مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دواده لپاره شرط

زرمینه عظیمی‎

ژباړه


 

 یو وخت کې یو ځوان هیله درلود چې دیو بزګر لورسره واده وکړي .بزګر دواده لپاره  شرط کښېښود او ورته ویې ویل«ولاړشه پر هغه ځمکه باندې ودریږه.زه له غوجل څخه درې غواوي خوشې کوم .که پدې بریالی شوې چې ددې غواګانو څځه دیوې لکۍ ونیسې نو زه به مې لورتاته درکړم» ځوان ومنله . دلومړي غوجل ور(دروازه)چې ډېر غت و خلاص سو .دباور وړ نه وه له دې غوجل څخه ترټولو غټه او ډارونکې غوا راووتله .چې خپل ژوند کې بل سارۍ نه ولیدلي .غوا خپل پښې په ځمکه وهلې او ځوان باندې یرغل وکړ. ځوان ځان ګوښه کړه او غوا یې له څنګ واوښت .دبلې غوجل ور(دروازه) چې ورکۍ و پرانیستل شو .غوا له مخکې څخه ورکۍ و خو چتکتیا سره یې حرکت کول .ځوان له ځانه سره وویل « منطق مې وایې چې داغوا هم خوشې کړم ځکه بل غوا به تر ده هم ورکۍ وي او دا دجګړي ارزشت نلري » د درېیم غوجل ور هم پر انیستل شو .دځوان له فکرسره سم دېره کمزورۍ او کوچینۍ غوا وه چې خپل ژوند کې لیدلۍ و .راووتله نو مسکۍ شو او دموقع دترلاسه کولو سره سم یې په غواباندې برید وکړه. او لاس یې اوږد کړ چې دغوا لکۍ ونیسې خو غوا لکۍ نه درلود .!


موخه !
ژوند هم له ارزشتونو څخه دګ دي چې لاسته راورنکې دي .خو که موږ دلاسته ورکولو هڅه یې وکړو شاید بیايې به هیڅکله هم لاسته رانه وړو . نو تل هڅه وکړئ چې لومړنۍ چانس لاسته راوړئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery