکي په ټکي ترجمه : (الْحَمْدُ)هرثنااوصفت (لِلّهِ) خاص وخداي پاک ته،يعني ثابت دی حاصل دۍ هرثنااوصفت خاص و الله پاک ته ( رَبِّ ) چي مالک دۍ ،يا پالونکي دۍ(الْعالَمِيْنَ )دټولوعالميانو، (وَ) او (الْعاقِبَةُ) نېک انجام،ياآخرت ،يعني ثواب دآخرت( لِلْمُتَّقِيْنَ )خاص وپرهېزګارانو ته يعني ثابت اوحاصل دي خاص ودوي ته يعني هرثنااوصفت ،ثابت دۍ والله پاک ته داسي الله جل جلاله چي رب دی يعني مالک دۍ ياتربيه کونکي ،پالونکي دي دټولو عالميانو او ښه انجام اوپاي ،ثابت دۍ وپرهيزګارانوته . تفصيل : پوسه چي که څه هم ثنااوصفت دبندګانوهم کېږي لکه دنبيانو يادوليانو اوشهيدانو خو سره له دې چي موږوايوچي هرثنااوصفت ثابت دۍ خاص الله لره نه بل چالره داپه دې وجه چي له خدايه ماسوي نورهرڅوک که نيک صفتونه لري اوودوي ته دهغوصفتوپه وجه ثنااوصفت ثابتېږي نوهغه ټول الله پا ک ورکړي دي اوالله پاک چي نېک صفتونه لري نوهغه يې له ځانه دي پوسه چي ومخلوقاتوته عالمين ويل کېږي په دې وجه چي په دوي سره الله پاک پېژندل کېږي اودوي علامې اودلېلونه دي پرذات دخداي پاک باندي او،عاقبة، په ماناداخرت هم کېداي سي نوبيابه دثواب توري ترعاقبة لمخه پټ بلل کېږي ،اي وثواب العاقبة،يعني ثواب داخرت داځکه چي نفس اخرت خودکفارودپاره هم سته،اوپه مانادنېک اوښه انجام هم کېداي سي نوبيا دثواب دلفظ وپټه ولوته حاجت نسته،پوسه چي متقيان يعني پرهيزګان خلګ ‎په شريعت کي ډېرقسمونه دي چي تفصيل يې دادی : ۱ : هغه خلګ چي دو ی له کفره اوله شرکه اوله نفاق څخه پرهېز کړی وي عام له دې څخه چي له ګناووڅخه يي هم پرهېز کړی وي اوکه يي نه وي کړی. ۲ : هغه خلګ چي له بدعتي کاروڅخه يي هم پرهېزکړی وي . ۳هغه خلګ چي له ګناووڅخه يي هم پرهيزکړی وي. ۴: هغه خلګ چي له شبهه ناکوشيانوڅخه يي هم پرهېز کړی وي. ۵ : هغه خلګ چي له داسي رواکاروڅخه هم ځانونه ساتي چي دهغوپه کولوسره ددې ډاروي چي سړی به په ګناه اخته سي . ۶ : هغه خلګ چي له هرهغه شي ځانونه ساتي چي د دوئ زړونه دالله پاک له شغله راګرځوي. والسلام نوربيا ست.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery