CLOSE X
Loading Image...
مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
پنجشنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ٤
دخپریدو نیټه : 2006-01-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دافغانستان ددولت کاروان چيري روان دی؟

ډاکترمحمدظاهر حاذق

او څه باید وسي؟

سیاستپوه او ټولنپوه ډاکترمحمدظاهر حاذق  - جرمني

 د اوسنې وخت په یوه قطبي نړۍ کښي او د افغانستان په اوسنۍ واکدارۍ کي چي په حقیقت کي د توپکسالارانو واکدارۍ ده، ډېر افغانان د را تلونکې په برخه کي اندیښمن او شکمن دي او د تو نل په آخیر کي کومه روښنایي نه ورته په سترګو کیږي. که څه هم چي وروسته د طالیبانو دسقوط نه او په تېره بیا دبن دغونډي را هسي د نړۍ د هیوادونو پاملرنه و افغانستان ته په بیساري ډول زیاته سویده اوهم د امنیت په ټنکېدو کي ورسره د ناتو دسولي ساتي قواوي مرسته کوي او غواړي چي پدی کال کي د خپلو سرتېرو تعداد د ۹۰۰۰ نه و ۱۵۰۰۰ ته جګ کړي او د افغانستان دسهیلي ، ختیزو او لوېدیزو سیمو امنیت هم ټېنګ کړي، دبن دغونډي را هسي هر کال یوکنفراس د افغانستان سره د اقتصادي مر ستو او د امنیت د ټنکېدو ل لپاره جوړ سوی دی, داواري په نظر کي وه چي دا کنفرانس په کابل کي جوړ سي، خو د امنیتي ستونزو د کبله په لندن کي جوړیږي. د دی مرستو تر څنګه پداخل کي هم ځني کارونه سرته رسېدلي دي لکه دیو سیاسي چوکاټ جوړیدل : د بېړنۍ او داساسي قانون د لویو جرگو راوغوښتل، داساسي قانون جوړیدل او تصویبدل، د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکني. په اقتصادي، روغتیايي، د زدکړي او روزني په برخه کي هم څه ناڅه کارونه سویدي، خو سربیره ددی ټولو لاس ته را وړونو نه ولس بیا هم ډېر ناراضه دی او شکایت يي لوړ دی. علت ددی شکایت او نه رضایتۍ څه دی؟ یا ني که دلته واقیعیت په نظر کي ونیسو او راساًولس ته مراجعه وکړو چي شکایت يي هره ورځ د مطبوعاتو او بیلو بیلولارونه اوریدل کیږي او دیوطرفه او وابسته مرجوع د پروپاګنډې نظر پوښتنو تر تاثیر لاندي را نسو. یو علت د ولس دشکایت او د نارضایتۍ روښانه دی ، هغه واوریدل چي په تېرو څلورو کلونو کي تر اته ملیارده ډالره نه زیات د هیواد سره مرسته وسول, خوپه عمل کي ډېر لږ څه و لېدل سول، ډېر افغانان سرپناه اوکار نلري، د غذا، دوا او د ژوند د نورو بنسټیزو ضروریتونو په برخه کي ډېري ستونزي لري. ددی کبله هغو ی شکایت لري او ددی له څنګه يي طبعاً انتظارات هم ډېر زیات دي ځکه چي هغوی دونیمي لسیزي ډېري خوارۍ او ستونزي ګاللي دي او ډېرو يي هرڅه د لاسه ور کړیدي، هغوی اوس غواړي چي بیرته عادي ژوند وګړي او غوښتني هم مشروع دي. ډېر افغانان پدی واقعیت هم ښه پو هیږي چي دا ټولي نیګړتیاوي په درو،څلورو کلونو کي نسي پوره کېدلی اوهم ورته معلومه ده چي د هیواد اقتصاد دسقوط په حالت کي کرار لري، خو بیاهم دسولي، امنیت او د هیواد د راتلونکي په برخه کي انديښمن دي،ځکه هغوی د جهاد په اوږدو کي دېر څه زده کړیدي، د هیواد داخلي او خارجي دښمنان يي ښه پژندلي دي چي هغوی سوله اوامنیت نه غواړي، همداسي کوم خنډونه چي په مخ کي پراته دي اوکومي سهوي چي پدي برخه کي سويدي، ورباندي کم او زیات پوهیږي. د امنیت او دولت دکارونوپه مخکي اصلاً دوه ډېر لوی خنډونه پراته دي،کوم چي دنورو ډېرو ستونزو درا پیداکېدوعلت ګرځېدلي او ګرځي، هغه امنیتي او اقتصادي ستونزي دي . د هغوی د ممکنه حل لپاره څو وړاندیزونه : اول_ د امنیت ټېنګول د ولس تر ټولولمړنۍ او دوامداره غوښنته ده چي د دولت او نړیوالي ټولنې نه يي لري. واقیعیت دا دی چي دولت دسولي ساتي قواوو په مر سته امنیت په نسبي ډول ټېنګ کړی دی، خوهغه ولس ته په هیڅ ډول دقناعت وړ نه دی،ځکه جنایت اود ترهګرو حملي ورځ په ورځ زیاتیږي، اداري فساد او رشوت خوري خپل اوج ته رسېدلي دي او د ولس د شکایت اوریدولو لپاره کومه اغیزمنه مرجع هم نسته. د امنیت دټنکېدو لپاره دېر مصارف سوي او کیږي، خوپدی څلورو کلونوکي دهغه لپاره یو بنسټیز اوږدمهاله پلان نه دپوځي اړخه اونه د سیاسي اړخه جوړ سوېدی، کوم چي د عملي او رواني نظره خاص ارزښت لري اودافغانستان لپاره حیاتي موضوع ده. د اوسنيو تدابیرو لویه برخه ورځني اولنډمهاله پروگرامونه جوړه وي. اوږد مهاله پروگرامونه يي د ملي اوردو او پولیسو روزنه ده، کوم چي دبده مرغه تر اوسه پوري يي نژدي نمايي برخه بشپړ سویده اوهغه هم ډېر نواقص لري، که څه هم په اول سرکي هم ما اوهم اوډېرو نورو افغانانو دولت ته وړانديزونه وکړل چي توپکیان دي یاټول بي وسلي سي اویادي دهغوی نه واقعي مجاهدین بیل او ورځني دي منظم ملیشه قطعات جوړکړل سي، خو د اردو ا وپولیسو سره باید ګډ نسي، ځکه هغوی دیسپلین نلري اویوشخص یا توپکسا لار ته وفاداره دي او د اردو او پولیسو په صفونو کي د نورو افرادو دیسپلین او مورال خرابه وي ... ورسته بیا ګوت نیوکي او اعتراضونه پردی بي بنسټه کار باندي زیات سول، خو څنګه چي ددولت قدرت د اوله سرنه بیا تر اوسه پوري اصلاً د توپکسالارانو په لاس کي وو او دی، نو داسي وړاندیزونو او اعتراضونو کوم ځای ونه نوی او نه بي و نیسي. پدی غلط کار کي دامریکا چارواکي هم لوي قصور لري چي خلاف د منطق او د یوي واقعي دموکراسي داصولونه يي توپکسالارا ن پر افغان ولس باندي تحمیل کړل او په توپکیانو يي د سرتېرو او پولیسو دریشۍ واغستلی. ترکومه وخته چي هغوی د ار دو او پولیسو په لیکو کي ځای ولري، همداحال به روان وي یاني بي امنتیي به وي، ولس به پر هغوی اعتماد نکوي او نه به سمه همکار ي ورسره وکوي، کوم چي د امنیت دټنګېدو لپاره ډېر اړین دي. داډول نواقص په هره برخه کي ډېر زیات دي، خو ترټولوی خنډ د امنیت ، بیا روغونې ا و نورو دولتي کارونه په مخکي بیا هم د غه توپکسالاران او توپکیان دي او تر هغه وخته پوري چي هغوی د دولت په ارگانونوکي موجود وي، همداسي به کارونه فلج اوهیڅ یو مشکل په اساسي ډول نه حل کیږي. ددې ستونزي د اساسي حل لپاره دا لاندي تدابیر اړین دي : ۱ - ملي اردو،ملي پولیس او‍ د دولت ارگانونه باید د توپکیانو، توپکسالارانو، رشوت خورو اوبي کفایتو مامورینو او کار کونکو نه پاکړل سي ( که څه هم چي په اوسنۍ وخت کي دري سره ځواکونه لکه اجرایه، قضایه اومقننه دهغوی په کنترول کي دي اوهر یوملي حرکت ناشوني ښکاري، خو ومولېدل چي د ولس په دوامدارو غوښتونواو کلک عزم سره یوازي پدي نژدي څو کلونو کي ډېرشیان چي ناشوني ښکاره کېدل، هغه شوني سول). ۲- د ولس ملا تړ بايد دټولنیزو او عیني واقعاتو پربنسټ ترلاسه کړل سي. ددی کارلپاره اړینه ده چي د مسلکي اوبا تجربه خلکو( سیاست پوهانو ، ټولن پوهانو ، روانشناسانو او حقوق پوهانو) ، په مرسته موثر پروگرامونه جوړ کړل سي اود دیني علیمانواو وطني باتجربه خلکو په مرسته پلي کړل سي. که چیري ولس مرسته وکړي،د افغاني ټولنې په تېره بیا دپښتنود ټولنیزو تشکیلاتو له مخي بیا د ترهګرو اود نورو جنایتکارو ډولو د لوبو لپاره ځای نور نه پاته کیږي. ۳ - د دولت په چوکاټ کي د یوخاص، مستقل اروگان جوړیدل اړین دی چی هغه په مستقیم ډول یوازي د ریس جمهور د اوامیرو تابع وي چي پوره صلاحیت ولري اودونورو مربوطه دایروسره په همکاری په ډېر موثر، فني اوعملي ډول دجنایتکارانو او اداری فساد سره مبارزه وکړي، دبیارغوني دکارونو لپاره لاره خلاصه کړي اوهمداسي د عدالت په پلي کېدومرسته وکړي. شاید ودی ته ورته کوم ارگان فعلاً هم موجود وي، خو خبره دهغه په خاصو تشکیلاتو، د پرسونلو په انتخابېدو، د وظایفوپه ټاکلو او عملي کولو کي ده. دا کار طبعاً نورو ډېرو توضحاتو ته ضرورت لري کوم چي ددی لنډي مقالي د چوکاټ نه زیاتیږي. ۴ - دامنیت موضوع که څه هم فعلاً ډېره لویه او مشکله ښکاري،خودحل لاره یي په عمومي ډول په یو معقول او موثر سیاست پوري اړه لري. داخلي سیاست به هغه وخت موفق وي چي و پورته درو وړاندیزونو ته مثبت جواب وویل سي. د خارجي سیاست دنده ده چي ځیني موثرتدابیر ونیسي، که رښتیا هغه غواړي چي په افغانستان کي دي امنیت ټېنګ او دموکراسي دي پلي سي ( پرکوم چي زه ډېر شک لرم ځکه هغه پر دی اوسنۍ لاره اوپردی اوسنۍ سیاست سره د هدف نه ډېر لري دی)، ددې هدف لپاره ضرور ده چي اول دافغانستان خپلواکي او د خاوري بشپړ توب په دایمي ډول یا اقلاً دډېرو کلونو لپاره دملگروملتونو او ناتو لخوا تضمین کړل سي(په اوسنۍ وخت کي د امریکا اوسولي ساتوقوا په موجودیت کي د ځینوګاونډیو هیوادونولخوا د افغانستان خاوره لاندی کیږي، په کوم کي چي د امریکا حکومت په مستقیم اوغیرمتقیم مسئولیت لري)، پدې ډول ډ ګاونډیو سمیزو استعمار چیانو طمعه قطع کیږي چي یوه ورځ به د افغانستان یوه ټوټه بیاجلا اویا به هغه په خپلو کي سره وويشي ، ددې کبله هغوی د افغانستان امنیت سبوتاژ وي، ترهګر روزي او افغانستان ته يي د تخریبکاریو لپاره استوي. دلته باید ملګري ملتونه ددغو حکومتونو سره چي ترهګر روزي اودافغانستان امنیت خرابوي ، جدې معامله وکړي اودهغوی و درواغو ویلو ته نور د پای ټکی کښیږ دي چي نه نور ترهګر وروزي او نه د افغانستان پداخلي چارو کي لاس وهنه وکړي. دحېرانتیا خبره داده چي ډېرو عادي افغانانوته په افغانستان او ګاونډیوهیوادونو کي دا راز معلوم دی چي ترهګر چيري او څوک يي روزي، خو د امریکا او غربي هیوادونو استخباراتو ته دي دا راز معلوم نه وي ؟؟؟ علت يي شاید داوي چي یاهغوی نه غواړي چي ځان خبرکړي اویا به البته هغوی ډېرد بیګناه افغانانو په تعقیب او او ځورولو اخته وي، کوم چي دخلکو دشکایت او خبري ر سنېولخوا په دوامدار ډول اوریدل کیږي او دهغوی پر بشري حقونه تېری کیږي، یاهغوي ناحقه په یوه یابله بهانه وژل کیږي اویا په کلونوپه زندانونوکي بیله د محکمي دحکم اویا کوم جرم داثبات نه ساتل کيږي او دومره ځورول کیږي لکه د دیکتاتوري او فاشستي رژیمونوپه زندانونو کي. ددی کبله شاید مسئول کسان و اصلي دندي ته یاني دترهګرو د پېداکېدو لپاره کافي وخت ونلری او په کار کي پاته راغلي دي. امریکايي سرتیري د افغانانود رسم او رواج، کلتور اومذهبي عاقایدو پرا نلري ، ولس ورنه دېر ناراضه اوپه عذاب دی اودبي ځایه شدت نه کار اخلي. طبعي ده چي ولس پداسي یوحالت کي ومرستي ته نه حاضریږي، پرهغوی اوپر دولت اعتماد نسي کولای . دادا سي یوه لویه اشتباه ده لکه روسي پوځیانو اوتېرو رژیمونوچي کوله. دا هم يو څرکند حقیقت دی چي ترهګر منظم جنایتکارگروپونه دي او په تصادفي ډول منځ ته نه راځي. هغوي په عمومي ډول د دولتونو لخوا یاني دهغوی د استخباراتو له خوامنځ ته راځي او روزل کیږي. نن ورځ ډېر څه پټ نه پاته کيږي، دا چي ولي د افغاني ترهگرو ځالي څوک نسي پیداکولای، وځانته ډېر سوالونه را پیداکوي ؟ پدی اړه څه موده مخکي کرزی صاحب هم په یوه مرکه کي وویل چي باید دترهګرو ځالي پیدا سي او له منځه یوړل سي. اصلاً بایدهمداسي وسي. پوښتنه داده چي څوک باید دا کار وکړي او څنګه؟؟؟ پدې ډول لکه په کنړ، باجوړ اونورو ځایونو کي چي بیګناه پښتانه په تېره بیا واړه او میر مني وژل کیږي ،دا خو يوه ډېره غیر موثره ، باطله او دنفرت نه ډکه لاره ده. هیله ده چي دپښتنو وژنو او ځورونو ته ډېر ژر خاتمه ورکړل سي او پر ځای يي دترهگرو اصلي ځالي پیدا او په نښه سي. زماوړاندیز دخارجي ځواکونو په برخه کي دادی که چیري سوله ساتي قواوي په ټول هیواد کي دامنیت واګي چاري پلاس کي واخلي او امریکايي قواوي په قطعاتو کي په سمبولیک ډول دخارجي خطر سره دمقابلي لپاره پاته سي، دا کار به دپورته وړاندیزونو په نظرکي نیولو سره موثر تمام سي، ځکه امریکايي قواووته افغانان او نړیوال په بده سترګه ګوري. امریکايي پوځیان پخپله د دوه کبله دبي امنتي سبب گرځي، دیوي خوا د هغوی دظلم او غیر انساني برخورد دکبله او بلي خوا ترهګر او ماجراجویان چي امریکاته دیو استعماري ځواک په سترګه گوري، چیري امریکايي پوځیان وي، هلته ځان ورسوي. مخکي يي زور په عراق کي وو، اوس په افغانستان کي هم دځان وژني او هلته ورته تکتیکونه کار اخلي. دترهگرو ماتي ديومعقول اوموثر سیاست اوښه روزل سوامنتي او جنايي پولیسو اواستخباراتو دلاری نه ډېره ممکنه ده نسبت وپوځي ډېر پرمصرفه او کم ثمره عملتاتونه. د امریکا د پوځي مرستي نه دهغي سیاسي او اقتصادي مرستي ډېري ګټوري او موثري تمامیږي. خو دیوي خوا د امریکا خود خوا چارواکوته قناعت ور کول ډېر مشکل کار دی او د بلي خوا داخلي مسلطه جګړه ماران نه پداسي کارونو پوهیږي او نه يي غواړي، ځکه هغوی خپله ګټه په جنګ او بي امنیتي کي ويني. د بادرکه مامورینو او افغانانو خبره څوک اوري نه. د امریکا د ولسمشر دمرستیال ښاغلي دیکچیني او دفاع وزیر ښاغلي رامسفلد روستي سفرونه و افغانستان او دسیمي نورو هیوادونو ته یوار بیا وښودل چي امریکايي چارواکي خپل داشتباه نه ډک سیاست نه نه تېريږي او بیاهم داسي کسان او چارواکي حمایه کوي چي سوله او امنیت په افغانستان او سیمه کي نه غواړي. دوهم - اقتصادي ستونزي دي چي دولت او ولس ورسره لاس په گریوان دی: كومي اقتصادي پروژي چي تر اوسه پوري د دولت لخوا په لوی بري سره ترسره سویدي، هغه يوه د نوي افغانۍ رواجول وه اوبله هم دکابل - کندهار دسړک جوړول وه( كه يي نواقص دلته په پام کي و نه نیول سي). افغانۍ که څه هم تر اوسه پوري تر لسو افغانیو نه زیات خپل ارزښټ د ډالر په مقابل کي دلا سه نه ور کړېدی، خویوه ډ ېره ګټوره پروژه وه چي هم يي په راکړه ورکړه کي ډېري آسانتیاوي را وستلي اوهم يي هر کال و ولس ته د سلګونو ملیونوډالرو په ارزښټ ګټه رسیږي ، په تېره بیا په اوسنۍ وخت کي چي د واریداتو کچه د صادراتو په پرتله ډېره لوړه ده، په بل عبارت کوم مالونه چي و افغانستان ته راځي هغه ارزانه تمامیږي. څو لنډ وړاندیزونه : ۱- د دی کبله زما وړاندیز د افغانستان دولت ته دادی چي د افغانۍ د ارزښټ د جګېدو لپاره د ټولو فني او رواني میتودونو او وسایلو نه کار واخلي. څنګه چي څرګنده ده، داسعارو ارزښټ تر ۲۰ فیصدو پوري په عېني شرایطو پوري تړلی دی او تر ۸۰ فیصدو پوري په رواني تاثیراتو او میتودونو پوري تړلی دی. که چیري دولت د لندن په راتلونکي کنفرانس کي د مرستو کونکوهیوادونو او نړیوال بانک په مرسته د داسي یو میکانیزم نه کار واخلي چي دمرستوکونکو پيسونه چي ډېري يي دقوي اسعارو په شکل ور کولي کیږي لکه ډالر، یرو او سترلنګ فونډ، چي دهغه نه د افغانۍ د ملاتړ( پشتواني) لپاره هم کار واخستل سي، ځکه پیسه ، پیسه ده چي د هري لاري نه و هیواد ته راځي، باید د افغانۍ پر قوي کېدو باندي مثبت تاثیرولري. د افغانۍ قوي کېدل په تېره بیا په اوس وخت کي د خلکودژوندد سطحي په لوړیدوباندي او هم دهیواد پر اقتصادي وده باندي مثبت تاثیر لرلی سي اوهم ترهغه نه ګټوره ده چي دخلکو د ژوند سطحه په مصنوعي ډول سره یاني د معاشونو په زیاتیدو سره پورته بیول کیږي.    پاته برخه په ((    بل  مخ    )) کي ولولی

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery